Wadan weblog 2

ملي شرم/ ویښتیا ، یوولسمه برخه

13.12.2010 11:56

 

ویکي لیکس هم زوروره بلا ده ، د ډیرو لمنې یې پر سر راواړولې، خو له بده مرغه دملي ګټو په وړاندې دبې پروایۍ معافیت دومره زورور دی، چې ملي شرم څوک شرم نه ګڼي. ویکي لیکس ویل : داسې ښاغلي او اغلې شته (آن د ځینو پارلماني ښاغلیو ترلوړ بریده)  ،چې له ګاونډیو څخه ښې پریمانه پیسې اخلي او بیا د هېواد دملي ګټو پرخلاف د ګاونډیو دکوردجوړولو په نیت خپل کور ورانوي. پخوا هم داسې څېرې وې چې د ګا ونډي ګوړه یې په جیب کې ساتله، خو دا به واړه مخبرین وو او که رسوا شوي وای نو دومره به شرمېدل، چې مرګ یې تر دې رسوایۍ بهتره ګاڼه . خو اوس خبره لویه شوې، ډیر غټ غټ نومونه په داسې شرم یادیږي، خو متل دی:(( زه چې نه شرمیږم ، ما به څوک وشرموي)).

په هر ډول غواړم ، دلته یوه نوې خبره وکړم ، دا نوې خبره دا ده: چې د افرادو له خوا له  ګاونډیو څخه پیسې اخیستل ملي شرم دی. ګران لوستونکي به وايي : دا خو څه نوې خبره نه ده!! ښه نو که په دې پوهیږو، نو ولې لاهم غټ غټ خلک له ګاونډیو څخه پیسې اخلي او خپل کور پرې ورانوي؟  راځئ په دې لیکنه کې دې پوښتنې ته ځواب ولټوو:

دسړې جګړې پرمهال د افغانستان ملي ګټې دګاونډیو په لمن کې وروغورځیدې ، دجګړې له سره اوره پناه اخیستونکو افغانانو د ګاونډیو په خاوره کې سر خوندي کاوه ، نو پیشو خو هسې هم د خدای(ج)  لپاره موږک نه نیسي ، ګاونډي هم زموږ له غمه نه وو مړه ، زموږ په جګړه کې یې ډیرې ښېګڼې وې، هم یې ځان ساته او موږ یې جنګولو اوهم یې موږ ځانته راڅملولو. دشوروي یرغل دوی ته  اسانه په لاس وروستو؛ په دې دوه نیمو لسیزو کې یې زموږ ګټې رانه هیرې کړې او خپلې ګټې یې په سترګو راننباسلې، د اوږدې مودې کړکېچ یو تاوان موږ ته دا و ، چې د ګاونډیو ګټو زموږ د ګټو ځای ونیوه او ډیر ځله یې د دین، مذهب ، قوم او یا هم شخصي او ډلییزو ګټو په نامه افغاني ګټې تر پښو لاندې کړې.

شته داسې ښاغلي چې په ښکاره یې وايي: موږ د ملي ګټو په نامه کوم څه نه پیژنو! دا ځکه چې دوی پر ګاونډیو داسې پلورل شوي ،چې د ملي ګټو چېلنجول ورته د روښانفکرۍ یو فلمي اکټ ښکاري. خو اصلي ستونځه دا هم نه ده. ستونځه تر دې ژوره ده او هغه دا چې موږ افغانستان دې ته نه دی جوړ کړی ، چې خپل بچي داسې په غیږ کې ونیولای شي چې په پردیو باندې ونه پلورل شي. دا ښاغلي یااغلې ،چې د پردیو ګټې تر خپلو غوره ګڼي، ددې لپاره د افغانستان تذکره په جیب کې ګرځوي چې د هېواد ګټې په نورو وپلورلای شي. دوی له افغانستان سره د تملک عاطفي تړون نه لري . ددوی په رګونو کې د ګاونډیو شیدې ګرځي او موږ په دې نه یو بریالي شوي، چې ددوی په رګونو کې افغاني شیدې جاري کړو.  موږ بایدد بیا افغاني کیدو یوه دوره بشپړه کړو.

درېیمه لاره:

د ویښتیا په پړاو کې ددې شعور عامول مهم دي چې : ( همدا هېواد به مو یا کور وي او یا ګور) او (د ښېګڼې هره هڅه دافغانستان لپاره! )

دویښتیا ملي غورځنګ باید ملي شرم خلکو ته وروپیژني . دوی باید له ګاونډیو او پردیو څخه دهیواد د ملي ګټو پر ضد دکولمو غوړول او دجیبونو ډکول ملي خيانت اعلان کړي. او داسې یو روښانتیايي بهیر پيل کړي، چې ځینې ښاغلي او آغلې، ګاونډوی تر خپل هیوادواله نږدې او دایه تر موره مهربانه ونه ګڼي.

ددې تر څنګ ښایي افغانستان ددې وړ شي چې خپل بچي د تملک په اړیکې په ځان پورې وتړي. دوی ښايي په افغانستان کې ملکیت ولري او دهمدې ملکیت پر بنسټ ژوند وکړای شي ، ګوندې ځینې ځینې د همدې ملکیت له برکته بیا ځان پر ګاونډیو ونه پلوري او ځان د همدې وطن کړي. هوښیار سرکار ( حکومت) هغه دی چې د خپل ملت غم په کور دننه وخوري ، د وطن له امکاناتو څخه دهغوی د مړولو لپاره کار واخیستلای شي او دپردیو له احتیاجه یې خلاص کړای شي. په کور دننه داسې ټولنیزـ کولتوري ډاډمن ژوند چاپیریال ورته برابر کړي ، چې بیا یې ګاونډی د دین، مذهب، اقلیت و اکثریت یاکومې بلې عقدې په نامه تېر نه باسي. په دې اړه د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه ښايي دا چارې تر سره کا:

۱ـ ملي شرم  ، دهغه چا لپاره،  چې د هېواد ګټې پر نورو پلوري . دمعافیت دوران ښايي پای ته ورسیږي .

۲ـ کډوال ښايي بیرته راپر کور شي.

۳ـ دبیا کډوال کیدو له ویرې څخه عامه ذهنیت پاک کړي.

۴ـ همدا هېواد یا کور دی یا ګور ، دافغان لپاره بل ځای نشته ،راځئ همدا هېواد ځانته پخپله جوړ کړو.

۵ـ  ښایي هر افغان په دې ډاډه کړای شي، چې که دې هېواد ته په زړه سوي کار وکړو ، نو له همدې خاورې څخه ځان مړولای شو، دې ته اړتیا نشته چې له پردیو څخه د څه اخیستلو ملي شرم پر ځان ومنو.

۶ـ  هيڅ ګاونډی د خدای درضا لپاره موږ ته څه نه راکوي ، که دګریوان تڼۍ راګنډي لاندې پرتوګ رانه باسي.

هوښیار خبردار!!!