Wadan weblog 2

ما ولې (افغان انسان) دهرې هڅې منځټکی کړ؟

14.02.2011 08:49

 له یوې مودې راهیسې د ( درېیمه لار) په لړۍ کې زما لیکنې خپریږي ، له نیکه مرغه یو شمیر دوستانو دا لیکنې خوښې کړي اوزه یې د دې لړۍ دنویو کړیو لیکلو ته هڅولی یم، خو له دې سره سره یو شمېر دوستانو او آن زما دفکري لارې له ملګرو سره د ځینو نوموونو په اړه پوښتنې راپیدا شوي دي، له داسې نوموونو څخه یوه هم (افغان انسان) دی، له یو شمېر ملګرو سره ویره پیدا شوې ده ،چې ګواکې زه  (افغان انسان) د نورو انسانانو( روسي انسان، ایراني ، اروپایی یا کوم بل انسان) په وړاندې دروم  او له دې څخه دکوم ډول راسیزم یا بل( ایزم) بوی راځي، ماته لومړی د خپلو ملګرو اندیښنې ډیرې جدي نه ښکاریدې ، خو په دې وروستیو کې خبر شوم ، چې ښاغلي س. ح. روغ په کومه بریښنا پاڼه کې د ( درباره وطن وهموطن ) په نامه یو ه لیکنه کړې او د افغان روښاندۍ په اړه یې څرګندونې کړي ، په دې لیکنه کې زما یوې مرکې ته هم اشاره شوې ده، چې پکې ما ( افغان انسان) خپل ایډیال پیژندلی . ښایي له ښاغلي روغ سره هم په دې اړه پوښتنه پیدا شوې وي ، نو دې پوښتنو ورو ورو اړ کړم؛ دې ته ځواب ووایم ، چې ولې ما (افغان انسان)د ټولو هڅو او فکرونو منځټکی ټاکلی او ولې وایم، چې هره ښېګڼه د افغان انسان لپاره!

دا ځکه چې افغان انسان وږی دی، محروم دی، د نړیوالو د سیاسي لوبو بلهاري دی ، او هيڅ له بهره راتپل شوی ( ایزم)  یې په ښه ندی ورغلی. یو شمېر هغه دوستان له راسیستي ټاپې څخه ډیره ویره لري ، چې دنورو په پناه کې ژوند کوي او ښایي ګومان به کوي ،چې دغه ( نور) بیا ورنه ګیله ونکړي. زه په افغانستان کې اوسم او ماته د (نورو) ترحم په بله جامه (ټوپک ، بم ، سیاسي دسیسه ، استخبارات ....) کې راغلی دی، خو سره له دې یې سپینه وایم چې له راسیستي افکارو څخه د کرکې تربریده بېزاره او لرې یم.

زما تیسس دادی ، چې په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې چې د بشردوستې نړۍ ټول ټوپک او توپونه دافغانانو پر وژنو وازمویل شول په نړۍ او دننه افغانستان کې د ( افغان انسان) دوینې تویولو دومره ارزاني راغله چې( لرې له بشري کرامته)  داروپا او امریکا دسپي او پیشو مړینه هم ورڅخه لویه غمیزه ګڼل کیږي. نړیوالو چې هره وسله جوړه کړه ، چې دهرې استخباراتي دسیسې ازمویلو ته یې زړه وشو ، نو  افغانستان ته یې مخه کړه او( افغان انسان)  یې د لابراتوار پر میز وغورځاوه ، پخپله افغانان یې دومره دایزمونو ، ایډیولوژیو او سیاستبازیو په حب او بغض( مینه و کرکه) کې بېسده کړل ، چې دمړیو له نڅا نیولې د پولیګونونو تر ډکولو ، په سرونو کې له میخونو وهلو نیولې د ښارونو تر اقتصادي محاصرې ، متروکو ، ټولوژنو او د خندا لپاره د وژنو تر کولو پورې یې یو پر بل وازمویل. هرچا دخپلې سیاسي یا تش په نامه ایډیولوژیکې موخې لپاره پر ښارونو توغندي وورول پر کلیو يې بمونه وغورځول او په ځانمرګو بریدونو کې یې  دبیګناه او بیچاره  ( افغان انسان) پریمانه غوښې اسمان ته والوځولې ، دا هر څه ولې ؟ ځکه چې ( افغان انسان) بې ارزښته شوی و، د( افغان انسان) وینه مباح وه او هر څه د  ( افغان انسان) د تباهۍ او وژنې لپاره روان و. عجیبه دا ده چې دغه ټولې هڅې د( افغان انسان) دله منځه وړلو لپاره راسیزم نه بلل کیده او اوس چې موږ وایو ډوډۍ ، ښوونځی ، او دانساني ژوند حق د( افغان انسان) لپاره ! دا خلکو ته پوښتنه پیدا کوي؟! موږ غواړو روانه نږدې څلویښت کلنه معادله ( هرڅه دافغان انسان د تباهۍ لپاره) سرچپه ( هره ښېګڼه دافغان انسان لپاره) کړو. په دې کې څه ستونځه ده؟ موږ دبل هیڅ انسان ډوډۍ یا ښوونځی نه ورڅخه اخلو ، بلکې د ( افغان انسان) خپله ډوډۍ او ښوونځی ورته غواړو ، موږ غواړو له ( افغان انسان)څخه لوټل شوی ارزښت بیرته ورکړو او د مباح الدم له هویت څخه یې راوباسو.  دا مسله ډیرې پیچلې فلسفې ته اړتیا نلري ، بلکې د نړیوالو او پخپله دافغانانوپام دې ته را اړول دي ، چې د ( افغان انسان) وژل هم د نورو انسانانو په څېر غمیزه ده ، دی هم چې وژل کیږي نو له بدنه یې وینه راځي نه اوبه. موږ تر هغو هرڅه د( افغان انسان) لپاره غواړو ، چې د نورو انسانانو په څېر ارزښت ورکړل شي. موږ غواړو دا معادله سرچپه کړو چې : د( افغان انسان) له منځه وړل دټولو وسلو ، ایډیولوژیواو سیاستونو د تجربې لپاره ! تاسو ولیدل ، چې دلته د(ټولو وسلو ، ایډیولوژیواو سیاستونو د تجربې اصل) دپام منځټکی (محور) دی ، موږ غواړو  ( افغان انسان) دپام منځټکی کړو او دا غیرانساني معادله داسې کړو چې : ټول مشروع سیاستونه او ایډیولوژۍ ، هڅې او فکرونه د(افغان انسان) د هوسایینې لپاره! انصاف وکړئ ! په دې کې ستونځه څه ده ؟ ولې نور ودان او ماړه انسانان په دې خپه کیږي ، چې موږ دې ( افغان انسان)ته هم دژوند هغه انساني شرایط وغواړو، چې دوی یې لري؟ کیدای شي یو شمېر وګړي په نړۍ کې داسې هم وي چې د( افغان انسان) وینه یې دخپلو ایزمونو ، وسلو او سیاستلوبو په لابراتوار کې وړیا پکاروي او که تا دومره ورته وویل چې : ولې؟ وروره اخر افغان هم انسان دی ، بیا نو دوی درته ووایي : هله دا راسیست وګورئ ، چې (افغان) ته هم انسان وايي او وینه یې ارزښتمنه بولي. که نړیوال موږ یوازې د وژونکو ، ترهګرو ، پوډر پلورونکو او د ډبرپېر ژوندي موجودات ګڼي بیا نو موږ هم حق لرو ووایو چې نه ! هرڅه د ( افغان انسان) لپاره ، چې موږ هم پر دې زمکه د ژوند حق ترلاسه کړو. کیدای شي یوشمېر دوستان د نړیوال کیدو ( ګلوبالایزیشن) په پېر کې نه غواړي ( افغان انسان) له دې کاروانه لرې وویني او یا یې ګواکې  د ( افغان انسان)په یادولو سره دنورو انسانانو په وړاندې ودروي ، دا سم فکر دی، خو زه به دومره ورته ووایم چې اوس له ماسره ( چې په ځنکدن کې یم ) د نورو انسانانو د پاللو وس نشته ، ځکه ( تو کار زمین نکو ساختي ، که به آسمان نیز پرداختي؟ ) دومره مې پریږدئ ، چې په کور دننه یو ځل د ( افغان انسان) انساني هویت زبات کړم ، او دنړۍ په هغو ولسونو کې یې ودروم چې لږ ترلږه دانساني ژوند حق درلودلای شي. ښوونځي ته د تللو رښته ( حق) ولري، له خپلو سرچینو څخه دډوډۍ بودولو حق لري ، انصاف وکړئ، آیا دا حقونه همدا اوس له  ( افغان انسان) څخه ندي اخیستل شوي؟ هغه څوک چې دا حقونه یې لوټلي ( که بهرنی دی که کورنی) آیا پوهول یې ندي پکار چې د( افغان انسان) حقونه دې بېرته ورکړي ، آیا پخپله په ( افغان انسان) کې ددې ارادې راویښول ،چې ځانته پخپلو مټو د انساني ژوندشرایط رامنځته کړي  راسیزم دی؟

سمه یې دا ده، چې موږ د راسیزم تعریف سم ندی پیژندلای، یوه ډیره ساده پیژندنه یې دا ده چې څوک دې خپل توکم تر نورو لوړ وګڼي او یا دې نور تر خپل توکمه ټیټ وبولي.

 دا راسیزم ندی ، چې څوک دې خپل ملت ته ښېګڼه وغواړي او دهغه د هوساینې لپاره دې کار وکړي.

درنسانس یو فکري بدلون همدا و چې د منځنیو پېړیو په خرافاتي دوره کې په اروپايي انسان هغه څه راغلي وو ، چې په لږ و ډیر توپیر نن پر موږ راغلي دي، د بیا راویښېدو ددورې مفکرینو هڅه وکړه چې د انسان ارزښت وځلوي او اروپايي انسان د ټولو هڅو منځټکی کړي ، د ساینسي پوهنو د پرمختګ ډینامیک لامل همدغه فکر و. له طب او چاپ څخه نیولې تر سیاسته ټولو پوهنو غوښتل د اروپايي انسان دهوساېنې شرایط رامنځ ته کړي ، ایا زه اوس خپل هیوادوال ته دهمداسې بیا راویښیدنې لپاره هلې ځلې نشم پیلولی ؟ چې لومړی دهغه د ژوند دښه کیدلو په موخه بهرنيو او کورنيوته  ( افغان انسان)  منځټکی وټاکم او پرته له دې چې د نورو په وړاندې یې ودروم هره ښېګڼه دهغه لپاره وغواړم، ایا دا د روښاندۍ په فلسفي تاویل ماویل کې څه ستونځه راپیښوي؟ که تاسو غواړئ چې زه دې په ځنکدن کې د ټولو اروپايي او امریکایي انسانانو لپاره هم څه ښېګڼه وغواړم ( ددې لپاره چې روښانفکره ښکاره شم یا مې څوک راسیست ونه بولي ) داخو ماته دخندا خبره ښکاري.

چې رالنډه یې کړم ، په ما کې همدومره متره پاتې ده،  چې ایله  ( افغان انسان) دخپلو هڅو په محور کې ودروم، زه ډیر هیومانیست یم او دهر انسان په درد ځوریږم ، خو لومړی باید ( زه) یو څوک شم او لومړی باید زه دخپل کور پر مړیو، وږیو ، اومحرومو له ژړاڅخه وزګار شم ،چې بیا پر نورو هم اوښکې وبهوم.  زه د( افغان انسان) هوساېینه غواړم او که په دې کې هر څوک د هر( ایزم) ټاپه راباندې ولګوي ، دا به یې د  ( افغان انسان)  په وړاندې یوه بله دوښمني وبولم اوبس.  

تر هغو چې ( افغان انسان) دخپلو ټولو هڅو په محراق کې رانه ولو ، همداسې به وژل کیږو تړل کیږو او محروم ، وږي ، وزګار ، او بې ښوونځي به یو . یو شمیر له راسیزم څخه بیزاره او هیومانیست(!) نړیوال به مو واجب القتله ، مباح الدم ، وحشي، ترهګر، دپوډرو قاچاقبر او دډبر پېر ( عصرحجر) موجودات ګڼي، خوموږ ځانونه له دې نومونو پاکولای شو ، خواري کوو، چې له داسې پیژندنې څخه ووځو او همدا ده  د ( افغان انسان) د ژغورنې منطق.

یوځل بیا د( افغان انسان)دویښتیا او روښانتیا په هیله !

او هره ښېګڼه دافغان انسان لپاره!