Wadan weblog 2

له نویو سیاستونو سره زموږ زوړ چلند/ ویښتیا ، اتمه برخه

21.11.2010 10:57

 

دا څوومه سیاسي غونډه ده، چې زه ورڅخه زده کړه کوم، خو زموږ هغه سیاستوال چې یو څه کولای شي او اجرايي صلاحیت لري لاهم له دې زده کړې څخه ناخبره دي. دا زده کړه څه ده؟

موږ باید له ګاونډیو او نړیوالو زبرځواکونو سره څه ډول چلند وکړو؟

نهه کاله کېږي چې موږ زبرځواکونو ته د خپلو ګاونډیانو له لاسه شکایت کوو، ورته ژاړو، خدای او قرآن ورته شپې ( شفیع) کوو، ګواښ ورته کوو، اسناد ورته را باسو او ... خو نه زبرځواکونه را باندې رحمېږي او نه هم ګاونډیان را څخه لاس اخلي، دا ولې؟

ستونزه :

اصلي ستونزه داده چې موږ روانه جګړه نه ده پېژندلې، له پېښو سره زوړ چلند کوو. او په سیاسي مناسباتو کې عقیده، اخلاق او عواطف لټوو .

غواړم همدلته یې ووایم، چې روانه جګړه له عقیدې، عواطفو او اخلاقو سره هېڅ ډول میکانیکي اړیکه نه لري، دا جګړه یوازې او یوازې د ګټو او ځواک جګړه ده هر څوک

( د جګړې هر لوری) په خپلو ګټو پسې دی، نه زموږ د دین اوایمان غم ورسره دی، نه یې پرموږ زړه سوزي او نه هم زموږ په وړاندې کوم اخلاقي مکلفیت لري، خو زموږ برخورد ورسره داسې دی چې :

۱ـ کله ورته ژاړو ، چې خدای او رسول ته وګورﺉ له موږ لاس واخلئ، ګورﺉ بچي مو وژل کېږي ښځې را کونډېږي، وطن را خرابېږي ... دښمن زموږ په دې وضعیت کړس کړس خاندي او زموږ له کمزورتیا او مجبوریت څخه خوند اخلي.

۲ـ کله کله اسناد په لاس راشي او خوشاله شو چې هه! دادی ثابته مې کړه چې پلانی

ګاونډی او پلانی زبرځواک زموږ په چارو کې لاس وهي، له موږ سره صادقانه چلند نه کوي او په خپل قول نه درېږي او دادی موږ اسناد په لاس لرو، ددې په مقابل کې مخالف لوری لا پسې په کړس کړس وخاندي او وايي هو! دا هر څه کوم ورځه لاس دې خلاص، څه کولای شې؟

په دې کې موږ بیا خپل ( تش لاس) ته وګورو او : لکه یتیم له ژړا ډکې سترګې چاته واړومه؟!

۳ـ نهه کاله کېږي چې موږ د روانې ستونزې دعواملو په پېژندنه تېر کړل، دا غر په هغه غره ولو، د کارپوهانو ډلې ډلې تلویزیون په تلویزیون او راډیو په راډیو ګرځي، حکومت هم د کمیسیونونو دروبڼ جوړ کړي، نړیواله ټولنه هم دتحقیقاتو وعدې ورکوي، بس ټول سره ورک دي چې د کوم څه (؟) عامل او معلول معلوم کړي. خو ،پخوا د کلاوې سر ورک و، اوس ټوله کلاوه ورکه ده، نه علت معلوم شو نه معلول، هغه څه چې کم دي ددې اساسي پوښتنې ځواب دی چې « څه باید وکړو؟).

موږ له ( علت پلټنې ) څخه ( عمل کولو) ته نه یو وراوښتي. او عمل ځکه نه شو کولای چې وس یې نه لرو او وس یې ځکه نه لرو چې موږ پر ملي ارادې دتکیه کولو توان نه دی رامنځ ته کړی.

موږ له خپلو ګاونډیو او زبرځواکونو څخه د ګیلې حق ځکه نه لرو، چې دهغوی په وړاندې د څه کولو وس نه لرو، که یو ګاونډی ښه په ښکاره زموږ په چارو کې لاس وهي نو موږ د هغه دمخینوي لپاره څه کولای شو؟ کوم وسایل لرو؟ چې د هغه مخه ونیسو؟ وسایل یوازې توپ او ټوپک نه دي، وسایل د افغانستان د ټول ملت متحرک کول دي؟

( که د افغانستان نفوس ۲۸میلیونه فرض کړو) د ۲۸میلیونو افغانانو قانع کول یوه لویه وسله او لوی قوت دی، خو موږ لاهم ۲۸میلیونه افغانانو ته خپل دښمن نه دی ورپېژندلی او دوی ته مو د قوت کېدو لاره چاره نه ده ورښوولې. ولې ؟   ځکه، چې موږ په دې فکر نه دی کړی، موږ ددې پر ځای چې ۲۸میلیونه افغانان سره یو کړو او په ځواک یې له ګاونډیو او زبرځواکونو څخه لاره ورکه کړو، ایله مو د څوکیو پر ویش ناندرۍ وهلي، د پیسو ګټلو هڅه مو کړې او د وروستي موډ دریشي اغوستلې په مرمۍ ضد موټرو کې سپاره شوي یوو، زموږ لپاره د حکومتوالۍ ټول معیارونه همدا دي.

نو ټاکلې ستونزې دادي :

۱ـ افغانستان دښمنان لري!

۲ـ دا دښمنان نه عقیده پېژنې، نه له خدایه ډارېږي، نه یې زړه سوزي او نه هم اخلاق لري؟

۳ـ دښمنان د خپلو ګټو لپاره زموږ دښمنان دي؟

۴ـ خو موږ خپلې ګټې نه پېژنو؟ لا مو خپلې ګټې نه دې تعریف کړي.

۵ـ دا ګټې زموږ تر جیب، موقف، څوکۍ، ډلې او قوم پورې را وړې شوې دي.

۶ـ د ګټو تعریف اسانه دی ، خو که معیار یې ( افغانستان) او ( افغان انسان) وي.

۷ـ د ( څه باید وکړو!) مهم اصل مو هېر دی.

درېیمه لاره :

تر هر څه وړاندې باید له دښمن سره د برخورد بنسټونه نوي کړو.

د هغوی د رحم، اخلاقو او عقیدې را ننګول پرېږدو. دا زموږ کار نه دی چې په ګاونډیو کې اخلاق وروزو، د ملامتولو لپاره یې اسناد برابر کړو یا دیني موعظې ورته وکړو. موږ باید خپل ټول قوت د ځان جوړولو لپاره را غونډ کړو او خپل ملي قوت ددې لپاره وکاروو چې د کږو خولو د سمولو لپاره سوک ولرو.

( د ځان پیاوړي کول) د ټولو ستونزو د حل کیلي ده، خو ځان به څنګه پیاوړی کوو؟

تر هر څه وړاندې باید ۲۸میلیونه افغانان په پورتنیو واقعیتونو خبر کړو او په دې یې وپوهوو چې یونه، څو لوی دښمنان راته په کمین کې ناست دي او دا دښمنان د ۲۸میلیونو افغانانو ملي زور څخه ډېر ویرېږي، ځکه خو یې یو کیدو ته نه پریږدي.

۲۸میلیونه افغانان باید د ۲۸میلیونه افغانانو د ژغورنې، پرمختګ او هوساینې لپاره سره یو شي ( هر څه د افغان انسان لپاره!)

راځئ له خپل ملت سره خبرې وکړو! رهبري یې کړو او د ژغورنې استقامت ته یې ورسم کړو.

د ویښتیا د ملي غورځنګ لومړی ګام باید داوي چې د سیاستوالو او ملت ترمنځ د پوهاوي پول جوړکړي، که ملت مو خبر کړ او بیا مو ورته ( د څه کولو) علمي ـ عملي میکانیزمونه ور وښوول هر څه په ډراماتیک ډول سمېږي.

بیا د روښانتیا په پړاو کې د ( ځان پیاوړي) کولو لپاره د ۲۸میلیونه افغانانو عمل دی، هره ورځ ۲۸میلیونه خښتې یو پر بل کېښودل کېدای شي، هره ورځ ۲۸میلیونه نیالګې کینول کېدای شي او هره ورځ ۲۸میلیونه کیلو غنم کرلای شو، هره ورځ ۲۸میلیونه لیتره اوبه پر خپلو دښتو ورسمولای شو، خو باید د ۲۸میلیونه افغانانو لپاره ملي رهبري رامنځ ته کړو، دا رهبري اسانه رامنځ ته کېږي د ویښتیا د پړاو دنده همدا ده چې له نویو سیاستونو سره زموږ چلند نوی کړي او ملت پر خپل ځان را غونډ کړي. ددې لپاره چې ۲۸ میلیونیز ځواک رامنځ ته کړو، نو ( هر څه د افغان انسان لپاره) باید معرفي شي، ټول سیاستونه باید افغانستان محوره شي.

مخ پر وړاندې د ودان افغانستان په لور !