Wadan weblog 2

دباران په تمه

25.05.2011 13:14

 

وږمې ! دیار دغیږې عطر له کوم لوري راوړې

چې جل وهلي روح ته داسې دژوند سیوري راوړې

 

خوب مې لیده چې دیاقوتو زرین تاج دې په سر

سپینو لاسو کې داسې زړه چې لاهم ښوري راوړې

 

زه یم ګونګی ولاړ دخدای په نوراني حضور کې

ژبې ته څومره خوږه راشې دعشق توري راوړې

 

لاهم دژوند په دې تیاره لاریم یوازې روان

راشې سپوږمۍ سره پېیلي یو څو ستوري راوړې

 

داللمه للمه زړه په تمه دی چې ګوندې ته به

داسې  شیبې چې  لپه لپه باران اوري راوړې

 

 

 

۳ غبرګولی ۱۳۹۰