Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات / ملي وجدان

26.12.2012 07:42

 

دملي بحران پرمهال دولسي خوځښت درهبرۍلپاره یوه داسې شخص ، فکرمحوره جوړښت یا دشخصیتونو یوې مجموعې ته اړتیا شته ، چې دټولیز وجدان ونډه ترسره کړای شي . په افغانستان کې همدا ونډه دودانۍ ټیم ته ورپه غاړه ده . راځئ وګورو ،چې دملي وجدان ترکیب څه مفهوم لري ؟  هغه شخصیت ، جوړښت یا خوځښت ،چې دټولنې وګړي دخپل ګډ برخلیک ښه او بد دهغه ( هغوی ) له نظر سره سم وارزولای شي، په حقیقت کې یې دملي وجدان ممثلین ګڼلای شو . ډېر ځله په کړکیچنو حالاتو کې ملي وجدان ته اړتیا پېښیږي ، هندوستان چې دخپلواکۍ په جګړه کې ښکېل و ، نو ګاندهي  ، مولانا ازاداو دهغوی ملګري دهندوستانیانو دملي وجدان هندارې شوې ، پر امریکایي تورپوستو چې دتوکمپالنې متروکې راوریدې ، نو ډاکتر مارتین لوترکینګ دتورپوستو په ټولیز وجدان بدل شو، نلسن ماندیلا دسهیلي افریقا دملي وجدان ممثل شواو په دې وروستیو کې دپوځي زورواکۍ تر موزو لاندې برما ( میانمار) دانساني حقونو او دیموکراسۍ څېره دانګ سان سوچي په مدني مبارزه کې ولیده .

موږ له څواړخیز ه کړکېچونو سره لاسو ګریوان یو ، دشلومېلیونرانو ټینګېدونکی انحصار له یوې خوا، دګاونډيو او نړیوالوقدرتونو لاسوهنې او دوکې ، دټولنیزو اخلاقو زیانمن کېدل له بلې خوا ، ولږه او بېوځلي له یوه اړخه او دپیسو، زور وځواک لپاره دجنایت او جرایمو  عمومي معافیت له بله لوري ټولو لاسونه سره ورکړي دي او موږ یې دکړکېچونو په یو ه توپان کې راګیر کړي یو ،ځکه نو موږ تر هرې بلې ټولنې ډېر دملي وجدان یوه معنوي ځواک ته اړتیا لرو . ښايي پوښتنه رامنځته شي چې ولې دکړکېچ پرمهال داسې یوه ځواک ته اړتیا ډیره وي؟ ځواب يې دا دی چې  په یوه هوسا او ټیکاو منه  ټولنه کې چې قانون په کې واکمن وي او دوګړیو حقونه دقوانینو په مرسته خوندي کیږي ، سرکار  دخپلو وګړیو دګېډې مړولو او شخصیت ساتلو مسئولیت پېژني هلته ټولنیز ښه  و بد دقوانینو پر بنسټ ارزول کیږي ، په داسې ټولنو کې دقوانینو دپرلپسې او اوږدمهاله واکمنۍ تر اغیزې لاندې وګړنیز اخلاق لوړیږي او ټولیزه هوساینه ( اجتماعي رفاه ) دجرایمو او جنایتونو کچه راکموي ، په داسې ټولنو کې دملي وجدان اړتیا دومره نه وي لکه په بې قانونه ،کم اخلاقه ، وږې او وزګاره ټولنه کې چې یې اړتیا لیدل کیږي .

دودانۍ ټیم باید دافغاني ټولنیز وجدان یوه مظبوطه سټه رامنځته کړي ، داسې چې هرکله دافغانانو په وړاندې  دګډ برخلیک پوښتنې رامنځته کیږي ، ښايي دوی ته مخه کړي او دخپلو ګډو پوښتنو ځوابونه ددوی په فکر او عمل کې ولټوي . ددې اړتیا له مخې دودانۍ دټیم فردي اوټولیز اخلاق ، چلند ، پوهه ، ریښتینولي ، پاکلمني او اغیز بنسټیز ارزښتونه دي . دودانۍ ټیم باید دافغاني ارزښتونو، حساسیتونو، باورونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره دټولیزې رهبرۍ سټیج ته پورته شي او هغه لویه تشه، چې د دودیزو اخلاقو ، عواطفو، قانون او سرکاري نظم په  نشت یاکمزورۍ کې رامنځته شوې ده ،دوی یې په خپله ډکه کړي . دودانۍ ټیم باید خلکوته زبات کړي ، چې ددوی هڅې ټولې ددې لپاره دي چې په هېواد کې له لاسه تللي قوانین ، هوسایینه ، سرکاري نظم او اخلاقي ارزښتونه بېرته واکمن شي .

ملي وجدان یو روښانه او ریښتیونی دریځ دی ،چې پر علمي او منطقي بنسټ ولاړ وي او دپاکو شخصیتونو له خوا رامخته کیږي ، ملي وجدان دهرې ستونزې دحللارې په ګوته کوي اوپه خپله دستونزو دله منځه وړلو لپاره ترخپله وسه هڅه کوي .

ملي وجدان هغه غږدی ، چې په دیکتاتوريو کې سرکار، په فساد کې فاسدان او په جګړه کې جګړه ماران او وژونکي ورڅخه ویره لري . په ټینګ باور یې ویلی شو ، چې په افغانستان کې ،که دملي وجدان کوم ممثل ځواک رامنځته شي ، نو ترټولو ډیر به دشلو مېلیونرانو له کرکې او ویرې سره مخامخ شي ، خو که د ټولنې دغوښتنو اوپوښتنو دغه هنداره وکړای شي  په خلکوکې ځانته ریښتینی نفوذ اوځای ومومي ، نو ښکاره ده چې هم به ځان وساتلای شي او هم به خپله لویه انساني  دنده ترسره کړي .

 

دودانۍ ټیم څنګه کولای شي د ملي وجدان ممثل شي ؟

 ترهرڅه وړاندې باید خپلې ټولنیزې ستونزې وپيژنو ، دستونزو سرچینې او عوامل تشخیص کړو او دهغو دله منځه وړلو ترټولو غوره او عقلي لارې چارې هم په ګوته کړای شو .  دهرې مهمې پېښې په وړاندې ښايي د لویو ګټو او دټولنې دغړیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي له غوښتنو  سره سم غبرګون وښوولای شو او دعمل کولو ځواک رامنځته کړ و.  دخلکو دباور او اعتماد ترلاسه کول خورامهمه چاره ده ، موږ دخپل ټولیز ملاتړ لپاره دخلکو راخوځولو ته اړتیا لرو ،نو هر ه هغه وینا ، کړنه او انګېرنه چې داسې اعتماد رامنځته کولای شي ښایي راخپل کړو اوپه خپله دټولنیزو اخلاقو او ریښتینولۍ پر موډلونو او بېلګو بدل شو. زه نه غواړم اخلاقي موعظه وکړم او خپلې خبرې یوازې په ( ښه کوئ ، بد مه کوئ ! ) کې راونغاړم ، بلکې غواړم  دودانۍ دټیم دجوړیدو یو شمېر عملي او معنوي بنسټونه په ګوته کړم ، چې که هغو ته پام ونه شي دودانۍ یو بریالی ټیم نه شي رامنځته کیدای او ټولنه به همداسې دشلو مېلیونرانو رحم ته سر پر زنګون ناسته وي .

ددې لپاره چې دودانۍ ټیم دټولنیز وجدان ممثل شي ، بایدزړورتیا او جرئت ولري او وکړای شي تر عادي خلکو یو ګام ترمخ مزل وکړي ، دلته په افغانستان کې کله کله فکر کیږي چې دستونزو تش یادول او شمارل ، دنیمګړتیاوو په ګوته کول او زورواکو ته ښکنځلې کول یا هم له یوې مخې نیوکې او شکایتونه لوی کمال دی ، حال داچې دملي وجدان دممثلینو کار دانه دی ، ان دمظاهرو او شعارونو تر بریده مبارزه هم ځای نه شي نیولی ، دلته باید پر علمي او عملي حللارو فکر او کاروشي ، مدني اعتراضونه او اشرونه کولای شي مرسته وکړي ، خو داټول باید داوږدې او پرلپسې مبارزې وسایل وي نه موخې .

زړورتیا او جرئت ځکه اړین دی ، چې دودانۍ ټیم دروانوسیاستونوپر مخامخ سرچپه بهیر ورروانیږي ،  په داسې یو عصر کې چې په سیاست کې ډیر ځواک او ډیره ګټه دټولو هڅو اصلي موخه وي او دمارکیټ اخلاق دټولو اخلاقي ارزښتونو ځای نیولی وي . په داسې یوه دود سیاست کې چې دډیرې ګټې او لاډیر ځواک لپاره هر جنایت او جرم روا وي ، داخلاقو ، معنویاتو ،ریښتینولۍ  ، انساني ارزښتونو او دوګړیو دژوند دشرایطو دښه والي لپاره پرلپسې هڅې دسیاسي تګلارې داصل په توګه ټاکل یو لوی جرئت او زړورتیا ده . موږ داخلاقو دسقوط په عصر کې یو ، فساد مو دټولنیز ژوند برخه ګرځیدلې ده ، تیری او جنایت مو دژوند دسیوري په څېر مل دی ، په داسې وخت کې دملي یاټولیز وجدان تمثیل په ریښتیا چې یو لوی کار دی ، او دا کار باید یو څوک پیل کړي او بالاخره یې پیل کړي ، نوښه به وي ، چې دودانۍ ټیم یې همدا اوس پیل کړي او دراتلونکیو نسلونو لپاره د ملي وجدان د ځلوونکیو په توګه دخپل عصر دریښتینو اتلانو په توګه خپل نومونه دخلکو په زړونواو ذهنونو کې وځلوي .