Wadan weblog 2

سمبولیست بېنوا

31.05.2010 05:11

 

په ادبیاتو او هنر کې سمبول، ایماژ، اشاره اواستعاري بیان یوازې له مستقیمې ارائیې څخه د تېښتې لپاره نه،بلکې د هنري ارزښتونو د ځلولو لپاره هم کارول کېږي. هغه مهال چې په لویدیځ کې سمبولیسم ډېر پلویان وموندل ددغه مکتب یو شمېر منتقدینو تور ولګاوه، چې سمبولیسم د سانسور او ابهام په خوا روان دی او د ادبیاتو او هنر ټولنیز رسالت اوتعهد تر پوښتنې لاندې راولي، خو ګڼو نورو ادبپوهانو، چې د ادبي آثارو په ښکلاییز او هنري قوت ټینګار کاوه له سمبولیسم څخه په دفاع کې وویل، چې سمبولونه په هنر او ادبیاتو کې د غیر مستقیمې ارائیې له لارې مینه وال لا ډېر تفکر ته را بولي او ستیتیک یا د ښکلا خوښونې ذوق یې خړوبوي.

له سمبولونو څخه سمه کار اخیستنه په ادبي اثر کې نوښت او د تمثیلي ځواک پیاوړتیا ته لاره هواروي، چې موږ به یې یوه بیلګه یي شننه په همدې لیکنه کې د استاد بېنوا په یوه شعر کې وڅېړو، خو تر هغه مخکې راځئ د سمبول د پېژندلو لپاره یو څه تم شو:

د سمبول لغوي مانا ده نښه، ښکارندوی «مظهر» ،نماد یا رمز او په مانا کې د یوې انتزاعي مفکورې عیني او محسوسه ښوونه ده. په بله ژبه ؛سمبول د شیانو د مادي هیئت او د هغو د فکري او انتزاعي ماهیت ترمنځ داسې استدرا کي پول دی، چې د یوې ذهني پروسې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي.

کارل ګوستاویونګ سمبول داسې را پېژني :

« هغه څه چې موږ سمبول بولو یوه اصطلاح یا نوم حتی یو تصویر، چې کیدای شي زموږ په ورځني ژوند کې د یوه مانوس شي ښکارندوی وي ،خو له خپلې معمولې او ښکاره مانا څخه پرته یوه تلویحي ځانګړې مانا هم ولري. سمبول د یوه مبهم، ناپېژندل شوي یا له موږ څخه د کوم پټ څه نښه ده ... نو یوه کلمه یا شکل هغه مهال سمبول ګڼلای شو، چې له خپلې ښکاره او مخامخ مانا څخه پرته په یوبل څه هم دلایت وکړي، سمبول ناخودآګاهي اړخونه لري، چې هېڅکله په دقیقه توګه تعریف شوی نه دی.

«انسان او د هغه سمبولونه، یونګ، د صارمي ژباړه، ۱۴ـ ۲۲مخونه»

انسانانو له پخوا څخه په خپل ژوند، اساطیری متونو، هنر او ژبه کې سمبولونه کارول، او د همدې لپاره ګڼ سمبولونه قراردادي بڼه لري، قراردادي سمبولونه هغه دي، چې د یوې بشري ټولنې ترمنځ په سره ورته مانا وو سره ومنل شي.

زموږ په ادبیاتو، فولکلور، باورونو او ورځنیو مفاهمو کې په سلګونو او زرګونو سمبولونه کارول کېږي، له ډېر پخوا څخه لمر د رڼا، ورځې او هیلو لپاره په سمبولیکه مانا کارول شوی دی او له ډېر پخوا څخه سپوږمۍ د ښځینه مخ د ښکلا لپاره په سمبولیکه مانا راوړل شوې ده، خو تر قراردادي سمبولونو ورهاخوا فردي ،ابتکاري او نوي سمبولونه هم ډېر دي. په نړۍ کې د سمبولیزم د مکتب د پیاوړتیا یو لامل دا و، چې لیکوالو، شاعرانو، دتیاتر، نقاشۍ، مجسمه جوړونې ،سینمااو نورو هنرونو هنرمندانو د ځانګړو او نویو سمبولو ایجاد او کارولو ته مخه وکړه.

د افغاني ادب په معاصره دوره کې دناقراردادي،نویو اوابتکاري سمبولونو کارول د شلمې پیړۍ له دوهمې نیمايي څخه را په دې خوا ډېر دود شول، چې په پښتو ادب کې یې له سر لارو څخه یو ارواښاد استاد بېنوا دی.

داستاد بېنوا په ګڼو شعرونو کې د نویو سمبولونو بېلګې موندلای شو، چې په شعوري توګه د پیژندل شوي (سمبولیک) ارزښت له مخې کارول شوي دي،خو زه یې په دې لیکنه کې هغه مشهور تمثیلي شعر را اخلم ،چې د هماغه وخت او عصر په تاریخي  بستر کې د یوه ګڼمانیز اثر په توګه د ډېرې څېړنې او شننې وړ دی. دا شعر (دکلورنځور) نومېږي او داسې پېلېږي :

 

د کلورنځور

هاخوا، دې خوا

غځیدلی هسک دنګ غرونه، ښکلوي د اسمان شونډې

پر سرویې تکې سپینې د سپینو واورو، او :

پټ  په زړو کې یې لعلونه

شنې تالې، شنې لمنې وي د سروغاټو لوډ کې

پښې یې روڼو چینو ور  وورو ورمینځلې ځلیدلې

(  په )نڅا ګډ د تنځرو کټکټ،ا خندا د زوکو، وي سندرې د بلبلو

خو په دې خیالي جنت کې خپه سوې انګازه هم خپریدله، تیتېدله

په ژړانده، ویر لړلې لړزیدلی اسویلو یې دا ویله،

ورو ورو ناڅي؟!

ورو ورو خاندي؟!

هو، ددې غرو په لمنو د دښتونو په بستر کې،

(  یو) ناروغ پروت، له کلو کلو راهیسې،

مړلانه و، خو مړ ژواندی، پروت بې حاله او بې توانه

«خیرات خور» یې ناست و سرته،

«دمګر» وې ګونډې وهلې، د رنځورجیب ته یې کتله ناست یې

پښو ته، او :

ژر ژر یې خوځولې پنډې شونډې

«خان» ښۍ خواته وه وهلي، خپله ډډه ورته پروت یو غټ چلم و

ناست «ملک» یې و کیڼ لور ته، پړسیدلی خېټور

د هغه ناروغۍ دوی ته وه، اختر

«خیرات خور» ږیرې ته لاس کئ ویې واهه دا هسې شخوند،

دخیرات فکرونه بویه د رنځور حال دې بې خوند،

خان چلم کش کئ خپل خواته، بیا تازه یې کړله غاړه، ویې ټوخله سخت په زوره ويې ویله :

« دا چې ساه په کې چلېږي دا هم ګوره برکت ستا د دعا دی

«دمګر غوڅه کړه لکۍ، د خان د ګپ تر چف  چف وروسته

 داسې د خپل ځان شوپه ستاینه :

«ما هم پوخ دم پر «چو کړی»

«ملک» وغړومبید په زوره ویې ویل :

« هو ملنګ بابا! دا هم ستا د دم اثر دی چې آرام پروت دی بې واکه بې دوا او بې غذا لادی ژوندی په دادنیا

«خیرات خور تسپې شمېرلې ويې ویلې :

بیا هم بویه خیراتونه

د مګر ونو ږل په زوره، وې چې

«حق ده صدقه رد بلا»

خان ملک شول وارخطا خو «خان» سرو ښوراونه

«ښه مو وویل مګر؟»

«خیرات خور» پر غړمبوهله

« نه غواړې اګر مګر دا هم تاسې خان یاست چې تړې د خیرور،

«ملک» د «خان» ملاتړ شو خوله یې پریکړه په وینا،

تاسې ښه وایاست، خو ښايي چې د خان دا فکر وینه، څه چې پاتې ورنځور ته موږ لا وخته دي څټلي، نور څه پاتې نه دي ده ته، چې خیرات پرې وکوینه :

«دمګر» شاوخوا کړه چف بیا یې داسې کړله پف

« ته بیا کړې څه عجایبې؟ که یې څه نه درلودلی، مونږ ترې غوښته څه، بیا پرده څله چاپېروو؟!!»

«خان» په کټ کټ وخندله، «خیرات خور ته» یې وویله

«ودې کړه پخه خبره ته وا څه به وي را پاتې؟

«خیرات خور» کړه شمله شاته وي کتل  د غوجل خواته

وی ویل په خوشالي:

« هغه هغه ده غواګۍ شي خیرات دې دا ګړۍ، چې بلاوې وتښتینه»

«ملک» وخښمید : څه وايې؟

دا غوا زما په وښو پايي

بل د چا په مله تله نه ده

څوک یې زما څخه به بیايي

دا زماده د چا نه ده»

دا وخت   ، له بې تابیه، رنځور لاس وغورځاونه، ونښتې د «خان» له مخه خان په خښم وغړومبله.

«اوه» په لاس کې لا توان شته؟ دا عجیبه رنځور مار دی چې لاسونه غورځوینه، زما په خیال چې رنځور نه دی، هسې خوشې یو ټګمار دی، ژریې وتړئ  لاسونه»

«دمګر» بیا چف چف شروع کئ وې چې « بیا پیری پې راغی» ټوټکه  غواړي پیریان رایې غلل ترغاړې» شکرانی ورلره بویه»

خان پټکی له سره خلاص کئ، ټینګ یې وتړل لاسونه، د رنځور وچ مړوندونه،

 ودرید رنځور له درده، روڼې لږ کړې سترګې سرې .

جوړې د وینو سرې کاسې

«د مګر و ترهیدنه» فضل فضل» یې کړه نارې بیا یې داسې کړې چغارې

«ټنیګوه یې خان کاکا، د رنځور سترګې پیریانۍ شوې

 خیرات خور هم وارخطا شو

وې : «راوړي یې کتاب کې، د پیریانو په دې باب کې

 وتړئ د رنځور سترګې، ویني تورې بلاګانې

«ملک» وغړمبل چې :

« هوکې: په کتاب عمل ضرور دی، درنځور کاته بې باک دي

هوسا یي  ورلره بویه ویښول یې خطرناک دي»

 ټولووویل په ګډه :

«وتړئ د رنځور سترګې، باڼوګان یې لکه ژرګې

چې له شره په امان شو»

«خیرات خور» شمله کړه څېرې، ټینګې وتړلې، سترګې، د رنځور

رنځور بیا له ډېره درده پر هوښ راغی

«رانه څه غواړئ ظالمو!

لا مو زړونه ساړه نه دي؟

تاسې زما هر څه کړه غصب

                                                  لانسونه ماړه نه دي؟

زما د ځمکې سرې غلې، زما د باغ خوږې میوې ټولې تاسې وڅټلې،

زه مو پریښووم بې واکه ، بې

اسرې،

لا نور څه غواړئ له مانه

دغه تش کاته مو هم لا پیرزونه  دي ظالمانو

چې مې سترګې راتړئ ستمګرانو

«خیرات خور» په توبو ګډ شو وې : اخره زمانه ده توبې وباسئ یارانو:

د رنځور حال مو بتر شو پرتې وايي، ګډې وډې، په چټیاتو خوشې سر شو

ما ویل چې خیرات وکئ، خو دا تاسې نه منله

رنځور بیا په زګیروي سر شو خوله یې ورو، ورو پرانیستله :

«چټیات نه دي رښتیا وایم، زما لاس به وتڼاکې زما پښې به پړسیدلې په ستړیا به مې ګټلې زما د لاس او د پښتو ګټې، بیا به تاسې وڅټلې

تاسې هر څه خورئ خو نه خورئ زما رښتیا غم.

«دمګر» لاس په خوله ورکیښود په چف یې کړه خوله وازه

دا خبرې شیطاني دي، بدشګون دي بدشګون، اوس پیریان یې راغلل خولې ته

ژر یې وتړئ دا خوله، چې فساد ترې ولاړېږي»

وټوخله ملک، خان، خیرات خور هم ورسره مل شو، ټولو وویل په ګډه:

« هو په کار نه دي رنځور ته غږېدل ډېر

ژر یې خوله ورپټوئ!»

د رنځور خوله تړل کېږي خو دې وخت کې

د درو له لرې منځه د زلمو پیغلو سندره

د رنځور غوږ ته رسېږي

« غلي شانته اوښتون دی بدلوي د زمانې رنګ»

سره وخوځید رنځور بیا، خوبې واکه بېرته ولوید

«خیرات خور په نارو سر شو :

«خیر، خیر، دا څه زوږ دی، ناآشنا غوندې ښکارېږي، د رنځور حالت یې بد کا»

«دمګر» چف کړه بیا یې ووې :

نوي نوي پیریانان دي، راوتلي له درونه

بدهېبته یې غږونه، د رنځور حال به بتر کا ژر یې وتړئ غوږ ونه

د زلمو ناره نژدې شوه داسې شان اوریده کېږي!

«دړې وړې زوړ رباب دی

زړو مطرب خانه خراب دی

زوړ آهنګ د روح عذاب دی

نوی ساز نوی آواز دی

هم شو نوی د نغمې رنګ

غلې شانته اوښتون دی

بد لوې د زمانې رنګ

ملک وغړمبید چې « دا بیا څوک مستان دي، ناخبره ناپوهان دي،

په دې پوه نه دي چې دلته بې له دې څلور قوتو بې له دې  څلور طاقتو بل هېڅ واک نه منل کېږي نه ځاېیږي»

خان بریتونه تاو را تاو کړل او په ډډ ږغ یې وویله :

« مستان نه دي لیونیان دي پرېږدئ تاسې چې دوی راشي بیا به وګوري یارانو،

 چې سرونه یې داسې وکوټل شي لکه سرونه د مارانو

په دې وخت کې ډله راغله د زلمیانو ودریدله د رنځور سرته نږدې داسې یې وکړه له پوښتنه ګروېږنه

«دا رنځور دی ستاسې مخکې که دلو بوده نانځکه ستاسې لاس کې؟»

خان ملک وقاریدله له پوښتنې د زلمیانو په غضب یې وپوښتله،

ویې ویله

تاسې څوک یاست؟ څه مو حق دی، د رنځور په حقله هېڅوک نه پېژنئ څوک»

 خیرات خور کتاب پرانیست حکم یې داسې کئ بیان

چپ شئ چپ شئ، کشرانو حق دی حق د مشرانو

دې کتاب کې دي راغلي ما په دې سترګو لیدلي

واک اختیار دی د خانانو څه چې کړینه ښه کوینه

یا د غټو ملکانو، نور حق څوک نه لرینه»

ملک وغړمبل له قصده

«زموږ تورې تورې ږېرې په دې کار کې شولې سپینې خو تر اوسه زموږ مخ ته، داسې ونه دریدل څوک»

له کوم غاره یاست راوتي  بیاپه دی اټن کښیوتي

ځئ، ځئ ځئ په خپله لاره زمونږ رنځور موکئ بې واره

ناقراره شوتپېږي

زلمو ناره باندې کړه چې

د رنځور حال چا بد کړی؟

چا دې حال ته رسولی؟

لاس یې بند سترګې یې بندې خوله یې بنده،

 په غوږو کې یې  ټوکرې،

دده هر څه تاسې یووړه که څاروي

مځکې ټغرې

ده ګټل تاسې څټل دی بې واک پروت بې اسرې تاسې وکړلې چړچې،

دا کوم انسانیت دي؟»

«دمګر» چف کړ له کرار، تف یې کړه د خولې نسوار

 بیا یې وکئ دا ګفتار :

«مګر موږ انسانان نه یو چې را ښایست انسانیت؟»

زلمو وویل «یاست خو انسانانو کې توپیر دی

 څوک بلا رنځور ته، څوک دوا رنځور ته

تاسې هغه انسانان یاست چې رنځور و؟

هر څه هر څه ځنې اخلئ بیا یې مټې  ورتړئ

نه یې پرېږدې چې څه وویني یا څه و اوري، څه ووايي

خو د خپل غرض دپاره، هر څه به کوئ

دا نو څه انسانیت دی؟»

خان په کټ کټ وخندله ویې ویله

که وار ستاسې شي زلمیانو

څه به وکړئ مغرورانو!

دا یې ګز دا یې میدان، دا رنځور انسان

زلمو وکتل یو بل ته، سم شوه ټوله وتکل ته

خان، ملک یې کړله لرې «خیرات خور» جوړ شو وځغل ته

«دمګر»  پټ شو کودړي کې،

زلمو پرانستلې سترګې د رنځور، هم لاسونه، هم غوږونه،

هم یې خوله، بیا یې پاڅوه رنځور،

له کټه پر اوږو کې کړ اوچت

خان ورته حیران حیران کتل

وای زماخاني؟!

ملک بیا په حسرت، حسرت ویل :

وای زما ملکي؟!

خیرات خور رټ رټ ژړل!

وای زما خیرات؟!»

دمګر له خواشینۍ شین شین کیده :

وای زما شکرانه؟!»

خو زلمو سرکړه هغه خپله ترانه

«غلی شانته اوښتون دی بدلوي د زمانې رنګ»

 

ددې شعر اصلي کرکټر (رنځور)یوګڼمانیزسمبولیک شخصیت دی. رنځور افغانستان دی، رنځور زموږ ملت دی، رنځور هغه ولس دی، چې د تراژیدۍ او کومیډۍ ترمنځ زانګي او خان وملک و دمګرو میراث خور یې په رنځورو اوږو سپاره دي. د سبمولیکو آثارو یوه ځانګړنه داده، چې له بېلا بېلو سمبولونو څخه له هر عصرو زمان سره سم نوي نوي تعبیرونه ترې اخیستل کیدای شي. دا ضرور نه ده، چې خان و ملک دې دهماغه وخت خان و ملک وي ، چې استاد بېنوا پېژندل. دا نومونه د هر زورور لپاره مناسب سمبولونه دي .کیدای شي اوس هم ددې ملت اوږې نه وي سپکې او رنځور لا رنځور شوی وي. موږ اوس هم د دمګرو د تزویرونو په جال کې راګېریو او لا هم یوه ځوان خوځون ته اړتیا لرو، چې را غږ کړي « غلی شانته اوښتون دی بدلوي د زمانې رنګ»

استاد بېنوا دا شعر لسیزې پخوالیکلی دی، خو زموږ رنځور لا نه دی رغیدلی، عجیبه ده چې رنځور لاهم له هماغه رنځه رنځېږي، د بې خبرۍ له رنځه، استاد بېنوا د خپل رنځور سترګې، غوږونه، خوله او لاس تړلي بللي دي. یو چا ورتړلي دي، زورورو، مکارو، د تزویر او  ریا خاوندانو ،د دوستۍ په جامه کې دښمنانو، رنځور لاهم د زورور په یرغمل کې دی .فقط یرغمل نیونکي بدل شوي یرغمل نه دی خلاص شوی، انقلابونه راغلل خو د ملک او خان پر ځای یو بل ډول زورور او بیا یو بل ډول، پردي او خپل هر چا رنځور لا پسې وتاړه ،ویې زبېښه، ويې واهه، زخمي یې کړ ،خو رنځور خلاص نه شو. دعدالت، دموکراسۍ، بشري حقونو، سمون، ویښتیا، روښانتیا او اوښتون غږ لاهم له لرې درو څخه راځي، دا د نړیوال کېدو بهیر دی، خو د زلمیو آزادي بښونکو، شعور ورکوونکو ډله لاهم نه ده رارسیدلې چې ووايي :

غلی شانته اوښتون دی بدلوي د زمانې رنګ

مونږ لا د خپل رنځور سترګې، غوږونه، خوله او لاسونه نه دي ور پرانیستي، ویښتیا، روښانتیا او اوښتون ته لاهم د آب حیات غوندې اړتیا شته.

استاد بېنوا د خپل شعر سمبولیک جوړښت ،تمثیلي زمینه او بستر داسې طرح کړي ،چې هر سمبول په کې په خپل هنري چاپېریال کې د بشپړ ذهني حرکت ځای لري. استاد بېنوا له یوه «کُل» څخه ګڼ اجزا را معرفي کوي او همدا ده د انتزاعي اوعیني پدیدو او مفاهیمو ترمنځ داستدراکي پول جوړول.

استاد بېنوا که لومړنی نه وي نو الحق چې د پښتو معاصر شعر له لومړنیو سمبولیستو شاعرانو څخه دی. په تغزلي شعرونو کې دمجردو سمبولونو کاروونکو ته په معاصر مفهوم سمبولیست شاعران نه شو ویلی، سمبولیست شاعران هغه دي چې په خپلو شعرونو کې یوه سبمولیکه پروسه د تصویرونو په مرسته داسې بشپړه کړي، چې لوستونکی د خپل فکر په مرسته د ټولو کلماتو او انځورونو تر شا پراته مفاهیم درک کړي او له دې استدارکي پروسې څخه یې هنري تنده خړوبه شي.

د کلورنځور شعر همداسې یو شعر دی، په ښکلې انځوریزه وینا پیل شوی دی ،بیا وروسته په غیر مستقیمه بڼه د سمبولونو معرفي ته راځو  او بیا د شعر  پېښې وینو.

استاد بېنوا په شعر کې د سمبولونو د درک لپاره جالبې قرینې وړاندې کوي. دهسکو دنګو غرونو په لمن کې، چې په سر یې سپینې واورې دي او په زړه کې لعلونه، یو ناروغ پروت دی، ناروغ افغان ولس یا افغان وطن دی او ددې لپاره (دهسکو دنګو غرونو لمن) هم ښکلاییز اوتصویری ارزښت دی اوهم د سمبول د پېژندلو لپاره په زړه پورې زمینه.

له همدې ځایه بیاد شعر تر پایه ټول تصویرونه، پېښې، کلمات، د وړو انځورونو عمودي اوافقي اوډون، کرکټرونه، اصطلاحات او ترکیبونه له خپلو لومړینو او ښکاره مفاهیمو څخه ورهاخوا پټ خو ډېر په زړه پورې او منطقي نور مفاهیم هم څرګندوي اوزیرک لوستونکی خبروي، چې رنځور څوک او په څه حال کې دی، چا یرغمل  کړی او د خلاصون لپاره یې څه کول په کاره دي؟ دا رنځور لانه دی خلاص خو له لرې درو څخه د زلمو او پېغلو غږ راځي، چې :

غلی شانته اوښتون دی بدلوی د زمانې رنګ

 زمونږ ددغه بریالي او استاد سبمولیست اروادې ښاده وي.