Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات، موسسه یي سیاست

24.10.2012 12:20

  

په انګریزي کې ورته    (Institutionalized)   وایي ، که مخامخ او بدرنګه یې راوژباړو ، نو(موسسه یي)  ورته ویلی شو ، زموږ سیاستونه لا موسسه یي شوي نه دي، او تر ډیره د فردي سلیقو پر بنسټ رامنځته کیږي او له منځه ځي . دسیاستونو موسسه یي کېدل څه دي؟

داساسي قوانینو ، ملي ګټو ،  زماني اړتیاوو او علمي تیوریو پربنسټ دیوې ټولنې دغړیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره دستراتیژیو او تاکتیکونو هغه قانونمنده کړنلارې ، پلان جوړوونې ، عمل او ارزونې ته ویل کیږي چې نظامونه یې دملي سیاست دکرښو په توګه رامنځته کوي . او دګومارل شویو چارواکیو او مامورینو له خوا عملي کیږي .

بېلګې :

  • دیوه هېواد دپوځي ـ امنیتي توانمندۍ ، ملي ګټو ، له دې هېواد سره دنورو دچلند دڅرنګوالي او نړیوالو ـ سیمه ییزو شرایطو پر بنسټ ددې هېواد بهرنی سیاست ټاکل کیږي ؛ په دې کې دنړیوالو حقونو ، سیاسي علومو ، تاریخي اړیکو او بشرپېژندنې لارښوونې په پام کې نیول کیږي او ولس ته یې لویې کرښې  اعلانیږي ، او دمقننه ځواک تر منښت او هوکړې وروسته عملي کیږي ،  دبهرنیو چارو هر وزیر یا بل ډیپلومات دهمدغو ټاکل شویو اصولو ، پالیسیو او ستراتیژیو تابع دی او باید دهمدغو اصولو پر بنسټ عمل وکړي ، دا که احمد وي که محمود له الف ډلې څخه وي یا له بې ګوند څخه . دسیاسي سیالۍ معیار هم داوي چې څوک دغه اصول او کرښې لا پسې پیاوړې کولای او لا ښې عملي کولای شي .
  • دیوه هېواد داقتصادي سرچینو ، بشري ځواک ، استعدادونو ، انکشافي ظرفیتونو ، ملي او نړیوالو اړتیاوو او ظرفیتونو په نظر کې نیولو سره داقتصاد دعلم پر بنسټ ملي اقتصادي کړنلاره جوړیږي او بیا دهر وزیر او مامور ( کرنې ، بیارغوونې ، فواید عامې ، اقتصاد، سوداګرۍ ، کانو او صنایعو، ترانسپورت ،اوبو او برېښنا  ..... ) له خواپه ګډه هماهنګۍ او پرلپسې توګه عملي کیږي او له یوه کاله بل ، بلکې له یوې ورځې بلې ته په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي.

 فرهنګي ، تعلیمي ، خدماتي او نورسیاستونه یې همداسې درواخله .

 

خو اوس زموږ ستونزه :

اساسي قانون لرو ، پوهان لرو ، ملي ګټې هم باید ولرو خو موسسه یي سیاستونه  نه لرو . داولې ؟ ځکه له شلو مېلیونرانو سره ـ چې سرکار یې یرغمل کړی دی ـ  دداسې سیاستونو درامنځته کولو اراده نه شته . ولې ؟ ځکه موسسه یي سیاستونه ددوی ګټو ته زیان رسوي ، بلکې بیخي یې له منځه وړي .

 

خاطره :   

یو مهال مې په دې اړه ، یوې غونډې ته وینا کوله ، له حاضرو دوستانو څخه چا وپوښتلم : کیدای شي شل مېلیونران دا سیاسي شعور ونه لري چې دموسسه یي سیاست اړتیا وپيژني ، ایجاد او عملي یې کړي ؟ خو زما نظر دا و ، چې نه ، دوی په هرڅه ډير ښه پوهیږي، دا دګټو مسئله ده ، نه دناپوهۍ .

زموږ په هېواد کې هر وزیر یا بل چارواکی چې واک ته ورسیږي دنورو طرحې او سیاستونه  په صفر کې ضرب کړي ، کاري ټیم بدل کړي ، خپل خپلوان یا دباور وړ مشاورین راډله کړي او چې خبریالان ترې وپوښتي:  په څه بوخت یې؟ نو ورته وايي : پالیسي جوړوو. کلونه او دادی لسیزه کیږي چې پالیسۍ نه جوړیږي ، ځکه هریو دخپل واک ته رسوونکي  مېلیونر دګټو لپاره په بل ډول او بېل طراز پالیسۍ جوړوي ، ځکه نو ټول سیاستونه فردي ـ سلیقوي دي او ددغو فردي  ـ سلیقوي سیاستونو معیار  هم نه علم یا عمل، بلکې دمارکیټ دغوښتنې پر بنسټ لاډیره ګټه ده چې لویه برخه یې هم دیوه پوځي ـ  سیاسي مېلیونو جېب ته لویږي .  فردي ـ سلیقوي سیاستونه  د نوي چارواکي په توانمندۍ او پوهې پورې هم اړه لري  ، که داښاغلی متخصص نه وي او  له ځان سره راوړی ټیم یې هم یوازې ددې چارې تخصص ولري چې څنګه د چارواکي او دهغه له لارې د واک ته رسوونکي مېلیونر لپاره لا‌ډيره ګټه وکړي ،نو داناروغي د ادارې اجرایوي باډۍ ته هم پراخیږي ، یوه بشپړه بېتفاوتي او ځانځاني پیل کیږي او پایله هغه ده چې نن یې په خپلو سترګو وینو .

د ( الف) دوزارت پرمهال مو یوډول دبهرنیو سیاستونو چارچلند درلوده او د( ب) دواک پرمهال بل ډول  خو دموسسه یې شوي ملي بهرني سیاست  کوم څرک لاهم نشته . هيڅ افغان لاهم نه پوهیږي چې له دومره ډیرو دوښمنانو سره مو رسمي ـ ملي دوښمن څوک دی او دوست مو کوم یو ؟  داقتصادي  سیاست په اړه خو دومره ګډوډي ده چې سر یې ان دټوکې په توګه  عامو خلکو ته وتلی دی ، وايي له کوم چارواکي یې وپوښتل چې ستاسو له نظره باید افغانستان یو زراعتي هېواد وي که صنعتي ؟ ښاغلي په حق به جانبه لهجه وویل : افغانستان ته ښايي چې دبې طرفۍ سیاست خپل کړي ، موږ یو بې طرفه هېواد یو ،نه دا غواړو نه هغه .

تر هغو چې شل مېلیونران  دواک ته رسولو اصلي سرچینې وي ، دموسسه یي سیاستونو رامنځته کول ناشوني دي . یو چارواکی به پر یوه ټوټه زمکه سړک جوړوي ، بل به پرې ښارګوټی ، درېیم به پرې هوايي ‌ډګر ... او چې کله دوی  سره پایلې ته ونه رسیږي نو له شلو مېلیونرانو څخه به یو رامخته شي او وبه وايي دا زمکه زما په کار ده ، تاسو نه پرې جوړیږئ ...

 

وړاندیځ   :

 

ولس ښايي دخپلې سیاسي ارادې د کارولو له هرې وسیلې څخه کار واخلي ، چې چارواکي دملي موسسه يي سیاستونو رامنځته کولو او عملي کولو ته اړ باسي .  ملي شورا ، رسنۍ او دټولیزې پوهې ( جمعي شعور) دروښانه کولو له هرې لارې چارې باید ددې اړتیا دارزښت   او پېژندنې  لپاره هڅه وشي .

بیا هم؛ داسې ګوند ( ګوندونو ) ته اړتیا شته چې دمبارزې اساس او بنسټ یې دموسسه یي ـ ملي سیاستونو طرح او عملي کول وي . داګوند باید خلک په دې وپوهولای شي چې دداسې سیاستونو نشت څومره لویه ستونزه ده او څومره یې هېواد وروسته ساتلای دی ؟

ګوندونه  ، هغه لوستي افغانان چې باید دروښانفکرانو تشه ډکه کړي ، رسنۍ او پېژندل شوي افغانان باید تر هرڅه وړاندې هغه سیاسي ـ  ټولنیزه اړیکه سمه کړي  چې دموسسه یي سیاستونو درامنځته کولو او عملي کولو لپاره اړینه ده . دا اړیکه  دلاښو  ، عملي او علمي طرحو لپاره دخلکو درايې ورکولو شعور او دیوې ټولنې دوګړیو دانساني ژوند دښه والي لپاره دهڅو دسیالۍ پر بنسټ دهر افغان دسیاسي ارادې کارول دي . دا هڅه او بیا دموسسه یي  سیاستونو پېژندنه د شلو مېلیونرانو  دچل ول او ټګۍ په پېژندنه کې مرسته کوي ، چې په پایله کې به یې  واک  هغو جوړښتونو ته ورسیږي چې دموسسه یي پالیسیو ، ستراتیژیو او عملي میکانیزمونو پررامنځته کولو او عملي کولو باور لري .