Wadan weblog 2

تودوخه / دلېوال یو نوی شعر

02.01.2013 13:21

 

غم مې،

لکه ماښام کې دوابوپرمخ

دیوې یوازې پاتې شوې هیلۍسپین سیوری

چې له څپو سره دتللې رڼا

                                          اوراروانې تیارې  رنګ ته ځیر وي

هغه چې خپل یوازیتوب ته زانګي

   دمازیګر په وینورنګ اوبو کې

ډنډد درنې او سهمناکې شپې بستر کې پروت وي

او هلته لرې داوبو  پر غاړه

دوچو ونو لغړسیوري

                                       دهیلۍ یوازیتوب ته ګوري

 

غم مې ،

             دهغه مساپر موسکا ته ورته دی چې

دشپې پر سپینه واوره پلونو دلیوه ته ځیر وي

خو په دې نه پوهیږي

چې لاره کومه خواده ؟

چېرته له وریځو راوتلې نیمايي سپوږمۍ ته

تورسیوري منډې وهي

او مساپرته  دلیوانو پلونه لاورلنډشي

یوه موسکا په داسې وخت کې هم دژوند تمه وي

 

غم مې،

یوڅاڅکی اور دی

دوروستۍ اوښکې دتودوخې په څېر

چې پر کنګل باندې یې وس نه رسي

غم مې ،

دژمې  په دې لویه شپه کې دومره مست دی

چې رانه ستا دلاس تودوخه غواړي .

 

 

 د۱۳۹۱ لمریز دڅيلې اتمه شپه

قرغه