Wadan weblog 2

نوى غزل (عبدالغفور لېوال)

24.01.2008 12:46

 


دا ځكه مې په غېږه كې نيولي دي لاسونه
هر ځل مې چې له تا نه را تاو كړي دي لاسونه
زه تږى وم، دوى لپه شول، له سپينو اوبو ډك شول
د ژوند په نامه وايم چې دې ښكلي دي لاسونه
هر ځل مې چې له ستورو جوړ امېل په خوب ليدلى
سبا مې ستا په غاړه كې لويدلي دي لاسونه
په حقه له تندي سره جوړه په سجده پرېوځي
ادم چې له حوا نه چاپېر كړي دي لاسونه
كوربان شم له پستو لاسو د هغو ملائيكو
چې ستا يې له مرمرو نه تراشلي دي لاسونه
راځه چې يې د اوښكو په شبنم باندې ټكور كړم
ګلابو او  نرګسو دې داغلي دي لاسونه
اې خدايه! چې په موټي كې قبضه د تورې نيسي
دې وليو ته دې ولي نو وركړي دي لاسونه
چې نه دې و شين كړى يو غنم، خو لور دې راكړ
ما څو ځلې په دې باندې رېبدلي دي لاسونه
راڼه ستوري مې څاڅي له دې لسو واړو ګوتو
چې ستا په تورو زلفو مي وهلي دي لاسونه
وطن چې جوړوئ خلكو! كه دوه خښتې وي كمې
غريب لېوال په مينه در بښلي دي لاسونه

۲۳/ ۱/ ۲۰۰۸