Wadan weblog 2

زما جېلوانې!

29.08.2010 10:29

    ما او جانان بې له یو بله اوس عادت کړی دی

له خدایه ځار شم څومره ژر يې قیامت کړی دی

 

د دود دستور دجبر کاڼي مو پر سر پریوتي

موږه د عشق له ټول اختیاره بغاوت کړی دی

 

ماهیروي ، مګر له زړه نه مې شړلی نه شي

چا دجانان له خولې نه داسې روایت کړی دی

 

لرم د ټول ښایست د ټولو ښکلاګانو سواد

ما خو ټول عمر ستا د سترګو تلاوت کړی دی

 

زما دزندان دیوال له ما سره خبرې کوي

زما خوږې جېلوانې زما دقتل نیت کړی دی

 

۱۳۸۹وږی ۷