Wadan weblog 2

د پيدا ګوژۍ له نظره په مورنۍ ژبه د زده كړې اړتيا

20.01.2008 10:14

 

 

هر انسان ته د هغه په خپله (مورنۍ) ژبه د زده كړې حق ولې مطرح شو؟ځكه، چې دا د انسان له لومړنيو اړتياوو څخه وشمارل شوه او پوهنيزو څېړنو وښوده چې په مورنۍ ژبه زدكړه د يو سالم شخصيت په رامنځ ته كولو كې يو اصلي بنسټ دى. د دې لپاره چې زموږ دغه ليكنه يوې څرګندې پايلې ته ورسيږي راځئ لومړى څو پېژندنې ( تعريفونه) وړاندې كړو:
پيداګوژۍ: له لاتيني ريښې څخه جوړه كليمه ده، چې د زده كړې او ښوونې، روزنې په اړه پوهنې (علم) ته ويل كيږي.
زده كړه:د هغو كسبي پوهنو د مجموعې د ترلاسه كولو پروسې ته وايي چې د يوې ټولنې وګړي يې د يوه ټاكلي كولتوري قرارداد په چوكاټ كې په رسمي او سنتي ښوونځيو كې عملي كوي.
مورنۍ ژبه: د انسانانو تر منځ د پوهاوي را پوهاوي هغه ګړنۍ وسيله ده چې د كورنۍ په غېږ كې يې د كوچنيتوب  په عمر كې زده كوي، دې ژبې ته ځكه مورنۍ ژبه وايي چې له مور څخه زده كيږي او انسان د عمر تر پايه په همدې ژبه فكر كوي.
مورنۍ ژبه د انسان فطري ځانګړنو او مخ پر ودې شخصيت يوه برخه وي ځكه خو تر ډېره حده بشپړه وي، د پيداګوژۍ د ګڼو پوهانو له نظره مورنۍ ژبه په كسبي پديدو كې نه شامليږي. له همدې امله د ښوونې او روزنې پوهان د زده كړې لپاره تر ټولو غوره ژبه همدا مورنۍ ژبه ګڼي. د ماشوم د زده كړې ځواك د ژوند په لومړنيو كلونو كې ډېروي او ذهني اخيستنه يې خورا چټكه وي له همدې كبله مورنۍ ژبه د هغې له ټولو ځانګړنو، لهجوي تلفظونو او د فونيمونو د سمې كارونې له خصوصيت سره يو ځاى زده كوئ چې په دې توګه بله ژبه كه هر څومره نږدې او ګاونډۍ ژبه هم وي په دې بڼه نه شي زده كېداى. د ژبې د زده كړې د علم له مخې يوازې مورنۍ ژبه د دې وړتيا لري چې تر ۹۰% پورته زده شي.
انسان د فكر كولو لپاره ځانګړې ژبه لري: موږ پرته له دې چې ورته پام وكړو، هركله په خپل ځان كې يو مخاطب لرو،دا زموږ په خپل فكر كې د محاسب ضمير هغه مخاطب دى چې د تحليل او سنجش ځاني ځواك يې هم بولي يعنې موږ هر كله چې له ځان سره فكر كوو په اتوماتيكه بڼه تر ټولو نږدې ژبه ذهن ته راځي او پر هغې له ځان سره ګړيږو، ځينې كسان په سودايي پړاوونو كې په همدې ژبه له ځان سره په جګ آواز هم غږيږي چې حتى بل كس يې هم اورېدلاى شي، يا ځينې كسان په خوب كې پرې ګړيږي، همدغه د انسان فكري ژبه ده يعنې تل له انسان سره وي، په % ۹۸ خلكو كې د فكر كولو ژبه د هغه مورنۍ ژبه وي.
اساساً زده كړه په همغې ژبې ضروري او اړينه ده، چې موږ پرې فكر كوو هغه ځكه چې د ذهن په دننه كې په مخامخ بڼه جذبيږي او د ځانځاني ژباړې پروسې ته چې د منځ پانګې (محتوا) د نيميدو لامل ګرځي، ضرورت نه پيښيږي. د همدغه علمي اصل له مخې هر انسان حق لري په خپله مورنۍ ژبه زده كړه وكړي.
كه زده كړه په مورنۍ ژبه نه وي څه كيږي؟
تر هر څه مخكې ماشوم د دوهمې ژبې د زده كولو پر مهال خپل نيمايي ذهني ځواك او توان له لاسه وركوي چې په دې توګه پاتې زده كړې ته % ۵۰ پوتانشيل يا ځواك پاتې كيږي او دايوه لويه نيمګړتيا ده. له بلې خوا ماشوم نه شي كولاى دوهمه ژبه د هغې له ټولو ځانګړنو او د فونيمونو له سم تلفظ سره زده كړي ځكه خو تل د زده كړې پر مهال د يو څه كمبوداحساس كوي او د كموالي دا احساس په رواني غوټه يا عقده بدلېداى شي. هغه ماشومان، چې له مورنۍ ژبې پرته د دوهمې ژبې په چاپيريال كې زده كړه كوي، تر  ډېره بريده خجالتي، چوپ او بې زړه وي او هغه ځكه چې ځان له درسي چاپيريال سره روږدى نه بولي، داسې ماشومان په ځانونو كې د نيمګړتيا احساس كوي، ځكه پر خپل تلفظ، لغوي زيرمې، د جملاتو (غونډلو) ناسمې ادا او فونيمونو د ناسمې استفادې له بابته اندېښنه لري، هغه ماشومان چې په خپله مورنۍ ژبه د زده كړې له نعمت څخه نه وي برخمن د ټولګي په درسي فعاليتونو كې برخه نه اخلي، ځكه چې په چاپيريال كې د پرديتوب احساس كوي.
د بېلګې په توګه: هغه مهال چې ما د دغې ليكنې لپاره څېړنه كوله نو يوه پلار راته وويل: زما زوى شپږ كلن دى، په دوهم ټولګي كې زده كړه كوي، مورنۍ ژبه يې پښتو ده، موږ په كور كې پښتو وايو، څرنګه چې په كابل كې پښتو ژبي ښوونځي نه شته زما ماشومان دري ژبو ښوونځيو ته ځي، ځكه خو له ګڼو ژبنيو ستونزو سره مخامخ دي، د بېلګې په توګه يوه ورځ غرمه كله چې هلك (زوى يې) له ښوونځي څخه راغى ډېر خواشينى و، له ما يې وپوښتل چې پلاره موږ ولې ( شريك) ته (شِرِيك) وايو؟ ما ورته وويل زويه پښتانه شېريك همداسې تلفظوي، ده راته وويل : نن ما په ټولګي كې وويل زه غواړم په لوبو كې له تاسو سره شېريك شم چې ناڅاپه مې ټولګيوالو را پورې وخندل او ويې ويل: شېريك چيست؟ د پلار په ژبه د هغه زوى لا تر اوسه له دې پېښې څخه ځوريږي ځكه ې نورو ماشومانو په ده باندې د شېريك نوم ايښى او ځوروي يې.
دا يوه كوچنۍ بېلګه ده، ښايي په كابل كې د لسګونو زرو پښتو ژبيو ماشومانو ستونزه تر دې ډېره لويه وي، چې په دري ژبه ليك لوست ته اړ ايستل كيږي. ماشوم په سياسي مصلحتونو نه پوهيږي او كله چې د دوهمې ژبې په ښوونځي كې كېنول شي سم ناڅاپه پوښتنه ورته پيدا كيږي، چې ولې د هغه په مورنۍ ژبه ښوونځي نه شته لومړى ځواب چې په خپله يې مومي هغه دا شك دى چې كېداى شي د هغه ژبه د دې وړ نه وي چې دى ليك لوست پرې وكړي، ځكه خو په دوهمه ژبه زده كړې ته مجبور دي، دا د كمترۍ (خودكمتربيني) احساس هغه مرګونى ګوزار دى چې د ماشوم روحى شخصيت له مرګ سره مخامخ كولاى شي.
يو مهال مې د برتانوي هند په بنګال كې د يوه نامتو آزادي غوښتونكي خاطرات لوستل هغه ليكلي وو: په ۱۸۹۸ ميلادي كال كې موږ دې ته اړ شو چې پاڅون وكړو، په دې پاڅون كې مو ډېر كسان له لاسه وركړل خو هغه څه مو چې تر لاسه كړل په ډېرو داسې وينو ارزېدل مانا دا چې بنګالي ماشومانو ته مو بېرته د هغو په مورنۍ ژبه د تعليم حق ترلاسه كړ، موږ كله چې د انګرېزانو له خوا وهل كېدو او وژل كېدو يا اجباري كارونو ته اړ ايستل كېدو، دا هرڅه مو وزغمل خو دا نو د زغم وړ نه وو چې بنګالى ماشوم دې په انګرېزۍ سبق ووايي...
د پيداګوژۍ د علم له نظره په كم عمر ه كوچنيانو كې د زده كړې بهير د دوو موازي خطونو په منځ كې پر مخ ځي چې يو يې د كورني چاپيريال زده كړه ده او دوهم يې د ښوونځي چاپيريال زده كړه. بريالى روزنيز سيستم هماغه دى چې د دغو دواړو خطونو تر منځ هماهنګي بشپړ او منظمه وي مانا دا چې په برابره توګه پر مخ ولاړ شي كه د كورني او روزنيزو چاپيريالو ژبې بيلې وې، يعنې په كور كې په مورنۍ او ښوونځي كې په دوهمه ژبه وگړيږي، نو دغه هماهنګي له منځه ځي او د ماشوم په ذهني نظام كې ګډوډي رامنځ ته كيږي. له دې ټولو بحثونو څخه پايله اخلو، چې ماشوم ته د هغه په مورنۍ ژبه د زده كړې حق يو له خورا مهمو او بنسټيزو حقونو څخه دى چې ښايي په كلكه پام ورته وساتل شي، په كابل او نورو لويو ښارونو كې د دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) ښوونځيو جوړېدل او هر چا ته په خپله مورنۍ ژبه د زده كړې د چاپيريال چمتو كول به په هېواد كې د سوله ييز او ورور ګلويز ژوند ستنې لا مظبوطي كړي.

د همدې ورځې په هيله
ودان دې وي افغانستان