Wadan weblog 2

زموږ انتقادي اخلاق،درېیمه لاره ، ۱۴مه برخه

17.02.2010 13:21

 

همدا چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ نغاره وډنګېده، نو سترګې پټې شوې اوخولې خلاصې د نیوکو ډزې پیل شوې، کارپوهان په تلویزیونونو کې راشنه شول او د راډیو ګانو ستوني څېرې شول، پایله څه وه؟

اصلاحات رانغلل خو د انتقاد په وړاندې ټولیز معافیت رامنځ ته شو. د بېخرته، بې مسؤلیته آزادۍ او انتقاد ښکارنده (پدیده) پخپله یوه سیاسي لوبه وه ،چې پر موږ راوتپل شوه. زموږ پوزیشن او اپوزیشن نه دی معلوم ټول لکه مۍ وریجې سره ګډ دي، د یوه سیاسي سیستم بنسټونه همدې کومیډۍ جوړېدو ته نه دي پریښي. موږ سیاسي نظام نه لرو او هغه څه چې لرو د سیاسي نظام کومیډي ده.

ستونزه څه ده؟

نیمګړتیاوې ښې ډېرې دي، خو موږ په دې نه پوهېږو چې څنګه چلند ورسره وکړو، زموږ نیوکې نیمګړتیاوې نه اصلاح کوې،بلکې له بد بدتره چې د نیوکو په وړاندې معافیت رامنځته کوي، که کوم چارواکي یا ملامت سړي ته ووايې چې وروره دا او هغه ولې کوي؟ نو درته وايي وروره دا خبرې ډېرې کېږي موږ ژر د چا ومنو؟

په نړۍ کې د ډیموکراسۍ یوه ځانګړنه داده چې رقابت د دوو( یاڅو) ځواکمنو، سره بېلو سیاسي اړخونو ترمنځ وي، هره خوا ځانته طرحې لري او دا طرحې، پلانونه او پروګرامونه علمي او عملي وي، هر کله چې یو لوری وروسته پاتې شي یا لږ وښوییږي نو سمدستي هاغه بل ( چې په سیاسي کمین کې ناست دی) راپاڅېږي، خلکو ته مخ واړوي او نیوکې وکړي خو له نیوکو سره سم خپله طرح او پلان وړاندې کړي، چې خلکو ! ماته واک راکړﺉ چې زه دا او هغه وکړم، ددې مسئلې تر ټولو نازک سیاسي اړخ دادی چې منتقد لوری څنګه ملت ته د خپلې طرحې په اړه قناعت ورکوي او انتقاد کیدونکی لوری څنګه له خپل پروګرامه دفاع کوي، ولس دا دواړه جاجوي او بیا رائیه ورکوي چې څوک باید د هغې چارې د پرمخ بیولو واک ولري.

همدا ده د ډیموکراسۍ منطق، بشپړ واک له خلکو سره دی او هغه څوک چې غواړي سیاست وکړي خلکو ته د ښه کار کولو په برخه کې سیالي کوي، عملي وعدې ورکوي او چې واک ته ورسیده،نو خپلې وعدې عملي کوي ځکه نه غواړي واک له لاسه ورکړي. له همدې ځایه ده، چې هېوادونه او ملتونه پرمختګ کوي.

خو موږ سرچپه روان یو، یا داسې دیکتاتوري رامنځ ته کړو چې څوک له ډاره سوڼ نه شي ایستلای او یا داسې بې بندوباره آزادي راولو چې نیوکه خپل اهمیت له لاسه ورکړي او په داسې معافیت کې واکمن لوری تر پوزې په نیمګړتیاوو کې ډوب شي، لکه شهر ناپرسان نه غل معلوم وي نه مل، نیوکه کوونکي او نیوکه کیدونکي دواړه نه پوهېږي چې له ستونزې دوتو لاره څه ده او کومه طرحه ستونزه حل کولای شي.

موږ نه منظم، معقول او منطقي پوزیشن لرو او نه داسې کوم اپوزیشن .  سیاسي رقابتونه مو یوازې د څوکۍ، موقف او پیسو د ګټلو، اخلاقي او سلیقوي یا ایډیالوژیکو اختلافاتو پر سر دی، نه ملت ته د کار، ډېرې ګټې رسولو پرمختګ او هوساینې لپاره. د خلکو هم نه له پوزیشنه سترګه سوزي او نه دا پوزیشن خیال ساتي. ( نه کل بانه ، نه کدو، خاک د سرهردو!) او په دې توګه ملت د ژرندې د دوه ډبرو ترمنځ ګیر دی.

درېیمه لاره :

د افغانستان نوی سیاسي نسل ښايي دوه (یا څو) ملي – پیاوړي او پر علمي طرحو ولاړ سیاسي جریانونه رامنځ ته کړي، دا سیاسي بهیرونه تر هر څه وړاندې ښايي د افغانستان د ثبات، ودانۍ، پرمختګ، اقتصادي ودې، ملي یووالي او پیاوړي کولو لپاره خپلې برنامې جوړې کړي ،چې ددې هېواد له شرایطو سره سم د عملي کېدو وړ وي، دا طرحې ښايي د ملت پر وړاندې کېښودل شي او هڅه وشي، چې د خلکو قناعت پرې ترلاسه شي دا قناعت باید دغه بنسټونه ولري :

۱ـ عملي وي

۲ـ را کاپي شوې نه وي

۳ـ د عملي کولو ابزار یې وښوول شي

۴ـ زمان او مکان یې قید شي

۵ـ د عملي کولو اجرائیوی ضمانت یې وښوول شي.

پردې بنسټ باید د خپلو طرحو لپاره له خلکو څخه رائیه وغواړو، د ملت رائیه باید همدې طرحو ته وغوښتل شي نه اشخاصو ته.

هر لوري چې د خپلو طرحو د عملي کولو واک ( نه تش سیاسي قدرت) ترلاسه کړ بیا هغه بل لوری په بشپړه زیرتیا  متو جې وي، چې واکمن بهیر څه کوي  ؟ پر هره تېروتنه، نیمګړتیا او وعده خلافي ښايي منظمه، قانوني او مودبه نیوکه وشي  او له نیوکې سره سم دا وویل شي چې منتقد بهیر په کومو وسایلو، امکاناتو او زمان کې دا نیمګړتیاوې لري کولای شي، بیا به نو له قانون سره سم د خپلو اصلاحي طرحو لپاره بیا له خلکو څخه رائيه غواړي او د واک دا لېږد را لېږد به تر هغه روان وي چې افغانستان له هره اړخه ځواکمن او هوسا شي.

دا د افغان انسان حق، مسؤلیت او رسالت دی چې په دې بهیرونو کې ورشامل شي او یا یې له رقابت څخه ګټه پورته کړي. انتقاد د هغه چا حق دی چې په موجود حالت کې د بهترۍ راوستلو صلاحیت ولري. د شکایت او انتقاد یو توپیر همدا دی شکایت دادی چې له نیمګړتیاوو څخه سرټکوو، هر چا چې زیان لیدلی وي د شکایت حق لري او شکایت یوازې د روان حالت څرنګوالی ښيي. خو انتقاد دادی چې د روان حالت له ښوولو ورهاخوا یې د اصلاح او ښه کولو میکانیزمونه هم معرفي شي. موږ ویلی شو چې زموږ په اصطلاح کارپوهان او سیاسي نقادان یوازې شکایت کوي، انتقاد نه کوي ځکه ډېر کم د اصلاح او جوړولو طرحې ورسر ملې وي.

دا بدمرغي خو لا بیله ده چې که څوک له انتقاد سره طرحه ورکوي هغه یې بیا د عملي کولو توان او اجرائیوي صلاحیت نه لري.

موږ باید د ویښتیا په پړاو کې د شکایتونو له بوړبوکیو څخه راووځو او د ریښتني انتقاد عصر ته ورننوځو. اول، نیمګړتیا په نښه کړو،  بیا د نیمګړتیا د له منځه وړلو عملي طرحې رامنځ ته کړو او په درېیم قدم کې ددغو طرحو د عملي کولو لپاره سیاسي ځواکمن بهیرونه جوړ کړو، له ملت سره په دې ټوله پروسه کې نږدې سلا مشورې ډېرې مهمې دي، موږ حق لرو په ریښتنیې مانا پوزیشن، اپوزیشن، د نیوکو فرهنګ او د عملي پرمختګ ځواکمن سیستمونه ولرو، د ویښتیا دپړاو افغان انسان ته ښايي ددې ټولوچارو علمي میتودلوژي ورمعرفي شي.