Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات ، ذهنیتي اختلال

31.10.2012 08:23

 

شل مېلیونران خپلې خپلې رسنۍ لري او تمامه ورځ په کې لرو بر کیږي ، دا رسنۍ څو دندې لري :

 

  • مېلیونر ته (کاریزما ) یاکېش شخصیت جوړول ؛ هغه هم په ډیره نامسلکي بڼه او یوازې دشعارونو او خندوونکیو تصویرونو دښوولو یالیکلو تر بریده . که دمېلیونر رسنۍ ته غوږ شې یا يې ولولې ، نو فکر به کوې چې ، دا یې دهمدې لپاره جوړه کړې چې دخپل خاوند لپاره (الذم بما یشبه المدح) وکړي .
  • دخلکو پر افکارو او عامه ذهنیت کې دخپلو شعارونو کرل او یا هم  له حقایقو څخه دهغوی بېلارې کول
  • دذهنیتي اختلال راپارول  (ذهنیتي اختلال دشایعو ، اوازو ، تعبیرونو ، تفسیرونو ، ګومانونو هغه ګډوډي ده چې حقایق یې ترشا پټ شي او په همدې ګډوډي کې داختلال اچوونکیوځانګړې سیاسي اجندا پرمخ یووړل شي ) .
  • ټولنیزې بېباورۍ ته لمن وهل ، ځکه یوازې په بشپړه بېباورۍ کې دمېلیونرانو ګټې خوندي پاتې کیدای شي .
  • دملي ـ  ریښتینو نهضتونو او رسنیو لپاره دخنډ اوځنډ رامنځته کول .
  • او دککړې سابقې  دپاکولو، هېرولو ، بدلولو او له منځه وړلو هڅه ( مېلونرانو په خپله پوځي سابقه کې دډیرو بچي وژلي ، ډیر يې لوټلي او دهېواد پر ګټو یې سوداګري کړې ده ، داټول لا په عامه ذهنیت کې دخاطرو په توګه شته ، دمېلیونرانو رسنۍ غواړي په عامه اذهانو کې دغه خاطرې له منځه یوسي . )
  • مېلیونران په خپلو رسنیو کې دپیسو په وړاندې یو شمېر تحصیل کړي کادرونه استخداموي ( دهغوی له اقتصادي احتیاجه په ګټه اخیستویې زبیښي  ، استثماروي یې ) او په دې توګه پر یوه سالم ملي محور دهغوی دراټولیدو مخه نیسي .

دذهنیتي اختلال زهر  :

راځئ وګورو چې دذهنیتي اختلال ټولنیز تاوانونه څه  دي :

 

  • تر هرڅه وړاندې عامه بېباوري خپروي ؛ خلک فکر کوي چې هېواد له لاسه تللی دی اوکه همدا مېلیونران نه وي نو هیڅ کار نه کیږي ، پر ځان باور هم زیان ویني ، وګړي فکر کوي چې ددوی په شخصیت کې نسبت مېلیونر ته ډیرې نیمګړتیاوې دي او دی نه شي کولای دوضعیت دښه کېدو لپاره خپله سیاسي اراده وکاروي .
  • دجنایت ، جرم او عامه زیان رسوونې په وړاندې معافیت رامنځته کوي ، خلک ـ په تیره بیا ځوان نسل ـ فکر کوي چې هیڅ ډول مجازات یا مکافات نشته او هره توره سابقه سپینیدای شي .
  • درسنیو پر رسالت او ملي مسئولیت دخلکو باورله منځه ځي .
  • دبیان دازادۍ اصل زیان ویني او دبیان له ازادۍ څخه د مطلقې انارشۍ تعبیر عاموي .
  • دریښتینو رهبرانو ، علمي ـ عملي نهضتونو او رسنیو درامنځته کیدو مخه نیسي .
  • دشلومېلیونرانود تور انحصار له ټینګېدو سره مرسته کوي .
  • ژیړ ژورنالیزم ته وده ورکوي .

 

دمخنیوي لارې چارې  :

موږ پخوا ویلي وو چې دشلومېلیونرانو تشکیلاتي جوړښتونه مافیايي دي او موږ نه شوکولای له دې جوړښتونو سره وجنګیږو .  دوهمه خبره داده چې ډیره لږه برخه ویښ او روښانه تحصیل کړي، چې د مېلیونرانو له زبېښاکه بهر پاتې دي ، نه ښايي  په یوه توره جګړه کې بوخت شي .  او درېیمه خبره دا ده چې مېلیونران هسې هم په وژلو ، ویرولو او زیان رسولو کې له موره یو دي ، نو نه ښایي کمزوریو سالمو کادرونو ته یې دتورې څوکه ورواړوو ، ښه لاره یې دا ده چې پر  علمي ـ عملي  طرحو ولاړ نهضت ( ګوند یاګوندونه) رامنځته شي او دنورو کارونو تر څنګ دذهنیتي اختلال مخه هم  ونیسي ، دا جوړښت ښايي عامه ذهنیت ته حقایق ورسوي او له هغو رسنیو سره په ګډه کار وکړي چې د مېلیونرانو له سیوري څخه لرې دي ، ولو که هغوی پخپله هم خپلواکې نه وي ، خو لږ تر لږه مخامخ دمېلیونرانو تر  کنټرول لاندې خو به نه وي .

دغه نهضت ښايي مخکې تر دې چې تربیون ته ولاړشي ، لومړی دې خپل افکار ، نظریات ، غوښتنې ، مشورې ، علمي طرحې او سنجول شوي میکانیزمونه ښه منظم  او تدوین کړي او بیا دې دهغوی دارییې لارې چارې وپلټي .  له مېلیونرانو سره دتقابل او مخامختیا پرځای دځان پیاوړي کولو چارې ته ښايي لومړیتوب ورکړل شي .

خو دڅه ویلو او څنګه ویلو په چاره کې ښايي دغه لومړیتوبونه په پام کې وي :

 

  • دخلکو دسیاسي ارادې  راپارول ، خلک باید پر دې باورمند شي چې ددوی اراده او پریکړه ټول کارونه ښه کولای شي .
  • دیو پر بل باور روحیه پیاوړي کول ؛ خلک سره هیڅ توپیر نه لري ، که دمېلیونرانو دقومي ، مذهبي ، سیمه ییز ، ژبني او نورو سکتاریستي  شعارونو زمینه دخلکو په اذهانو کې له منځه ولاړه شي ، ددوی درانړیدلو پیل رالنډوي .
  • له ګڼو تربیونونو څخه د حقایقو ویل او تکرار دذهنیتي اختلال مخه نیسي .
  • که بحران هم وي ، دخلکو له یوې مخې ناهیلي کول نه دي پکار ، دستونزو پېژندنه تر هماغه بریده ښه ده چې خلک یې مخه ونیولای شي ، دومره شکایت او ناهیلي خپرول نه دي پکار چې خلک دبدلون راوستلو له هڅې څخه لاس واخلي او لاس و پښې تړلي دمېلیونرانو ترحم ته کینول شي .
  • ځوان نسل ته ددې حقیقت  تلقین په کار دی چې :  هېڅ میلونرترقیامته رهبر نه شي پاتې کیدای ، او هېڅ رهبر له موره رهبر نه زیږي ، بلکې دوی هر یو کولای شي درهبر کېدو هڅه وکړي .
  • ځوان نسل ته ددې ویل په کار دي  ،چې تاریخ یوازې دزدکړې او تجربې اخیستلو لپاره ښه دی اوبس ، نور په تیر شوي تاریخ کې جنګېدل ، دتورو سپینول یا دسپینو تورول داسې دي لکه په تللیو اوبو پسې بېل رااخیستل ، نن او سبا مهمه ده او ښايي په خپل لاس یې جوړه کړو.
  • په مېلیونرانو پورې دتړلو رسنیو په وړاندې دریښتینو خپلواکو رسنیو ملاتړ  ، او ترټولو ښه ملاتړ یې هم دادی چې دخپراوي لپاره حقایق ورکړل شي .