Wadan weblog 2

دعبدالغفور ليوال څلور نوي شعرونه

16.07.2011 10:11

 

زما دخوبونو غلې ته!

هر څوارلسم،
                        چې سپوږمۍ پېغله شي
او
پلوشې یې ورو ورو ومینځې
زما دزړګي تږې ،
                               جل وهلې کړکۍ
شپه چې چوپتیا خوره شي
او دهندارو حافظه ویښه شي
ته هم راوځلیږې
زما له ستومانه سترګو خوب یوسې
ګرانې !
که دسپوږمۍ له رڼا ګانو څخه درمند جوړ کړم
اوستا پښو ته یې دانه دانه دروشیندمه
که دسهار له چینې څاڅکي څاڅکي ستوري ټول کړم
چې ستا دغاړې هار شي
تاته سپوږمۍ باندې قسم درکوم
ووایه !
   بیرته  به مې سترګو ته خوبونه راوړې؟

۱۳۹۰ سرطان  ۲۵

 

 


مننه!

دترافیک کاکا دلاس تودوخه
لکه د پلار په څېروه
چې یې ماشومه  واټ نه پورې ایسته
له واټ نه پورې یې په موسکو شونډو منډې سره
 دکتابو کڅوړه ونڅیده
او
د سپین ټیکري پیڅکه یې داسې باد ته وخوځیده
ما وېل
            مننه کوي

 

 

۱۳۹۰ سرطان  ۲۵

 

 

 

 


خبرونه

سپی
          ستومانه  د دیوال سیوري ته وغځیده
نن څو چاودنې
                             اوډیرې ډزې وشوې
ګڼ خلک ووژل  شول
خو ده
 هیچا ته  ،
                            ان لا غپلي نه و
دخدای مخلوق یې ځورولی نه و،
سپي دیواله ته ډډه ووهله
په خبرونو کې چا ونه ویل
چې وسله والو څخه زیات
      دسپي وجدان ارام دی .                                                    
هره ورځ موږ نه داسې ډیر
 دخبرو سرټکي  هېر پاتې وي .


۱۳۹۰ سرطان  ۲۵

 

 

 

ګناه او ویاړ

 

 

ځمکه ځای نه راکوي

چیرته دناستې ، یا دملاستې

                                                                دقدم وهلو

          چېرته په دوه پښو دڅو شیبې ولاړې ځای له چا وغواړم؟

دټولو زړونو دروازې تړلې

دټولو سترګوکړکۍ بندې 

                                                    ټولې خولې خلاصې دي

په دې وطن کې مینه لویه ګناه

او تر ټولو لوی ویاړ دانسان وژل دي.