Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات /دودانۍ دټیم ستونزې

28.11.2012 09:10

 

دودانۍ ټیم به دخپل کار په پیل کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي ، خو داپه دې مانا نه ده چې هڅه او زیار یې بې ګټې دی او ګواکې موخې ته به ونه رسیږي . راځئ دودانۍ دټیم په مخکې پرتې ستونزې وشمارو او بیا یې حللارې هم یادې کړو .

 

  • دشلو مېلیونرانو انحصاري  ګټې او واک وځواک تر ټولو لوی خنډ دی ، ځکه دوی دخپل سیاسي ځواک ، پوځي ډلو او اقتصادي ( تورو او توریدي ) ګټو ددوامداره او میراثي ساتنې لپاره دیوه روښانه ، ویښ او بدلون راوستونکي فکري او سیاسي خوځښت مخه له بېلابېلو لارو نیسي . او که دوی داکار ارادي ونه کړي هم، هغه انحصار چې دوی دیوه اغزن سیم په توګه له هرڅه څخه راچاپیرکړی دی  ، دیوه لوی خنډ په توګه پیژندل کیږي ، ددې خنډ وځنډ څرنګوالی ددې لړۍ په لومړیو کړیو کې لوستلای شئ .
  • عامه بېباوري ، په تیرو دیرشو کلونو کې سیاستلوبو او له ګوندي ، سازماني او آن مدني خوځښتونو څخه ناوړه ګټې اخیستنې او دبهرنیانو پرلپسې لاسوهنو د هر ډول متشکل جوړښت په وړاندې دخلکو باورونو ته کلک زیان رسولی دی او داچاره یې یوه څه ستونزمنه کړې ده چې خلک دې په بشپړ جرئت پر یوه افغاني  ټیم را غونډ شي او دهېواد ودانۍ ته دې ملا وتړي .
  • تر دیرشو کلونو ډیر وخت وشو ، چې دافغانستان په اړه دلویو سیاستونو پریکړې  په بهر کې او یا دبهرنیانو په ملاتړ تر سره کیږي ، دې ستونزې خلک دې باور ته رسولي دي چې ترڅو بهرنیان پریکړه ونه کړي ، هیڅ افغان خوځښت سمون او بدلون راوستلای نه شي . حال داچې دودانۍ ټیم به یو بشپړ افغاني خوځښت وي .
  • دودانۍ ټیم به دخپلې مبارزې په پیل کې   دتش جیب او تشو لاسونو له ستونزې سره مخامخ وي ، په تیره بیا په داسې ټولنه کې چې د مېلیونرانو سیاستلوبو او کمپاینونو ( په سیاست کې دپیسو دبادولو عادت ) په یوه سیاسي فرهنګ بدل کړی دی او یوځل بیا یې دا باور له خلکو سره پیاوړی کړی ، چې سیاست بې له پریمانه پیسو نه شي کیدلای  . حال داچې دودانۍ ټیم نه له بهرنیانو څخه پیسې اخیستلای شي ، نه غلا او فساد کولای شي او نه هم له تورو لارو پیسې ګټلای شي. د ودانۍ ټیم یوازې د خپلو ګډونونډو ( حق العضویتونو) او یا هم دخپلو خپروونو دپلورلو او بې شرطه بسپنو په مرسته  کارکوي .
  • دودانۍ ټیم به په لومړي سر کې دکادرونو له کمښت سره هم مخامخ وي ، ځکه کادرونه د مارکیټ تر ټولو قیمتي  کالي دي ، چې همدا اوس دشلو مېلیونرانو په منګولو کې ښکېل د ي او په مخامخ یا نا مخامخ بڼه یې زبیښي .

خو له دې ټولو ستونزو سره سره  دودانۍ ټیم باید رامنځته شي او دخلکو تر منځ خپل ځان ته ځای وګوري .

راځئ لږ په دې تم شو ، چې دودانۍ ټیم څنګه کولای شي دپورته خنډونو په وړاندې  خپلې هڅې وقایه کړي ؟

 

تر هرڅه وړاندې د ویښتیا په پړا و کې باید خلکو ته  هغه ګواښونه وروپيژندل شي ، چې د اوسنیو ناخوالو دوام یې ورته پېښولای شي .  دروښانتیا په پړاو کې ( چې دمبارزې دوهم پړاو دی ) باید له دې ګواښونو او ستونزو څخه د ځان ژغورنې دعملي لارو چارو ورپېژندنه وشي او هغه میکانیزمونه یې تر مخې کېښودل شي ،چې پر علمي بنسټ ولاړ وي او دافغانستان له شرایطو سره سم عملي هم وي . او په درېیم ګام کې   دهغه بدلون دبهیر لارښوونه وکړای شي  ، چې خلک یې ترسره کول غواړي .

دا ټول دیوه متشکل ، منظم ، دسپلین لرونکي او دیموکرات سیاسي خوځښت په جوړیدو سره تر سره کیدای شي .

همدا جوړښت دودانۍ ټیم دی ، چې هم به په خلکو کې دبې باورۍ فضا له منځه وړي ، هم به دشلو مېلیونرانو دانحصار ګواښ ورپيژني ، هم به دافغانمحوره  سیاست اړتیا او وړتیا معرفي کوي  او هم به پخپله دمبارزې په ډګر کې خپل وخت ، امکانات او اینرژي لګوي .

دودانۍ ټیم تر هغو چې دخپلو هڅو او موخو پر حقانیت باور ونه لري ، مبارزه نه شي کولای ، دهر ډول بېباورۍ علاج دادی چې تاسو خپله پر هغې لارې باور وکړئ چې پرې روان یاست .

دودانۍ ټیم ښايي خپله منظمه مبارزه په یوه ایډیولوګ بدله کړي او هڅه وکړي دخپلو طرحو دپراخولو په بهیر کې نور هم پرې وپوهولای شي  ، البته دتړلیو طرحو دمبلغانو پر خلاف، تل ښايي دخپلې طرحې په وړاندې  کره کتنې ومني او دهرې شیبې تکمیل او اصلاح لپاره یې چمتو اوسي .

دودانۍ ټیم ښايي فکر محوره وي ،نه شخصیت محوره ، دا سمه ده چې شخصیتونه مهم دي او دا شخصیتونه دي چې افکار رامنځته کوي ، خو دودانۍ ټیم ددې پرځای چې د خپلو ملګرو اینرژي ، وخت او نفوذ دکوم شخصیت دپړسولو یا ورانولو پرچاره ولګوي ، ښه به دا وي چې دخپلې فکري طرحې پر پخولو یې ولګوي . فکر محوره جوړښتونه د مشرۍ یا کشرۍ په ستونزه کې نه پریوځي او هر هغه څوک چې دټاکلي فکر او طرحې دبریالیتوب لپاره ډیر کار کولای شي هماغه دبهیر مشرۍ ته ورپورته کیږي . په حقیقت کې د ودانۍ ټیم د ( څوک دی ٬) پر ځای   ( څه کوي ؟ ) ته رایه  له خپل منځه پیل کوي .

دودانۍ ټیم دخپلې مبارزې په اوږدو کې ښايي دخپلې مبارزې له بېوزلۍ څخه ونه ویریږي ، او هېڅکله په زرق وبرق او فیشن پسې ونه ګرځي ، خلک با لاخره پر بېوزله او فقیرو ،خو پاکو او پر خپلو پښو ولاړو جوړښتونو باور کوي او دغه باور به ډیر پوخ او تلپاتې وي . لیدل شوي دي چې ډیر معقول سیاسي خوځښتونه دپردیو دمرستو ( !) یا پیسو ورکولو له امله ناکام شوي دي ، همدا راز پر شتمنیو یې داخلي سیالۍ پیل کړي دي او دمادي امتیازاتو په خاطر سره پاشل شوي دی .

او با لاخره دودانۍ ټیم باید په پیل کې پر تنویري ، تشکیلاتي او دخپلو سیاسي طرحو دپیاوړتیا پر هڅوډیر زور واچوي ، چې هغه عامه باور ته ځان ورسولای شي ، چې ورته دمبارزې لپاره په کاردی . له شخصیتي پلوه  دودانۍ دټیم غړي ښايي دتقوا ، ښو اخلاقو ، پوهې او پیاوړې ارادې نښې وګڼل شي ، داټولې ځانګړتیاوې کولای شي  دودانۍ ټیم هغه لوی ارمان ته ورسوي ، چې دیوه ملت دژغورنې لپاره یې لري .