Wadan weblog 2

د سولې وزارتونه، ویښتیا، درېیمه برخه

28.06.2010 05:46

         په راډیو کې یې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کولې او د دفاع، کورنیو چارو د وزارتونو نومونه یادېدل، ملګري مې راته وویل چې په دې وزارتونو امنیت نه راځي، ماته د کرنې، بیا رغولو او ټولګټو وزارتونه راکړه، په دوه میاشتو کې امنیت راولم.

ما ورڅخه وپوښتل، څنګه؟ ملګري وویل : خلک ډوډۍ نه لري، د ډوډۍ بودولو ملکیت نه لري او د ملکیت نه لرلو له امله په هېواد پورې د تړلتیا مزي نشته. په اوله کې مې د ملګري خبرې بابېزه وګڼلې، فکر مې کاوه چې هسې لګیا دی ،خو چې ښه ځیر شوم د روان کړکېچ یو څه ریښې مې په دې ستونزه کې وموندلې.

کله چې د افغان انسان په ښېګڼه خبرې کوو، نو لومړۍ اړتیا خواړه دي، کار دی د کار وسایل دي او ملکیت دی. افغان انسان باید په دې هېواد کې د ملکیت خاوند شي ،چې روحاً او جسماً په دې خاوره پورې وتړل شي. وږي افغان ته د وطندوستۍ ترانې ټوکې ښکاري او مجبور افغان انسان تر ملا پورې باروت تړي او د څو روپیو لپاره ځان هم وژني. د شخړو یو لوی لامل لوږه، بې روزګاري او فقر دی.

دا مو هم اوریدلي دي، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، ولې؟ زمکه اوکرنه تر ټولو ابتدایي تولیدي وسایل دي. چې که اوبه ، زمکه او ابتدايي وسایل وي، نو انسانان د خپل ابتدايي ژوندامکانات ترې بودولی شي. افغان انسان د تولید نور امکانات نه لري، افغان انسان تولیدي انرژي ( بریښنا)، ماشین، خام مواد، مناسب بازارونه او تجارتي سیستمونه  نه لري، ځکه نو په دې هېواد پورې یې د تړلو لویه وسیله زمکه، اوبه او کرنه ده. په مجموع کې باید افغان انسان ته کار پیدا کړو . ښاري ته یې یو ډول تولیدي وسایل او کلیوال ته یې بل ډول. د ویښتیا د پړاو یوه اساسي اړتیا همدا ده.

زه ډېر پر افغانستان ګرځم، مانا دا چې تقریبا ټول وطن مې له الوتکې څخه کتلی دی، ښه پریمانه غرونه، ځای ځای ناوې او روانې اوبه، بیا یو کوچنی کلی او یو څو پټي، ځینې ځایونه پراخې دښتې، کله کله وروشوګانې او د وچو ځمکو تر څنګ چټک بهیدونکي سیندونه.

هر ځل چې له هوا څخه د افغانستان زمکه ګورم نو له ځان سره همدا سنجوم چې د ویښتیا د دورې حکومت باید دا سیندونه پردې وچو زمکو را واړوي او خلکو ته دې یې وویشي، چې ځانته ترې روزي بوده کړي، په دې توګه زما د ملګري خبره ریښتیا کېږي هر څوک چې یوه ټوټه زمکه ،په لیښتي کې بهیدونکې اوبه او د خرڅلاو لپاره کرنیز محصولات ولري، نو جګړه او جرم نه کوي . هو د ویښتیا د دورې حکومت ښايي افغانانو ته ملکیت، د یوه علمي او عملي میکانیزم پر اساس، ورکړي او بیا یې د تولید شویو محصولاتو د خرڅلاو غم وخوري، افغانستان به ژر د آسیا په هالند بدل شي او چارګرده صنعتي دنیا ته به خواړه، سابه او لبنیات ورکړي او پخپله به یې هم کولمې غوړې وي. ښاري نفوس ته به هم د سوداګرۍ اودکرنیزو محصولاتود پروسس  په برخه کې کار پیدا شي، د کلي او ښار اړیکې به وتړل شي، د ښارونو په وړاندې به د کلیو بدبیني ختمه شي او جګړه به د خپلې مور په ګېډه کې وچه شي.

ښه ګران لوستونکي به وايي ،چې:  دا که دومره آسانه خبره ده، نو تر تا ( لیکوال) هوښیار خلک په دومره غټو غټو نکټایانو او څوکیو ترې خبر نه دي؟ ټول ترې خبر دي خو هېواد ته ژمنه، وفاداري او کار اهل کار ته سپارل غواړي، دا حکومتونه ددې وړتیا نه لري ځکه خو د ویښتیا د پړاو حکومتونو ته اړتیا شته، موږ ښايي اصلاحات له همدې ځایه پېل کړو.

زما ملګري ویل :

د روښانتیا د دورې روڼ اندي او د عامه ذهنیت رهبري کوونکي ځواکونه باید دغه مسئله په منظمو چوکاټونو کې مطرح کړي، هم حکومت، هم خلک او هم قانون جوړوونکي پرې وپوهوي. موږ د زمکو له مافیا څخه پازاب یو، ولې؟ ځکه موږ فکر کوو، چې یوازې په ښارونو کې دننه زمکې ارزښتمې دي، حال دا چې هره زمکه چې تولید کولای شي ارزښتمنه ده، یوازې موږ باید ورشو، آباده یې کړو او بې ملکیته خلکو ته یې ورکړو، د زمکې د مافیا دیو به هم مات شي او له احتیاجه به هم راووځو، په ښارونو به هجوم اوفشار هم خلاص شي، ملي یووالی به هم عملاً رامنځته شي اوحب الوطن به را وټوکېږي، ځکه حب الوطن له حب الملکیت څخه را زېږي او تر ټولو لویه نتیجه چې ټول ټوپک پر اوږه او ګوته په ماشه ځوان نسل به پټیو کې بوخت شي، نو امنیت پخپله راځي. سیاسي مذاکرات او پر کاغذونو لیکلي د  سولې شعارونه د جنګ ځای نه نیسي، راځئ دا معادله بل ډول بدله کړو او د جګړې ځای په کار بدل کړو. کار که د جګړې ځای ونیسي نو سوله راوستلی شي، جنګ پخپله خپل ځای سولې ته نه پرېږدي.

درېیمه لاره :

پایله دا ده چې موږ به د خپلې هغې فاسدې چورلیزې کړۍ د ماتېدو چاره ومومو چې لا تر اوسه په کې سربداله یو، تېر اته، نهه کاله مو په دې تېر کړل چې اول اقتصاد ته وده ورکړو که سوله راولو؟ سوله بې اقتصاده نه راځي او اقتصاد بې له امنه، چرګه نه شته چې هګۍ واچوي او چې هګۍ نه وي چرګوړی نه راوځي، په دې ـ  دې کې ژوند را باندې تېر شو.

په همدې روانه جګړه کې باید د خلکو د نسونو غم وخورو، بې روزګاري پای ته ورسوو خلکو ته کار ورکړو او بیا ټوپک ترې واخلو.

د ویښتیا په پړاو کې باید افغان انسان د ملکیت خاوند شي. په لکونو جریبه زمکې د اوبو لښتیو ته اړتیا لري او د افغان انسان مټو ته، زما ملګري ریښتیا ویل د امنیت او سولې وزارتونه د دفاع او کورنیو چارو نه ،بلکې د کرنې، فواید عامې او کار وزارتونه دي.

امنیت له ډوډۍ څخه پېل کېږي. په ډوډۍ موړ، د کور او زمکې خاوند افغان انسان د ګاونډیو او دښمنانو چل او فریب ته نه تسلیمېږي، ګاونډیان او دښمنان په دې پوه شوي دي، چې څنګه یو شمېر افغانان خپلو غوښتنو ته ور مات کړي. زمکې یې شاړې پریښي، له سیندونو څخه یې هره ورځ میلیونونه متره مکعب اوبه غلا کوي او ځوانان یې په ټوپکو، پوډرو، نشو او بمونو سینګار کړي دي، ګټه یې دوی خوري وینې یې موږ ته راځي.

د ویښتیا پړاو باید دا بهیر سرچپه کړي، خپلې زمکې، خپلې اوبه او خپل ځواک د افغان انسان لپاره، ټوپک او بم د پردیو دښمنو لپاره.

همدا ده درېیمه لاره