Wadan weblog 2

واټ، دلېوال یونوی شعر

07.10.2012 21:30

 

پر سپین ګردي ډبرین مېز باندې قهوه او خواږه

څپې څپې دیو آرام ترنم

او تر هندارې بهر

                     دیوه لوی ښار ، یوه خوځنده زوږمنه کوڅه

دواټ پرڅنډه یو بوډا دساړه باد څڼو ته ګوري او ګیتار غږوي

منی راګډ دی سرې او ژیړې پاڼې اوري پرواټ

یوه جوړه تر ونې لاندې یودبل سترګو کې ډوب دي

                                                        کله کله یوله بل څخه مچکې اخلي

یوسړی خپل ساعت ته وګوري ، ګامونه پسې لاچټک کړي

او یو ماشوم له خپلې مور سره لګیا دی په خوږه مرکه

یو څراغ سور شي اوبل شین شي ، ډله خلک له سړکه تېر شي

زه او قهوه

چټک سړی او ساعت

هاخوا بوډا اوګيتار

هلته زلمی اونجل یې 

بل خوا ماشوم اومور کۍ

هر یو له ( بل ) سره بوخت

ځينې پر ژوندتیریږي

پر ځينو ژوند تیریږي

یو څراغ سورشي اوبل شین شي ، ډله خلک له سړکه تېر شي .

                                             

                

یواروپايي ښار

۲۰۱۲ داکتوبر اوومه