Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات/ دودانۍ ټیم

21.11.2012 08:48

 

په تېره برخه کې مو په یوه فرضي ټیم خبرې وکړې ، ماویل کیدای شي داخدمتګذاره ټیم دکار کولو له قومه وي ، دخدمت رسولو په ژبه خبرې وکړي ، افغانستان اوددغه هېواد دانسان  د  ژوند دشرایطو پرښه کولو  ژمن او باورمن وي، په دې پسې به نه ګرځو چې دکوم ځای دی او دکوم قوم استازیتوب کوي، داټیم به خدمات  ټول افغانستان ، ټولو قومونو ،سیمواو ژبو ته رسوي ، موخه به یې دټول افغانستان  وداني وي ، نو که داسې یوټیم دودانۍ ټیم وبولو زموږ کاربه اسانه کړي . دودانۍ ټیم د شلومېلیونرانو په مخامخ قطب کې ودریږي او دنورو لپاره کارکول دځان لپاره کار ګڼي ، ځکه داټیم باور لري چې ترڅوټول نېکمرغه نه شي، ( دی ) نه شي نېکمرغه کیدای  . دودانۍ ټیم یوازې ژمنه او خواخوږي نه لري ، بلکې دوی باید دپیاوړي مدیریت ، پوهې ، تقوا ، پاکلمنۍ او پاکو لاسونو خاوندان هم وي ، چې  دخپلو همغږیو هڅو لپاره سنجول شوي میکانیزمونه  ولري او دهغو علمي طرحو پر بنسټ به کارکوي ، چې دافغانستان له شرایطو، سرچینو او ارزښتونو سره سم عملي هم وي . دودانۍ ټیم خپل مشروعیت دخلکو له سیاسي ارادې څخه اخلي ،چې د (څوک دی ؟ ) پرځای به ( څه کوي ؟ ) ته رایه ورکوي ، په دې توګه وینو چې د ودانۍ ټیم پرډیر   زاره چاودي ، پرله پسې ، هوښیار او منظم کار محکوم دی چې دغه ځای ته ځان او خلک ورسولای شي.  دودانۍ دټیم لپاره لوی خنډونه دشلو مېلیونرانو ګټې ،د هغوی  استبدادي ، مافیایي  او انحصاري واک وځواک دی .

دودانۍ ټیم باید خلک په هغو ستونزوخبر کړي ، چې دشلومېلیونرانو د دا ډول واک وځواک ددوام له امله ورسره مخ دي ، دهمدې لپاره دملي ویښتیا، روښانتیا او بدلون پړاوونه باید ووهي .

دودانۍ ټیم نه ښايي له مېلیونرانو سره په جګړه کې ښکېل شي ، تصادم او تقابل ښه لاره نه ده ، دمېلیونرانو اصلاح او سمې لارې ته ورسيخول په کاردي ، دمېلیونرانو پانګه او شتمني له منځه وړل نه دي په کار ، بلکې ددغې پانګې مشروعیت ، سمې ګټې اخیستنې او تولیدي کول په کاردي . ددې لپاره ښايي هلې ځلې وشي ، چې سیاسي ـ پوځي مېلیونران په سالمو پانګوالو واړول شي او ددوی تور او توریدي اقتصاد په سپین او تولیدي اقتصاد بدل شي ، دودانۍ ټیم کسات نه اخلي ، بلکې اصلاحات راولي او مرسته کوي .

ددې لړۍ په نورو برخو کې به د ودانۍ دټیم د طرحو، افکارو او کړنو په اړه خبرې وکړو ، خو لومړی به وګورو چې دودانۍ ټیم څوک دي اوڅه ځانګړنې لري .

 

  • دودانۍ ټیم دافغانستان دهغو ویښو او او روښانه  افغانانو یو متشکل  ، فکر محوره او کاري ټولګه ده چې دافغانستان  دهر اوسیدونکي دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره فکر او کار کوي .
  • ددې ټیم غړي باید دخپل اوسمهالي کار پر مهال  په هېڅ هغه سیاسي جوړښت کې نه وي شامل ، چې په تیرو دیرش کلنو ناورینونو کې په لاس لرلو تورن دي .
  • ټیم له تاریخ څخه یوازې زده کړه کوي ، تجربه ترې اخلي ، خو دهغه لپاره جګړه نه کوي ، بلکې ټوله هڅه او کار یې دنن او سبا دجوړولو او لاښه کولو لپاره دی، داپه دې مانا چې دتیرو دوښمنیو او دوستیو په بندونو کې بند نه دي .
  •  دودانۍ دټیم غړي باید داسې څوک نه وي چې په تیرو دیرشو کلونو کې دچا په وژلو ، لوټلو ، هېوادپلورنې ، افغان او افغانستان ته په زیان رسولو محکوم یا حتی تورن وي .
  • دودانۍ ټیم  دقومونو ،ژبو ، سیمو ، مذهبونو او نورو ویشونو راټول شوی نمایشي کلېکسیون نه دی ، بلکې دمدیریت ، مهارت ، ریښتینولۍ ، خدمت رسولو او کارکولو دڅنګه والي او څومره والي پر بنسټ  داسې کاري جوړښت دی ، چې یوله بل سره کار کولای شي او په اسانۍ سره یو دبل ممد او متمم کیدای شي .
  • دودانۍ ټیم دځان لپاره هغه څه غواړي ، چې دټولو لپاره یې غواړي  په حقیقت کې دټولو لپاره دانساني ژوند دشرایطو دښه والي له لارې غواړي دخپل ژوند شرایط هم ښه کړي ، خو دده په ژوندکې  ښه والی  به هماغومره وي ، چې دیوه ابتدایه ښوونځي دښوونکي په ژوند کې راځي .

کیدای شي دده دهڅو له برکته دابتدایه ښوونځي د ښوونکي ژوند د یوه سویسي یا بډای عربي هېواد دیوه اوسیدونکي دژوندتر بریده  ښه شي ، بیا نو دده ژوند هم همدومره ښه کیدای شي .

  • دودانۍ ټیم پر ټاکلي فکر راټولیږي ، دکیش شخصیت ګرځيدلو ، دمشرۍ یاکشرۍ معیارونه به دا وي چې دودانۍ او ښه خدمت لپاره څومره کار کولای شي .
  • دټیم غړي به دهېواد دملي ګټو او قوانینو تر څنګ هغو اصولو ته هم  ژمن وي چې ددې فکر محوره ټیم دسم چلند او ډیر کار لپاره یې په خپلو منځونو کې ټاکي .
  • دودانۍ ټیم هېڅ غړی به  له بهرنیو هېوادونو او کړیو سره پټ او یا ښکاره فردي  اړیکي او راکړه ورکړه نه لري ، هر ډول بهرنۍ اړیکي به دهېواد او کاري ټیم د قوانینو او اصولو پربنسټ جوړوي

زما قدرمن لوستونکي به خامخا فکر کوي ، چې زه ورته دکومې ( مدینه فاضله ) ارماني ښار انځوروم او زما دغه خبرې به ورته ډیرې خیالي او ارماني ښکاري ، خو داسې نه ده .

دشلو مېلیونرانو له انحصاره دخلاصون یوازینۍ لاره همداسې یوه کاري ټیم ته دواک وځواک ورلېږدول دي ، خو دالېږد باید شعوري ، بنیادي او معقول وي . په دې مانا چې ولس بایددالېږددخپلې سیاسي ارادې پر بنسټ  ترسره کړي ، نه کومه ډله یا کوم وګړی.  دلته دکوم بل وسله وال انقلاب یا کودتاه ځای نشته او نه هم ددې لېږد لپاره دکومې بلې جګړې حوصله پاتې ده ، نوپوښتنه به رامنځته شي چې داټیم به له کومه  شي او خلک په دې کې څه ډول ونډه اخیستلای شي ؟

ځواب دادی ، چې دا ټیم باید دهغو لوستیو افغانانو له خوا جوړ شي چې دروښانفکرانو ونډه لوبولای شي ، همدغه لوستي افغانان که سم کار وکړ ي او خپل ویښتیايي ـ  روښانتیایي  نهضت بریالی کړای شي ،نوکولای شي ورو- ورو په تاریخ کې دلومړنیو افغاني روښانفکرانو یوه هسته رامنځته کړي او همدوی له لوستیو افغانانو څخه په لومړنیو افغاني روښانفکرانو بدل شي .  دوی باید مخامخ واک ته  درسېدو پرځای لومړی دخلکو منځ ته ورشي او دهغوی پراخ ملاتړ ترلاسه کړي ، بیا نو دهمدې ملاتړ په مرسته خپل فکري ـ عملي خوځښت بریالی کړي ، لومړی باید خلک دشلو مېلیونرانو له ګواښ څخه خبر شي او بیا دغه شعور عام کړای شي ، چې دخلکو سیاسي اراده مهمه ده او د ا اراده ښايي د ( څوک دی ؟ ) پرځای ( څه کوي ؟) ته رایه ورکړي او بالاخره له دې لارې  ولس په شعوري توګه او دخپلې سیاسي ارادې پرمټ د شلو مېلیونرانو انحصاري واک وځواک دودانۍ همدغه ټيم ته وسپاري ا وپه کلکه یې دکړنو څارنه او نظارت هم وکړای شي  چې خدای مکړه داټیم پخپله  دککړتیا او استبداد لوري ته ورکوږ نه شي .