Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات، قرباني ـ توانمندي

17.10.2012 06:18

 په پر مختللیو ټولنو کې دواک ته رسېدلو معیار د( څه کولو ) توانمندي وي ، په ځینو نوروکې چې انقلابي شرایط لري هلته دواک ته رسېدو معیار   قرباني وي او دهغو انقلابي ډلو یا افرادو دقربانیو په بدل کې واک دیوه امتیاز په توګه ورکول کیږي ،چې دیوه ملي ارمان دترلاسه کولو لپاره یې ځان تېریدنه کړې وي .  که څه هم داحساساتي او عاطفي قضاوت له مخې واک ددوی حق ګڼل کیږي   ، او خلک ځکه  واک دوی ته سپاري چې ټولنه معقولې سیاسي زمانې ته ورسوي ، په معقوله سیاسي زمانه کې دواک معیار بیا هم د ټولنې دوګړیو دانساني ژوند دښه والي لپاره د( څه کولو) توانمندي شي او هغه دقربانۍ نسل په اتلانو بدلیږي .  زموږ په هېوادکې یوبشپړ استثنايي معیار رامنځته شوی دی ، چې لا به چا نه وي اوریدلی . دلته واک ته درسېدو معیار دقربانیو اخیستل دي ، هرچا چې ډیر خلک قرباني کړي وي هغه ډیر ځواک لري ،مانا داچې هغه خلک لویو څوکیو ته رسیږي چې دخپل واک لپاره  له خلکو څخه دقربانۍ اخیستلو ښه استعداد او ظرفیت ولري .  شل مېلیونران هغه خلک دي ، چې نه  دخلکو دانساني ژوند دښه کولو لپاره د( څه کولو ) وړتیا لري او نه یې هم په تیرو درېیو لسیزو کې قرباني ورکړې دي ، یوازې یې په تېرو درېیو لسیزو کې ددې وطن خلک په دې او هغه نامه قرباني کړي دي . راځئ لږ ځير شو؛   په تېرو درېیو لسیزو کې خلکو دخپلې عقیدې ، هېواد ، خپلواکۍ ، ملي ارزښتونو او دانساني ښېګڼو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي ، ددې ولس هرې کورنۍ یوڅوک یاڅه  له لاسه  ورکړې دي ، خو واک ته هيڅکله دوی ونه رسېدل او نه هم داسې لایقه او دمدیریت خاوند خلک واک ته ورسول شول چې همدغو بېچاره او مستحقو خلکو ته دهغوی دډیرو قربانیو په بدل کې دهغوی دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره هڅې وکړي ، داسې چا ته واک ورنه کړل شو چې دشهیدانو پاتې شویو بچو ته دډوډۍ موندلو لارې چارې ومومي   یا کونډو او ورارو ته دکور غم وکړي ، اویا هم دنومورکیو اتلانو دبچو دښوونځیو چاره وکړي ... بلکې تل واک له هغو کسانو یا ډلو سره و ، چې دهېواد تر نیمایي زیات قربانیان ددوی په لاس خاورته تللي دي ، یا هم داسې خلک واک ته ورسېدل چې دقربانیو پاتې شوې کورنۍ یې هم له خپلو کورنو وشړلې ، تیري یې پرې وکړل او یا یې هم لوټ کړل . عجیبه دا ده چې مېلیونران دخپل واک او ځواک ، پیسو او کیسو استحقاق دقربانیانو له کورنیو څخه په زوره اخلي او ددې لپاره دلیل هم دا راوړي چې دوی ، ګواکې په تېرو دیرشو کلونو کې دا یا هغه څه کړي دي او په دې یاهغه پیل یې توره ورننه ایستې ده .

دشلو مېلیونرانو په واک کې څه ویل لویه ګناه ده ، ځکه دوی په تیرو دیرشو یا پینځه دیرشو کلونو کې دخلکو ډیر زامن شهیدان  کړي دي  ، نو اوس یې واک بیخي لکه دمور شیدې داسې حق دی . ستونزه داده چې له ولس څخه لاره ورکه ده او په دې نه پوهیږي چې دواک ته رسولو معیار څه دی ؟ که دمعقولو ټولنو په څېر دپرمختګ او دخلکو دژوند دشرایطو دلا ښه والي لپاره توانمندي د واک معیار وي ، خو دا په شلو مېلیونرانو کې نشته ځکه دشلو مېلیونرانو له پړسېدلو سره هممهاله دخلکو په بدنونو کې وینه وچیږي او دهر یتیم د درې څلورو وختو ډوډۍ په یوه وخت د یوه مېلیونر جنګي سپي ته اچول کیږي . که معیار دا وي چې واک ددرې لسیزو په اوږدو کې دقربانیانو دسرښندنو په بدل کې هغوی یا یې وارثانو ته ورکول کیږي نو چیرې دي ؟ قربانیان خو مړه شول او کورنۍ یې یا ګدایي کوي ، یا هم دسبا او بیګا په وچه ډوډۍ پسې وتلي دي ، دنړۍ یو دود معیار هم نشته چې ددوی لپاره له واک څخه ګټه واخلي.

یومهال مې کوم ځای لوستلي وو، چې دلویو اهدافو لپاره اتلولي او قرباني هغه پاک ارزښت دی چې  ښايي دواکغوښتنې په مردارۍ ونه لړل شي او که نه بیا ورته څوک دقربانۍ او اتلولۍ په سترګه نه ګوري .  په نړۍ کې هغه مشران ډیر یادیږي چې قرباني یې ورکړي وي خو امتیاز یې نه وي غوښتی ، مودې وروسته خلک ورته په خپلو زړونو او ذهنونو کې امتیاز ورکوي . نېلسن مانډیلا نیم عمرپه زندان کې و، له یوه ځل ولسمشرۍ پرته  ،دخلکو له ډیر ټینګار سره سره ،له واکه لاس په سر شو او ځانته یې دخلکو په زړونو کې واکمني جوړه کړه ، پاچا خان هېڅکله دپاچايي دعوه ونه کړه ، خو افغانان یې اوس هم پاچاخان ګڼي .  اعلیحضرت امان الله شاه غازي دخپل واک دساتلو لپاره دیوه افغان وینه هم په تویولو ونه لوروله او له پاچاهۍ څخه   تېر شو ...خو زموږ دتېرو درېیو لسیزو په تاریخ کې څه وشول ؟   هم قرباني او  هم توانمندي  دواړه تر پښو لاندې شول او پر ځای یې دډیرو وژنو پهلوانان په شلو مېلیونرانو بدل شول او واک یې ولوټه .

او س مو ستونزه وپیژندله ؛ په هېوادکې دواک ته رسېدلو معیار ورک دی ، دلته دواک ته رسېدلو او یا رسولو ارزونه  نه په عقل کیږ ي او نه هم په عواطفو ، بلکې زور ، زر او ډیر وژل دواک معیار دي ، عجیبه داده چې دلته ګواښ پېښوونکي کسان اوډلې (ښه ) او (غوره) ګڼل کیږي ، دهمدې لپاره بهرنیان هم ددې خلکو دټولیزې ارواپوهنې پربنسټ ټوله معامله او راکړه ورکړه له همدې ګواښ پېښوونکو سره کوي ، ځکه دوی دخلکو دمراجعې ادرسونه همدوی ګڼي او فکر کوي چې داولس همدوی ته خوشاله دی نو زموږ یې پرې څه چې په سالمو او پرمختګ راوستونکیو جوړښتونوپسې ګرځو ، زموږ هم ستراتیژیکې ګټې په همدې شلو مېلیونرانو کې خوندي دي .

 

حللاره :

 

دواک ته رسېدلو معیار باید معلوم شي ، که عاطفي وي نو باید دهغو قربانیانو له کورنیو سره خبرې وشي چې یو څوک نه یوڅوک یې په تیرو پېښو کې له لاسه ورکړي دي ، زه باور لرم چې دغه شریف قربانیان له تاسو څخه څوکۍ ، وزارتونه او سیاسي پوزیشنونه   نه غواړي ، دوی به داوښکواو موسکا ترمنځه درته ووايي : داسې څوک واک ته راولئ ، چې موږ ته کار ، کور ، ښوونځی او دانساني ژوند ښه شرایط برابر کړي او بس! موږ خپل حق ته رسېدلي یو .  مانا داچې په عاطفي چاپیریال کې پخپله واک معقول حالت ته ورلېږدي  اوښايي هغه چا ته وسپارل شی چې د( څه کولو ) توانمندي ولري او ټولنه له دې تباهۍ څخه را وایستلی شي . دڅه کولو توانمندي  هغه وخت څرګندیږي چې  غوره او کارپوه ( نخبه ) افغانان په یوه علمي او عملي سیاسي چوکاټ کې سره راغونډ شي ، دخلکو دژوند دشرایطو دښه والي لپاره خپلې طرحې ، افکار او اعمال خلکو ته وروپېژني او په یوڅه ازاده  چاپیریال کې دخپلو طرحو په بدل کې له خلکو څخه رایه وغواړي او په دې توګه خلک هغوی واک ته ورسولای شي ، همدادی د دیموکراسۍ سیاسي منطق .

تر دې وروسته باید دقرباني  ورکولو یا قربانۍ اخیستلو  دعوې قربانیانو ته دڅه کولو په دعوو بدلې شي او همدا واک ته درسېدلو یا رسولو محک او ارزونه شي ،چې څوک دهغو ــ خلکو لپاره چې قربانۍ یې ورکړي دي ــ  ګټه رسولی شي او داګټه باید معقوله وي ، دوامداره وي ، عامه وي او ټولیز پرمختګ هم تضمین کړي ، چې یوځل بیا قربانۍ ورکولو یا اخیستلو ته اړتیا پیدا نه شي ، بلکې خلک په پوره هوښیارۍ او ویښتیا خپلو هغو خدمتګارانو ته واک وسپارلای شي چې ددوی له پرونه نن او له ننه سبا او بل سبا لاپسې روښانه ، ودانه او پرمختللې کړي.