Wadan weblog 2

ملت – دولت : داړیکو ارواپوهنه / ویښتیا نهمه برخه

21.11.2010 11:04

 

په ولسواکو ټولنو کې د دولت ( دریواړو ځواکونو: اجرائیه، مقننه او قضائیه) او ملت ترمنځ د اړیکې ډیره ساده پیژندنه دا ده: ملت رایه ورکوي او دولتي اراکین ټاکي، دولتي اراکین ددې لپاره کار کوي چې د خلکو رضایت ترلاسه کړي او واک وساتلای شي ، مخالف ګوند ( ګوندونه ) چې په اپوزیشن کې دي غواړي خلک په دې قانع کړي چې دوی( اپوزیشن) تر حاکم ګونده ډیر څه کولای شي ، ځکه خو بل ځل ښایي خلک دوی ته رایه ورکړي. دا رابطه خامخا جزئیات لري او تر دې ساده شرحې یو څه پېچلې ده، خو ډیر عام منطق یې همدا دی.

په پورتنۍ معادله کې دغه عناصر شته:

۱- ولس ( رایه ورکوونکي)

۲- ګوندونه ( رایه اخیستونکي)

۳- پوزیشن ( واکمن لوری)

۴- اپوزیشن ( دواک ترلاسه کولو لپاره سیال لوری)

۵-  د خلکو رضایت اودلا ښه کار او پرمختګ لپاره عملي سیاستونه او هڅې یا خدمت ( دسیالۍ معیار)

۶- ددولت ددرې ګونو ځواکونو دچارواکو ټاکل (پایله)

ددې عناصرو تر منځ دهڅو داسې یوه منظمه اړیکه شته چې دهر بدلون لپاره ذهنیتونه چمتو کوي، په دې لیکنه کې غواړو په همدې اړیکه تم شو، ما ورته د اړیکو ارواپوهنه ویلي، کیدای شي سم نوم به وي یانه؟

اول ښایي یادونه وکړو ، چې له پورته یادو شویو عناصرو څخه دهریوه کمښت یا کمزوري ټوله معادله ګډوډولای شي.

دوهم ، دا چې که داړیکو او سیالۍ معیارونه بدل شي بیا هم ګډوډي پېښیږي ، ځکه عامه ذهنیت ته نور ارزښتونه (ممکن منفي) ورننوځي په دې حالت کې ډیر ځله سیاسي کړکیچ را منځ ته کوي.

درېیم دا چې ،که ټوله معادله د یوې ټولنې له ارزښتونو ، ټولیز شعور او معتقداتو سره په ټکر کې وي یا په مصنوعي او تقلیدي بڼه پرې تپل شوې وي بیا هم کار نه ورکوي.

زموږ ستونزه:

اول خو موږ د ولسواکۍ ټوله معادله له خپلو ملي ، کلتوري او عقیدوي ارزښتونو سره نه ده سمه کړې.

دوهم د معادلې ټول عناصر پوره نه دي ، د بیلګې په توګه لا هم ریښتیني سیاسي ګوندونه،چې هم سراسري – ملي وي ، هم د افغانستا ن د ژغورلو لپاره علمي – عملي طرحې ولري ، نه لرو.

تش په نامه سیاسي اپوزیشن تر دې چې په سیاله برخه کې وي تر غوږو په حکومت کې ننوتی او په چور تالان بوخت دی ، هم حکومت خوري او هم د اپوزیشن پېښې کوي.

دسیالۍ معیار هم د خلکو رضایت او خدمت نه ، بلکې له څوکۍ څخه په واک کې د پاتې کیدو او ګټې وټې لپاره کار اخیستل دي.

 څرنګه چې دسیالۍ لوري د ګوندونو پر ځای افراد دي او د اړیکو دارواپوهنې له مخې افراد که دبیا ګټلو لپاره دهڅوګوندي مسولیت ونه لري نو مستبد کیږي ، په تیره بیا چې دا افراد له استبداده ډکه سابقه ولري او دواک اوسنی چاپیریال یې هم استبدادي وي. دا وګړي له ځانه سره فکر کوي: هسې هم د بیا څوکۍ ګټلو چانس د خلکودرایې پراساس کم دی نو راځه له لنډمهالي واک اوځواک څخه کار واخله پیسې وګټه او ځان لا زورور کړه،ځکه د همدې پیسو او زور په مرسته بیا ځلې رایې په پیسو اخیستلای شې.

دلته نو دوه ډوله سیاسي معادلې زموږ تر مخې دي :  

۱-  د خدمت ، پرمختیا او ریښتینولۍ پر بنسټ د ملي ـ سراسري ګوندونو تر منځ دواک تر لاسه کولو لپاره د ولس درایو تر لاسه کول او دولت ته راتلل یا په اپوزیشن کې پاتې کیدل.

۲- دپیسو اوناقانونه زور د ډیرولو لپاره د خلکو رایې په زور او زر اخیستل او واک ته رسیدل او په واک کې بیرته د لګول شویو پیسو څو چنده ګټل ،چې بل ځل یې بیا په انتخاباتو کې ولګولای شي . په دې معادله کې منظم اپوزیشن نشته ځکه واکمن لوری په روان چور تالان کې اپوزیشنونو ته هم څوکۍ په بډو کې ورکوي او په دې توګه له هغو څخه دسالمې سیالۍ توان او اعتبار اخلي.  

 

دلومړۍ معادلې حاصل زیاتېدونکی خدمت، پرمختګ، ملي سوکالي اودهېوادني ځواک ډیریدل دي خو ددوهمې معادلې حاصل زیاتېدونکی فساد ، د دولت او ولس تر منځ دواټن ډیریدل اوملي وروسته پاتې والی دي،چې دهیوادني ځواک پر ځای په کې د افرادو یا مافیایي ډلو ځواک ډیریږي. د دوهمې معادلې لوبغاړي افراد او یا هم ډله ییز مافیایي جوړښتونه دي او هڅه کوي د ملي – سراسري ګوندونو درامنځته کیدو مخه ونیسي .

درېیمه لاره:

دویښتیا او روښانتیا پړاوونه ښایي بدلون ته لاره هواره کړي ، داسې چې دروښانتیا په پړاو کې دملي ـ سراسري ګوندونو درامنځ ته کیدو هڅې پیل شي ، ددې هڅو فعالین ښایي ولس د دواړو معادلو په حقیقت خبر کړي او د ریښتینو ګوندونو د رامنځ ته کیدو اړتیا په ملي سطحه مطرح کړي. پر ګوندونو او ګوندي سیاستونو د خلکو بایللی باور بېرته را ژوندی کړي او ټولنه د روښانتیا پړاو ته ننباسي ، د روښانتیا په پړاو کې باید ګوندي سیالي پیل شي او د سیالۍ مثبت معیارونه دفردي او مافیایي ګټو ځای ونیسي ، په دې توګه په ملي سیاست کې یو رغوونکی بدلون راتلای شي.

ګوندي فعالین ښایي د دولت او ولس د اړیکو پر ارواپوهنه پوه شي ، خلکو ته یې وروپیژني او په ټول بهیر کې یې د ښاروندانو مسولیتونه ، حقونه او پایلې عامې کړي. دویښتیا غورځنګ مکلف دی په دې اړه پراخ بحثونه او ساده شرحې د خلکو منځ ته ورننباسي او په دې توګه ولسي خوځښت ته لاره هواره کړي.

تر هغو چې دواک لپاره دسیالۍ لوري د افرادو پر ځای ګوندونه نه شي او داصلي معادلې ټول عناصر په خپلو خپلو ځایونوکې رامنځ ته نه کړو، خدای خبر چې د هېواد دروان ناورین کورني عوامل له منځه ولاړ شي او تر هغو په کور دننه پیاوړي نه شو ددغه ناورین له بهرنیو عواملو سره هیڅ نه شو کولای.

هېوادوالو! د ویښتیا په ملي غورځنګ کې د درېیمې لارې مزل پیل کړئ او د ریښتینو ګوندونو مثبتې سیالۍ ته لاره هواره کړئ ، چې ټول د ودان افغانستان ځنډن ارمان ته په ګډه سره ورسیږو.