Wadan weblog 2

دکارپوهانو کومیډي

05.01.2013 09:57

  

  

په کابل کې چې له کوم پخواني دوکاندار سره دنرخ په اړه چنې ووهې ، دبېلګې په توګه ورته ووایې چې دسلو افغانیو څیز په اتیاروپۍ درکړي ، نو درته وايي :  صاحبه  ! هیڅ پیسې مه راکوه ،پروانه لري ، له سره دې ځار ... په دې وخت کې نو ته حیران شې ، چې اوس به نو څه ورته وايې ؟ دا په حقیقت کې دمارکیت دزړې ارواپوهنې یو تکتیک دی ، چې دوکاندار دې ننګوي او دې ته دې چمتو کوي ، چې  سل روپۍ ورکړې او لانجه رالنډه کړې. دمارکیټ داخلاقو په دې زمانه کې د  دوکاندارهمدا زوړ تکتیک په نوې بڼه په سیاست کې کارول کیږي . هغه داسې چې تاته میدان درکوي ، پوره وخت درکوي ،چې هرڅه ووايې او بیا دې ننګوي ، درپورې خاندي او بالاخره دې داسې ناهیلی کوي ، چې کرار کینې او هرڅه ته یوازې په رډو رډو سترګو وګورې، هم په ځان پورې وخاندې اوهم د(مارکیټ) په زمانه پورې.

خبره دمطبوعاتو  دافغاني ټیپ ازادۍ اوځینوتش په نامه کارپوهانو دکومیډۍده ، چې په تیرو لسو کلونو کې یې درې میلیونه ساعته خبرې کړې دي، خو دوضعیت په مثبت بدلون کې یې ددرې شیبو اغیز هم نه دی پرې ایښی .

په همدې پیل کې یې وایم ، چې زه پخپله هم دهمدې کومیډۍ یوه برخه یم ، ډیرو لوستونکیو به زما څیره هم دلته او هلته دکارپوه یا هغه و دغه په نامه لیدلي یا اوریدلي وي ، دا په دې مانا چې زه یوازې د نورو ښاغلیو کارپوهانونه ، بلکې دځان په شمول دداسې یوه نسل په اړه خبرې کوم ، چې دګونګټې په خواري اخته دي او بس .  

لس ـ دولس  کاله کیږي ، چې کارپوهان لګیادي دفساد په اړه خبرې کوي ، له ټوپکسلارانو شکایت کوي ، دبشري حقونو په اړه ستومانه دي ،یو دښځو په وړاندې تاو تریخوالی یادوي اوبل دماشومانو دحقونو په اړه خبرې کوي ،  د ښې حکومتوالۍ له نشته شکایت کوي، له ولږې اووزګارۍ څخه ژاړي ، دسولې په اړه خیالونه اوبي ، له ګاونډيو هېوادونو څخه سرټکوي ، یا دسرکار پلوي کوي یایې مخالفت  ، دنړۍ سیاستونه ګزوي او دامریکا په وړاندې ددوستۍ یا دوښمنۍ ډبرې پرټټر موښي ، څوک ایران وپاکستان ترټولو لوی او ګواښمن دوښمنان بولي او څوک یې داسې ګاونډيان چې موږمجبور یو ورسره جوړ جاړی وکړو . درې مېلیونه ساعته خبرې وشوې خو هیڅ ستونزه حل نه شوه ، په پورتني لیست کې هرورځ له بده بدتري راغله خو مثبت بدلون ترسترګو نه شو.داسې ښکاري ، چې دښاغلیو کارپوهانو ټول غشي په ډبرو لګیږي او خبرې یې باد وړي .

سرکار وايي : نیوکې او انتقادونه ازاد دي ، څه چې ویلئ شئ وایاست یې، بېغمه اوسئ ! دا په حقیقت کې له یوه خوندور پوزخند سره دهماغې خبرې تفهیم دی ؛ چې لاس مو خلاص توره مو تېره ...

داسې یوګومان  هم شته : له هغې ورځې چې (( نړیواله ټولنه )) افغانستان ته راننوتله   او په لومړۍ  بون غونډه کې یې دافغانستان سیاست شلو مېلیونرانو ته دټیکې په توګه وروویشه ، نو دغه مطبوعاتي-  ذهنیتي او فکري انارشي یې لا له وخته ډیزاین کړې وه او ګواکې دناخوالو په وړاندې د اظهار او بیان   بې ارزښته کولو ته یې په لوی لاس لاره هواره کړې ده او دشلو مېلونرانو انحصاریې وارله مخه دنیوکو په وړاندې واکسین کړی دی .

ځکه نودې حالت دنیوکو ، تبصرو او شننو په وړاندې یو بشپړ معافیت رامنځته کړی دی او د بېچاره کارپوهانو نرخ یې هم ورځ په ورځ راکم کړی دی .  رسنۍ نور څه وکړي ؟

 د محاسبې  له مخې په تېلویزیوني او راډیويي پروګرامونو کې تر ټولو ارزانه پروګرامونه ګردي میزونه دي ، چې لګښت نه پرې راځي ، یوازې دانډیوالۍ خبره ده او دځينو-  ځینو هم دشهرت غوښتنې او ځانښوونې دغریزې مشبوع کولو ته دلارې هوارول او خوشالول .

زه پخپله سمو نیمو مرکو ته ځکه ورځم چې درسنیو ددوستانو دډیر ټينګار اودخپګان تربریده دالحاح په وړاندې عاجز شم او که نه دخپلو خبرو دمثبت اغیز په اړه کومه هیله نه لرم .  

داسمه ده چې پاس یادې شوې ستونزې ټولې زموږ نه دي او په ډیرو یې زموږ وس نه رسي ،  دستونزو ډیره برخه یا له امریکا راجوړې دي یا له پاکستان او ایرانه یاهم له یوې نامعلومې بلا څخه چې موږ یې (( نړیواله ټولنه )) بولو ، خو نه یې ایمیل پته لرو اونه هم دتیلیفون نومره . خو له دې سره سره  ډیرې ستونزې خپلو هغو شلو مېلیونرانوهم  راجوړې کړې دي ، چې یومهال یې  پوځي انحصاري ځواک درلوده ، خو اوس سیاسي او اقتصادي انحصاري ځواک هم دهغوی دی او دقومونو ، ژبو او عقیدو ټیکې یې هم اخیستې دي ، چې دلنګې غوا په څېر یې رالوشي او زموږ یو څو لوستي او تحصیل کړي افغانان یې دکارپوهانو په نامه  خوشاله کړي دي ، تېلویزیونونه یې ورته خوشي کړي او ټول زور یې ورته په ګردیو میزونوکې اوبه کړی دی ، پخپله بېغمه راج چلوي او دمارکیټ داخلاقو پر بنسټ یې                ( دلاډیرې ګټې) لپاره پر پوځي ، سیاسي او اقتصادي بنسټونو انحصار ټینګ کړی دی . دبېچاره کارپوهانو چې له دې حالته زړه راوپړسیږي ، نو په کوم تېلویزیون ورمنډه کړي بس راپرش وهي او زړه ښه تش کړي ، وجداني بار یې لږ سپک شي (( دربند آن مباش شنید یانه شنید!!!)) . ځینو ښاغلیو اوریدلي و، چې که په سرکار زغرده اومخامخ نیوکه وکړې نو له سړي یې سترګه سوزي او ددې لپاره چې خوله یې بنده کړي ، نو په کومه څوکۍ موکۍ یې نازوي ، ځکه نو دیوشمېرڅوکۍ غوښتونکیو ( کارپوهانو!) پر ژبو ویښته وشول خو نه یې وزارت ولیده نه هم ولایت ، لکه چې دامحاسبه هم ناسمه راوخته .

ښايي سالم کارپوهان به په دې زړه خوشاله ساتي ؛ وايي به زموږ خو همدومره له وسه پوره ده ، چې حقایق ووایو ، خلک په هرڅه خبر کړو او خپل رسالت تر سره کړو ، داسم استدلال دی ، خو تر هغو چې په ولس کې دبدلون راوستلو سیاسي اراده نه وي پیدا شوې ، ترڅو چې ولس ته یې د پریکړو دتمثیل او استازیتوب لپاره یو ملي مشرتوب نه وي رامنځته شوی ، دابېچاره ولس که په هرڅه خبر هم شي ، فایده به یې څه وي ؟ خبره ډیره ورانه ده او دابۍ دا خوسابړستن دګنډلو نه ده  ، له ستنې سره لا څیریږي .

دکارپوهانو دروبڼ ،دتېلویزیونونو اورسنیو ډیریدو او پر تکراري خبرو شخوند وهلو یوازې ګډوډي ، انارشي او دجرم او بېقانونۍ په وړاندې معافیت نه دی رامنځته کړی ، بلکې دغه لاندینۍ ستونزې یې هم رازیږولي دي :

  • دمتخصصو ، لوستیو او پوهو افغانانو له ارزښت سره لوبې،
  • دګڼو، ضد اونقیضو او ډول ډول شننو او محاسبو تر منځ دخلکو سرګرداني او بشپړه بېباوري ،
  • ملي ناهیلۍ ته لاره هوارول اودمثبت بدلون لپاره دخلکو دارادې کمزوري کول ،
  • دلوستیو افغانانو دوخت ،اینرژۍ او توان بېځایه استهلاک ،
  • په ځینو برخو کې بېلابېلو تعصباتو ته لمن وهل او  ملي یووالي ته زیان  اړول ،
  • دټولنیز ذهن بشپړ  سیاسي کول او له مثبتو تولیدي چارو څخه دوچ سیاست په لوري د بشري ځواک انحراف،
  • له لویو ملي مسئلو سره بې مسئولیته اوسرسري چلند ته لاره هوارول ،
  • دبهرنیانو په وړاندې دافغاني ارزښتونو کم راوستل ، ځکه په پرمختللیو هېوادونو کې کارپوهان ډیرې کمې ،خوډيرې دقیقې او دارقامو او دقیقو محاسبو پر بنسټ خبرې کوي ، تیزسونه وړاندې کوي اودعمل لارې چارې ښيي ،دهغوی خبرو او تیزسونو ته سرکار او خلک ارزښت ورکوي ،خو کله چې دوی دځینو افغاني کارپوهانو په سرسري ، تکراري او بېګټې خبرو ورپېښ شي ، نو دټولنې پوهه او تخصص جاجوي ، چې په پایله  کې یې دلته دخپلو لوبو او ناوړه  ګټو لپا ره زمینه مساعده مومي .
  • تر ټولو لوی تاوان یې دادی ، چې پخپله کارپوهان او نور هغه لوستي او تحصیل کړي افغانان ، چې کولای شي دافغاني روښانفکرانو تشه ډکه کړي او ټولنه دمثبت بدلون خواته رهبري کړي ، له بشپړې ناهیلۍ، د پوچۍ له احساس ( نهلیزم) سره مخامخ کوي او دیوه لوی فکري  - عملي نهضت درامنځته کېدو مخه نیسي .

 

چاره څه ده ؟

هغه کیسه ، خو زړه شوې ده، چې ویل یې خلک له ډیرو جلسو څخه ستومانه شوي وو او چارواکو ددې لپاره چې دبېځایه جلسو مخه ونیسي ، بیايې جلسه راوغوښته ، چې څه وکړي ؟

ښاغلي کارپوهان دې یوه لویه غونډه یا تېلویزیوني بحث پر همدې راوغواړي ، چې ولې ددوی درې مېلیونه ساعته خبرو مثبت اغیزنه دی کړی، ولې ددوی له دومره شاربلو راشاربلو  سره سره حالات لاهم خرابیږي ؟ او ولې دوی دومره بېقدره شوي دي ، چې دښاغلي رسنوال په یوه تیلیفون  ،بیا وخته د رسنۍ پر دروازه ورننوتلی وي ؟  او که دوی درې مېلیونه ساعته نورې خبرې هم وکړي ،څه تضمین شته چې حالات به تر دې هم خراب نه شي ؟

عجیبه داده ، چې شل مېلیونران غلي دي ، په تېلویزیونونو کې څه نه وايي ، کله کله ځان د یو شمېر استخدام شويو کارپوهانو او ویاندانو تر شا پټوي ، خو هره ورځ لاپسې پړسیږي ، لاپسې ځواکمنیږي ، لاپسې یې پيسې او زور ډیریږي  ، خو دوی لاهم غلي دي  او هيڅ نه وايي ، هغوی یوازې دخپل انحصار ، لاډیرې ګټې او مارکیټي اخلاقو د ټینګښت لپاره کار کوي ، خو په پټه خوله .

له دې څخه ښکاري :  چې شیخ فریده ! پټه خوله دې بهتري ده .

ډیرکارونه په پټه خوله ښه ترا کیدای شي ،پوهه،  اراده او عمل غواړي .

موږ لسیزې لسیزې په بدلو او شعارونو کې نارې وهلې :  ( دا پښتونستان زموږ !) ،خو ګاونډیو پټه خوله کار کاوه ، تر دې چې پښتونستان خو لاړ چې لاړ ، کابل یې هم لاندې کړ . فکر ، اراده او عمل تر خبرو ښه دي .

زه نه غواړم تر نیوکې لاندې راشم ، چې ګواکې درسنیو دازادۍ یا دبیان دحق پر خلاف یم ، داسې قطعاْ  نه ده . زه درسنیو په ونډه او  ارزښت هم ښه پوهیږم ، او ددې سبق زوړ شاګردیم.

خو زموږ ټولنه ، هېواد ، سیاسي او ملي شرایط بیخي ځانګړي او استثنا دي .

وروستی تېزس  :

راځئ څومیاشتې ګونګه روژه ونیسو ، هیڅ ونه وایو ، داسکوت به دبېقانونۍ ، ښکېلاک او انحصار بنسټونه ولړزوي ،ګوندې شل مېلیونران او بهرني ملګري یې له دې سکوته ټکان وخوري ، چې داولې ؟  ددې سکوت له دورانه په ګټې اخیستلو سره به عملي کار ته ملا وتړو او دولس دویښتیا ، روښانتیا ، یووالي ، ارادې او دمثبت بدلون لپاره عمل ته به  لاره هواره کړو ، او دیوه نوي ملي ژغورونکي نهضت  رهبري به رامنځته کړو ، چې موږ د ودان افغانستان لوی ارمان ته ورسولای شي .