Wadan weblog 2

په شعر کې حسي تصویرونه (عبدالغفور لېوال)

28.11.2007 08:36

 

په شعر کې د تصویرنو په اړه زما د لیکنو په لړۍ کې ،ما پر ذهني او عیني تصویرونو بحث کړی و.موږ له دې دوه ډوله تصویرونو پرته یو بل ډول تصویرونه هم لرو ،چې هغه ته حسي تصویرونه وایو .یو مهال د پښتو ژبې پیاوړې شاعرې پروین فیض زاده ملال د نویو شعرونود اوریدو پر مهال په هغو کې څو حسي واضحو تصویرونو ته متوجه شوم .ما له پخوا څخه غوښتل پر حسي تصویرنو څه وکاږم ،د پروین جانې نوي شاعرانه انځورونه مې خوښ شول او فی المجلس مې ورته وویل چې خپل تازه شعرونه راوسپاري چې بیلګې ترې واخلم ،زموږ درنې شاعرې په پوره علاقمندۍ هماغه شعرونه راکړل چې اوس ددې لیکنې د کرښو برکت شول .

حسي شعرونه :هغه دي چې په شعر(یا په هنري نثر)کې د کلماتو په مرسته داسې حالت ایجادوي چې موږ یې پر خپلو حواسو او عواطفو درکولای شو .موږ په عادي خبرو کې وایو کله چې مې د هغه غږ واورید نو غونی مې زیږ شو ،د غونی زیږیدل د خوشالۍ اضطراب ،ویرې ،یا خوند په حالتونو کې پیښیږي او تقریباً هر انسان یې تجربه لري ،که د خوشالۍ ،اضطراب ،ویري ،خوند یا بل حالت تصویر د کلماتو په وسیله داسي دقیق بیان شي چې موږ د غوني زیږیدل احساس کړو ،په حقیقت کې موږ یو ښه حسي تصویر لرو.په اروا پوهنه کې یو بحث شته چې اروا یي انګیزې یې بولي ،په ساده ژبه دا د رواني عکس العملونو د ایجاد د پروسو پیژندل دي .په شعر کې د حسي انځورونو درک او پیژندل مخامخ په همدغو رواني انګیزو پورې تړلي دي .موږ وایو د ځړوبي تر څنګ کله چې د اوبو یخه څپه راغله زه وریږدیدم .موږ کله چې دغه کرښه لولوــ که ډیره شاعرانه وي ــباید له تصویر سره یې پر خپل پوست د ځړوبي د یخي څپې راتلل حس کړو که داسې وشول نو موږ یو کامیاب حسي تصویر ایجاد کړی دی .د حسي تصویر د پیژندلو پر تیوري به وروسته وغږیږو خو اوس د پروین فیض زاده په شعرونو کې بیلګوته را ګرځم .

        زه چې سهار زموږ د کلي د ملا

                                     په خواږه بانګ ویښه شم

       وی توبه خدایه

       زړه نا څاپه راته وتخنیږي

       د دوبي ښکلې ورځ چوغکې په چوڼ چوڼ

                                                                                               پیل کړي

      چې یبلې پښې د یخ کاریز په سړو شګو کښیږدم

       بدن مې سرترنو که څړیکې وکړي

       داسې خوږې داسې پستې څړیکې

       لکه زموږ د خان د هسکې کلا

       په سروي ناستې دوې (ګو ګو)کوترې

       د اوبو شړق مې په مخ لارې لارې

       زما د لپو کرښې ولولي

       د پښو په تلو کې مې روح د لطافت پاڅوي

       بیا د کوټي د چت د تیرد ملانه

       دراځوړند لور لاستی ونیسمه

       زه یم لوګره نجلۍ

       بیا و پټو ته ځمه

       په نیم کښ مخ باندې به لو کومه

       پرون تر تیر ماښامه

       آن د سپوږمۍ په رڼائيو كې ما

       لو د غنمو وکړ

       پرې سوو وږویې خوږ وږم لاره

       زړه یې راوتو ساوه

       دلور په پړق کې به مې سیوری د جانان لیده

       لکه سپوږمۍ ،سپوږمۍ شیبې وې د چنار په اوږو

         لکه د عاد جنت

        لکه نګهت د شنو چنډونو او د تور لونګ

        لکه وشورد سپین پاولو

                                  لکه و خیال د شهنشاه

        لکه قبوله نکاح

                     زما تربور ،زما جانان

                      زما وسرته ولاړ.

                                                     لوګره نجلۍ شعر(ناچاپ)

موږ په دغه ښکلي شعر کې د څو عیني او ذهني تصویرونو ترڅنګ یو څو واضح او ښکلي حسي تصویرونه لرو چې داسي یې شرحه کولای شو :

       

  د دوبي ښکلې ورځ چوغکې په چوڼ چوڼ

                                                        پیل کړي

          چې یبلې پښی د یخ کاریز په سړو شګو کښیږدم

           بدن مې سرتر نوکه څړیکې وکړې . . . . .

 

لوستونکی دا احساسوي چې داوړي په یوه ورځ د سوړ کارېز  پرلمدو شګو باندې لوڅې پښې ګرځیدل څه ډول خوند لري ،وګوری زموږ شاعره په څومره نوښت سره دغه حس موږ ته را انتقالوي ،کلمات ددغه انتقال وسایل دي دغه ښکلی حسي تصویر عیني زمینه لري مګر موږ یې په لوستو سره خپل حواس د شاعرې (یاراوي)له حواسو سره منطبق کوو او له شعره کیف اخلو د شعر بله برخه وګورﺉ :

                 د اوبو شړق مې په مخ لارې لارې

                 زما د لپو کرښې ولولي

                د پښو په تلو کې مې روح د لطافت پاڅوي

دا د شاعرې تجربه ده چې د اوړي په ورځ کله چې د یخ کاریز اوبه مخ ته اچوي هر څاڅکې یې پر مخ رارغړي او په لپه کې د یخو اوبو ساتل څنګه حس تولیدوي ،پر شګلنه سړه ځمکه د بربنډ ه پښو تماس او د ستړي روح لطیف لذت دا ټول په شعر کې د حسي انځورونو شهکار بیلګې دي چې موږ یې وینو .

                دا اړینه نه ده چې ټول حسي تصویرونه دې موږ (لوستونکي یا اوریدونکي)چې د شعر مصرفوونکي یو ،هم کټ مټ د شاعر په څیر احساس کړو یا دې کټ مټ هماغه تجربه په ژوند کې ولرو ،خو د شعر دننه هغه برخه چې د شخص شاعر یا شخص راوي حسي تجربه تمثیلوي او تعریفوي همدا پخپله د حسي انځور هدف او غایه ده .

د همدې شعر یوه بله برخه ګورو :

             پرون تر تېر ماښامه

             آن د سپوږمۍ په رڼائيو کې ما

             لو د غنمو وکړ

             پرې سوو وږویې خوږ وږم لاره   

             زړه یې راوتو ساوه

ماښام مهال کله چې د لو شویو غنمو د پرې شویو ډنډرونو وږم د راوي زړه توسوي دا یو خاص حالت دی ،موږ یې نه په ذهني ځواک تصور کولای شو اونه هم د عیني توکیو د یوې مجموعې په حیث د هغو تصور ممکن دی یوازې همدغه وږم باید احساس کړو او یا د راوی (شاعر)احساس باید درک کړو .

 

 

 

دغه ښکلی شعر په یوه عجیب حسي تصویر پای ته رسیږي :

             ..... زما تربور ،زما جانان

                   زما وسرته ولاړ

دیوې لوګرې ییغلې محبوب ،د غنم لو پر مهال تیر ماښام د هغې شاته ولاړ دی ،او یا یې دا وجود احساسوي ،کیدای شي دا یو نامرئي (نه لیدل کیدونکی)احساس وي یعنې د محبوب یا د هلته وي ،یا لوګره پيغله د خپل محبوب تاوده نفسونه د خپل څټ پر پوټکي احساسوي ،دغه مرئي يا نامرئي احساس ډیر جالب دی او داد شعر قوت دی چې موږ ته یې رالیږدوی .

د پښتو ژبې یوبل معاصر شاعر په سمندر کې یوه سړه شپه د بیړۍ پر عرشه تمثیلوي چې له خپلې معشوقې سره ولاړ دی د محبوبې په څیره کې حیرانتیا ،ویره او خوشالی سره جمع شوي دغه حواس کله چې راژباړل کیږي د حسي تصویرونو یوه نوې مجموعه د لوستونکې تر مخ ږدي .

په کلاسیکه شاعرۍ کې هم موږ د حسي تصویرونو بیلګې موندلای شو ،حسي تشبیه چې د تشبیه یو ډول ده پخپله د حسي انځور جوړونې لپاره یوه ښه وسیله ده ،خوشال بابا وایي :

                               تور اوربل به یې و چاوته غوړیږي

                               په وصال به یې د چا ټټر سړیږي

                               د لبانو له بوسي به یې بس نه کړم

                               په خوږو نباتو کله څوک مړیږي

د محبوبې په وصال د ټټر سړیدل حسي انځور دی همدا راز له خوږو نباتو سره د یار د لبانو د تشبیه د درک لپاره د حواسو مرسته په کار ده او دا د حسي انځور جوړونې توکي دي .په کلاسیکه شاعرۍ کې داسې خوږې بیلګې ډیرې دي .

مګر معاصره شاعرۍ چې تر تفننه زیات پر تصویري اصالت تکیه لري د ډول ډول تصویري برخو بشپړول موږ له شعر څخه خوند اخسیتو ته ورنږدې کوي .د حسي انځورونو ښې بیلګې په معاصرو غزلونو کې هم موندلای شو ،د پیاوړي غزل سرا ښاغلي محمد صدیق پسرلي دغه بیت وګورﺉ :

                        ژمي کې نری سیوری هم په سړي پیټی شي

                        سوړ زړه به دبل حکم څرنګه او څله وړي

د ژمي په پیتاوي کې د سیوري پیټی کیدل ،یا له سیوري څخه د پیټي احساس کول یو شاعرانه تصویر دی چې موږ یې د حواسو په مرسته تصور کولای شو،موږ ګورو چې د غزل په څیر په تنګ قالب کې هم ښه حسي تصویرونه ځاییدای شي .

په معاصرو شاعرانو کې ارواښاد اسحق ننګیال ،عارف خزان نور محمد لاهو او درویش درانی هغه شاعران دي چې ډیر ښکلي حسي تصویرونه یې ایجاد کړي ــ البته دا څو نومونه یوازې د بیلګو په څیر یادوو ګنی زموږ ځوان کول اکثر د داسې بیلګو خاوندان دي ـــ د درویش دراني دغه ممتازه بیلګه وګورﺉ :

                    زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

                    دښمنان چې مې وې مړه ورپسې ژاړم

د زړه دردکول او د زړه له کومې ژړل موږ ته یو څه مجسموي خو دغه حالت څنګه احساسولای شو کله چې شاعر ددغه کار دلیل وایي یعنې د دښمن مرګ یې هم ځوروي د شعر په مصرفوونکي کې یو څه ماتیږي ،عجیبه ده د انتقام او زړه سوي ګډوله احساس باید وپیژنو.درویش د زخمونو او څړیکو ګڼ تصویرونه روزلي دي .

حسي تصویرونه کله د راوي (شاعر)پټ احساسات ،وسواس روحي عکس العملونه بې دلیله خوشالۍ او حتی د ځانګړې ښکلا خوښونې حس هم تمثیلوي . کله کله حسي تصویرونه ډیر فردي وي یعنې ودې شي چې یوازې یوه شخص ته د درک وړوي ،دا له رواني پلوه غریزي لاملونه درلودای شي .دا فریقې یو شاعر لیکي :

      ژباړه :

               تا کله د ستړي آس پرتوده ډډه مخ ایښی دی ؟

              څومره چې د هغه د خولو بوی تاته آرامي بښي

               هومره هغه ستا په مهرباني باور لري .

موږ وینو چې روای د ستړي آس پرتوده او خولجنه ډډه سر ږدي او خوند تر ې اخلی ،دی حتی له خپل دې حرکت څخه هغه لذت هم حس کوي چې آس یې احساسوي ،کیدای شي دا په دنیا کې د بل وګړي لپاره مطبوع حالت نه وي ،حتی کیدای شي د چاور څخه بد راشي مګر په هر صورت دا یو مکمل او شاعرانه حسي تصویر دی ،شاعر بریالی دی ،خو تصویر به د ځینو په نظر ښکلی نه وي .

کیدای شي زموږ درنو لوستونکو به نتیجه اخیستي وي چې حسي تصویرونه هغه دي چې درک یې د انسان په پنځه ګونو حواسو پورې مربوط شي یعنې یا یې واوري ،یا یې ووینی ،یا یې وڅکي ،یا یې بوی کړي او یا یې هم لمس کړي .مګر دا ددې برخه تصویرونو یوه برخه ده ،په کلیت کې ډیره برخه حسي تصویرونه په هغو عواطفو پورې اړه لري چې شعر یې لیږدوی او ښایي موږ یې په خپل یوه حس هم لمس نه شو کړای ،بلکې یوازې په عاطفي حالت کې ورسره شریک شو یعنې هماغه روانې انګیزه چې د شعر هستوونکی یې بیانوي موږ هم هغې ته ورته انګیزه ولرو ،د بیلګې په توګه د یوه اروپایي شعر دغه برخه وګورﺉ :

                  کله چې بیړۍ خپل بادبانونه ورپول

                  او ما نورد هغې پر څنډه د خپلی مسا پرې محبوبې لاس ښورول نه لیدل

او کله چې زه ډاډه شوم چې هغه ولاړه

که څپو هر څومره اوبه راوشیندلې

خو زه د یوې ترخې خدای په امانۍ ویرې هېښ کړی وم ........

موږ که ددغې ترخې خدای په امانۍ په عاطفي حالت کې شریک شو او لکه شاعر د محبوبې خدای په امانۍ ته هېښ شو دا هغه عاطفي ګډون دی چې له پنځه ګونو حواسو څخه یو هم نه شي کولای هغه درک کړي .

د همدې لپاره ده چې حسي تصویرونه موږ په خپل عاطفي توان او رواني عکس العمل درکولای شو نه یوازې په پنځه ګونو حواسو .

دلته زموږ ښه بیلګه د درویش درانی هاغه بیت دی چې وارله مخه مو هم خبري پرې کړي دي .

له هنري پلوه حسي تصویرونه تر ذهني او عیني هغو، ځکه ډیر اغیزمن دي چې مخامخ د انسان عاطفه تر تاثیر لاندې راولي ،نوله همدي پلوه په هغو شعرونو کې چې جدي مفکوره ،کیسه یا پیام نه لیږدوي د داسې تصویرونو ایجاد د شعر محتوا یې نیمګړتیا پټولای شي .

موږ په شعر کې د عاطفي حالت د ایجاد لپاره د داسې انځورونو جوړولو ته اړتیا لرو ځکه خو ځوانو شاعرانو ته بویه چې د خپل هنري صمیمیت د ښوولو لپاره د حسي تصویرونو پر پیژندلو سربیره د هغو تکنیکونه او پر ځای کارول هم زده کا .