Wadan weblog 2

زموږ وطندوستي، درېیمه لاره ، ۱۲ برخه

11.01.2010 12:56

 

کال نیم پخوا د هندوستان کشمیر ته ولاړم، له سرینګره څلور ساعته مزل د ګلمارګ ښکلې سیمې ته، چې ورسیدم ناڅاپه مې دا پښتو متل پر ژبه راوګرځېده، چې: « هر چاته خپل وطن کشمیر دی». دا متل ولې را په یاد شو؟ ځکه د کشمیر استعاري او سمبولیکه مانا، د ښکلې سیمې او زړه وړونکي هېواد په توګه، په ذهن کې را څرګنده شوه او په اصطلاح ایله په دې پوه شوم، چې ولې هر څوک غواړي وطن یې د کشمیر په څېر ښکلی وي. کشمیر هم له طبیعته ښکلی دی او هم یې خلکو خواري ایستلې چې ښکلا یې وساتي او هم یې په لا ښکلي کولو کې خواري وکاږي.

یو ځل مې په اروپا کې له یوه هالندي څخه واوریدل، چې « هالند ځکه پر موږ ګران دی چې موږ خپله جوړ کړی دی.» هو هالندیانو ددغه هېواد لویه برخه د اوبو پر سره جوړه کړې ده، هماغه خواري ده ،چې دوی یې د وطن مینې ته اړ کړي دي. په دې اړه فکرونو دې نتیجې ته ورسولم چې د وطندوستۍ معیار د یوه هېواد آبادي ده نه شعارونه. تردې ورهاخوا پایله زمالپاره نوره هم له پیغوره ډکه او ترخه وه او هغه دا چې : هر هغه ملت ریښتونی وطندوسته ملت دی چې هېواد یې ډېر آباد، موړ او ځواکمن وي او هر هغه هېواد چې غریب، وران، بې وزله او بیچاره وي نو خلک یې په سختۍ دا ویلی شي چې دوی وطندوسته دي. بیا مې همدا ترازو راواخیست او ځان مې په کې وتاله نور هم خواشینی شوم ځکه ځان مې ډېر وطندوسته نه شو زباتولای. ما لیدل چې افغانستان وران دی او خلک یې ډېر په بدحال کې دي، او تردې یې ترخه داده چې د افغانستان لویه برخه پخپله د همدې وطن خلو ورانه کړې ده، یا په خپله اراده یا د پردو په اراده او دا چې څوک خپل وطن د پردو په اراده ورانوي له بده بدتره کار دی، او د تاریخ او ټولیز قضاوت په وړاندې عذر نه شي ګڼل کیدای، چې بابا! خو نورو راباندې وران کړ.

دا چې ځان او نور راته وطنپال او وطندوسته نه شول ثابت بله ناروغي راولویده. په لاملونو پسې یې ډېر نه ګرځم ،خو یو افیوني عادت مې په کې پیدا کړ او هغه دا چې: موږ څومره چې د وطندوستۍ شعارونه ورکوو هماغومره د وطندوستۍ په مانا او مفهوم نه پوهېږو.

د وطندوستۍ له غریزې پرته وطن ته هېڅ هم نه شو کولای، ځکه نو باید د وطندوستۍ په مانا او مفهوم هم پوه شو.

وطندوستي یوه دوه اړخیزه اړیکه ده. فرد، کورنۍ او خلک په یوه جغرافیايي محدوده کې ژوند کوي له خپل هېواد ه ګټې پورته کوي نو باید خپل هېواد ته ګټه ورسوي ، نودهېواد او فرد ترمنځ د حب اړیکه پر ګټو ولاړه ده.

هېوادفرد ته هؤیت، کلتوري ارزښتونه، د ژوند او اوسیدو ځای او حق، ډوډۍ او شخصیت ورکوي او دی هېواد ته خدمت او کار کوي، وطن پرې ګران وي او هڅه کوي چې د هېواد نن یې تر پرو نه او سبا یې تر ننه ښه شي.

د جاپان یا امریکې یا جرمني خلک د وطندوستۍ ډېرې چیغې نه وهي، خاموشه دي او د وطندوستۍ غریزه داسې مشبوع کوي چې خپل هېواد ته یو څه وروبښي، کار کوي او خښته پر خښته ږدي، ځمکه کري، تکنالوژي سمبالوي او د هېواد د پرمختګ په هکله فکر کوي، ددې په وړاندې یې هېواد ، دوی ته د ژوند تر ټولو ښه شرایط او خدمات عرضه کوي او د خپل هر اوسیدونکی د ټولو حقونو ساتنه او د لا هوساینې لپاره هڅې کوي، اړیکه دوه اړخیزه ده، فرد ټکس ( مالیه) ورکوي اوهېواد ورته د ژوند شرایط چمتو کوي، لکه چې، وطندوستۍ همدا ده.

ښکاري دا چې ،زموږ دغه دوه اړخیزه اړیکه سسته او کمزورې ده. موږ هېواد ته څه نه ورکوو او بیچاره هېواد موږ ته څه نه شي راکولای.

موږ دغه دوه اړخیزه رابطه نه ده ټینګه کړې. هېواد موږ ته د زده کړې، کار، تفریح، پانګې اچونې، پرمختګ او نړیوال کیدو شرایط نه شي چمتو کولای او موږ هېواد ته کار نه کوو ځکه څه ګټه ورڅخه نه ده متصوره، که څه هم تر ټولو ډېر د وطندوستۍ چیغې وهو، خو دا ګټه نه کوي او پر شعارونو هېواد نه جوړېږي.

درېیمه لاره:

د وطندوستۍ لپاره یاده شوي دوه اړخیزه اړیکه باید ټینګه شي. هېواد اراده نه لري او موږ یې لرو، مانا دا چې لومړی باید موږ هڅه پیل کړو موږ ښايي هېواد ته څه ورکړو چې بیا هېواد زموږ ماشومانو ته یو څه ورکړي.

لومړی نسل ښايي قرباني ورکړي. لومړی نسل دې په دې فکر نه کوي چې هېواد ده ته څه ورکولای شي؟  دی باید داسې فکر وکړي چې دی هېواد ته څه ورکولای شي.

موږ ښايي د راروانو نسلونو د وطندوسته روزلو لپاره کار پیل کړو. افغانستان ډېر څه لري چې خپلو خلکو ته یې ورکړي خو لومړی باید خلک دا ( څه) له هغه څخه وغواړي. هېواد باید ددې وړ کړای شي چې کوم څه موږ ته راکړي.

خلک ځانته د اوبو پرمخ هېواد جوړوي، نو په موږ څه شوي؟ چې تیار ،خدای (ج) راکړی هېواد نه شو جوړولای. زموږ حکومت، زموږ مدني ټولنې، زموږ مطبوعات، زموږ شخصیتونه او لیکوال ښايي وطندوستي خلکو ته وروپېژني، زموږ د ښوونځي په کتابونو کې ښايي ولیکل شي چې موږ به یوازې هغه مهال هېواد پاله او وطندوسته اوسو چې خپل هېواد ودان کړو.

د وطندوستۍ شعارونه ښه دي خو باید معقول اوسي او د وطندوستۍ د زباتولو لپاره باید لارې چارې هم په ګوته شي، وطندوسته افغانان یوازې هغه خلک دي چې خښته پر خښته ږدي، نیالګی کینوي، په ټولګي کې کیني، پوهنه عاموي، ښوونځي جوړوي، ځمکه کري او په وچو لښتیو کې اوبه راولي. همدا خلک که ناري هم نه وهي، تر ټولو ډېر وطندوسته او هېواد پال دي. هغه سیاسیون چې ټوپک لري، خپل هېوادوال وژني، د خپل هېواد ولاړ دیوالونه نړوي، ځنګلونه وهي، تاریخي ارزښتونه لوټي او پر څوکیو ناست دي، وطندوستان نه ،وطندښمنه خلک دي که څه هم تر ټولو ډېر شعارونه ورکوي. هر څوک چې پر کور دننه ډزې کوي هغوی د افغانستان دښمنان دي، خپلو راتلونکو نسلونو ته دا وروپېژنئ او په دې یې وپوهوﺉ چې وطندوستي یعنې څه.

تر هغو د هېواددوستۍ چیغې مه وهیء تر څو مو د نړۍ له خلکو نه وي اوریدلي چې:

                                                    هر چاته خپل وطن افغانستان دی!