Wadan weblog 2

هیله

22.11.2010 09:33

 

ستا د موسکا نښه په زړه کې ساتم

لکه کتاب کې د تاووس بڼکه

او ستا دسترګو تصویر

لکه خوږه څړیکه د ژوند په درد کې

بس ما ته نور هیڅ هم را پاتې نه دي

عشق دزمان دتورو غرونو له شا

                                     کوکې باسي           

لکه یو باد په کنډوالو کې راتاویږي

                                وایي:

                                   مرګ راروان دی ! ته خبر یې که نه؟

زه ورته وخاندم او وینې له زخمي پښو نه وڅنډمه

هو !

زه هم د ژوند له دې ستومانه مزله کرکه لرم.

 مرګی دې راشي، چې لږ دمه وکړم.

مګر د زړه کتاب کې

ستا دموسکا رنګونه

اوستا دسترګو تصویر

دمرګي مخه نیسي

له تا نه هیله کوم

ما مې د مرګ کلي ته ورسوه!

زه مې د ژوند له دې ستومانه مزله کرکه لرم.

 

۱۳۸۹ / لیندۍ / ۱

کابل