Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات/ دسیاسي صداقت تشه

14.11.2012 05:10

 

دسیاست اوصداقت ترمنځ اړیکه یوه تل پاتې شخړه بریښي . ترهغو چې فردي ، ډله ییزې او پټې ګټې دسیاستونو منځټکی وي ، په سیاست کې دصداقت  رامنځته کېدل ناشونی دی او ترهغو چې سیاستونه په ریښتینولۍ   استواره نه وي  اوسنی وضعیت نه شي بدلېدای . راځئ وګورو چې په سیاست کې صداقت  څه دی ؟

هره هغه سیاسي کړنه چې دیوې سنجول شوې عقلي ـ منظمې پروسې په پایله کې بشپړه شي  او ګټه یې خلکو ته ورسیږي ، په حقیقت کې دصداقت  پر بنسټ دسیاست یوه برخه ده . داډول سیاست نه یوازې پر تشو احساساتو ، توهماتو ، تخیلاتو ، هیلو او نا سنجول شویو ګومانونو تکیه نه کوي ، بلکې له پیله تر پایه یې بېلابېل پړاونه یو دبل بشپړوونکي وي ، پر عقلانیت او صداقت ولاړ سیاستونه ستونزمن وي خو اوږدمهالې ګټې لري  ، پایله یې ارزول کیږي او دبریالیتوب محاسبه او وړاندوینه یې وار له مخه کېدای شي .

دافغانستان په اړه د ریښتینواو ناریښتینو سیاستونو بېلګې :

 سیاسي ځواک په مشروعیت کې ریښه لري ، مشروعیت په خدماتو او دواک په هغو هڅو پورې تړلی دی چې دټولنې داوسیدونکیو دانساني ژوند دښه والي لپاره یې ترسره کوي، خدمات او دانساني ژوند دښه والي هڅې په معلوماتو پورې اړه لري  ، معلومات دادی :

ساده بېلګه :افغانستان څومره روانې اوبه لري ، داروانې اوبه دبریښنا دتولید څومره توان ( پوتنسیل ) لري ،  اراضي چیرته مساعده ده، له راګرځول شویو اوبو څخه په نورو کوموچاروکې ګټه اخیستلای شو ؟ ددې لپاره څومره پانګه په کار ده ؟ دبهرنۍ مرستې څومره برخه په کې لګیدای شي ؟ که بریښنا په کوردننه تولید شي ،څومره ملي ګټه رسوي ، دذهنیتونو په روښانه کولو کې څومره ونډه لري ، تولیدي چارې څومره لوړولای شي ؟ ددې پوښتنو دقیق او علمي ځوابونه معلومات دي ، دریښتیني  سیاست بله برخه ددې معلوماتو عمل ته راوستل دی  ، بشري ځواک څومره او چیرته دی ، کوم بنسټونه ددې کارلپاره مسئول دي ؟ زیانونه او ګواښونه یې کوم دي ، ددې کار ممکنه خنډونه څه څه کیدای شي ؟ سیاستوال لوری دا هم سنجوي چې که له خپلو اوبو څخه بریښنا جوړه کړم او خلکو ته یې ورسوم ، نو دهغوی دانساني ژوندپه شرایطو کې کوم ښه بدلونونه راتلای شي او بیا له دغو ښو بدلونونو څخه څنګه په واک کې دپاتې کیدو او بیا ځله ټاکل کیدو ګټه پورته کولای شو .

دناریښتیني  سیاست بېلګه :

ځان څنګه یوې څوکۍ ته ورسوو ، له څوکۍ څخه څنګه دځان اویا خپلې ډلې لپاره ګټه پورته کړو ، له بهرنیانو سره په قراردادونو کې ګټه ډیره ده ، نوراځه چې بریښنا له بهره راوارده کړو ،ګټې یې دادي : یو خوبه ژر ترژره خلک تېر ایستل شي ، بله دا چې هسې هم دقرارداد پیسې بهرني مرستندویان راکوي په دې کې دوه اړخیزه ګټه شته : دمرستې په اخیستو کې یوځل او بیا له بهرنیانو سر ه د بریښنا په پېرودلو کې بیا ګټه شته .  له هغه هېواد سره به پټې اړیکې ټینګې شي چې بریښنا ترې اخیستل کیږي ، پرزمکو باندې به اوبه نه سپریږي او کرنیز تولید به وده ونه کړي او په دې توګه به کورنی تولید هم نه وي چې داهم دمېلیونرانو ګټه لوړوي ، په دې توګه د مېلیونرانو واکمني پراخیږي . دا ډول سیاست به لنډ مهاله ګټې ولري ، خو عقلي او ریښتینی  ځکه نه دی چې په عادي شرایطو کې خپل سیاسي لوري ته دبیا ټاکل کیدو امکان له منځه وړي ، دسیاستوال اړیکه له خلکو سره پرې کوي او استبداد ته لاره هواروي .

له صداقت  څخه لرې سیاستوال هڅه کوي ،چې دخپلو سیاسي کړنو دتوجیه کولو لپاره د (صداقت ) بدیل ځواک پیدا کړي ، نو دثبات دله منځه وړلو ګواښ کوي ، خلک ویروي ، دپوځي جوړښتونو دبیا راژوندي کولو ننداره وړاندې کوي ، خرافات ترویجوي ، دخلکو له قومي ، عقیدوي ، ژبنیو او نورو احساساتو څخه دناسمې ګټې اخیستنې هڅه کوي .

دسیاسي صداقت لپاره یوه فرضیه :

فکر وکړئ په افغانستان کې داسې یوه کابینه جوړه شوه چې ټول غړي یې یوازې اویوازې دپشه يي قوم غړي دي او ټول یې هم دیوې ژبې ( پشه یي ) ویونکي دي ، ټول کیدای شي دیوې سیمې هم وي ، خو ټول یې تکړه مدیران دي ، په خپلو کاري څانګو کې لوړې زده کړې لري ، ټول ژمن او پاک افغانان هم دي ، غلا هم نه کوي او یو له بل سره هیڅ مخالفت هم نه لري ،بلکې دیوه ټیم په توګه کار کوي داټیم هم بادغیس ته برېښنا رسوي او هم په بدخشان کې روغتون جوړوي ، هم په کندهار کې دمیوې دتولید کارخانه فعالوي او هم دهېلمند سیند پر شاړو دښتو ورویشي ، په ننګرهار کې دزیتونو دتولید کارځای جوړوي او په غور کې دکانونو دپروسس او ګټې اخیستنې کار کوي ، له بلخه ګاز پکتیا ته رسوي او د کندز پنبه په بامیان کې په رخت بدلوي او دکوچیانو له وړیو څخه د آقچې  دغالیو صنعت ته وده ورکوي ، یویې په دې هڅه کې دی چې هیڅ افغان بېکوره پاتې نه شي ، بل یې دځوانانو لپاره دکار په هڅه کې دی او درېیم یې ددې لپاره پینځه کلن پلان جوړوي چې نور نو افغانستان له بهره جوس راوارد نه کړي ، بلکې دمیدان وردکو له مڼو څخه یې په غزني کې تولید کړي ... داټول دیوه قوم وزیران شپه او ورځ کارکوي او دخلکو په ژوندکې هره ورځ مثبت بدلون راځي . خو ستونزه داده چې  په کابینه کې نه دپښتون استازیتوب شته نه دتاجیک یا ازبک . هزاره افغان دبامیانو له یخ ژمي څخه ژغورل شوی دی ، په کورکې تودې اوبه او جامې لري ، تولید شوي کچالو یې په بازار کې پلورل کیږي او سړکونه یې پاخه دي ، خو په کابینه کې یې استازی نه شته ، ټول حکومت دپشه یي افغانانو په لاس کې دی ، خو شپه او ورځ کار کوي ، ستومانه دي ، دمه یې نه شته ځکه هېواد ډیر وروسته پاتې دی او باید کار ورته وشي . ددغو وزیرانو لپاره یوازې یو کور ، یوه ښه اندازه ـ دکفایت تر اندازې ـ معاش او تقاعد په پام کې دی، یو موټر او ډریور هم لري او بس . ټول کارونه دیوې عقلې پروسې په بهیر کې پر مخ ځي . که یو وزیر سم کار ونه کړي خلک کولای شي هغه لرې کړي ، خو بیا هم ددې قوم یا هغه وسله وال جوړښت یا کوم بل مېلیونر ګټیالی په حکومت کې حضور نه لري ، نو تاسو راته ووایاست په دې صورت کې به څه پېښ شي ؟  زما دافرضیه پر عقلانیت ولاړه نده ؟  کیدای شي ، خو هغه څه چې دغه ټیم یې کوي عقلاني کارونه دي ، نو ولې دا فرضیه عقلاني نه ده ؟ مهمه داده چې په واک کې ټول شامل وي که مهمه دا ده چې په واک کې هغه څوک وي چې له نن څخه سبا او له سبا څخه بل سبا ته په خپله برخه کې بهتري راولي او کار یې دمنلو وړوي ، خلک له هغو ستونزو څخه خلاص شي چې اوس یې لري .

یوې پایلې ته رسیږو :

په دې پسې مه ګرځئ چې څوک دی ، داوګورئ چې څه کوي !

موږ په دې پسې ګرځو چې څوک چیرته مقرر دی ، دکوم پوځي جوړښت ( میلیونر) استازیتوب کوي ، په کوم قوم پورې اړه لري ؟ او دکوم مذهب توازن برابروي ، بس چې دا دمېلیونرانو دونډې ډیزاین سم و، بیا نو بلا ورپسې هرڅه چې کوي که یې نه کوي ، (تناسب) او ( توازن) خو جوړ دی .

دا فرضیه او دکړنو ارزونه موږ ته راښيي چې عقلي سیاستونه نه لرو او په سیاستونو کې مو صداقت  نه شته .

عقلانيت حکم کوي چې محاسبه زده کړو او پریکړه دمعلوماتو پر بنسټ وکړو ، له یوې عملي پروسې څخه پایله تر لاسه کړو ، پایله وارزوو، او بیا هغه تیروتنې تکرار نه کړو چې تیر ځل موکړي دي .

زما دیوه  کوشني لږه کي پر حکومتي موډل فکروکړئ او دې ته ځیر شئ چې خپله سیاسي رایه د ( څوک دی) پرځای ( څه کوي ) ته ورکړ لای شئ .