Wadan weblog 2

موږ او «ایزمونه» ـ درېیمه لاره ، ۱۳ برخه

26.01.2010 09:35

 

یو ملګری مې راته د یوې افغاني مظاهرې کیسه کوله، چې په مهاجرت کې شوې وه، د مظاهرې په لومړۍ لیکه کې یو څو ځوانانو پرله پسې شعارونه ورکول ،چې :

مرګ په کمونیزم!

مرګ په مارکسیزم!

او مرګ ... او مرګ ...

مرګ په ژورنالیزم!

د مظاهرې ګڼو ګډونوالو،چې دا ځل نوی «ایزم» اوریده، نو ګومان یې وکړ چې دا ډېر ژور او خطر ناکه ایزم دی، نو تر نور ځله یې لاپسې په لوړ غږ ورپسې غبرګه کړه چې « مرګ !!!».

دا خاطره ظاهراً یوې ټوکې ته ورته ده، خو یو خوږ منطق هم لري او هغه دا چې : په سروشنو انقلابونو کې د افغانانو له ټولو «ایزمونو» څخه کرکه پیدا شوه او تردې چې ژورنالیزم یې هم ددې لپاره بدایسېده، چې «ایزم» ورپسې کنجوغه شوی دی.

((ایزمونه)) په ساده ژبه په لاتینو ژبه کې د هر هغه اند دود ورو ستاړی دی چې ټولیز (عمومي) شي او بیا څه پلویان ومومي لکه ، لیبرالیزم، کمونیزم ،نشنلیزم او نور.

دغه بدمرغه وروستاړی په ژورنالیزم پسې هسې نښتی دی، ځکه دا خو یو مسلک او کار دی، په هر صورت موږ افغانانو هر ایزم چې دلته راوړی دی نو دومره زیاتی (افراط) مو په کې کړی چې په نړیواله کچه مو شرمولی دی. یو ایزم له چینه، بل له شوروي، یوبل بیا له مصر یا ایرانه کوم یو یې له اروپایا امریکا نه همداسې یو په بل پسې راغلل او زموږ یو شمېر احساساتي ځوانان پرته له دې چې سم پرې پوه شي پورې ونښتل او تر هغو، چې یې له خلکو سره د ناجوړۍ او حساسیت  په اندازه پوهېدل خبره ترې ورانه شوې وه، د ایزمونو ټکر بیا تر ټولو خطرناکه پېښه وه، همدا دایزمونو ټکرو ،چې دیرش کاله یې زموږ سرونه وخوړل او لا یې هم خوري. افغانستان د ایزمونو د ناکامۍ لابراتوار شو.

ستونزه چېرې ده ؟

تر ټولو لویه ستونزه داوه چې زموږ ایزم چیان ( د بېلا بېلو سیاسي اند دودونو ډنډورچیان) نه د خپلو پالونکيو «ایزمونو» پر ټولو علمي جزیاتو پوهېدل او نه یې هم د افغاني ټولنې او ولس ځانګړتیاوې پېژندلې، زه نه غواړم د سنت او مدرنیزم د تقابل بحث ته ولاړ شم خو د افغاني ارزښتونو او له بهره د راواردشویو ایزمونو ټکر ته خامخا اشاره کوم.

د ایزمونو مشران په خپلو ایزمونو او افغاني ارزښتونو نه پوهېدل ځکه یې سیاسي مشی او لیدلوری نه درلوده، یوازې یې د قدرت نیولو سر او شنه باغونه لیدل او خپلو پلویانو ته یې ورښوول، ټوله هڅه همدا وه چې دومره پلویان پیداکړي چې کودتا وکړای شي او واک ونیسي پر «ایزم» د پوهېدو مسله ورو ورو هېریده د ایزم بادار انو( بهرنيو هېوادونو)  پیسې ورکولې او دوی هر څوک چې په ګوتو ورتلل راټولول یې، د انارشۍ او ګډوډۍ زړي همدلته وکړل شول، کله چې چپ ایزم او وروسته ښي ایزم واک تر لاسه کړ د ژمنو، پوهو او سیاسي پلویانو له تشې سره مخامخ شول او یو شمېر پلویانو یې چې د واک لومړۍ ورځې ولیدې نو ګومان یې وکړ چې پایله همدا ده، له وژنو را نیولې تر لوټ او تالانه هر څه یې وکړل،د (( ایزمونو)) کوډې یا خومار دومره زورور وو ، چې له یو شمېر ایزمچیانو یې سړیتوب ، انساني عواطف او زړه سوی هم هېر کړل ، دوی د خپل ایزم لپاره افغانان داسې اسانه وژل لکه میږیان.  ولس چې دا هر څه لیدل له هر ایزم څخه یې خوا راوګرځېده او سیاست یې یو خوسا او مردار کار وګاڼه، حزبونه یې له پامه بد شول او له تنظیمونو اوسازمانونوڅخه  یې کرکه وشوه.

او په دې توګه ایزمونه بدنام شول. موږ هېڅ کله افغانیزم رامنځ ته نه کړای شو کله مو د یوه نړیوال سیاستوال کار ګرۍ خولۍ پر سر کړه او کله مو د بل یوه عینکې پر سترګو کړې کله مو د چا پټکی له سره راتاو کړ او بیا مو د کوم بل برګ دسمال په غاړه کې واچاوه ارمانونه مو دا وو، چې یو ایزم پر ټوله نړۍ واکمن کړو یا مو د پلاني مظلوم ملت دخلاصون ادعا وکړه، د برلین دیوال مو ونړاوه، دهند د بحر تودې اوبه مو د چا له سرو موزوڅخه وساتلې خو خپل افغان وږی ماشوم مو تر خپلو پښو لاندې چخپیت کړ او بوډۍ افغانه مو، چې سوال ته را وتلې وه په ګولۍ وویشته دا و د ایزمونو برکت، اوس نو هغه افغان حق درلوده، چې ژورنالیزم ته هم مرګ ووايي.

درېیمه لاره!

موږ باید افغانیزم رامنځ ته کړو. دا یو ځانګړی سیاست دی، چې د اسلام د سپیڅلي دین، ملي افغاني ارزښتونو او ددې هېواد پر واقعیتونو ولاړ وي، نه د برلین دیوال راچپه کړي او نه هم د نړۍ ټولو پرولتار یاوو ته د شعور ورکولو ادعا ولري، بلکې یوازې د همدې هېواد خلکو ته د پوهنې، روزۍ، کار، پرمختګ او هوساینې لارې چارې ولټوي. موږ افغاني «ایزم» جوړوو، چې د پاملرنې په محراق کې یې افغان انسان ولاړوي او هره ښېګڼه دده لپاره وغوښتل شي، موږ ایله همدا وکړو، د ډېرو لویو چیغو لپاره زموږ خولې ډېرې وړې دي. د ویښتیا په پړاو کې باید د همداسې یوه سیاست بنسټونه رامنځ ته شي ،چې د افغانستان له عقیدوي، کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو سره اړخ ولګولای شي.

هو! دا خبره نه هېروو، چې د نړیوال کېدو Globalization په دې عصر کې موږ له نړۍ څخه جلا نه شو پاتیدای او په دې چټک بهیر کې ،لکه یوه هېره ټاپو ځان نه شو هېرولای، خو داسې به هم ځان دې بوړبوکۍ ته نه سپارو، چې کله مو په یوه دیوال وولي او کله مو هم پر  بل.

د هر نړیوال ایزم هغه برخې چې زموږ د شرایطو تابع کیدای شي را اخلو یې افغاني کوو یې، په خپلو ارزښتونو یې مینځو ،چې بیا یې دلته وروزلای شو. هر ایزم د ځان تابع کوو، او ځانونه د نورو له ایزمونوڅخه نه ځاروو. کمپیوټر راوړو خپل کارونه پرې کوو، خو خپل افغاني هویت نه پرې ورانوو، له ټیلیفون، ټلویزیون، ماشین او موټر ‏څخه د خپلو افغاني ارزښتونو د ځلولو لپاره کار اخلو، نه دا چې د هغو په مینه کې د لویدیځ پر لوري د سفر څپلۍ په پښو کړو او خپله افغاني تذکره او پاسپورټ د کومې الوتکې په ټټۍ کې ورواچوو.

د نړیوال کېدو یو لوری دادی چې څنګه ټول نړیوال ارزښتونه د خپل ولس په خدمت کې وکاروو، او د ټولو ایزمونو هغه برخې د خپل هېواد پر ځمکه وکرو چې موږ ته دانه او میوه راکړي.

 ټول ایزمونه د افغان انسان لپاره!

 نه دافغان انسان وینه د پردیو ایزمونو لپاره!

او په دې توګه وینو، چې موږ د ایزمونو په وړاندې بیخي سرراسته مزل پیلوو، نه هغسې چې په ۱۳۴۳لمریز کې مو د ډیموکراسۍ او ګوندونو له زیږیدو سره را پیل کړی و. اصلاً هغه مزل سرچپه و او ایزمونو موږ په ځان پسې وروکاږلو، خو اوس به موږ ایزمونه په ځان پسې راکاږو په دې توګه به مو مدعا اوموخه د افغان انسان هوساینه، پوهنه او پرمختګ وي. درېیمه لاره ډېر ځله د تېرو لارو پر عکس موږ ته سرراسته مزل راښيي.