Wadan weblog 2

د سولې ښوونځي،ويښتیا،۴ برخه

28.06.2010 05:48

 په هندوستان کې مې ددغه هېواد د لوړو زده کړو له ځینو چارواکو سره خبرې کولې، مسئله دهغو افغان محصلینو په اړه وه، چې هر کال هندوستان ته د لوړو زده  کړو لپاره ځي، ما خو له  هندي لوري څخه ددې لپاره د مننې او ستاینې ټول ټکي یادکړل، خو دې نېمګړتیا ته مې هم ګوته ونیوله، چې ګڼ زده کوونکي سیاسي علوم لولي او  زه نه پوهېږم چې دا پخپله د محصلینو د ټاکنې ستونزه ده، یا په نورو څانګو کې شمولیت سخت یا ناشونی دی؟  ما هندوستانیانو ته وویل، چې افغانستان د کرنې، انجینرۍ، وړو حرفه یي چارو، اوبولګولو، وترنرۍ او د داسې نورو څانګو متخصصینو ته  اړتیا لري، چې عملاً ددې هېواد  اقتصاد په پښو ودرولای شي.

ما په ټوکه ځینو افغان ملګرو  ته  وویل : ښايي افغان محصلین فکر کوي، چې که په هندوستان کې څوک سیاسي علوم ولولي نو  بیا په  افغانستان کې ولسمشرۍ ته رسېدای شي.

دې چارې ماته څوفکرونه  پیداکړل؛ تر هر څه مخکې راته د سولې د ښوونځیو تصور په ذهن کې راوګرځېده  او  ددې چارې او  نتیجې فکري بهیر داسې و :

ستونزه : موږ هر کله چې دافغانستان پر ستونزو ګړیږو، نو  دټولیزې پوهې (عامه شعور) د لوړیدو مسئله تر مخې راځي. بیا نوفکر کوو چې ددې ځای خو ښوونځی دی او باید ټول خلک ښوونځیو ته ولاړ شي. ریښتیا هم، چې  د افغانستان د ژغورنې پیل له ښوونځیو او پوهنځیو څخه کېږي، خلک باید له  دې بې خبرۍ څخه خلاص شي. خو، چې یوګام وړاندې ولاړ شو نو  پوښتنه را پیدا شي، چې څه ډول ښوونځي؟ فکر وکړئ ، د زده کړې وړ ټول نفوس ښوونځی او پوهنځی  ولوست او  اټکلي فکر وکړئ چې موږ د لس – دولسو میلیونو لسانسه ګانو خاوندان شو، بیا نوڅه؟

آیا موږ دوی ټولو ته د کار امکانات لرو؟ په ۱۲میلیونو مامورینو به څه وکړو؟ هغه هم که شپږ ومیلیونو یې حقوق او سیاسي علوم  لوستې وي نو دومره جمهورریسان، بهرنیو چارو وزیران، دیپلوماتان یا قضات اوڅارنوالان به چېرته وړو؟

ژورنالیستان یې همداسې بوله او  د طب ډاکتران یې هم. (دا هېڅکله ، خدای مه کړه دغو شریفو مسلکونو ته د کم کتلو په مانا نه ده.)

موږ د تولید لوستي  نه  لرو. څه مانا؟ موږ حرفوي کارګران نه لرو،دکانونو درایستلو لوستي کسان نه شته، د کرنې مربیان نه لرو، نجاران، د بریښنا تکنېشنان، د سړکونو جوړولو معماران، د بندونو ډیزاینران، د موټر، الوتکې او تخنیکي چارو ماهرین نه شته ما اوریدلي دي چې زموږ د برېښنا ستېشنونو د کوچني ترمیم لپاره له لرې هېوادونو څخه تکنېشنان راغوښتل کېږي او نر غوندې لسګونه زره ډالره جېب ته اچوي اوتر کوم کوچني رغون وروسته بېرته په الوتکه کې کور ته ځي. پیلوټان خو لا څه  کوې، چې زه پخپلو  بهرنیو سفرونوکې د الوتکو انجینران او آن د الوتکې میلمه پالان هم  وینم چې شنې سترګې او سره مخونه درته ودرېږي او  وايي :

 Sir! Do you want some tea or coffee?     ښاغلیه چای یا قهوه غواړې؟

په سړي اور بل شي، چې ښه کور یې وران مه شه دا کار نو  افغانان نه شي کولای؟

دویښتیا د پړاو یوه ضروري غوښتنه همداده چې د ډېرو انکشافي، رغنیزو او جوړښتي چارو په مرکز کې افغان انسان ودرول شي او  دا خبره یقیني او حتمي شي چې : هو! موږ یې پخپله کولای شو!!!

حل  لاره :

موږ ښايي د سولې ښوونځي وپېژنو او پریمانه، پر هرځای کې او هر چاته یې پرانیزو، دا ښوونځي هم سوله  راوستلای شي او  هم  موږ له پردي احتیاجه خلاصوي.

د سولې دا ښوونځي حرفوي مکتبونه دي، لکه زراعت  لیسه،د کانونو داستخراج لېسه،  میخانیکي لیسه، د برق لیسه، د اوبو لګولو لیسه، د معمارۍ لیسه، د ترکاڼۍ لیسه، د چرګوړو د روزلو لیسه، د اوبدلو  لیسه، د نساجۍ لیسه، د بورې د تولید لیسه، د کرنیزو محصولاتو او میوو د پروسس لیسه، د موټرو د ترمیم لیسه، د هوټلدارۍ اومیلمه پالنې لیسه، د سبو د روزلو لیسه او په لسګونو داسې نورې لیسې، هر ځای، په هر ولایت، هره ولسوالۍ او هر ښار کې. دا لیسې  ښايي د دولت په لګښت جوړې شي او وړیا ځوانان اونجونې ومني. آن  چې دا لیسې باید لیلیې ولري چې د لرو پرتو سیمو ځوانانو په کې ژوند وکړي او موږ بالاخره د یوه مسلکي او رغوونکي نسل د روزلو شاهدان اوسو.

       دا ښوونځي ولې د سولې په نامه ؟

  ځوانان له وزګارتیا، بې وزلۍ، رواني فشارونو، ورک برخلیک او پر راتلونکي د نه  اعتماد له لاسه جګړو ته  مخه  کوي، دلته نو  هر څه  ورک دي، ټوله تشه!   نو یوازینی انتخاب ټوپک او  سنګر دی، موږ د سولې ښوونځي تړلي او د جګړې سنګرونه مو  پرانیستلي دي، تاسوووایاست ځوانان چېرته ولاړ شي؟

دا ځوانان، چې د سولې ښوونځیو ته راځي له  روږدیدو ( اعتیاد) جنایاتو اواخلاقي ښوېیدنو څخه هم ژغورل کېږي.

تر هر څه مهم  دا چې، داسې ښوونځي پر حکومتونو د خلکو  اعتماد او باور هم رامنځ ته کولای شي. که د لرې  پرتې سیمې یو ځوان بستره پر اوږه داسې ښوونځي ته روان  وي، لومړی څه چې پر زړه ور ګرځي همدا ده، چې :  والله بچی یې لوی کړې، دغه دی حکومت  زما د زده کړې، راتلونکې او ګټې غم خوري، نو « که دی که  نه دی، لکه پلار و مور مهربانه دی پاچا».

یوه بله ښېګڼه :

له تېرو څو کلونو راهیسې موږ شاهدان یو، چې په زرګونوځوانان پر ښوونځیو د کم  اعتمادۍ له  امله  ښوونځي ته  نه  ځي، ځکه هر کال په لسګونوزره  ځوانان له ښوونځیو څخه وځي، خو په  پوهنتونو کې ځای نه وي، یوازې د لوړو نومرو ګټونکي پوهنځیو  ته  ځي اونورپه حسرت ورته ګوري،  بې سرنوشته ځوانانو ته بل ځای نه شته، د سولې مسلکي ښوونځي کولای شي ټول ځوانان، ولو که په نظري اوتیوریکو  زده کړو کې ډېر با استعداده نه  وي هم، ومني د حرفې او مسلک، تخنیک اوتولید زده کوونکي دې ته اړتیا نه لري چې ډېرې پاڼې واړوي را واړوي او  فورمولونه حافظې ته وسپاري، دی باید خپلې ګوتې له ماشین او پلاس  سره بلدې کړي، دا مو نه دي اوریدلي چې : « دهقاني هنر دارد، کتاب نیست که  پر پر بخواني».

موږ ټولو هغو ځوانانو  ته د زده کړې مراکز جوړولای شو، چې د ښوونځیو درسونه ورڅخه پاتې وي او  یا هم  د لوړو زده کړو موسساتو ته نه شي تلای. حرفوي ښوونځیو ته  د منلو معیار ښايي له کار اوتولید سره مینه او علاقه وي نه د فورمولونو اوتیوریو حفظ کول.

درېیمه لاره :

په روسیه کې یو شمېر افغانان راټول شوي وو، له ما یې وپوښتل چې دوی او په نړۍ کې نور تیت و  پرک افغانان چې په  لاس او وس کې یې د  مرستې څه شته څنګه کولای شي خپل وطن او  خلکو ته ګټه ورسوي ؟  ما ورته د همداسې ښوونځیو د جوړولو او تمویل وړاندیز وکړ، عجیبه وه چې له  دې فکر سره یې علاقه وښوده او  زه  ایله پوه شوم ،چې دداسې ښوونځیو پلویان ډېر دي. نو درېیمه لاره به داوي چې :

۱ـ د سولې د ښوونځیو پېژندنه او جوړونه  عملاً پېل شي او په دې برخه کې یو لوی شمېر افغان ځوانان او پیغلې بوخت کړای شي.

۲ـ افغان لوری ښايي بهرنیانو ته  قناعت ورکړي چې خپلې پېسې په  ((جندربېلانس))، د ښځو د زیږون زده کړې، فېشن شو، او د بشري حقونو په  اړه تش په نامه او بې فایدې ورکشاپونو باندې ونه لګوي او پر ځای یې ددغسې ښوونځیو جوړول پېل کړي. بهر ته استول شوي محصلان باید هلته په همدې برخو کې زده کړو او تخصص اخیستلو  ته وهڅول شي، چې همدوی بیا په داسې ښوونځیو کې د متخصصوښوونکو  په  توګه کار وکړي.

۳ـ حکومت، مرستندویه  ټولنې او  نړیوال باید ددې چارې د عملي کولو لپاره ګډ کار وکړي او دعملي کولو لپاره یې باید له افغانستان سره له مرستو څخه یوه برخه ورته بېله شي.

۴ـ د داسې ښوونځیو داهمیت، ارزښت او ونډې په اړه  باید په ولس کې د عامه پوهاوي پروګرامونه عملي شي چې ډېر ژر په میلیونونو افغانان دې ښوونځیو ته  ورننوځي.

۵ـ تر ټولو مهمه  دا چې د لومړۍ دورې تر فارغیدو پورې ښايي حکومت ددغو  فارغانو د بوختيا اوکار موندنې غم  هم  وخوري.

د  ویښتیا پړاو یوه  اساسي برخه د افغان انسان لپاره د کار موندنې او اوږد مهاله بوختیا زمینه برابرول دي، د افغان انسان له بشري ځواک څخه  ښايي په تولیدي برخه کې کار واخیستل شي او د کار اوتولید د دنیامیزم معادله ښايي په معقوله بڼه د  افغانستان اقتصادي بنسټ رامنځ ته کړي.

د سولې ښوونځي د جګړې سنګرونه تړلای شي!