Wadan weblog 2

د استاد الفت يو نثر يوه دنيا خبرې

07.01.2008 17:46

 

 


د استاد الفت پر نثري ليكنو ګڼې ليكنې شوي، زه غواړم د بيلګې په توګه د هغه يو نثر راواخلم او د بلاغت او اجتماعي پېغام رسولو د كمال له نظره پرې يوه لنډه تبصره وكړم،ځكه موږ د تاريخ په يوه داسې مرحله كې ژوند كوو چې تر هر څه ډېر ټولنيزې اصلاح او د اجتماعي شعور لوړولو ته اړتيا لرو، زموږ ډيرې بدبختۍ زموږ د ګډې شعوري سطحې له ټيټوالي څخه رازيږي. ادبيات او په ادبياتو كې د استاد الفت په څېر د يوه دراك ليكوال پاخه، منطقي او بليغ نثرونه د داسې اصلاح تر ټولو ښه وسايل دي، نن سبا د عامه پوهاوي Public Education لپاره داسې مواد په نړيواله سطح اهميت لري. ممتاز ادبي نثرونه يوازې د ښه پيغام رسولو له نظره اهميت نه لري، بلكې هنري ارزښت يې په دې كې وي چې د نظر وړ پيغام څنګه رسوي، په بله ژبه په كومو ادبي ارزښتونو يې پسولي. زما د نظر وړ نثري ټوټه (جګ برجونه) نوميږي چې دلته يې رانقلوم.
جګ برجونه
د كلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ و، د كلا شاوخوا ته خندق ډېر ژور و، له دغه جګوالي سره دغه ټيټوالى تړلى و او د لوړتيا راز په همدغه كنده كې پټ و، تر څو چې يو ځاى ډېر ژور نه شي د چا برجونه نه جګيږي. ديوه لوړېدل او د بل ټيټېدل يو له بله تړلي دي، دا جګ برجونه هر چا له لرې ليدل مګر دا لويه كنده له لرې چا نه ليده او د نژدې خلكو هم ډېر پام ورته نه و.
زموږ سترګې له ډېر لرې ځايه لوړ څلي او جګ برجونه ويني مګر ژورې څاګانې او لويې كندې څو قدمه هغه خوا نه ويني.
د دې هسكو دېوالونو او لوړو برجونو خټه له همدغه ټيټ ځايه اخيستل شوې ده، دا خټه د سنډا له پښو لاندې پخه شوه او ډېرو خلكو په لتو ووهله بې له دېنه دا دېوالونه او برجونه نه لوړېده.
يوه لوړ مقام ته رسېدل دغه راز كارونه په مخكې لري او ټيټ همدغسې جګيږي، د دنيا جاه و جلال عزت او منزلت هماغه لوړ برجونه دي، چې سرګذشت يې له ډېر ټيټ ځايه شروع كيږي.كوم سر چې د ډېرو خلكوپه مخكې په تعظيم ټيټ نه شي نور سرونه ورته په احترام نه ټيټيږي، هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ نور ورته لاس په نامه نه دريږي، دا هغه پور دى چې سړى يې يوه ته وركوي او له بل نه يې غواړي.
كه دا خبره تاسو منلې نو راشئ، د خان نوكران وګورئ! هغه چې د خان په مخكې خپل سر ډېر ټيټوي په نورو باندې تفوق لري او درجه يې لوړه ده هغه آس چې د ارباب د سپرلۍ د پاره په كمند كې ولاړ دى له نورو اسونو نه ډېر قدر لري او ميتران يې ډېر ښه خدمت كوي.
كه موږ حقيقت ته ځير شو عزت ډېر ځله په ذلت ګاټه شي او باداري د غلامۍ نتيجه ده، ډېر خلك شته چې د شخصيت د ګټلو د پاره خپل شخصيت له پښو لاندې كوي او د عزت د پاره عزه النفس قربانوي.
څنګه چې دهقانان غنم په خاورو كې شيندي او بيا د غنمو درمندونه اخلي دوى هم عزت او شخصيت له خاورو لاندې كوي او دې ته يې منتظر وي.
په دنيا كې ډېر لږ كسان دي چې خپل فطري او طبيعي لوړوالى په بل شان ساتي او د لوړو برجونو غوندې نه دي بلكې د غرو له جګو څوكو سره شباهت لري.
دا له قديمه دود و، چې د لوړو دېوالونو خاوندو كلاګانو به په خپله شا او خوا كې خندقونه هم درلودل، خندقونه به د دښمنانو د يرغل پر مهال دهغوى مخه نيوله، د لويو بالاحصارونو پر شا او خو اهم لوى لوى خندقونه راګرځېدلي وو، استاد الفت موږ ته د دغه تشبيهى مثال په را په يادولو خپله مفكوره هم را پېژني او وايي چې لوى دېوالونه ځكه لوړ دي چې تر څنګه يې خندقونه ژور دي يعنې هغه خلك چې لوړ شوي خامخا يې ځينې خلك واړه كړي چې نظر هغو ته دوى لوى ښكاري، د استاد الفت د خبرې يوه مانا دا هم ده چې د ځينو خلكو عزت د نورو په ذلت كې وي د استاد الفت هدف هغه مصنوعي وقار او حيثيت دى چې ځينې خلك يې د نورو په ذليلولو او خوارولو كې ګټي، زموږ په ټولنه كې ډېر داسې خلك شته چې د نورو په وژلو، لوټولو، ځورولو او خوارولو، لوى شوي ، مهم شوي، او واك و ځواك ته رسيدلي. دا په حقيقت كې هماغه كاذبه لويي ده چې استاد الفت ورته اشاره كړې ده، د استاد الفت د منطق او استدلال يوه ښېګڼه، ځانګړنه او خوږوالى په دې كې دى چې هڅه كوي خپل خلك په داسې مثالونو پوه كړي چې د هغوى لپاره د پوهاوي وړ وي، خلك ورسره اشنا وي او په ورځني ژوند كې ورسره سر و كار ولري، آن نالوستي او عام خلك هم پرې پوه شي، وګورئ، برجورې كلاګانې، د هغو تر څنګ خندقونه د سنډا له پښو لاندې د خټو پخېدل او بيا ورڅخه دېوالونه او برجونه جوړول هغه څه دي چې د افغانستان خلك يې پېژني او په اسانۍ سره يې تصور كولاى شي، استاد الفت د نيويارك او پاريس ماڼۍ ګانې او برجونه نه دې ښودلي، ځكه بېچاره افغانان له هغو سره نه دي بلد. داستاد نور مثالونه هم محلي او اشنا دي: خان او د هغه نوكران، دخان آس، كمند، ميتران، دهقانان، درمندونه او د غرونو جګې څوكې دا ټول د هغه د عالي منطق لپاره ساده او عام فهمه مثالونه او په زړه پورې تشبيهات دي. د استاد الفت استدلال دا دى چې د هېواد او ټولنيزو ازرښتونو اصلي ساتونكي خلك دي، سره له دې چې له لرې څخه يوازې لوړ دېوالونه ښكاري، يعنې ټول هغه كسان ويني چې په لوړو څوكيو ناست دي، فكر كيږي چې هر څه دوى كوي حال دا چې د كلا (كېداى شي د ازرښتونو سمبول وي) په ساتلو كې نه يوازې دېوالونه بلكې خندقونه (عادي خلك) چې نه ليدل كيږي هم ډېر رول او ونډه لري. او عجيب دا ده چې دېوالونه دورانېدو او رالوېدو وړ دي مګر خندقونه تر دېوالونو ډېر د اطمينان وړ دي.
د استاد الفت منطق دا دى چې: (( يو لوړ مقام ته رسېدل دغه راز كارونه په مخكې لري اوټيټ همدغسې جګيږي يا د دنيا جاه و جلال، عزت او منزلت هماغه لوړ  برجونه دي چې سر ګذشت يې له ډېر ټيټ ځايه شروع كيږي.))دا خبره دوه بېل بېل پېغامونه درلوداى شي، يو دا چې تر هغو ذلت و نه منې او بل ته ټيټ و پاس نه شې لويي نه شته، په دې كې يو تريخ طنز او اجتماعي انتقاد نغښتى دى، يعنې له بده مرغه زموږ ټولنه په ارزښتونو نه ده ولاړه بلكې غواړه ماري، چاپلوسي او بې ځايه ټيټ و پاس كېدل يو ځاى ته د رسېدو وسيله ده، ځكه خو استاد الفت وايي: (( كوم سر چې د ډېرو خلكو په مخكې په تعظيم ټيټ نه شي نور سرونه ورته په احترام نه ټيټيږي. هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ نور ورته لاس په نامه نه دريږي. دا هغه پور دى چې سړى يې يوه ته وركوي او له بل نه يې غواړي)) استاد الفت په خپل دې استدلال كې په غير مستقيم ډول وايي چې بايد د لويېدو او مقامونو ته د رسېدو وسيله چاپلوسي او ټيټ پاس كېدل نه واى بلكې لياقت، پاكي، استعداد او تخصص واى، ځكه هغه څوك چې استعداد، توانايي، پوهه او تخصص لري د مصنوعي او په لاس جوړ شويو برجونو غوندې نه دي بلكې(( د غرو له جګو څوكو سره شباهت لري)) چې هيڅ ځواك يې نه شي را پرزولى.
خو د استاد الفت استدلال يو بل اړخ هم لري او هغه د دې ليكنې دوهم پيغام دى چې په نامستقيم ډول ورڅخه څرګنديږي، دغه مثبت پيغام داسې تفسيرولاى شو چې: ټول ستر خلك او لوړ مقامات يو وخت واړه وو، دوى زحمت او خواري ايستلې، ځان يې ستومانه كړى د استاد الفت په اصطلاح د وخت د سنډاګانو له پښو لاندې يې ځان پوخ كړى څو دغې درجې ته رسيدلي دي، يعنې تر څو خواري، زحمت او كوشش و نه كړو ځان لويو او هسكو موقفونو ته نه شو رسولاى استاد په اخرو كرښو كې دې ته هم غير مستقيم اشاره كوي چې په زحمت.، زيار، كوشش، استعداد او تخصص يو ځاى ته رسېدل د خټينو دېوالونو په شان مصنوعي او كاذب لوړوالى نه دى بلكې د غرونو د هسكو څوكو په شان لوړېدل وي چې د زمان هيڅ جبر يې نه شي راپرځولى.
د استاد الفت له دغې ليكنې څخه موږ يو بل واقعيت هم موندلاى شو، سره له دې چې ليكوال دې ته هيڅ ډول مستقيمه اشاره نه كوي خو د ښه ادبي اثر ښېګڼه دا ده چې موږ په كې راز راز حقايق موندلاى  او تفسيرولاى شو: موږ افغانان له بده مرغه ډېره سرمايه، بشري قوه، وخت او نور امكانات د لويو لويو كلاګانو او برجونو په جوړولو لګوو، حال دا چې د جريبونو جريبونو لويې كلاګانې موږ ته هيڅ ډول اقتصادي ګټه نه رسوي، بلكې موږ تاواني كوي هم، موږ د سيالۍ او ناسمې همچشمۍ له لاسه لوړې كلاګانې جوړوو خو په كې د ټيټې سطحې ژوند كوو، پوهه مو د خټو له خندقونو څخه هم ټيټه ده، په لوړو كلاګانو او برجونو كې د ژوند ډېر ټيټ امكانات هم نه لرو، كېداى شي په ډېرو لوړو كلاګانو كې محصورې افغانانې د جامو مينځلو يالاس و مخ پاكولو لپاره صابون هم ونه لري او په كلاګانو كې د محصورو ماشومانو لپاره د لوستلو كتاب خو لا څه كوې چې يوه ټوټه كاغذ به هم نه وي چې څه ورڅخه زده كړي.بله مسئله دا ده چې زموږ برجونه او دېوالونه زموږ د دښمنيو شاهدان دي، له دې ښكاري چې د جګړې، بديو او وژنو، حملو او دفاع كولتور په موږ كې تر ټولو زورور دى، هر بهرني ته موږ په لوى لاس ثابتوو چې موږ د بديو او جګړو خلك يو، ډارېږو ځكه نو ځانونه په لويو كلاګانو او برجونه كې ساتو زموږ د كلاګانو برجونه تيركشونه ( د ډزو لپاره سوري) هم لري او دا د دې نښه ده چې موږ له دې تيركشونو څخه خپل دښمنان په نښه كوو.
د استاد الفت د نثر كمال دا دى چې د دې په شان ګڼ تفسيرونه ور څخه كېداى شي، استاد الفت پخپله نتيجه نه اخلي، هيڅ پايله اخيستنه Conclusion نه وركوي، بلكې خپل پوخ استدلال داسې ارائيه كوي چې موږ په خپله ورڅخه نتيجه واخلو، موږ  يوازې  په همدې تير لنډ بحث كې دوه درې نتيجې واخيستې او هر فكر ورڅخه خپله خپله پايله ترلاسه كړه.
د استاد الفت په نثر كې تصوير نګاري هم د پام وړ ده، استاد الفت خپله ليكنه داسې پيل كوي:
(( د كلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ وو، د كلا شا و خوا ته خندق ډېر ژور و.))
د ايو ساده خو روڼ عيني تصوير دى، زمو ږذهن مخامخ له يوې دنګې كلا او د هغې له خندق سره اشنا كوي، بيا پرته له دې چې د تشبيه كوم ارتباطي تورى و كاروي خپل تز ( د بحث اصلي موضوع) را وړاندې كوي:
(( له دغه جګوالي سره دغه ټيټوالى تړلى و او د لوړتيا راز په همدغه كنده كې پټ و...))
دوه جملې وروسته استاد د خپلې ليكنې زمانه بدلوي او له ماضي څخه حال ته راځي:
((زموږ سترګې له ډېر لرې ځايه لوړ څلي او جګ برجونه ويني مګر ژورې څاګانې او د لويې كندې څو قدمه هغه خوا نه ويني.))
د استاد په دې كار كې هم يو كمال دى، دى موږ (لوستونكى) هم ځان سره شريكوي يعنې ليكنه له يوازې روايتي حالت څخه استدلالي حالت ته را اړوي موږ په دغه اوښتون كې وينو چې ليكوال ناڅاپه موږ هم له ځانه سره شريكوي او د جمع متكلم په استازيتوب بحث كوي. څو جملې وروسته ليكوال موږ مخاطب كوي او ليكي (( كه دا خبره تاسې منلې نو راشئ، د خان نوكران وګورئ...)) په لنډو ادبي نثرونو كې د كلام دا ډول اوښتون يو په زړه پورې تخنيك دى، زه فكر كوم په دې توګه د كلام له تكراري حالت او ساړه روايت څخه مخنيوى كيږي، او متن پخپله د يوه ژوندي متكلم په توګه له موږ سره خبرې كوي، كله موږ له ځان سره ملګري كوي چې شهادت وركړو، كله خطاب راته كوي او كله كله كيسه راته كوي، د فصاحت په اړه د يوه ښه خطيب كمال د ادى چې خپل مخاطب له ځان سره ولري، كله كله پوښتنه ورڅخه وكړي، كله يې د خپلو خبرو سموالي ته متوجه كړي، موږ كله كله په ورځنيو ډيالوګونو كې خپل مخاطب ته وايو، همداسې نه ده؟ ته څه فكر كوې؟ كه ته هم زما په ځاى واى... او نور دا د دې لپاره چې خپل مخاطب ته د خبرو جدي والى وښيوو، استاد الفت همدا كار په نثر ليكنه كې كوي او په دومره مهارت يې كوي چې پرته له دې چې د ليكنې عادي بهير ته زيان ورسيږي لوستونكى له ځان سره ساتي.
زما له نظره د استاد الفت د نثرونو ډيرې بيلګې د داسې شننو وړ دي، چې زلميو نثر ليكونكو ته د زده كړې تر ټولو عالي مواد دي، موږ كولاى شو د ارواښاد استاد له راپاتې ميراث څخه د ښو ليكنو ډېر كمالات زده كړو.