Wadan weblog 2

هوتکي پاڅون او د افغاني ملت پالنې څرکونه (عبدالغفور لېوال)

15.11.2007 09:14

 

 

څه باندې دوه زریزې پخوا کله چې د نامتولسو آریاني توکمونو یوه لویه ډله د ننني افغانستان ختیځ او سهیل ته خوره شوه او له پکتاني دودیز کوچياني ژوند څخه څه نا څه په دمه کې شول نو د حکومتونو سیمه ییز بنسټونه یې دلته او هلته راښکاره شول، کله کله یې تر ډیلي او ټول هندوستان پورې د شاهنشاهیو او سلطنتونو ځواکونه پراخ شول او کله یې خپل هیواد هم د ګاونډیو ځواکونو ترمنځ ووېشل شو. خو په دې ټول مهال کې د ملت پالنې یا منظم  (Nationalism) شعور ځکه د تاریخ ترخاورو لاندې پټ دى، چې نه خو پر فرهنګي بنسټ ولاړ حکومتونه رامنځ ته شوي او نه یې هم په خپله خاوره کې پښه ټینګه شوې ده، پښتنو کورنیو به، چې واک و ځواک وموند نو د ډیلي د سرو زرو مرغۍ به څه کوډې پرې وکړې، چې وره به غلل نو د هند د بې پایه سمندر په تودو اوبو کې به ډوب شول او خپل کلي کورونه به یې همداسې کنډر پاتې وو.

د پرمختللې ټولنپوهنې په بحثونو کې ملت پالنه په څلور پښوولاړ ټولنیز اصل دی، چې په لاندې توګه یې نومولی شو:

۱ـ کولتوري بنسټ: هغه مهال چې یوه ټولنه په شریک کولتور ( په تېره بیا ژبه) تکیه وکړي د ملت پالنې مټ ځواکمنتیا مومي.

۲ـ ګډ اقتصاد: هر کله چې دا ټولنه اقتصادي زیرمې او مادي اړیکې ټینګې کړي د ملت پالنې بل اړخ بشپړیږي.

۳ـ ګډ هیواد: د ملت پالنې لپاره بل اصل په یوه شریک جغرافیایي چاپیریال کې اوسیدل او ژوند کول ګڼل کیږي.

۴ـ سیاسي مشارکت: هغه مهال چې د ملت ټول غړي احساس کړي چې په واک کې شریکان دي او ښایي خپل سیاسي یون پیاوړی کړي ځکه دا یون دده او دی دهغه دی.

د پښتنو تاریخ که په ژوره توګه ولوستل شي تر هوتکي پاڅون پورې، داسې بخت لږ په ګوتو ورغلی چې دا څلور فکتورونه سره لاس په لاس شي او د یو ریښتوني پښتني سیاست پر بنسټ دې کوم حاکمیت جوړ شي. د مدني مرکزونو نشتوالی، نامتمرکز اقتصاد، قبیلوي تیت پرکوالی، نا صنعتي والی او یوازې پر کرنیز اقتصاد تکیه، د ځواک له مرکز څخه د ژبې لرې ساتل او داسې نورو لاملونو تل د ملت پالنې نیالګی په ملا کې مات کړى دی.

په ۱۷۰۹ زیږديز کال کې چې هوتکي ملي حکومت جوړ شو لوی کندهار د پښتنو تر ټولو ستر اقتصادي، کولتوري او تجارتي منځی و، آن تردې چې پخپله حاجي میرویس خان هوتک هم په سوداګرۍ بوخت و او له ښاري ژوند سره یې آشنایي درلوده. د هغه مهال کندهار له اقتصادي او کولتوري اړخه د ملت پالنې د شعور د راټوکیدو لپاره چمتو و، د پښتنو دوو لویو ټبرونو یعنې غلجیو او ابدالیو هم د سیاسي مشارکت (ګډون) له لارې د یو ملي حکومت جوړول ځکه غوره ګڼل چې نور نو ژوند د پردي يرغلګر واکمن ( ګرکین خان) تر خونخوارو منګولو لاندې ناشونی و.

کولتوري فکتور هم مرسته کوله چې پښتانه د لومړي ځل لپاره د ملت کېدو تجربه وآزمایي. دوی لیدل چې ټول په یوه ژبه ګړیږي، تقریباً یو ډول جامې اغوندي، مذهب او دین یې سره شریک دی، یو د بل په لنډیو، غاړو او سروکو پوهیږي له هراته تر غزني او غوره تر ملتانه د یوه کاله خلک دي، خو عجیبه ده چې په خپل کور کې د بل واکمنۍ ته ناست دي، همدا پوښتنې، همدا حیرانتیاوې او همدا دردونه د ملت پالنې لومړني زړي و چې راوټو کېدل او د هوتکي پاڅون خوځښت یې د افغاني حکومت او پیاوړې افغانستان د رامنځته کیدو په زیري بدل کړ.

غواړم دلته څو هغه توپیرونه وشمارم چې د هغو پربنسټ هوتکي پاڅون د پښتنو له تېرو ملي او سیاسي مبارزو څخه بېلوي او د ملي پالنې روحیه یې ځلوي:

۱.هوتکي پاڅون یوازې مذهبي نه و لکه د پیر روښان پاڅون چې د سیاسي او ملي اړخ ترڅنګ یې مذهبي ځانګړتیا ډیره ځواکمنه او د پام وړ وه. پیر روښان یوازېنۍ لاره، چې د هغه مهال پښتانه یې پرې راویښولای شول، پیر مریدي او دیني ارشاد ګاڼه، خو میرویس نیکه ابدالیان او خلجي سره یو ځای کړل او له مکې او مدینې څخه راوړې فتوا یې یوازې د دیني علماوو د باوري کولو لپاره هغو ته ور وښوده ځکه هغه مهال حاکم ایرانیان د مسلمانانو په حیث ددې وړ نه ګڼل کیدل چې پر ضد یې بغاوت وشي او دا یوازې ملي احساسات و چې د جهاد امر یې کاوه.

۲.هوتکي پاڅون د غوریانو، لودیانو او سوریانو په شان د شان او شوکت او افسانوي پاچاهۍ د ګټلو لپاره هم نه و چې ملا وتړي اود هندوستان په سرو او سپینو پسې د هند پر سمندر ورګډ شي. بلکې له میرویس نیکه سره د خپلې خاورې غم و چې له پردیو یې پاکه کړي او د خپلو پښتنو حاکمیت پرې واکمن کړي.

۳.هوتکي پاڅون د تېرو یو شمیر پښتني پاڅونونو پر خلاف د یوه لنډ اعتراض او کمزوري حرکت په توګه نه بلکې پر یو بشپړ سیاسي تدبير ولاړ او هدفمند ملي فکر استوار خوځښت و، ځکه میرویس نیکه یوازې د ګرکین له ظلم څخه د خلاصون په فکر کې نه و، له هغه سره اصلي موخه دا وه چې څنګه د یو ټینګ افغاني ملي حاکمیت بنسټ کیږدي چې د هغه پر اساس د ځمکې پرسر دغه میړنی قوم هم په خپل وطن کې حکومت او واکمني ولري.

۴.هوتکي پاڅون د یوې ځانځانۍ غوښتونکې دیکتاتورۍ د رامنځ ته کېدو لپاره نه و پیل شوی بلکې د سیاسي مشارکت د تمثیل لپاره د خلجیو او ابدالیو او حتی ترکو او تاجیکو یووالي ته په کې پام ساتل شوی و، ددې لپاره چې نور قومونه او قومي مشران د کمترۍ احساس ونه کړي ستر میرویس نیکه د پاچاهي لقب ونه مانه ځان یې قومي مشر اعلان کړ او په دې توګه یې دنورو سیالو خانانو ملاتړ له ځانه سره وساته.

له پورته شمارل شویو فکتورونو څخه دا زباتیږي چې د هوتکي پاڅون زړى او مانیزه هسته د ملي حکومت رامنځ ته کول او د یوه خپلواک کولتوري ملت په توګه د افغانانو د ملي حیثیت اعاده وه.

زما لپاره، تاریخ تل د یوې داسې بشري تجربې په توګه اهمیت لري، چې له هغې څخه په زده کړه، خپله راتلونکې سمه کړای شو. د افغانانو په تاریخ کې همدا هوتکي پاڅون د راتلونکې ویښتیا او سموونې لپاره یوه ځلنده بیلکه ده.

دې اصل ته په پام راځئ وګورو چې ملت پالنې او د ملي حکومت په رامنځ ته کولو کې د هوتکي پاڅون او حکومت د بریالیتوبونو راز په څه کې و؟

بیا هم مخکې یادو شویو فکتورونو ته په اشارې دهغه وخت امکانات او تجربې او اوسنۍ اړتیاوې سره پرتله کوم ـ البته دا نه هېروم چې اوس د خدای( ج) په فضل موږ د یو ټاکلي خپلواک هیواد او ملي هویت خاوندان یو، خو هغه مهال میرویس نیکه هیواد او همزولی نسل په درېیو ټوټو ویشل شوی وـ دا په دې مانا چې کار تر اوسه ډیر ستونزمن و:

۱. کولتوري اصل او د ژبې اهمیت: ترهغو چې ملت پر یوه واحد کولتور، واحدې ملي ژبې او ملي مانیزو ارزښتونو را و نه څرخي یون او بریالیتوب ناشونی دی. میرویس نیکه دې ته متوجه و چې ایران، مغولي هندوستان او بخارا یې حکومت درې سره مسلمانان دي، خو دده هیواد او ستر قوم چې دغو درې سره ځواکونو په خپل منځ کې ویشلی، ځکه د هغو له خوا شکنجه کیږي چې د یوه بېل کولتور او ژبې خاوندان دي. پښتون بابا پرهمدې اصل تکیه وکړه او هر پښتون بلکې هر افغان یې چې د افغاني کولتور په قلمرو کې شاملیدو،سره راټول کړه او د پردي يرغلګر په وړاندې یې پاڅون ته وهڅاوه. د میرویس نیکه په ګډون د هغه زامنو شاه محمود او شاه حسین او وراره شاه اشرف ټولو د پښتو ژبې او ادب ودې ته د همدې اصل له مخې پام ساته، د زلمي شاه حسین هوتک دربار د پښتو ژبې او ادب د ودې لومړنۍ رسمي زانګو ګڼلی شو، نامتو تذکره نګار او د پټې خزانې مولف محمدهوتک د همدې زرینې دورې محصول دی، له بلې خوا د ژبې اهمیت ته د هغه مهال د چارواکو پام دومره جدي و چې په خپله واکمنو هم په دې ژبه لیکل او شاعري کوله، نامتو سیدال خان ناصري، بابو جان بابي، ملازعفران او نور ددې ادعا ثبوت دي. نو که غواړو ملت له کولتوري پلوه ورغوو ښایي د سیاسي _ رسمي او علمي ملاتړ له لارې خپله ژبه کولتور  او وپالو او د ملت پاله قوم په توګه د پرمختګ لاره ونیسو.

۲. ګډ اقتصاد: نه پوهیږم ولې بهرني ختیځ پوهان او افغانستان پوهان دا ګڼي چې پښتانه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ اوصنعت مینه وال نه دي او دا ورته یو ډول عار ښکاري. لویه توره یې همدا وي چې  څو جریبه ځمکه نسل په نسل وېشي او په پای کې د ګندنې پټي ورته پاتې شي. یا خو یو اوښ او څو پسونه همداسې کوچيان ګرځي، ښاري ژوند، ښوونه روزنه، صنعت اومدني ارزښتونه ورته له پښتونولۍ څخه وتل ښکاري. حال دا چې که غواړو د یوه پرمختللې قوم په توګه د نړۍ په یادو ملتونو کې ودرېږو باید چې د خپل ویاړلي کولتور له ساتلو سره سره د یوه ګډ اقتصاد او مالي بنسټ په ودانولو کې هوښيار، ویښ او هڅاند قوم شو.

میرویس نیکه د یوه کامیاب اوښتون او باورمن حکومتي سیستم لپاره دې اصل ته متوجه و، ځان یې له اقتصادي پلوه پیاوړی کړ، د کندهار ښار دکلانترۍ له لارې د ښاري ژوند له رموزو سره آشنا شو، په اصفهان کې د صفوي دربار له ځانګړتیاوو سره آشنا شو، د حج په سفرکې یې د هغه مهال له سیاسي مشرانو او پوهانو سره مشورې وکړې، له بېرته راستنېدو سره سم یې له هغو قومي مشرانو سره مشورې وکړې چې د اقتصادي ځواک خاوندان و. هغه مهال چې واک ته ورسېده د کندهار ښار اقتصادي بنسټونو پیاوړې کیدو ته یې پام واړاوه.

افغانان که د کرنې ترڅنګ نورو اقتصادي لارو چارو ته پام وکړي د ملت پالنې سپیڅلې داعیه به یې بې بنسټه نه وي.

۳. ګډ هیواد: موږ افغانان یو او هیواد مو افغانستان دى. همدا زموږ د ملت لپاره د قوم پالنې د مفکورې د ملاتیر جوړوي. مانا دا چې که افغانستان نه وي موږ نه یو او که افغانستان پیاوړى وي موږ به هم ځواکمن خلک یو. راځئ له میرویس نیکه یې زده کړو چې خپلواک واوسو، خپل هیواد او خپل حاکمیت ولرو، په دې هیواد کې که خلجي یو که ابدالي، که شینواري که احمدزي، که ترکمن یا ازبک و هزاره و بلوچ، ښایي د ودان افغانستان په مټ خپل شتون زبات کړو.

۴. سیاسي مشارکت: دا یو مهم اصل دی، خو که یې وپېژنو له پاسه نه بلکې باید له لاندې یې ورغوو، سیاسي مشارکت دې ته نه وایي، چې د حکومت له خواپه سمبولیکه توګه هر قوم ته یوه څوکۍ ورکړل شي بلکې دې ته وایي چې د افغانستان او افغان د عامه ګټو لپاره یو موټی شو او د قبیلویت پرځای قومیت جوړ کړو. له میرویس نیکه سره هر هغه څوک ملګری و چې د هیواد خپلواکي او د افغان حاکمیت یې غوښته، موږ وینو چې څنګه هغه مهال حاجي محمد خان انکو، یونس خان کاکړ، نورخان بړیڅ، ګلخان بابړ، پیر محمد خان ( میاجي)، عزیزخان نورزي، سیدال خان ناصر، بابو جان بابي، بهادرخان او نورو ټولو پرته له دې چې قبیلوي ملحوظات په پام کې ولري د یوه ملي حاکمیت د رامنځ ته کولو لپاره میرویس نیکه ته لاسونه ورکړل او تر آخره خپل قول ته وفادار پاتې شول، وایي د مانجې د جرګې غړي ملي هدف ته د رسېدو لپاره دومره ژمن و چې د عملي پاڅون شیبې پورې د ګرکین او ګرکینیانو ارواهم نه وه خبره. د ملت پالنې په احساس سمبال سیاسي مشارکت یوه غوره بیلګه همدا ده.

پايله: غواړم د مقالې هدف ته راشم او هغه دا چې، هوتکي پاڅون په حقیقت کې د افغاني ملت پالنې د مفکورې لپاره هغه سیاسي وینه ورکړه، چې له نېکه مرغه ترننه ژوندۍ ده که د تاریخ په اوږدو کې کله تته شوې او کله ځلیدلې وي، دا به د زمان د لوړو ژورو کار وي خو مهمه دا وه چې وکرل شوه او راشنه شوه.

د هوتکي پاڅون ټولو مشرانو او په سر کې ستر ملي اتل میرویس نیکه د ملي روحيې د را ژوندي کېدو او افغانانو ته د ابدي ځواک بښلو لپاره ټول هغه سیاسي عناصر له خاورو لاندې راوایستل چې د هغو له برکته نن زه په پښتو مقاله لیکم او تاسې یې اورئ، او ښایي یو څوک له همدې تالار څخه بهر په دې ویاړي چې افغاني هویت لري.

او وروستۍ دا چې د هوتکیانو دوره دا ځل داسې لوستلو ته اړتیا لري چې د هغو پر بنسټ ځوان افغان کول وکولای شي مخ پر وړاندې ګام واخلي، پرخپل افغان والي وویاړي، يو بل او یوبل میرویس شي. د تاریخ ددغې بریالۍ تجربې رڼا ته خپله راتلونکې جوړه کړي او همدا سبا د یوه ویښ ملت، ودان افغانستان او ملت پال قوم لرونکي شو.