Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات / دوښمن

05.12.2012 07:10

 

موږباید یو لوی ملي دوښمن ولرو . موږ ګڼ دوښمنان لرو ، خو ټول ورته دګډ دوښمن په سترګه نه ګورو ، زموږ دټولنیزو ، ملي او هیوادنيو اختلافاتو او مخامختیاوو یو لوی لامل همدا دی چې ګډ دوښمن نه لرو ؟ هغه ګاونډی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او هرڅه یې له لاسه وران دي، موږ ټولو ته ګډ دوښمن نه ښکاري ، ځکه هرګاونډی دګڼو دوښمنانو ترڅنګ یوشمېر دوستان هم لري او که دوی داسې دوستان ونه لري نو نه شي کولا ی په افغانستان کې خپلې لاسوهنې تر سره کړي . هغه هېوادچې موږ ورڅخه ځوریږو ځینې افغانانو ته دوښمن ښکاري اوځينو ته دوست . ویل کیږي چې په یوشمېر هېوادونو کې حکومتونه ، ګوندونه او یا هم استخباراتي کړۍ ددې لپاره چې ټول خلک سره یو موټی کړي او یووالي ته یې راوبولي نو له یوه لوی ، ګواښمن او پیاوړي دوښمن څخه یې ویروي . مثلا دپاکستان پوځ او سرکار ددې لپاره چې په خپلو خلکو کې خپلو سیاستونو او پیاوړي حضور ته لاره هواره کړي نو دهندوستان په څېر یو ځواکمن دوښمن یې د هغوی مخې ته درولی دی  او ټول پاکستانیان یې دهند ددوښمنۍ پر محور راټول کړي دي.  همداراز ویل کیږي ، چې دساړه جنګ پرمهال به شوروي او امریکا دواړو یو دبل په اړه افسانوي او له مبالغې ډک تبلیغات کول او په دې توګه به یې خپل خلک له دې څخه ویرول چې که له حکومتونو سره مرسته ونه کړي ، نو پیاوړی دوښمن به یې دړې وړې کړي ، یو شمېر خلک فکر کوي ، چې همدا اوس لویدیځ له ( ترهګرۍ ) څخه همداسې یو افسانوي دوښمن جوړ کړی دی او دخپلو خلکو دټکس او ماليې راټولولو ته یې دیوې بهانې په توګه له دې دوښمن څخه لوی ښامار جوړ کړی دی . له دې څخه ښکاري ، چې یوه لوی دوښمن ته اړتیا شته او ښايي دیوه لوی دوښمن له ویرې سره یوځای شو ، سره یو شو او ددې دوښمن په وړاندې سره واحد سنګر ته پریوځو ، موږ ډیر دوښمنان لرو ، خو ددوښمنۍ په سترګه نه ورته ګورو . موږ دخپلو دوښمنانو پر سر هم یوله بل سره شخړه کوو ، یو وایي پاکستان دوښمن دی ، بل وايي نه دوست دی . یو سر ټکوي چې ایران دوښمن دی ، بل وایي نه زموږ هم فرهنګه او همژبی ګاونډی دی ، د روس او امریکا هم همدا حال دی ، خو تر دې لوی دوښمن رانه هېر دی .  موږ یو لوی دوښمن لرو ، چې داټولې نورې دوښمنۍ یې رازیږولي دي او موږ یې په ډیرو لویو دوښمنیو اړولي یو ، دایوداسې دوښمن دی چې که دافغانانو ورپام شي نو ټول به ووايي چې ؛ هوداترټولو لوی او دټولو افغانانوګډ دوښمن دی . دا دوښمن که وپیژنو او له هغه سره جګړه پیل کړو ، نو ټول به پرته له هېڅ توپیره ورسره وجنګیږي ، هېڅ څوک به یې دوست ونه ګڼي او هیڅ خواخوږي به ورسره ونه شي . که سرکار دا دوښمن داصلي دوښمن په توګه په رسمیت وپېژانده او له هغه سره جګړه یې په خپل رسمي سیاست واړوله ، نو ټول ولس به په کلکه ورسره ودریږي ، خو په دې شرط چې سرکار په دې دوښمنۍ کې ژمن او ریښتینی وي او خلکوته یې دغه ریښتینولي زبات شي .  زموږ ملي دوښمن څوک دی ؟ دالوی دوښمن ( احتیاج ) دی !  موږهغه لوی دوښمن ، چې دهغه په وړاندې سره راټولیدای شو او ملي یووالي ته رسیږو، تیار لرو ، خو چې په رسمیت یې وپیژنو. همدې دوښمن زموږ هېواد دګاونډیانو دمداخلې او سیالیو په ډګر اړولی دی ، همدې ( احتیاج) موږ ددې او هغه زبرځواک ښکېلاک ته ورټېل وهلي یو ، همدې لوی دوښمن رانه خپلواکي لوټلې ده ،همدې لوی دوښمن مو سرکار له پښو غورځولی دی ، همدې  احتیاج په خپلو کې په بدیو او تربورګلویو اړولي یو ، همدې احتیاج رانه ملي یووالی لوټلی دی ، په جهالت یې ککړ کړي یو ، عاطفه یې رانه لوټلې ده ،  تاوتریخوالي ته يې اړایستلي یو ، بېرحمه کړي یې یو ، وژنو ته یې مجبورکړي یو ، دګاونډیانو او زبر ځواکانو دغلامۍ پړی یې غاړې ته رااچولی دی .

د ودانۍ ټيم باید تر هرڅه مخکې له همدې دوښمن سر ه یوه فعاله ( نه منفعله او شعاري ) مبارزه پیل کړي . دودانۍ دټیم تر ټولو لویه سیاسي ځانګړنه باید همدا وي چې خپل کار له همدې دوښمنۍ څخه راپیل کړي او ټول خلک له دې اووه سري ښامار سره جګړې ته په یوه کتار کې ودروي .  له احتیاج سره جګړې ته هزاره ، تورکمن ، نورستانی ، تاجیک او پښتون یوځای ودریږي او له دې ملي دوښمن سره دشعیه او سني ستونزه ګډه ده .  چپ او ښی یوډول ورڅخه ځوریږي او  کلیوال وښاري دواړه ځپي،پوزیشن او اپوزیشن دواړه له پښو غورځوي ، ځکه نو هغه محور چې ټول افغانان پرې راټولیدای شي  یوازې او یوازې له لوی ملي دوښمن ( احتیاج ) سره دمبارزې اراده ، فکر او عمل دی .  اوس په افغانستان کې داحتیاج  سرتیري استازي همدا شل مېلیونران دی او ددوی دانحصار او حرص له امله داحتیاج دیو ورځ په ورځ غټیږي او پیاوړی کیږي ، تر هرڅه مخکې باید داحتیاج ددغو سپاهیانو انحصاري پانګه او ځواک اوبه شي ، زه نه وایم چې له شلومېلیونرانو سره دې جګړه وشي ، خو دهغوی توره پانګه دې سپینه شي ، دهغوی توریدي او تور اقتصادي فعالیت دې په تولیدي او خدماتي اقتصاد واړول شي ، داحتیاج لومړۍ جبهه همدلته ماتیږي .  دودانۍ دیوه بریالي ټیم رامنځته کول چې داحتیاج په وړاندې دجګړې رهبري پرغاړه واخلي ددغې لویې ملي دوښمنۍ دملاتیر دی .

په دې اړه دودانۍ دټیم دکار  میکانیزم :

ترهرڅه مخکې دودانۍ ټیم باید پر همدې منطق  او هوډرامنځته شي ، چې هېواد او ولس به له دې لوی دوښمن څخه ژغوري .

په دوهم ګام کې  داحتیاج لاملونه ( عوامل ) ، سرچینې او اسباب باید وپېژندل شي .

په درېیم ګام کې ښايي له دې لوی دوښمن سره دمبارزې علمي ـ عملي لارې چارې ، اسباب او سرچینې په نښه شي او  له هغو څخه دګټې اخیستنې دقیق  او ګام پرګام پړاوونه خلکو ته وروپیژندل شي .

په څلورم ګام کې دویښتیا او روښانتیا په پړاوونو کې ښايی خلک ددغه واحد دوښمن له ګواښ او ځواک څخه خبر کړای شي ، چې بیا له هغه سره جګړې ته په ګډه سره یو شي .

او په پينځم ګام کې ښايي دودانۍ دټیم تر رهبرۍ لاندې ټول خلک یوځای دلوی دوښمن په وړاندې عملي جګړه پیل کړي ، دخپلواوبو ، زمکې ، غنمو ، هګیو ، تیلو او..... تولید ، عرضه ، او مصرف  ددې عملي جګړې لومړني ګامونه دي ، چې ښايي خلک یې پورته کړي .

خلکو ته ښايي تفهیم شي ، چې که له احتیاجه خلاص شو ، نو په هماغه ورځ به د( الف ) او (بې ) قوم ترمنځ هم کومه ستونزه نه وي او د(ج) او ( د) دژبو شخړه به هم پای ته رسیدلې وي . هېڅ مېلیونر به دخلکو له مادي فقر او احتیاج څخه سیاسي ګټه نه شي پورته کولای او دهېڅ ګاونډي له وسه به نه وي پوره چې بیا دافغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي . هېڅ څوک به په دې او هغه باور دخپل هېواد ګټې په پردیو نه پلو ري او دڅو خیرنو روپیو لپاره به هېواد ته ملي خیانت نه کوي . دټولو دوښمنیو ابۍ ( احتیاج ) به له منځه ولاړه شي .

موږ دافغانستان خلک دکوم قوم ، ژبې یامذهب په وړاندې دوښمنۍ ته نه شو راپاڅولای ، ان دهغو هېوادونو په وړاندې یې هم نه شو سره یو کولای ، چې زموږ هېواد ته یې اور وراچولی دی ، خو تر دې لا دستر دوښمن ( احتیاج ) جګړې ته یې سره راټولولای شو ، اته ویشت میلیونه افغانان دې جګړې ته تللای شي ، خو چې د ودانۍ ټیم یې سمه رهبري وکړای شي .  

دودانۍ دټیم لویه  ځانګړنه همدا ده چې دمېلیونرانو دانحصاري واک وځواک سرچپه بهیر پیل کړي او ټول خلک له یوه لوی ، خو تراوسه ورک او پټ دوښمن ته مخامخ ودروي ، زه ددې جګړې دبریالیتوب په اړه هیڅ شک نه لرم ، خلک یې خامخا ګټي ، خو که دودانۍ ټیم یې سمه رهبري کړای شي .