Wadan weblog 2

(هېڅ) نه شته!

31.07.2010 08:08

 

یوه موده مې ستا له سترګو څخه  لرې ژوندون وازمویه

او ایله پوه شومه چې ( هېڅ) څه مانا؟

 

هره شپه ستا دسترګو ښکلې اللو ژاړم

هرسهار مرګ ازمویم  ،ستا له ترخې نشتې سره

ته دې په خپلې ها یوازې، ها تیاره خونه کې

همداسې غلې

                             دلمانځه په ځای کې خوب وړې یې

او زه پوهیږم چې تراوسه مې په خوب کې وینې

تر هغو ( هېڅ)  نشته ، مانا یې نه شته

تر هغه پورې چې ما خوب کې وینې

او تر هغو چې

                           زما هر شعر

                                                     ستا په نوم پیلیږي.  

 

 

۱۳۸۹ دوبی