Wadan weblog 2

چې په تنګ شي نو په جنګ شي، ویښتیا ، شپږمه برخه

28.08.2010 07:42

ملګري مې په ټیلیفون کې ګیله وکړه، چې ځېنې په اصطلاح فرهنګیان، روښانفکران او لوستي خپل ملي مسؤلیت په لوی لاس هیروي، چې ګواکې سیاست یې بد راځي اونه غواړي په ساستمدارانو کې شمار شي.

زه فکر کوم، چې په افغانستان کې سیاستونه دومره بدنامه شول، چې اوس هر څوک له سیاسي بدنامۍ څخه ویرېږي. یو شمېر ځانساتي فرهنګیان په لوی لاس مکتب لوستي او باسواده افغانان دې ته نه پرېږدي چې د افغانستان د خلکو په مرګ، لوږه، بې سوادۍ او بده ورځ فکر وکړي. دوی وايي  : نه! فرهنګیان باید له سیاسته لرې وي، یوازې شاعري وکړي یا کیسه ولیکي یا هم کره کتنه وکړي، ځېنې نور بیا وايي سیاست ککړ شی دی او هر څه له ځانه سره ککړوي، په دې برخه کې زه قطعاً نه غواړم له سیاست څخه دفاع وکړم او یا هم دا ووایم چې روښانفکران دې هرومرو سیاست وکړي. خو ښايي دومره ووایم چې د ویښتیا او روښانتیا د پړاوونو په وړاندې ټول مسؤل اومکلف دي او هر څوک چې د خپلو هېوادوالو سلاخي ( قصابي) لوږه او په نړۍ کې تر ټولو بد حالت ته لاس تر زنې کیني او بهانه یې هم فرهنګي طهارت او تقوا وي نو ګومان مې نه شي چې دا تقوا یې قبوله شي.

ستونزه : درې لسیزو سیاسي نېرنګونو، د پردیو لاسوهنو، په زبرځواکونو پورې تړلیو سیاسي ډلو او مکارو سیاستوالو خلک د سیاست له نامه سره حساس کړل.

تردې چې سیاست د دروغو، چل او تېر ایستلو بل نوم شو، په عامو خلکو کې داسې دود شو، چې څوک له چا سره ناریښتیني چلند وکړي، نو مخامخ لوری په ګیله ورته ووايي : ګوره وروره له ما سره سیاست مه کوه! ښايي سیاست همداسې یو شی وي ، خو عملي سیاست له دې ملي او انساني احساس او کار سره کاملاً متفاوت دی، چې څوک  دې د خپل ملت او هېواد د ژغورلو لپاره فکر وکړي او عملاً دې په زړورتیا سره د ژغورلو غږ پورته کړي، دا خوځښت له شوقه نه  ،بلکې له مجبوریته کیږي ، ځکه وايي : چې په تنګ شي ، نو په جنګ شي!

عملي سیاست څه دی : په ساده ژبه عملي سیاست هغه دی چې څوک یا سیاسي قدرت په لاس کې ولري او یا هم ددغه قدرت د ګټلو لپاره عملاً مبارزه وکړي.

ددې ترمنځ د سیاسي فشار او ریفورمیستو حرکتونو رامنځ ته کول هغه څه دي، چې مدني ټولنه او د ویښتیا او روښانتیا ځواکونه یې ترسره کولای شي. ښايي د روښانتیا غورځنګ هېڅکله ونه غواړي چې حکومت راوپرځوي یا خامخا ځان سیاسي قدرت ته ورسوي خو د دوی ملي مسؤلیت اومکلفیت دادی چې هېواد اوملت له سقوط، ناورین او مرګ څخه وژغوري.

د افغانستان لوستي، اغېزمن، روښانفکره او فرهنګي څېرې مسؤلې، مکلفې او مجبورې دي چې د افغانستان د روښانتیا غورځنګ پېل کړي، چې هېواد او افغان انسان له روانې فاجعې څخه وژغورلای شي.

افغانستان یو ځل بیا د راپرځېدو ( سقوط) پر څنډه ولاړدی، نړیوالې دسسیې، سیمه ییزې توطئې او کورنۍ لنډه غرې ډلې غواړي دا هېواد دړې وړې کړي، افغانان ووژني او ښوونځي یې ور وسوزوي په همداسې حال کې ځینو لوستیو او روښانفکرو فرهنګیانو له دې ویرې، چې دسیاست ټاپه پرې ونه لګېږي، د تارک الدنیا ژوند او فنافي الخیالات سوړې ته پناه وړې ده او په دې توګه سیاسي ټولنیز ډګر یا بې رحمه ټوپکوالو، قاچاقبرو، مافیايي سوداګرو او وژونکو ته ور پاتې دی او یا هم د سیمه ییزو کړیو ګوډاګیانو او نړیوالو جواسیسو ته، هومره چې ګوته په شمېر ملي او پر افغانستان دردمن سیاستوال هم د دوی د بدنامه سیاستونو په بوړبوکیو کې ورک دي او په اصطلاح ( در کان نمک رفت ونمک شد).

درېیمه لاره :

یو ملي فکري او عملي محور باید رامنځ ته شي او د روښانفکرو، لوستیو، فرهنګیانو، متنفذو، اغېزمنو شخصیتونو او د نېکنامو سیاستوالو په ګډون ښايي د ویښتیا غورځنګ سررا پورته کړي، چې ملت له سقوط څخه د ژغورلو تر پولې ورسوي، که څه هم ونه غواړي چې ځواک ونیسي او یا کوم حکومت را وپرځوي خو افغانستان او افغان انسان باید وژغورل شي.

 ملت ولې پریشانه دی؟ ولې د خپلو پوښتنو ځواب نه لري؟ ولې د همدې څو تکراري څېرو او ډلو په فوټبال کې راګېر دی، ځکه ګڼو روښانفکرانو او فرهنګیانو خپل رسالت نه دی ترسره کړی، دوی ښايي د یوه منظم ملي جوړښت په دننه کې منسجم شي، د افغانستان لپاره یوه علمي اقتصادي طرحه رامنځ ته کړي، پر حکومت فشار راوړي چې هغه عملي کړي، افغان انسان باید د پوهې اوملکیت خاوند شي، دویښتیا غورځنګ باید افغانان له ملي، سیمه ییزو او نړیوالو دسیسو څخه خبر کړي او له دې لومو څخه یې د راوتلو لاره هم وروښي.

د ویښتیا غورځنګ باید د افغانانو د عامه ذهنیت رهبرۍ ته ځان ورسوي او وکړای شي،چې  د مبهمو سیاسي پرمختګونو په دې توپان کې خلک ویښ وساتي، پوښتنو ته یې ځوابونه ومومي او د اصلاح او مثبت خوځون پر لور او لارې یې ورسم کړي. دعامه ذهنیت د رهبرۍ د ترلاسه کولو لپاره کړنلارې زموږ په نورو بحثونو کې معرفي شوي دي.

د درېیمې لارې په دې برخه کې په ټولو روښانفکره افغانانو غږ کوم، چې دویښتیا د غورځنګ د رامنځته کولو حیاتي او تاریخي وخت دی، که مو دا هم له لاسه ورکړ، نو وطن له لاسه وتلی بولئ.

موږ په تمه یو ،چې د یو چا له خولې واورو :

ـــ  هه! زه مخکې کېږم راځئ راپسې،. د ویښتیا او روښانتیا په لور!  ــــ