Wadan weblog 2

بیرغ او ډیوه

09.10.2012 15:46

 

دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه

یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه

 

ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې

دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې

 

دملالې لاس نه لویږي کتابونه

له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه

 

دملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې

په لړزه شولې ګورګورې او مماڼې

 

دملالې خولګۍ وچه وچه کیږي

لکه ژبه د‌ډيوې باد ته رپیږي

 

دملالې څاڅکي څاڅکي وینه تویې

نن ماښام ستوروته لاس پورته کړه مورې

 

له هرڅاڅکي به یې زیږي زر لمرونه

پرې تودیږي به کتاب ته ناستې نجونه

 

دمیوند ملالې توغ ته دې سلام دی

ستابچو باندې اوس هم علم حرام دی

 

پښتنو غرونو کې ګرځي یوه څړیکه

دهغې ده که ددې ملالې کړیکه

 

یوه وتې دوطن بیرغ په ننګه  

ددې بلې کتابونه دي ترڅنګه

 

په دې ولس کې خدای پیدا کړې دوې ملالې 

دوطن او پوهې ځلنده مشالې

 

ملالۍ دوینو څاڅکي دې غمي شه

دوښمنان دې ورته دود شه سپیلني شه  

 

لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو

ددې ولس دویښتابه   څلي ته ولاړ شو

 

یوه نه ، زر  ملالۍ به راپسې شي

پرې رڼا به دکابل اوسوات شیبې شي

 

لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو

ددې ولس دویښتابه   څلي ته ولاړ شو

 

 

۱۳۹۱ تله ۱۸

م