Wadan weblog 2

تشه ، دلېوال نوی شعر

11.02.2013 09:53

 

دروازه وټکېده ،

زه مې دمور کوټې ته ورغلم چې ویې پوښتم :

مورې څادر مې چیرې ...

تشې کوټې په مخ څپېړه راکړه

او چې کتل مې

بهر

بیا څه خپلوان وو دمورکۍ په فاتحه راغلي .