Wadan weblog 2

دلېوال درې لنډ شعرونه

27.05.2012 12:33

 

برزخ

 

ستادیادونو

                    او  هېرولو ترمنځ

په برزخ کې  

ژوند داسې دی ،

لکه یوه وچه پاڼه

چې له څانګې راپریوځي

                                                       دباد پراوږو

او  لا پر زمکه ماته شوې نه وي .

 

رنګ

 

یومازیګر دې زلفې ،

  داسې پر لوڅو ولیو خورې شوې

لکه په شپه کې چې داوبو څپې

دسپوږمۍ له وړانګو سره ګډې شي . 

 

یاد

اوس هم

هرمازیګر ستا دشونډو خوند

او دغیږې عطر

ما

له ستومانۍ ژغوري

هغو کلونو ، عادت کړی یم .

 

۱۳۹۱  غبرګولی