Wadan weblog 2

زما سیاسي تخیلات / دودانۍ ټیم ، پرو ژې او پروسې

26.12.2012 07:43

 

زما یو ښاغلی دوست دی ، چې دهېواد په اړه ښه نظریات لري ، یوځای مو په اروپاکې په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کړی و ، هملته زماملګري وویل چې دافغانستان لپاره دا بهیر ښايي دیوې پروژې په توګه نه، بلکې دیوې پروسې په توګه پرمخ ولاړ شي . هغه ریښتاویل او خبرې یې دې ته متوجه کړم ، چې ګڼې چارې دپروژوپه چوکاټ کې  مخ په ورانۍ روانې دي . راځئ وګورو چې څنګه ؟  

پروژه څه ده ؟

پروژه دانګریزۍ له  (  Project ) څخه  اخیستل شوې ده او لاتینه ریښه لري ،له دوو برخو رغېدلې کلیمه ده یعنې پرو ( Pro )  دوړاندې په مانه او (ject)  په ځانګړي رنګ دنقشه شوي یا غورځول شوي په مانا ده . دپروژې اصطلاحي مانا : دهغولنډمهاله فعالیتونو مجموعه ده ، چې دیوټاکلي هدف لپاره دځانګړیو وسایلو په کارولو ترسره کیږي .

پروژې ( په دغې ځانګړې مانا ) دمادي اوفزیکي  رغوونې اوبیا رغوونې په برخه  کې دنادولتي موسسو له خوا افغانستان ته راننو تې ، چې زه یې په اغیزمنتیا یا نا اغیزمنتیا نه غږیږم ، خو وروسته بیا پروژوي فعالیتونه تر فزیکي او مادي جوړښتونو ورواوښتې او ملي مسایلو ته یې ځان ورساوه ، په دې مانا چې د حکومت جوړونې ، ډیموکراسۍ ،دبیان آزادي ، بشري حقونو ، سیاسي بنسټ جوړونې ا و ان تر سولې او پخلایینې پورې موسمي  پروژې رامنځته شوې یوه موده به ښې په درز کې وچلیدې او بیا به ورکې شوې ، زما ښه په یاد دي په تیرو لس دولسو کلونو کې اول دبیارغوونې پروژې پيل شوې یوشمېرموسسو په دې برخه کې کارپيل کړ او پروژې یې وچلولې ، بیا دبیان آزادۍ بازار ګرم شو ، هماغه خلک او هماغه موسسې ټولې نشراتي او تبلیغاتي شوې ، انجنیران يې  ژورنالیستان شول او دبیان دآزادۍ پروژې یې ښې ګرمې وچلولې ، بیا چې دابازار سوړ شو دبشري حقونو وار راغی ټول ژورنالیست شوي انجنیران داځل حقوقپوهان شول  او دبشري حقونو پروژې یې پیل کړلې  ، تر دې وروسته ددیموکراسي ، انتخاباتو او ... پروسې پیل شوې بیا هم هماغه څيرې او هماغه پروژې تر دې چې دمدني ټولنې  مفهوم ارزښت وموند ، چې کتل دې هماغه  ( حقوقپوه ، ژورنالیست ، انجنیر ...) په دې کې هم راګرم شو او دمدني ټولنې لوحې یې پر سر ونیولې  تر دې عجیبه خویې لاداده چې اوس دسولې په پروژو کې هم دوی بوخت دي او سر ګرولو ته وخت نه لري . زموږ یې له دوی سره کار نشته ، خو درد دلته دی چې دپروژو ماهرین په اول سر کې نوي حکومت ته هم ښه پریمانه  ورننوتل او دبېسواده یا کمسواده شلو مېلیونرانو دانحصاري سیستم باډي یې جوړه کړه ، دوی دلوستیو او ان دمتخصصو افغانانو اکټ پیل کړ او دشلو مېلیونرانو د انحصار ماشین یې چالان کړ ، له دوی څخه دځينو کمال یې داو، چې په انګریزۍ او کمپيوټر پوهېدل ، نن سبا خو انګریزي او کمپیوټر د علم لدن ځای لري ، بس چې په دې دواړو پوهېدې ، جامع الکمالات یې ، نور نو پرمخ ځه!  دوی چې له پروژو سره رالوی شوي وو او ماهیت یې پر پروژوي کارونو ولاړ و ، ټولې ملي پروسې ټوټه ټوټه کړې او دپروژو په چوکاټونو کې یې سره وویشلې ، په دې توګه یې دولسواکۍ ، ودانۍ ، پرمختګ ، نظام جوړولو او لویو ملي پلان جوړولو پر تابوتونو میخونه ټک وهل . شلومېلیونرانو دپروژو له ماهرینو سره جوړجاړی وکړ او دفنډ ( fund  ( په ویش کې ورسره شریکان شول حکومت جوړول ، سوله راوستل ، خدمات ، تولید او هرڅه په پروژو وویشل شول او دولس و هېواد برخلیک په وړو وړو پروژو کې مړۍ مړۍ د شلو مېلیونرانو تر ستوني تیر شو او څه خاشاک یې دپروژو جامع الکمالات ماهرینو ته هم ورورسېدل .

 

پروسه څه ده ؟

 پروسه هم دانګریزۍ له  ( Process ) څخه اخیستل شوې ده ، چې دپرله پسې او یوپه بل پورې تړلیو فعالیتونو هغې مجموعې ته ویل کیږي ، چې داوږدمهاله او بنسټیزو پایلو دترلاسه کولو لپاره عملي کیږي .

 موږ دخپلو سیاستونو او هېوادرغوونې لپاره پروسو ته اړتیا لرو ، چې په علمي او عملي بنیادونو پلان شوې وي ، ګڼ ځواکونه په کې ګډون ولري ، دپرله پسې او یو دبل دبشپړوونکيو بهیرونو په پایله کې یوی لوی او اغیزمن بدلون رامنځته کړای شي .  په پروسوکې باید ټول بشري ځواک ، حکومتي او ناحکومتي بنسټونه ، نړیوالې مرستې او امکانات په بشپړه همغږۍ کې په ګډه سره  کاروکړي ،چې یودبل مرستیال او همکاروي ، نه دبېلابېلوټاپوګانو په څېر چې یوله بله سره په بېخبرۍ کې لګیاوي او په دې هم نه پوهیږي ، چې پرته له فنډ اخیستلو بل څه هم شته چې ویې کړي که نه ؟

پروژوي سیاست تصادفي نه دی راغلی ،بلکې دشلومېلیونرانو دګټو لپاره په لوی لاس دیوې پروژې په توګه جوړ شوی دی ، هغه ګډوډي او انارشي ،چې په هره برخه کې دپروژوي جوړښتونو له امله رامنځته شوې ده، دشلو مېلیونرانو لپاره يې دټولو انحصارونو زمینه برابره کړې ده .

دودانۍ دټیم لپاره ترټولو لوی کاردادی چې دهېواد دژغورنې لپاره پر لویو او ملي علمي پروسو کار او فکر وکړي .

یوه بېلګه :

له ازبکستان یا بل ستان څخه د برېښنا اخیستل او تر کابله یې رالېږدول یوه پروژه ده ،چې هم یې داخیستو په قراردادونو او هم یې درالیږدولو په قراردادونو کې انحصار ګرو مېلیونرانو او دهغوی پروژوي خاشاک خورو ته ګټه رسیږي ،  خو پر کوکچه ، کونړ ، آمو ، هېلمند یا بل سیند بند جوړول یوه پروسه ده . ولې؟   ځکه :

پر یوه ملي سیند باید دبند جوړولو بهیر له څواړخونو ګټور وي : لومړی برېښنا تولیدکړي او بیا له بند څخه واړه او غټ نهرونه  وایستل شي چې شاړې او بې اوبو زمکې خړوب کړي ، په ځینو ځایونو کې ښايي دکبانو دروزلو ډنډونه جوړ شي ، دنهرونو پر غاړو په لکونو ونې کېښودل شي او دسیند غاړې پخې شي ، کله چې دکرنې محصولات ډير شول دهغودسم مصرف او یا پروسس لارې چارې باید له وخته سنجول شوي وي  .  په دې ټوله پروسه کې د اینرژۍ تولید ، دکرنې وده ، صنعتي تولید ته لاره هوارول ،دخلکو بوخت کېدل ( اشتغال) ایکولوژۍ ته پام ، چاپېریال ساتنه او طبیعي ښکلایې  دپایلو او لاسته راوړنو په توګه شمارلی شو ، په دې ملي پروسه کې ښايي داوبو او برېښنا ، کرنې ، فواید عامې ، اقتصاد ، چاپېریال ساتنې ، تجارت ، صنایعو وزارتونه ، پوهنتونونو ، جیودوزۍ ، لارو جوړولواو ان اطلاعات و فرهنګ  بنسټونه ګډ او هماهمنګه کار وکړي ، ایله به دافغانستان دخلکو په ژوند کې له یو ه اړخه بدلون راشي . 

داسې پروسې هغه مهال رامنځته کېدای شي چې دپروژوي فعالیتونو او له هغو څخه دانحصارګرو مېلیونرانو دګټې اخیستنې  اعتیاد ته دپای ټکی کېښودل شي  او هېواد دلویو ملی پروسو دبشپړولو بهیر ته ورننوځي ، داکار دودانۍ ټیم کولای شي .

ددې چارې لپاره لوی ګامونه دادي :

دلویو ملي پرمختیايي پروسو علمي پلان جوړونه ، چې دافغانستان له شرایطو او امکاناتو سره سم عملي وي .

خلکو ته ددې پروسو ورپېژندنه ، چې دترسره کولو لپاره یې ولسي ملاتړ تر لاسه شي .

دودانۍ دټیم له خوا دپروسو دعملي کولو دځواک موندلو لپاره منظمه ملي مبارزه او هلې ځلې پیلول .

او بالاخره د مېلیونرانو قانع کول چې هم په خپله او هم یې خاشاک خواره ملاتړي ددې لویو پروسو دعملي کیدو په مرستندویانو بدل شي .