Wadan weblog 2

(ګلغوټۍ )دعبدالغفور لېوال یو نوی شعر

24.07.2011 11:05

 

ګلغوټۍ

 

اې خلکو !

څاه ګانې مو له اوبو

غواګانې مو له شیدو

اوزړونه مو له پېرزو ډک اوسه !

مېچنې مو تل ګرځنده

جوالونه مو په غنمو درانه

او دباغو هوا مو

                          دسرو مڼو په وږمو ښکلې اوسه

په ویالو کې مو دګلبوټو څڼې خدای مه ریژوه

او شنې غونډۍ مو ، خدای دمستو شپنو

له یاکوربان  او یره ځاره تشې مکړه کله

خلکو !

اې دمینې خلکو !

دسترخوان مو له ډوډۍ

غړکې مو له شړومبو

او بډه مو له پیازه

                                  کله تش مه لره

او په باغچو کې مو دګل خندا تلپاتې اوسه

ما ستاسو منځ کې

یوه دګلو څانګه

                      یوه دګلو غوټۍ

همداسې ناوې په پالنګ پریښې ده

زه...

     هو  !  زه   ورځمه چې دخدای له ملایکو ورته نور راوړم

او له کوثره یوجام ډک د رڼا

دخدای له رحمه یوه لپه شبنم

او له جنته دغنمو طلایي ګاڼې

ما دهغې دنیا سفر ته داسې ملا تړلې

اوستاسو چم کې ،

ــ چې دمستو خندا ګانو له سندرودې خدای تش نلري ــ 

زما ((ګلغوټۍ ))د ناز په خوږ بستر کې خوب وړې ده .

 

 

 ۱۳۹۰سرطان ۲