Wadan weblog 2

تړلې ټولنه، ژباړه، پرانيستې ټولنه

02.12.2007 08:58

 


تړلې ټولنه په يوه جغرافيايي موقعيت كې د يو شمېر خلكو هغه مجموعه ده چې د سياسي جبر، اقتصادي محدوديتونو، مدني وروسته پاتې والي يا كولتوري بېلتون له امله له نړيوالې ټولنې سره فكري، فرهنګي او مدني اړيكې و نه لري. خو پرانيستې ټولنه د دې پر عكس ده، چې د فكر، فرهنګي او مدني اړيكو د ټينګښت لپاره ځانګړى محدوديت نه لري.
دغه دواړه اصطلاحات هغه وخت په جدي بڼه مطرح شول چې په نړۍ كې سياسي_اقتصادي متفاوتو سيمستمونو د خپل سيال د فكري نفوذ د مخنيوي لپاره په خپله محدوديتونه وضع كړل.
ټولنپوهان باور لري چې  په منځنيو پېړيو كې اروپايي سخت دريځو او د كليساګانو واكمنو خپلې ټولنې له فكري كولتوري پلوه تړلې ساتلې څو عقلي پرمختګونه د مذهبي ښكېلاك ګواښ رامنځ ته نه شي كړاى همدا راز كليسايي واك نه غوښتل ريښتيني ديني تفسيرونه را منځ ته شي ځكه د دوى سياسي واكمنۍ ته يې زيان رساوه.
تر دې را وروسته دكمونيزم له رامنځته كېدو سره كمونيسټي ټولنو د پانګوالۍ او پانګوالۍ د كمونيسټي هغو پر وړاندې خپل ورونه وتړل او  بيلې بيلې تړلې ټولنې يې را منځ ته كړې البته په داسې حال كې چې شوروي پلوه ټولنې په دې چاره كې ډېرې سخت دريځه او بې رحمه وې. هغه مهال د سياسي جبر له مخې د فكر او فرهنګي نفوذ مخه د ټوپكو اوزندانونو د ميلو په وسيله نيول كېده. له مدنيته ځينې لرې پاتې ټولنې هم تړلې يادېداى شي لكه د امريكا تر كشف مخكې هلته د بومي سورپوستكو ټولنه يا په افريقا اواسيا كې د ځينو وحشي قبېلو خلك.
د پرانيستو ټولنو د رامنځ ته كولو لپاره پراخو هڅو او ديموكراتيكو حكومتونو پراختيا په دې وروستيو څو لسيزو كې دومره ګرمه شوه چې د پرمختللې برېښنايي ټكنالوژۍ په مرسته يې د نړيوال كېدو globalization   مفكوره ايجاد او پياوړې كړه.
دا مهال فكرونو، علمي موندونو، د سياسي نظرياتو زغم او د فرهنګي تجربو او آثارو پراخېدل دومره عام شول چې نړۍ يې په رښتيا هم د يوه كلي په اندازه راكوچنۍ كړه او په اصطلاح د كوزې كلا ډنګ تر برې هم ورسېد.
لويديزې اروپا او د امريكې متحده ايالاتو چې له اقتصادي اړخه نړيواله سرخيلي په لاس كې درلوده سياسي_فرهنګي برتري يې هم راخپله كړه او د ملګرو ملتونو ادارې پنځه يا شپږ ژبې په نړيوالې كچه و منلې چې انګريزي، فرانسوي، جرمني، هسپانوي، روسي او عربي وې. د نړۍ ګڼو هېوادونو د پرانيستو ټولنو او نړېوال كېدو په بهير كې پر دغو ژبو ځان وپوهاوه په تېره بيا انګريزي له دې پلوه ډېر مهمه شوه آن چې په يو شمېر ټولنو كې بې انګرېزۍ څه نه شول كېداى.همدلته و چې يو شمېر ځانته غره او پر خپلو فرهنګي اصالتونو ولاړو ټولنو بېله لاره خپله كړه، دوى چې نه غوښتل خپلې ژبې، فرهنګي ارزښتونه، ملي غرور او تشخص له لاسه وركړي، له بلې خوا د پرانيستو ټولنو او بيا نړيوال كېدو له كاروانه يې هم وروسته پاتې والى نه شو زغملاى، نو يې ژباړو ته زور وركړ. ژباړو په دې بهير كې دوه ګټې درلودې يو خو يې د نړيوالو پرمختګونو ارزښتونه دوى ته رارسول له بلې خوا يې خپلې ژبې يا د ژبو پانګه هم پياوړې كېده، پټه او سياسي ښېګڼه يې دا وه چې په ژباړو كې يې هر هغه څه سانسورولاى شو چې دوى يې خپلې ټولنې ته راتلل نه غوښتل.
ايران، چين، جاپان، ځينې اروپايي هېوادونه ( په تېره بيا سكاندينوى هغه) د داسې هېوادونو بيلګې دي. دغو هېوادونو خپلې فرهنګي سابقې ته ډېر اهميت وركاوه او د دې تر څنګ يې غوښتل خپل خلك له هر راز سياسي، فكري_علمي او ادبي ( په مجموع كې فرهنګي) پرمختګونو څخه باخبره وساتي او په اصطلاح له دې اړخه تړلې ټولنه پاتې نه شي نو يې مټې را بډوهلې، له ادبي او علمي آثارو رانيولې تر سياسي مانوفيستونو، ويناوو، تاريخي كتيبو، اعلاميو قوانينو او... پورې هر څه يې راوژباړل. همدا راز د دې لپاره چې د نړيوال كېدو په بهير ور ګډ شي او نورو ته د خپل فرهنګي ازرښتونو زور ور وښيي نورو ژبو ته يې هم خپل هغه ور وژباړل او نړيوال يې پر دې وپوهول چې ( دلته هم څوك شته!) كه څه هم ځينو هېوادونو تر دې اسانه لار غوره كړه او ددې لپاره چې پرانيستې ټولنه را منځ ته كړي او له نړيوال كېدو سره ملګري وي د خپلو ژبو تر څنګ يې يوه نړيواله ژبه په خپل هېواد كې رسمي كړه او خلك يې وهڅول چې دغه ژبې زده كړي، البته چې دې چارې په دغو هېوادو كې تاريخي ريښې درلودې او د استعمار په پړاو پورې تړلې وې.
هند، پاكستان، لاتينه امريكا، افريقايي ( فرانسوي ژبي او انګريزي ژبي) هېوادونه او په منځنۍ اسيا كې روسي ژبي هيوادونه له دې ډلې څخه شمېرلى شو.
له بده مرغه موږ هم په غير رسمي توګه همدې لور ته ور روان يو، كه څه هم كومه بهرنۍ ژبه مو رسمي نه ده اعلان كړې خو د كار او  روزۍ موندلو لپاره يې د خپل نوم تر زده كولو مخكې پر زده كړه ټينګار كوو.
په هر صورت اوس به لاندې درې پوښتنو ته ځواب ولټوو:
۱_ پرانيستې ټولنه څه ګټې او زيانونه لري؟
۲_ ژباړه ديوې پرانيستې ټولنې په را منځ ته كولو كې څومره او څنګه ونډه لري؟
۳_ په دې بهير كې موږ چيري يو؟
لومړۍ پوښتنه: پرانيستې ټولنه څه ګټې او زيانونه لري؟
په دوديزو ارزښتونو ولاړ ټولنپوهان وايي چې د پرانيستې ټولنې د رامنځ ته كېدو په بهير كې ( په تېره بيا په لومړيو پړاوونو كې) سنتونه، بومي عادات، كولتوري او كله_كله عقيدوي ازرښتونو ته زيان اوړي دا اندېښنه پر ځاى ده په تېره بيا په هغو ټولنو كې چې اجتماعي شعور يې ټيټ وي او له اقتصادي پلوه كمزوري وي، ځكه د پرانيستې ټولنې غېږ د نويو پديدو منلو ته خلاصه وي كله كله د ژوند چټك پرمختګ پخپله د ځنډنيو عاداتو د هېرېدا باعث ګرځي. د پرانيستې ټولنې بل تاوان په فرد، كورنۍ او ټولنه كې د بدلونونو له امله رواني ګډوډي ده. هر نوى، پردى چې له ځايي او زوړ ارزښت سره مواجه شي څه نا څه كشمكش را منځ ته كوي.
په لومړي سر كې د فرد اروايي حالت له نارملتيا باسي بيا د فرد برخورد له فرد سره بدلوي او په نتيجه كې ټولنه له ګډوډۍ سره مخامخيږي. كله كله دا ستونزې موقتي وي، ځينو ټولنو د داسې ستونزو د مخنيوي لپاره خپل قوانين هومره پرانيستي جوړ كړي  وي چې ارزښتونه د فرد د حقوقو په اساس ټاكل كيږي نه دا چې فرد خپل مكلفيتونه د موجودو كولتوري ارزښتونو تابع كړي. د داسې ټولنې يوه بېلګه د امريكا د متحده ايالاتو ټولنه ده، دوى په دې عقيده دي چې هر كولتور چې امريكا ته راځي هغه د امريكې كولتور دى.هيڅ كولتور ممنوع نه دى تر هغه چې د فرد او ټولنې تثبيت شويو حقونو ته زيان وا نه ړوي او هيڅ كولتوري ارزښت ، چې د يوه فرد يا ډلې خوښ نه وي مراعات يې لازمي نه دى.
په هر صورت د پرانيستې ټولنې ګټې ډيرې دي لومړى دا چې فكري اوعقلي پراختيا ته لاره هواروي ټولنيزه پوهه پياوړې كوي، د دموكراتيكو اصولو له تطبيق سره مرسته كوي او د انساني حقونو تامين ته هم لاره هواروي. خو په دې شرط چې داسې ټولنيز چوكاټونه موجود وي چې په ټولنه كې موجود سالم كولتوري ارزښتونه او عقيدوي اصول له زيان څخه محفوظ وساتي.
ټول مدني ارزښتونه لكه د قانون واكمني،د بل حق ته درناوى او د فكر و بيان ازادي په پرانيستو ټولنو كې ښه ترا  د تطبيق وړ دي.
۲_ ژباړه د پرانيستې ټولنې په رامنځ ته كولو كې څومره او څنګه ونډه لري؟
ټول هغه فرهنګي ميراثونه چې په مكتوب، ثبت شوي ياپه شفاهي بڼه وجود لري يا ايجاديږي د ژباړې  وړ دي. په دې كې متون ( كتابونه، رسالې، مجلې، بريښنايز متنونه، ورځپاڼې، كتيبې، ليكونه او نور) فلمونه ډرامې تصويري راپورتاژونه، آرشيفي مواد، غږيز متنونه حتى ولسي او شفاهي ادبيات راتللاى شي دا چې د هرڅه په اړه وي، اما د ټولې بشري نړۍ ګډه فكري پانګه ده هره ټولنه حق لري له دغې ګډې پانګې او بشري ميراث څخه زده كړه وكړي، تجربه يې كړي او پرې پوه شي، نو ددې لپاره هغه بايد وژباړي، پرانيستې ټولنه په حقيقت كې د پوهېدا لپاره هڅو ته د زمينې برابرول دي، پرانيستې ټولنه د ژباړې او ژباړه د پرانيستې ټولنې لپاره مكمل او متمم دي، يعنې د علمي، فرهنګي_ادبي او هنري ميراثونو ژباړه د جمعي فكر سطحه لوړوي، ټولنيز شعور ته وده بښي او په نتيجه كې د پرانيستې ټولنې لپاره شرايط برابريږي.
همدا راز په پرانيستې ټولنه كې د ضرورت او اړتيا د شديد احساس په نتيجه كې خلك ژباړې ته هڅول كيږي. د پرانيستې ټولنې خصوصيت دى چې تاسو بايد له نړيوالو فرهنګي حوزو سره پلونه وتړئ، په دې لړ كې ژباړه د يو صنعت په توګه يو مهم پول دى. اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسبري د دموكراسۍ او پرانيستې ټولنې مميزده ده او بشپړو اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسبرۍ له ژباړې پرته نا ممكنه ده. ژباړه فرهنګي بډاينه رامنځته كوي او فرهنګي غنا د پرانيستې ټولنې يو اصل دى. ددې لپاره چې بحث اوږد نه شي را به شو وروستۍ پوښتنې ته:
په دې بهير كې موږ چيري يو؟
له بده مرغه زموږ حال د خواشينۍ وړ دى. د يوې پرانيستې ټولنې د رامنځ ته كېدو لپاره زموږ ټولې هڅې نيمګړې دي اوبلكې كله دغو هڅو منفي پايله درلودلې مثلاً موږ نه يوازې دا چې پرانيستې ټولنې ته د رسېدو لپاره د خپلو ازرښتونو د حفظ لپاره سيستماتيك او قانوني چوكاټونه نه دي جوړ كړي بلكې مخكې له دې چې د پرانيستې ټولنې له ګټو او مزاياوو څخه خبر شو يا يې را منځ ته كړو دغو ارزښتونو ته په زيان اړولو مو د پرانيستې ټولنې رنګه بده كړې ده. له بده مرغه په عامه ذهنيت كې د ديموكراسۍ، آزادۍ او پرانيستې ټولنې په شان اصطلاحات يو څه بدنام شوي او لامل يې دا دى چې نه لوستو وګړيو او نه هم عام ولس ته ورپېژندل شوي دي، خلك ګومان كوي چې له عقيدوي ارزښتونو وتل ناوړه غربي پديددو ته تسليمېدل او خپل كولتور هېرول د دغو اصطلاحاتو ماناوې دي.حال دا چې د نړيوالو فكري پانګې ته ځان رسول پر ټكنولوژۍ سمبالېدل او د بشريت له جمعي پرمختګ سره اوږه په اوږه ګام ايښودل د ټولنيز شعرو له هغې مرحلې څخه را پيل كيږي چې خلك د پرانيستې ټولنې پر واقعي ارزښت وپوهيږي او په خپله يې رامنځ ته كړي. موږ د خپل جوړ كړي محور پر شاوخوا راڅرخو، خپل فكر، خپل باور او خپل د ود و دستور مهم دي خو كه ځان ته وګورو له بوټونو او جرابو نيولې د سر ترخولۍ پورې د ژوند هره وسيله مو پرديو را جوړه كړې ده، موږ علوم نه زده كوو بلكې راكاپي كوو يې، حتى له طب، انجينرۍ او نورو سياسي علومو نيولې د بشري علومو تر نظرياتو پورې ټول نورو ايجاد كړي ، موږ پرته له دې چې سم ناسم په كې وپېژنو را كاپي كوو يې. له دې حالته د وتلو يوه لار ژباړې ته مخه كول دي ځكه موږ اړ يو اول د موجود علم ټول شكل را وژباړو. ولس د فكري توليد مصرفوونكى دى، روڼ اندي، لوستى او متخصصين د فكري پانګې توليدوونكي دي، ژباړه د هرې برخې لپاره ضروي ده. روڼ اندي، لوستي او متخصصين بايد د فكري توليد لپاره علوم،فنون، هنرونه او فكري زېرمې ترلاسه كړي، ژباړه بيا هم د ارتباط پول دى. ژباړه د علم د انتقال ژبنۍ وسيله ده. او موږ له پوهنې څخه لرې يو، د پوهې او تكنولوژۍ يوه نيمګړې، زړه، له كاره لوېدلې نسخه لرو چې د تطبيق وړ نه ده.
ما يو مهال په يوه ليكنه كې لوستي و چې له ټكنولوژۍ سره د پرانيستې ټولنې او يوې تړلې ټولنې بېل_بېل برخورد يې ښوده هلته يې يو ساده مثال وركړى و، ويل يې: كه تاسو تړلې ټولنې ته د فوتوكاپۍ ماشين ولېږئ هغوى هڅه كوي د استفادې طرز يې زده كړي او كه كومه پاڼه پرې كاپي كړي ورته خوشاله وي خو كه همدا ماشين يوې پرانيستې ټولنې ته ور ولېږئ نو په اول قدم كې هڅه كوي دغه ماشين وپېژنې او پرې پوه شي چې څنګه كار كوي، بيا ځان وپوهوي چې دغه ماشين څنګه جوړ شوى دى، په دويم ګام كې كوشش كوي په خپله د فوتوكاپي ماشين جوړ كړي، د پرانيستې ټولنې وګړي د فوتو كاپۍ ماشين يو ځل راوړي او بيا يې ټولې ځانګړنې را ژباړي ځان پرې پوهوي او دوهم يې خپله جوړوي.
د دې مثال له نظره موږ چيرې يو؟ د فوتوكاپي ماشين خو پرېږده چې تر اوسه مو د خپلو ژبو په اړه هم علمي نظريات نه دي را ژباړلي لا تر اوسه د كاليو مينځلو د صابون كيمياوي فورمول هم نه دى را ژباړل شوى او د كچالو د بوټي امراض خو لا ډېره لوكسه خبره ده.
د پرانيستې ټولنې په پوهنتون كې هر كال علمي كتابونه نوي كيږي، بلكې د ځينو ژر ليدونكو علمي تيوريو متون تر دې ژر نوي كيږي. زموږ په پوهنتون كې د ۱۹۳۳ كال د انجينرۍ هغه تيورۍ لوستل كيږي چې اوس د تاريخ حافظې ته سپارل شوي، همدا دى دتړلې او پرانيستې ټولنې توپير. كه يو ملت د پرانيستې ټولنې په رامنځ ته كولو كې محتاط وي خپل كولتوري ارزښتونه له لاسه ورنه كړي نو په دې لاره كې ژباړه له يوه اړخه آب حيات ده ځكه پوهه به يې تر لاسه كړې وي خو ژبه  او فرهنګ به يې هم ساتلى وي.
په تړلې ټولنه كې هغه وګړي چې پرمختګ او اصلاحات غواړي منفعل قشر وي حال دا چې په پرانيستې ټولنه كې ريفورم غوښتونكي فعال وي نه منفعل. د منفعل قشر خصوصيات دا دي چې له پېښو سره په احساساتي او شعاري روحيه برخورد كوي نه په عقلي او ترميمي روحيه حال دا چې فعال قشر په آرامو اعصابو فعاليت كوي او كار يې دا وي چې يو څه رامنځ ته كړي نه دا چې خلك خپلو غوښتنو ته متوجه كړي. دا څرګنده ده چې د هر حق غوښتونكي او اصلاح طلبه غورځنګ بدلون له منفعل حالته و يوه فعال حالت ته پوهاوي او فكري بلوغ ته اړتيالري چې ژباړه يې يوه ښه وسيله ده. موږ كه د ژباړې د يوه منظم غورځنګ له لارې فكري اساسات او علمي لاسته راوړنې راخپلې كړو نه يوازې دا چې يو فعال پرمختګ غوښتونكى نهضت به ولرو بلكې د پرانيستې ټولنې لومړني اساسات به هم رامنځ ته كړو. د دموكراسۍ فلسفې، د سياست علم، ټولنپوهنه، د جمعي شعور د لوړتيا لپاره فكري تغذيه، تكنالوژي، ساينسي علوم، نړيوال ادبيات، هنري پانګه، تاريخ او روزنيز مواد په لومړي سر كې د ژباړې لپاره مهم مواد دي.
د يوې پرانيستې ټولنې اړيكي له نړيوالې ټولنې سره طبعاً يو اړخيز نه دي موږ نه يوازې  د نورو پېژندلو ته اړ يو بلكې بايد ځانونه هم پر نورو وپېژنو او د دې لپاره هم ژباړې ته اړتيا لرو، كه له نړيوالو څخه څه اخلو بايد څه ورته عرضه هم كړو، زموږ تاريخ، زموږ كولتوري ارزښتونه، ادبي پانګه او ټولنيز واقعيتونه د ژباړې وړ دي. همدا اوس نړۍ د افغانستان په اړه سترې سياسي او نظامي تېروتنې كوي ځكه د افغانستان له كولتوري ارزښتونو، اجتماعي مناسباتو، عقايدو، اقتصاد، تاريخ،ژبو او قومي حقايقو څخه نه دي خبر، ولې نه دي خبر؟ ځكه نه يو ور ژباړل شوي.ولې؟ ځكه تړلې ټولنه يو د ژباړې په مرسته به موږ يو بل څه هم تر لاسه كړو، كه علوم او فنون په خپلو ژبو كې ولرو د انګرېزۍ د مينې له دغې تبې به هم خلاص شو چې اوس يې لرو، نور به ټول علوم يوازې د انګرېزۍ او كمپيوټر په ابتدايي كورسونو كې نه خلاصه كيږي او پخو پوهانو ته به مو څوك عريضه پر مخ نه ولي چې ولې يې انګريزي نه ده زده. د خارجي ژبو زده كړه هدف نه بلكې وسيله ده، د ژباړې لپاره وسيله، نه لكه علم د هدف په توګه. موږ بايد په پوره پام او احتياط يوه پرانيستې  ټولنه را منځ ته كړو د دې لپاره لومړى درشل ژباړه ده، يوه دوه اړخيزه ژباړه، بل درشل يې د خپلو ازرښتونو د ساتلو لپاره د چوكاټونو ايجاد او پالل دي او درېيم ګام يې د منفعل پرمختګ غوښتونكي غورځنګ پوهاوى دى چې په يوه فعال او مثمر بهير بدل شي او خپله پوهه د ټولنې پر هوساينه ولګوي.
ودان دې وي افغانستان