Wadan weblog 2

بدلې (عبدالغفور لېوال)

16.01.2008 12:06

 

 

پټه خزانه د پیړۍ کتاب ګڼل شوی ، یعنې د شلمې پیړۍ له نوادرو څخه دی . په دې کتاب کې له ګڼو تاریخي او مانیزو خزانو څخه یوه هم د پښتو تر ټولو طبیعی او سوچه شاعرانه  قالب دی چې بدله نومیږي .
دا قالب د لنډیو ، نارو ، سندرو ، چاربیتو ، بګتیو ، سروکو او نورو بومي پښتني قالبونو په څیر د پښتو ژبې له موسیقايي جوړښت سره سم خورا زوړاو مترنم قالب دی ، چې زموږ نیکونو او اناګانو به وایه او غالبا چې زړې سندرې هم له همدې څخه جوړیدلې ، د همدې قالب نوم ښايي وروسته دومره عام شوی وي چې اوس ګڼ شمیر پښتانه د موسیقۍ پارچې ( سندرې ) ته هم بدله وايي . تردې مخکې چې یو شمیر عربي قالبونه لکه غزل ، قصیده ، مثنوي او ترکیب بندونه پښتو ته راشي موږ خپل بومي قالبونه درلودل چې بدله یې یوه ممتازه بیلګه ده . بدله لومړی څلور یا دوه هم قافیه مسرې ( نیم بیتۍ ) لري چې تردې وروسته څلور څلور  یا تر څلورو ډیرې مسرې داسې راځي چې لومړۍ درې_ که څلور وي او که زیاتې وې ټولې لومړۍ مسرې له وروستۍ جفتې څخه پرته_ بیله قافیه او وروستۍ ( څلورمه ) یې له لومړیو څلورو مسرو سره ورته قافیه لري . هندسي جوړښت یې په لاندې بڼه انځورولای شو .

                                                                                                                        ترپايه
د مسرو اوږدوالی او لنډوالی قید نه دی او د شاعر له غوښتنې سره سم په لنډو او اوږدو بحرونو کې لیکل کیدای شي .
لوی استاد  علامه حبیبي  په پټه خزانه کې د لومړنۍ راغلې بدلې – چې د شیخ بستان بړیڅ رح ده – په حاشیه کې دغه فورم داسې معرفي کړى دى :
« بدله : نوع مخصوصی است از اشعار  پښتو  که بالحان مخصوصی خوانده وسروده میشود ، وبدله در ابتدا یک معیار عروضی مخصوصی داشته که آنرا کسر گويند ، وتمام بدله باید برهمان معیار برابر باشد ، وبعد از هر بند تکرار میگردد اوزان بدله بسیار است . قوافی اجزای غزل بصورت متحد یا مختلف می آید . مثلا درین بدله هر مصراع باجزو متعلق خود قافیه مخصوصی دارد ، تاکه بکسر میرسد وهر بند بدله که با ستاره ها ازهم جدا شده باصطلاح پښتو یک مسرۍ است »
د استاد حبیبي په پیژندنه کې موږ وینو ، چې د بدلې د وزني ارکانو شمیر قید نه دی او د هغه په ژبه  د بندونو دمسرو شمیر هم ټاکلی نه دى یعنې د بندونو شمیر په بندونو کې د مسرو شمیر او د مسرو اوږدوالی او لنډوالی د شاعر په خوښې پورې اړه لري ، ددې تر څنګ د ارواښاد علامه حبیبي په تعریف کې ګورو چې بدله د خپل موسیقیت له مخې ځانګړى تون ( لحن ) لري . زموږ ارواښاد علامه داهم زیاتوي چې بدلې ګڼ وزنونه لري یعنې د لنډۍ یا کاکړۍ غاړو په څير د کوم ټاکلي څپیز واحد چوکاټ تابع نه دی .
د بدلې یوه ځانګړتیا داده چې په اسانۍ سره دموسیقۍ په یوه ښکلې پارچه بدلیدای شي او تر ټولو غوره بیلګه یې هماغه د بهادر خان بدله ده چې د هېواد نامتو سندرغاړي احمد ولي ورڅخه یوه ښکلې موسیقي جوړه کړې :
بیلتون دې زور دی تر لیمو می سهارنم څاڅي      لکه شبنم څاڅ
دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي        په غم الم څاڅي
   بدله د غزل او قصیدې په څیر عربي روح نه لري او قالب یې تنګ نه دی ، تر ډیره یې موضوعات عشقي دي او په پټه خرانه کې یوه وعظیه بدله هم شته . بدله د لنډیو په څیر له تصنع او تکلف څخه پاک قالب دی او د ویناوال سوچه احساسات او طبیعی ولولې لیږدوي، مترنم جوړښت لري او لوستل یې سړی د پښتنو بې آلایشه او شډل ژوند ته بیا یي
د تورې او قلم ستر سپه سالار سیدال خان ناصر هم یوه ښکلې بدله لري چې د جوړښت او موضوع له نظره ډیره ښکلې نمونه ده . لوی استاد علامه حبیبي ددغې بدلې په اړه لیکلي :
« این بدله که از طرف یکنفر سپه سالار معروف ودلاور ، سروده شده است ، از حیث بحر وعروض از نوادر ادبی زبان ملی است ، وبحر مخصوصی دارد ، که دربین اشعار پښتو که اکنون در دست است ، کمتر دیده شده ، وحفظ این ودیعه ادبی از غنایم این کتاب ( پټه خزانه ) است » .
د سیدال خان ناصر د بدلې جوړښت داسې دی ،چې لومړی څلور لنډې مسرې لري بیا شپږ مسره یي بندونه راغلی خو په هر بند کې درییمه او څلورمه مسره تر دا نورو اوږد بحر لري چې دا په ریښتیا سره یوه نادره بدله ګڼل کیدای شي .
( ددغې لیکنې په پای کې تاسو دغه بدله لیدلای شي )
د بدلې په اړه ددغه لنډکي بحث په پايله کې دوه وړانديزونه :
۱- د پټې خزانې تر څنګ که د ادب استادان او ځوان څیړونکي د ځینو څېړنیزو پروژو په لړ کې دا دنده واخلي چې نورې زړې او نوې بدلې بیا ومومي ثبت او چاپ یې کړي نو زموږ پر بډای فرهنګ به یوه ښکلي زیاتونه وشي .
۲_ زموږ ځوان شاعران دې د ځینو کلاسیکوقالبونو تر څنګ دغه ښکلی قالب وپالي او خپل وس دې په کې وآزمويي کیدای شي دغه زوړ بیا ځوان شي او موږ په راتلونکي کې د ښکلیو بدلو یوه ارزښتمنه خزانه ولرو .
اوس دا تاسو او داهم په پټه خزانه کې د راغلیو بدلو بیلګې :

شعر چې بدله یې بولي :
اوښكې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر كه پر ما
راسه ګذر كه پر ما
د مينې اور دې زما زړګى وريت په انګار كينا
ښې تار و نار كينا
خود به ويلېږم چې مې زړه پر تا مفتون كينا
ځان مې زبون كينا
اوښكې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر كه پر ما
راسه ګذر كه پر ما
وكه نظر زما پر حال چې پروت رنځور يمه زه
په وير ناسو يمه زه
له زړه مې څاڅي وينې سور په وينو خپل يمه تل
په اور جلبل يمه تل
اوښكې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر كه پر ما
راسه ګذر كه پر ما
له درده سوزه تل نارې او غلبلې وهمه
كرږې سورې وهمه
يو آن مې چيرې نه آرام نه ټيكاو نه وينم
نه راحت كړنه وينم
اوښكې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر كه پر ما
راسه ګذر كه پر ما
د خوږو زړو له حاله ته يې اې باداره آګاه
 يې د بې وزلو همراه
د خپل عزت په روى بستان ته كړه د مهر ښندل
كړې له ګناهه ګواښل
اوښكې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر كه پر ما
راسه ګذر كه پر ما

د ملا باز توخی د بدلې نمونه:
راسه پر څنګ راسه ليلى، ته مې نږدې سه له دل
يمه زخمي چې مې ونه نجتې په خوږ د زړه منګول
راسه پر څنګ، راسه ليلى ولې له ما كړې بېلتون؟
دا ستا له غمه مې زړګى دى په سرو وينو ګلګون
كه هر څو تښتم نه پرېږدي مې ستا د عشق شواخون
زه نه خلاصېږم له غمازه په لېږدنه په تلل
راسه پر څنګ، راسه ليلى، چې دې زړه كم ملهم
دا ستا په عشق كې مې تا شا كا د دنيا واړه غم
حساب كتاب مجلس مې واړه كا ستا مينې برهم
لار ورته نسته چې دې كښېنوم درون په ګوګل
راسه پر څنګ، راسه ليلى چې دې په زړه كم پورې
كجل درواخله دواړې سترګې به دې زه كم تورې
ليدل به ستا د مخ كوم، اندېښنې نه كم نورې
په كار مې نه دى ستا بې مخه د جنت زېړى ګل
راسه پر څنګ، راسه ليلى چې سره وكړو خواله
پر تامين يم بې له تا مې نسته هيڅ اندېښنه
زه د غرو ((باز)) وم تا بندي كړمه قفس كې پر څه؟
يو وار مې خلاص كه، چې بيا زده كړم د وزر خپرول
محمد ګل مسعود :
چې مې جانان په نيمه شپه كې بېل شو
اور راباندې بل شو
چې رانه لاړې نو دې غم له ما نه مل شو
اور را باندې بل شو
ښكلې ليلى له مانه لاړه، زه نسكور يمه
سوى په اور يمه
د بېلتانه سوړ اړ كې ورك مرض مې جل شو
اور را باندې بل شو
رب دې ښايست در پورې اور كې زه دې سكور كړمه
وريت دې په اور كړمه
دا سپى رقيب مې ستا په ور د مينې غل شو
اور را باندې بل شو
راشه د خداى د پاره غور  كړه (( محمد ګل )) ژاړي
تا ته تل_ تل ژاړي
دا ستا د عشق په واويلا كې لكه نل شو
اور را باندې بل شو
دوران بهادر خان :
بېلتون دې زور دى تر لېمو مې سهار نم څاڅي
له شبنم څاڅي
دا سره ياقوت مې په لمن كې ستا په غم څاڅي
له غم الم څاڅي
ګوره ليلى باران د اوښكو ستا په چم څاڅي
څنګه پرچم څاڅي
راغله ليلى په شينكي خال نڅا په ګلو كوي
په سرو منګولو كوي
سهار چې وزي سيل كا، ږغ په بلبلو كوي
ګل په اوربلو كوي
ملالۍ سترګې يې كاته په ويرژلو كوي
زېب په كجلو كوي
د ژوبل زړه وينې په هر ګړي هر دم څاڅي
لكه شبنم څاڅي
ښكلې نجلۍ! د باغ په لور مه ځه نڅا مه كوه
عاشق رسوا مه كوه
وريت سوى زړه مې دى مين پورې خندا مه كوه
راشه جفا مه كوه
زه يم پتنګ ته يې ډېوه ما جلبلا مه كوه
نور ظلم بيا مه كوه
يم ستا له عشقه لېونى پر ما، ماتم څاڅي
غم او الم څاڅي
ملا محمد صدیق پوپلزی :
لكه بلبل چې بېله ګله بل ارمان نه لري
هسې بې ياره بله هيله عاشقان نه لري
چې ژړا كاندم بېله ياره بل مطلب نه لرم
چې هسې سور يمه په وينو بل سبب نه لرم
بې ياره نور څه نه غواړمه نور مطلب نه لرم
چې څوك مين سي بېله ياره بل ارمان نه لري
تر تا چې ځان قربانومه اې نيازمنه ياره
تل دې غمونه ګلومه اې نيازمنه ياره
له سترګو اوښكې تويومه اې نيازمنه ياره
زړه مې بېتا په يو ساعت دمه او توان نه لري
كه ته مې وژنې، كه پرېږدې اختيار خو تا لره دى
غم دې پيدا نه دى بل چا لره خاص ما لره دى
زړه له راغلى دى مېلمه سبا بېګا لره دى
د زړه له كوره څخه تګ په هيڅ_هيڅ شان نه لري
د ملا محمد حافظ بارکزي د بدلې نمونه:
كه بخته مه كړه پر دنيا ډونګونه
كه دې زړه غواړي د جنت ګلونه
كم بخته! موږ يو مېلمانه پر دنيا
وطن مو بل دى آخر ځو په رښتيا
هم به ښه بد سي رامعلوم په عقبا
نو له سره اوركئ په امان ځانونه
كم بخته! مه كوه حرام چې بد دى
چې كړې حرام هغه باطن كې د د دى
اعمال يې ټوله په عقبا كې رد دي
په لويه ورځ به يې وې تور مخونه
كم بخته مه كوه حرص، قرار سه
ثنا د رب كوه صبور په كار سه
توښه د دين وړه په دې كار وبار سه
چې بيا توښې نه سې پيدا سودونه
كم بخته مه ځه د حرام په لورې
خداى به وتا ته په غضب وګوري
كه دې زړه غواړې ښايستې حورې
بېځايه مه ږده بې پروا پلونه
د سيدال خان عالي مكان بدله:
ياره ما له هسې ګران سو
را تېر تر ټول جهان سو
نور نه وينم په سترګو
جهان ټول راته جانان سو
دوې زلفې دې اوږدې كړې
پر مخ دې راخپرې كړې
سرې اشرپۍ دې په تندي باندې سپرې كړې
ګرزې په باغ كې په ګلونو كې نخرې كړې
په اور دې وسوم ياره
راته اور تازه بوستان سو
مين چې آشنايي كا
شپه ورځ په ګرياني كا
شهۍ ده ستمګاره خوشحال زړونه به زخمي كا
لېندۍ لري د ورځيو، د باڼو غشي  كاري كا
پرهار مې ګوره خلقه
د دلبر د تير نښان سو
مين پر لويو غرو ځي
سر تور په نيمو شپو ځي
ووزي له وطنه، وطن پرېږدي پر چولو ځي
فريادو نارې وكا،په نارو غلبلو ځي
وصال يې نصيب نه سو
ګوره زړه ډك په ارمان سو
نارې وهم عالمه !
د شې تر صبحدمه
ناتوانه د بېلتون يم يو ګړى نه لرم دمه
بېتا مې نفس خېژي راځه زما د زړه همدمه
نظر پر ما غريب كړه
چې تاخون مې ستا په ځان سو
شبنم پر ګلو ښكاري
زما اوښكي داري
خوناب ځي ستا له غمه زما په مخكې لارې_ لارې
تمامه شپه كم تېره په ژړا په نارې_ نارې
ښكاره سوه چي مجنون يم
لېونتوب مې اوس عيان سو
بوستان ښكلى زېبا دى
رنګين په اوښكو زما دى
د زړه پر هار ګلګون دى، چې بلبل په تماشا دى
په مينه مې زړه وچاودى ته وايې په خندا دى
نتلى د بېلتون يم
زه (( سيدال)) دا مې بيان سو