Wadan weblog 2

ستا له یادونو سره

08.06.2011 13:25

ما درپه یاد کړه

                         او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه !

چې زمایادونه درسره دي که نه؟

هغه لومړی پسرلی

دښار نمجنې کوڅې

او ستا پر زلفو دباران دڅاڅکو غلې نڅا

زما لالهانده او حیرانه موسکا

او ستا په سترګو کې پوښتنې ډیرې

هغه ګرمي هغه داوړي غرمې

او هغه یخې څیلې

 

ما درپه یاد کړه

                         او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه !

 

چې زه دې اوس هم چیرې یاد یم که نه؟

زما تصویرونه څه شول؟

زما شعرونه دې دکوم قهر داور خوراک کړل؟

ستا دلاسونو عطر اوس هم ماله خوبه باسي

او ستا دتورو سترګو سپینې اوښکې

لا هم  دانه دانه په ستوروکې ځلیږي راته

 

 

ما درپه یاد کړه

                         او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه !

 

هغه شیبې شیبې  اوږدې خبرې

او ستا خندا لکه دپاڼو او دباد شوخي

زما پر ژبه د ژوندون فلسفه

اوستا تر ژبې لاندې ورو یوه  د( هوکې) وینا

 

ما درپه یاد کړه

                         او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه !

چې له دې ټولو شیبو

اوله خوږو خوږو یادونو څخه څومره لا په یاد درپاتې؟

زه درنه  نه پوښتم چې :

زه دې په یاد یم که نه؟

خو دومره ووایه چې

زما له یادونو سره څه کوې اوس

زما دشعرونو پاڼې وسوزیدې

خو ستا په زړه کې زما یادونه لاژوندي پاتې دي.

 

ما درپه یاد کړه

                         او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه !

 

همداسې ده او که نه؟

 

 

۱۳۹۰غبرګولى ۱۸

کابل