Wadan weblog 2

ډبرې

10.09.2011 15:12

 

زه

 تر (( سنګ نوشتې ))  

                                لږ  ورپورته زیږیدلی یم

او خاپوړې مې د تاوخانې پر تودو ډبرو کړې دي

الفبې مې

 د سپینې بکرې  په رنګ  زده کړې

او لومړنی نوم مې هم د  (( چینو غونډۍ )) پر یوه ډبره کښلی

له ښوونځي چې تښتېدم

                                      نود ډبرو پر دیوال اوښتم

او په کور کې مې کله کله دډبرې پر بالښت سر لګاوه

خپلوانو مې په ډبرو کې پوسته درلوده

او تربرونو مې د ډبرو له مورچې څخه پرهغوی ډزې کولې

یوه کلیوال مې دخپل کلي موټروان په دې نامه چې

کوم دښمن ته یې راپوټ ورکاوه

پر یوه ډبره څملاوه

                            او په  بله یې پرسر وویشته

اوس هم

                   له ډبر وسره ژوند تیروم

پاچا مې ناست دی د ډبرومنځ کې

زما ښار ډک له ډبرینو دیوالونو څخه

پر لاره ایښې دي بې شمېره تیږې

هیواد مې درې پر څلورمې خاورې

له تورو غرونو او ډبر وډک دی

ددې ډبرو زړه کې ډیر لالونه

خو زما په برخه یې لیکلي نه دي

زما استاد وايي  چې موږ په  ( ډبر پېر) کې اوسو

خو زما په خامو لارو

او په خټینو کوڅو

څوک دډبرو لاره نه جوړوي

هغه چې زه ورسره مینه لرم

دهغې هم زړګی له کاڼي جوړ دی

زما ډوډۍ

                              راځي دژرندې له دوه تیږو څخه 

او زما مینه یوه ورځ وه مخامخ په یوه تیږه ناسته

چې له دوه سترګو یې بېشمېره اوښکې تویې کړلې

خو دهغې اوښکو په تیږه هیڅ اثر ونه کړ

زه ډبر پېر کې اوسم

کله چې ومرمه هم

دڅوډبرو منځ کې

تر څو ډبرو لاندې

یوه کوچنۍ کلیمه داره تیږه سرلاندې  ږدم

او اې زما مینې !

                             چې زړګی دې له ډبرې جوړ دی

له مرګه پس به هم زما دقبر تیږه تاته تمه کوي

چې ته له خپلو توروښکلو سترګو

                                                  دانه دنه اوښکې پرې  وبهوې   

اویا دشناختې ډبرلیک کې زما نوم په خپلو شونډو ښکل کړې

زه ،

       نه 

         زه او ته دواړه ،

                                ډبر پېر کې اوسو.

۱۳۹۱ وږی ۱۹

 

((سنګ نوشته ))او ((چینو غونډۍ))  دشاعر په کلي کې دوه سیمې.