Wadan weblog 2

د عشق کميډي ( عبدالغفور لېوال)

03.10.2007 14:05

 

دا شعر دا ستا د هېرولو لومړۍ هڅه ګڼم

نن مې هیڅ هم له وسه نه وو پوره

بس ټیلیفون نه مې ستا نوم او نومره وتوږله

څه خندوونکې، څه غمجنه پېښه

د ادارې او انګریزۍ عصر کې

مینه خپل مین ته ووايي چې:

ستا د لیدلو وخت مې نه درلوده

تا ته د زنګ وهلو وخت هم نه وو

ته مې د څو شیبو لپاره هم په زړه کې نه وې

آه! نن مصروفه ومه ډېره بوخته

نن مې د ورځې مهال ویش کې عشق ته ځای ور نه کړ

سبا هم څو لیدنې څو صنفونه

بل سبا هم د خبرونو ورځ ده

نو بیا به ګورو ژوند لا ډېر پاتې دی ....

زما شاعر، زما نقاد ملګریه

دا کرښې شعر وګڼه

دا زموږ د عصر کمیډي د مینې

د یوه تریخ یو رنځوونکي درد کیسه ده واوره!

خیر که د شعر د علم روح نه لري

نن مې له ډېرې بې وسۍ نه

له سانسوره پرته

د عشق یو نوی درد پر زړه ولیکه

نن مې قسم د هېرولو وخوړ

+                     +                     +

ښار تود نایل وهلی

له ځمکې تپ راخیژي

زه له ګرمیو او خولو څخه خبر هم نه یم

کوڅه کې خلک را ته ځیر ځیر ګوري

څوک را ته سر ښکته کړي ښایي ما به پیژني، سلام به کوي

نن د ترخې هفتې د پای ورځ ده

یوه اونۍ ده چې د چا لیدو ته اور اخلم

یوه اونۍ د تن جامې راباندې غاښ لګوي

یوه اونۍ د ناروغیو له ځګریو ستړی

بس د دوه سترګو په لیدو پسې هلاک وم هلاک

خو هغې وخت نه درلود

"نن مې د ورځې مهال ویش کې عشق ته ځای ور نه کړ"

زما پښتانه زما کلیوال ملګري

ها چې د ښځو حقوق نه پیژني

ها چې درنې پښتنې

یا خو په کور او یا په ګور لوروي

چې دغه کرښې لولي

پټ به د شونډو په ګوښه وخاندي

وایي جزا دې همدا

چې د ښاري نجلۍ په مینه دې باور کولو

ملګرو داسې نه ده

د خدای لپاره ما د کونډې زوی شادګل مه ګڼئ

زه د ښاري نجلۍ لیدلو پسې نه یم تللی

ما یوه مینه کړې

بس د همدې پیړۍ د قیس او د لیلا په شانې

خو خدایزده چا راباندې کوډې وکړې

چې اوس د خپلې مینې

په مهال ویش کې د یوې شیبې ځای هم نه لرم.

ښار د میږیانو ځاله

موټر تر خلکو ډېر دي

زما په زخمي غوږو کې کغ د هارنډو ننوځي

د خپلې مینې خبر بیا یاده کړم ... :

"زه یوه ښځه یم حقوق لرمه

ستا دې په خپله هسې هسې وشي

نن تا ته وخت نه لرم

ما ته زما د کار آمره وایي

ستا دا مین د "فیمینیسم" ضد دی

متعصب دی ښځې نه خوښوي

بس په پښتو پورې نښتی، دنیا نه پیژني

پام هغه ستا په پوهه نه ارزیږي.

نو ستا دې خپله هسې هسې وشي

زه هم انسان یم خپله ژبه لرم

زه بې سواده نه یم ...."

د یوه بل موټر هارنډ کغ وکړ

زه سودایي له ځانه نه یم خبر

ډرایور پټ راته کنځلې وکړې

راځه یو بل ځل به هم زنګ ووهم

ښایي اوس وخت ولري ....

نه دا ځل هم ناهیلی ...

نن به د ټولو بې مهریو انتقام واخلم

بس نوره مینه په خپل زړه کې ساتم

نن مې هیڅ هم له وسه نه دي پوره

بس ټیلیفون نه مې ستا نوم او نومره وتوږله

نن مې دا ستا د هېرولو وروستی ګام پورته کړ

او په دې عصر کې مې

د عشق د سترې کمیډۍ دروازه وتړله.

 

۱۳۸۶- سرطان- ۵

کابل