Wadan weblog 2

اعتراف( عبدالغفور لېول)

12.11.2007 13:39

اعتراف

نن مې ډېره پر زړه اورې

نن مې ډېره را ياديږې

موږ په هيڅ څه مرور يو

زما او ستا خپګان ته هغه

بهانه هم را نه هېره

موږ د خپل غرور لپاره

د بې ځايه ضد له زيله

خپل زړګي پخپله مروړو

پوره دېرش سهاره راغلل

پوره دېرش ماښامه تور شول

زه او ته يو بل ته ګورو

چې به څوك اول پخلا شي

چې آبل خبرې پيل كړي:

دا ځل ټول ملامت ته وې

خو زه څومره په زړه كلك يم

ته خپه يې مګر زه لا

خپل فكرونه جنګومه

فلسفې په زړه كې شاربم

چې كه موږ ځانته غره يو

يا مغرور د ځان غلام  يو

بيا نو ولې د عشق زور ته

داسې زړونه خورو له غمه؟

ځانځاني د عشق قاتله

زموږ عشق زموږ قاتل دى

دومره درد او دومره ځور

دا له كومه عشق كې اوسي

مګر عشق څنګه بلا ده

چې خودي هم ورته پرېوځي

په ګونډو شي سجده وكړي

داسې ډېر پرېشان فكرونه

زما ذهن پسې واخلي

يو ناڅاپه را په خود شم

ګورم! ډېر يمه خواشينى

نن مې ډېره پر زړه اورې

نن مې ډېره را ياديږې

خو لا هم نه پخلا كيږو

زه پوهېږم ته په تمه

چې بس يو ځل زه در غږ كړم

اې! دا ځل ملامت ته وې

مګر زه يمه په تمه

چې دا ځل به ته را غږ كړې

زموږ مينه زموږ عمر

د غرور او عشق په منځ كې

داسې هېر او داسې تېر شو

لكه خوږ د ځوانۍ خوب چې

د يو پټ زخم په درد كې

شي پرېشانه، لا لهانده

مګر مرګ راشي او موږه

له دا هسې خواږه خوبه

لكه چيغه را بيدار كړي

او د عشق له پټه رازه

پس له مرګه بيا خبر شو

 

۱۹/ عقرب/ ۱۳۸۶