Wadan weblog 2

نه، ته مې، هېره نه وې (۱)

26.01.2008 10:04

 

 

 سریزه :
شرم دی، په داسې یو اقلیم کې ژوند کوم،  چې خلک مینه ګناه بولي. په چاپېریال کې مې ټول، لکه غوښن ماشینونه، هرې خواته ځغلي. هرڅوک یو څه ګټي څو ورځې ژوند کوي او بیا مري. نیکمرغه کسان خپلو پاتې شونو ( اولادې) ته څه پریږ دي، کور، مال او یا نور څه...
ګلونه راشنه کیږي، غوړیږي او بېرته رژیږي، خاورې کیږي او ټول له هغو سره مینه لري، ځکه ګلونه د رنګ، عطر او ښکلا هستي په میراث پریږ دي. خو موږ، راشنه کیږو لوییږو، زړیږو او مرو، زموږ نه رنګ شته ، نه عطر او نه ښکلا، که یوله بل سره مینه وکړو، اې واویلا، ګناه- ګناه- ګناه ...
ټول کرکه پېژنو، آن له هغو سره هم کرکه پېژنو چې مینه کوي.
 لیونۍ!
 لاس دې راکړه، پوهېږم ستړې یې، تر ګامونو لاندې مو ځای ځای واوره شته يونيم ځاى ځمکه وچه ده، هلته څوک نه شته، یوه ډبره، دواورې اوبو پریولې ده  راځه هلته به لږ دمه وکړو.
 ګوره لیونۍ.
موږ ولې له بنیادمانو څخه تښتو؟  ته خو شرمېږې چې د خلکو ترمخې وژاړې او دلته پرهمدې ډبرې، که څوک نه وي، کینې او زړه تشوې، ژاړې، ښې ډېرې اوښکې بهوې شرم دی، ته په داسې اقلیم کې ژوند کوې، چې ژړا هم ګناه ده، که وژاړې خلک در باندې بدګومانه کیږي، که وژاړې خلک ګومان کوي چې هرو مرو له چا سره مینه لرې او مینهِ؛ داخو لویه ګناه ده.
 راځه دلته خپل سر زما پر ولي کیږده او وژاړه، ښایې دا ډبره او زه ستا لپاره دلته یو، زه پرتا ډېر مهریان یم، ځکه هیڅ کله ستا د ژړا مخه نه نیسم، څومره چې زړه دې غواړي اوښکې تویې کړه، زه به همدلته یم او درته ګورم به.
وطن د غوښنو ما شینونو لویه کار خانه ده، وطن د اوږ دې وژنې له تبې څخه راوتلی دی او پرتې( هزیان) وايي، وطن زما او ستا لپاره هیڅ نه لري.
 لیونۍ! ته خو ژاړې!
 خو زه ولې دلته راغلی یم؟ زه هم دویلو لپاره یوڅه لرم. زه هم له بنیادمانو څخه تښتم او ځان پټوم. یوازې غواړم له تاسره اوسم. ته خو پوهیږې چې زه شاعریم. دلته چې ته ژاړې، له ماسره زما د شعرونو کتابچه ده، زه منتظریم چې ستا زړه تش شي، ستا اوښکې خلاصې شي، بیا نو ماته وګورې، یوڅه موسکۍ شې بیا به نو زه خپله کتابچه پرانیزم او خپل ټول شعرونه به درته ولولم. دغوښنو ماشینونو په دې لویه  کار خانه کې زما د شعرونو اوریدونکې او مخا طبه خو یوازې او یوازې ته یې.
ته پوهیږې، چې زه په خپلو شعرونو کې له چا سره خبرې کوم، او له چا سره مینه کوم؟ خیر، که ګناه هم ده خو په شعرونو کې رواده . . . .
شرم دی په داسې یو اقلیم کې ژوند کوو، چې په شعر کې مینه لکه د شعر د شرابو هسې، خیالي او وهمي ده، هیڅ څوک په ریښتیا مینه نه کوي، ځکه دا خو ګناه ده.
 ګوره، زه او ته رټلي یو، ځکه چې له یو بل سره مینه لرو، خوله ټولو څخه څومره ښکلی کسات اخلو، دلته له ټولو لرې، ته ژاړې او زه خپل شعرونه لولم.
لیونۍ! یوه کیسه واوره!
 زموږ دکلي په مخامخ غره کې دوه لویې ډبرینې څېرې دي یوه څېره لکه یوه پېغله او دوهم یې یو زلمی دی، کلیوال وايي، په پخوا زمانو کې دوه مینان وو، چې د دواړو د کورنیو ترمنځ بدي وه. کله چې کلیوال او کورنۍ خبر شول چې دوی دواړه یو له بل سره مینه لري، نو د هغوی په مړینې پسې یې را واخیسته. له مینانو څخه، چې لاره ورکه شوه غره ته وتښتیدل اوهلته یې خدای(ج) ته سوال وکړ چې دواړه په تیږو بدل کړي، لوی خدای(ج) یې سوال و مانه اوله زرګونو کلونو را په دې خوا دوی همدلته سره ناست دي.
زه پوهېږم چې دا دواړه ژوندي دي هسې موږ، دغوښو ماشینونو، ته تیږې ښکاري او که نه خدای خبر دواړه به څومره یو دبل له غېږو څخه خوند اخلي....
 نوزه او ته هم همداسې یو، زه نه وایم چې مه ژاړه او ته هم پریږده، چې زه خپل شعرونه درته ولولم خو ناهیلې کیږه مه، که هیڅ نه وو، زه او ته به هم له خدایه وغواړو چې پرهمدې ډبره ناست همداسې تیږې شو او د بنیادمانو له سترګو ورک شو.
نړۍ دې دوه برخې شي، نیم دې همداسې لکه غوښن ماشینونه زیږي، لويیږي او مري دې، خو څه دې ستا ژړا او زما شعرونو ته غوږ ونیسي خدای(ج) لوی دی ګوندې دوی هم په مینانو کې شمارشي.
 لیونۍ!
 موسکا دې پېژنم، ډېره ښکلې ده، لکه چې نورې اوښکې دې په سترګو کې نه شته؟ اوس نو زما وار دی.
 اې! ته!
همدا ته چې داکرښې لولې، ته به هم په مینانو کې شمارشې اوس نو زما وار دی، غوږ شه چې زه درته خپل شعرونه ولولم.
 لیونۍ!
 ته دې خپل سر زما پر ولې کیږده او غوږ شه!


  یــاهو
 عبدالغفور لېوال
 ۱۸- مرغومې ۱۳۸۴ لمریز کابل

 

 

   جادوګرې ته سرود

جادو ګرې څه دې وکړل
چې دې داسې لیونی کړم
دا په سترګو کې دې څه وو
چې له ځانه دې پردی کړم

جادوګرې څه دې وکړل
چې د چین ماچین پا چاشوم
ښاپیرۍ مې شوې کنیزې
چې ستا سترګو ته ګدا شوم

جادو ګرې څه دې وکړل
 کفرو دین دې له ماواخیست
 ماخودبین چې په کې ځان کوت
هانګین دې له ما واخیست

څه منتر دې په ما وکړ
چې  کتاب نه مې زړه تور شو
ستاد مینې ستوري شمارم
بل حساب نه مې زړه تور شو

څه منتر دې په ما وکړ
تاته دومره در نږ دې شوم
 ستا په روح کې مې ځان ولید
 ستا د نور ذرې ذرې شوم

 
جادوګرې ستا د سترګو
 له پیریانو مې توبه ده
 بسم الله د سپینو زرو
 مې په غاړه کې پرته ده

جادوګرې  څومره ښه یې
 په سندرو دې بلد کړم
 لکه شین طوطي غږیږم
 په شکرو دې بلد كړم

 جادو ګرې څومره ښه یې
تا له مینې نه خبر کړم
 زه ساده د غرو سړی وم
 تا په سمولارو سر کړم

 ته پوهیږې جادوګرې
 چې ته څومره ښایسته یې
 له غزلو نه رنګینه
 له سندرو نه پسته یې

 ته پوهیږې جادوګرې
 نور له ژونده جدا کیږم
له دې وروسته ستوري شماره
 په آسمان کې پیداکیږم

جادوګرې لاس دې را کړه
چې له دې جهانه و لاړ شو
له شکمنو سترګو پټ شو
د ګومان دنیا نه ولاړ شو

جادو ګرې لاس دې را کړه
 چې د ستورو مېلمانه شو
 له هغه ځایه چې راغلو
 هلته بېرته ور ستانه شو

جادو ګرې لاس دې را کړه
زماله ژونده زړګی تور دی
 یو آرام ځای  ته مې بوځه
دې دنیا کې څومره شور دی

جادو ګرې لاس دې را کړه
 زما ژوند دی ستا په لاس کې
لکه شین غمی د ګوتې
داسې بند دی ستا په لاس کې

جادوګرې  لاس دی ښکلی
د تک سپین سوسن په شانې
رغوی راکړه چې یې ښکل کړم
  دخواږه  وطن په شانې

 جادوګرې جادو و کړه
دا ژوندون را څخه واخله
 یا خو اور په دنیا بل کړه
خپل بیلتون را څخه واخله

جادو ګرې جادو وکړه
 مادې غیږې ته میلمه کړه
  د ژوندون ورکه مانامې
 بیرته روح را ستنه کړه

 جادوګرې زړه مې واخله
 په بدل کې ښکلا را کړه
 ها چې زه ورپسې ګرځم
 هغه ورکه مانا را کړه

جادو ګرې څومره ښه یې
لاس دې زما په  سترګو کیښود
 اوس جنت په سترګو وینم
دوزخي جهان مې پریښود

وږی- ۲- ۱۳۸۲

_ _ _


دشها د ت کلېمه

 ته مې یادیږې خو در تللی نه شم
ژوند مې په هرګام کې اغزي کرلي
پوهیږې؟
 ژوند نه مې زړه دومره  توردی
لکه دا ستا له  تورو سترګو څخه
چې په رنجو ککړه او ښکه راشي
 او ستا د تور کمیس ګریوان کې چیرې ځان پټ کړي
پوهیږې؟
 ژوند ستا د بیلتون له غم نه لوی پيټی دی
 خو تر هغو به یې پر سرګرځوم
چې  یوه ورځ یې ستا په مخ کې کوز کړم
 مامې د مرګ وروستۍ سلګۍ یوازې تاته پریښي
 پریږده ! د ژوند وروستۍ شیبه ښکلې شي
 پریږده، چې ستا په مخ کې
 د شهادت دا کلیمه در سته کړم
 خدای  خو شاهد دی چې پر ما ګرانه یې
_ _ _


غم

ستارترنګیږی
ته مې مخ ته ناسته
خوزه له تا خپه یم
نغمه زما په زړه چړې را منډي
تابې وفا را ته بیګاه څه وویل؟؟
هیڅ مې له زړه نه وځي
اودستار نغمه مې زړه کې
غم په شور راولي
_ _ _


يو شيبه مينه

ستنه شوې ودې خندل
سردې زماپر ټټر کېښود
 زما دزړه درزادې وا وریدله
اې!
 دې ماشوم بیا درته غوږ کې څه ویل؟
 زه خو  دده خبرې نه منمه
دی چې له ما خپه شي
په پټه، ټولې ګیلې تاته کوي
پام  کوه!
      دالیونی هرڅه وایي
ګوره خپه چې نه شې.
 ستنه شوې ودې خندل
 زما تاوده نفس
داستا پر ښکلي وچویلی را پروت وربل دانه وانه کړ
ستا د بدن عطرو مې ذهن  ته جنت وښوده
مګر رښتیا ووایه!
چې زما د مټو منځ کې
ولې د پاڼې په څېر وریږدیدې؟
 ستنه شوې ودې خندل
 چوپتیا خو ره وه
 او ما وتا دخپلې مینې لاره ونیوله
 دواړه سوچونو کې ډوب
خداى خبر څومره ډېر مزل مووكړ
چې ستا د ښكلي غږ خوږې زمزمې
 د سکوت سپینه آیینه ماته کړه
 پوه شوم ګیله دې وکړه ودې ویل:
 چې ستا د ګوتو د شوخۍ له لاسه
زما غوږ والۍ خدای خبر چېرې رانه ولویدله
 وګوره غوږ مې تش دی
زه بې ځوابه هک حیران پاتې شوم
خدایزده زما سترګو کې دې څه ولوستل
چې را ستنه شوې راته ودې خندل

_ _ _

غزل

یوڅوک دې په سندرو او په ویر یادوي
مرید دی په حلقه کې نوم د پیریاد وي

 د زلفو په  تړلو موڅوک کله ناز وي
 زموږ د جنون نښې په زنځیر یاد وي

 زما د لمدو سترګو ماتې ماتې آیینې
دوینو، اوښکو منځ کې ستا تصویر یادوي

 چې زړونه رانه یوسي خپل ښایست  ته شي مغرورې
چې زړونه مو رامات کړي نوتقدیر یادوي

د یارد نامه توري مې سلګیو کې ماتیږي
دا څوک په دې دنیا کې مافقیر یادوي

_  _ _


ستړی يمه ستړی

عشقه ناوخته راغلې
نړۍ د زرودسکو په ټولو لو بوخته
 ستاملنګۍ ته د چاپام نه شته
 په چا به رحم وکړې؟
دلته چې مینې ته ګناه وایولا
 ته به دې اسپه چېرې ودروې؟
 عشقه ناوخته راغلې
 غر بنیاد مونه ډک
سیند بنیاد مونه ډک
 چېرې خالي د جنون دښته نه شته
  نو وایه عشقه ستا شلیدلی ګریوان
 خپل ببر سر
 او زما دمینې اوښکې چېرې یوسم؟
عشقه نا وخته راغلې
 زه نور زلمی نه یم چې مینه وکړم
لکه آدم د خپل هابیل او قابیل
 دشخړو سیل کوم
 عشقه نا وخته راغلې
 د بې مهریو د ساده نسل له لاسه ژاړم
څوک مینه نه پېژنې
 خو په مینو پورې دومره خاندي
چې کله کله ور نه ځان هم هېرشي.
نو عشقه داسې حال کې
وایه چې تاڅنګه کړم
خپلې محبوبې ته مې څه ووایم؟
او له ژوندون څخه داستړی بدن چېرې خښ کړم؟

_ _ _


ګران وحید عمر ته

زما اتڼ چي جانانه

زما اتڼ چي جانانه!
 کله چې  ځې یوځل خو شاته ګوره
ښايي کوم څوک دې هر قدم سره د اوښکو څاڅکي و بهوي
زما اټن چي جانانه
ته چې د ډول له هریوګړز سره لاسونه تاو کړې
زما  په زړه کې پښتنه وینه غور ځنګ وکړي
ته چې څپلیو نه خرپا پورته  کړې
زما په سرکې د ځوانۍ ولولې شرنګ وکړي
داتڼ چیانو شاز لمیه میره!
هره شیبه مې ستا خندا یادیږي
چې مرور شې بیرته وګرځیږي
زما دې هغه ښکلې  ادا  یادیږي
 زما اټن چې جانانه!
 کله چې ځې یوځل خوشاته ګوره
 ښایي یو ورځ دې دا شاعر ملګری
 په زړه درو وریږي
 ښایی یوورځ ددې شاعر ملګري غږ وا ورې چې:
((یو ځلې بیا په دې لار راشه
په پخوانو پلونو دې پریوتل ګر ونه .))
_ _ _


بدمرغي

پام کوه ونه ژاړې
اوښکې دې مه بهوه
اوښکې دې پټې خپلو سترګو کې خوندي وساته
دلته ژړا ته هم ګناه وایي او شک پرې کوي
که درنجو  لیکې دې راغلې په سپین مخ
                                          نو ټول به وپوهیږي
چې تا د مینې په خاطر ژړلي
پام کوه  ونه ژاړې
 موږ دنړۍ له بد مرغانو څخه هغه دوه یو
چې آن ژړلی نه شو
پوهیږې!
 هغه ورځ چې تا وژړل
 زه څومر وسوځیدم؟
 ځکه چې ټوله دنیا وپوهیده
 چې موږه دواړه سره مینه لرو.
له دې نه لویه بدمرغي چېرې ده؟
 چې ژړا جرم وي
او مینه وي د ټولو ګناهونو ابۍ
 له دې نه لویه بدمرغي چېرې ده؟
چې څوک دخپلې معشوقې په اوښکو
                          وشرمیږي
 او خپلې اوښکې د خپل زړه په وینو و مینځې
                 له ویرې څخه؟

۵ مرغو می ۱۳۸۲
_ _ _


زه مساپريم  خو غريبه ته يې

((خپلی ګیلې به دیوالو ته وكړم
ځکه چې ته خو ورته غوږ نه نیسې ....))
آه یاره دادې لیک کې څه لیکلي؟
مساپر زه یم خو غریبه ته شوې
 بیګاه مې ستا د ناچارۍ ګیلې ته ډیر وژړل
 له اووسیندونو او  اووغرونو لرې
 زما د زړه په هر یو غږ کې ته یې
 ستا چې په زړه کې ګیله وګرځیږي
 زه یې همدلته اورم
 ګرانې زه اوس هم ستا په زړه کې اوسم
او هر نفس سره دې ساه و باسم
خپلې ګیلې دې خپل زړګي ته کوه
پوهیږې؟
 دلته هم آسمان شین دی
او د لمرښکلې طلایی بګۍ دورځې پرلار ځي او راځي
مګر پر زمکه نه اشنا سیوری شته
نه تورې زلفې نه لونګۍ نه څادر
 نه د زړوڅپلیو خرپ نه د ټیکریو وږمې
نه ستا د ښکلي رغوي عطر چې زما ډیر خوښېده
 زما اوږه تشه  ده
 ستا تورې زلفې پرې خورې ورې څپې  نه وهي
 زما غاړه ستا د نفسونو له ګرمۍ نه لیرې
او وچې شونډې مې موسکانه لري
 نه کابل جان شته نه یې د نګ اسمایي
 نه یې ځیږه هوا چې ستا د غیږې عطر لري
 دلته د هسکو ښیښه یي ماڼیوجسم کې
       اروا وې نشته
زه مساپریم او غریبه ته یې
خو اشنا زه در څخه لیرې نه یم
زه خو اوس هم لاستا په زړه کې اوسم
له دیوالونو سره مه غږیږه
 خپلې ګیلې دې په خپل زړه کې ها شاعر ته وکړه
 چې که دنیا څخه هم ولاړشی
ستا له زړه نه، نه ځي.
۱۲-۲-۲۰۰۴
دټوسن ښار اریزونا
_ _ _


د هستۍ الفبې

هو!
 زه پوهیږم چې یادیږمه دې
راته لیکلي دې دي:
 چې د شعرونو کتابونه مې په اوښکو مینځې
 زما د زړه دوینو کرښې دې په اوښکو لمد وې، وچوې
 اوزما یادونه دې د زړه شپوکې څراغ بلوي
هو! زه پوهیږم چې یادیږمه دې
 زه ستا په پاکه اوسپیڅلې مینه ښه پوهېږم
 خو راشه ما وګوره!
 چې ستا تصویر ته په لمدو سترګوخبرې کوم
 زه دلته ټولوته بې سده لیونی ښکاریږم
 نور د ځوانۍ خوبونه ویني، خپلو سترګوته اوبه ورکوي
 د سپینو نجونو د بدن په لیدو آه وباسي.
 خو زه د خپلې کوټې ور وتړم
 او په شیبو شیبو له ځان سره یوازې اوسم
ستا تصویر ونه او لیکونه ګورم
 یوازې ستا دلیک خبرونه شعرونه لیکم
 اوس خو زه نه
زما شاعره ته یې
ته زما زړ کې ناسته
زماله خولې څخه شعرونه وایې
 اوس چې ته نه یې زه شاعر هم نه یم
نو اوس منې چې زه په تا ژوندی یم؟
 نو اوس منې چې د هستۍ الف و بې
 ستا د نامه له یو الف څخه پیلیږي او  په بل ختمیږي؟

 ۱۷- ۲ - ۲۰۰۴
ټوسن- اریزونا
_ _ _


غزل

بیګاه دوه پرښتې وې مقررې دلته راغلې
 د استا له ښکلو سترګو نه کوترې دلته راغلې

قسم جانانه ټوله ورځ مې زړه کې ګرځیدلې
 چې نیمه شپه دې وکړلې وزرې دلته راغلې

 په شنو سترګو یې ستا د تورو سترګو غلا کوله
 یو دوه د پرنګیو جادو ګرې دلته راغلې

 د عشق له پیغمبر سره د سرو کفارو جنګ و
 بیګاه د ملایکو څو لښکرې دلته راغلې

 سلګۍ سلګۍ اسرې لکه افغانې مهاجرې
 داستا د سترګوجنګ نه مرورې دلته راغلې

 پرون دې دلېوال د غزلونو کتاب لوستی
 خبرې دې خوږې لکه سندرې دلته راغلې

17مارچ۲۰۰۴توسن اریزونا
_ _ _

غزل

شب پرست یم خپل یزدان سره مې شپه ده
ستا له زلفو  او باران سره مې شپه ده

مجلسی یاران مې ستوري او سپوږمۍ دي
 مساپریم شنه آسمان سره مې شپه ده

 ستاد سترګو څه نیکمرغه اسارت دی
 چې له تیراوله کمان سره مې شپه ده

 له ګونګرو یې د لنډ یو شرنګا اورم
ستاله ټیک او له پیزوان سره مې شپه ده

چې ویده شمه بس جنګ په خوب کې وینم
ستا د حسن له افغان سره مې شپه ده

۱۹ اپریل ۲۰۰۴ټوسن

_ _ _


وعد ه

نه!
   ته مې هېره نه وې
ته مې په یاد وې، ستا وعده مې  هم په زړه باندې وه
زما یا دونه لا، له تاسره وو
خوخدای(ج) خبر چې ولې در نه غلم ؟
باران په شړک وریده
 ما د باران د ټولو څاڅکو په شمېر ته یاده کړې
تا راته ویلي وو چې زه به ځان په واینو لوند کړم
کله چې  ته راځې نو زه به په شرابو کې لمده خیشته یم
هو! دا مې هرڅه یاد وو
 ستا د وعدې هره شیبه مې په خاطر کې شنه وه
زه پوهیدم هغه ډیوې چې بلې کړې وې تا
 اوس خلاصیدې او وار په وار مړې کیدې
خو خدای(ج) خبر چې ولې درنه غلم
ته مې په یاد وې، ته مې  نه وې هیره
او په سرو واینو کې لوند خیشت بدن دې
 زما سترګو ته نیغ  ولاړو
زه پوهېدم چې ته به راشې
 زما د خونې وربه وټکوې
 زه پوهېدم چې له ژړانه به دې سرې سترګې را واړوې
 ګیله به وکړې:
چې شراب خلاص شول، ډیوې مړې شوې
ولې را نه غلې ته؟
 زه پوهېدم چې زه به چوپ ولاړیم
ځکه زه نه پوهېږم
  چې ولې درنه غلم
 زما په لاس کې به یوسپین کاغذ وي
 ما غوښتل شعر ولیکم
نه شعرمې نه لیکه همداسې ناست وم
 یوازې سپینه پاڼه
 زه پوهیدم چې ته به پاڼه زما له لاسه واخلې
په دې ګومان چې ما به نوي څه لیکلي وي پرې
 خو پاڼه سپینه  ده یوازې یې په سرکې دي یوڅو توري:
(غواړم وطن ته ولاړشم.)
۱- مې- ۲۰۰۴
ټوسن- امريكا
_ _ _


يا هو

بیګاه دلته راغلې  وه ډیوې سره نجلۍ
آسمان نه پریوتلې وه ډیوې سره نجلۍ
د سپین کمیس ګلان یې د مظلومو وینو څاڅکي
 ملنګه وه، سپیڅلې وه ډیوې سره نجلۍ
 په کلي کې نن  باد د  اسرافیل شپیلۍ وهله
 بیګاه کوم چا ویشتلې وه ډیوې سره نجلۍ
 یو روڼ ستوری را پریوت، خلکو ولیده له ورایه
 همدغلته  لویدلې وه ډیوې سره نجلۍ
 د کلي  ملایانو تر سبا هو، الاهو کړ
 د قدر شپه بللې وه ډیوې سره نجلۍ
 یوڅولیوني ولاړو چې د زړونو نذر ورکړو
 ارمان چې  نوره تللې وه ډیوې سره نجلۍ

  ۴ مې ۲۰۰۴  توسن اریزونا
_ _ _


يوازې

هره شیبه د ژوند څېره بدلیږي
هره شیبه د مرګ په لوري یو بل ګام اخلم
لکه د مني پاڼه رېږدمه او لیږدمه د ژمي په لور
 او باد د عمر سپینه واوره زما پرسررا شیندي
یوازیتوب
یوازیتوب مې خوښ دی
چې په لمده کبله، بربنډې پښې
یوڅوګامونه واخلم
او هر څه هېر کړم دا بد لپاره
 مامې له ژوند څخه یوازې بد بیني زده کړې
هرڅوک یو څوک دی ځانته
هغه چې زما په شانې نه دی هغه زه  نه یمه
هرڅوک چې زه نه یم  دوزخ دی زما
 زه چې یوازې پیدا شوی یم یوازې اوسم
دادی:
 د مرګ په خوا یوازې درومم.

۲004-۱۱-جون  توسن اریزونا
_ _ _


هو دلته مينه نه شته

دلته هرڅه شته دي خو مینه نه شته
 دلته د مور د لاس توده ډوډۍ غلمینه نه شته
دلته رګونوکې شراب ګرځي او زړونه په هوس                                                                                                                        دربیږي
 دلته زما او ستا په شان وجود کې وینه نه شته
 دلته رنګونه دي، غوغا ده او شوخي ډېره ده
دلته سپیڅلې او ساده ښکلا زما د کلي
 هغه په سترګو توره او په مخ سپینه نه شته
زه دلته دوی ته خپل هرڅه یادوم
دوی را ته خاندي وايي
 هو هلته هرڅه دي  او دلته نه شته
 وګوره دلته سپینه سوله ده او جنګ هم نه شته
 دلته غلاهم نه شته تالان هم نه شته
 دلته یوازې وداني شته و رانول چېرې دي
 هو دلته مینه نه شته
خو په لاسو د انسان
 د انسان مړینه نه شته
واشنګټن  DC2004/ 29 اگست
_ _ _


د سپوږمۍ په ارمان

پایڅې مې بډ وهلې
 بیل مې په پوله خښ کړ
او د لیښتي رڼو اوبو کې مې لاسونه پریولل
 د جوارو لوی پټي ته ځیرشوم چې مې ته ولیدې
 په شنه ګيډۍکمیس دې سپین ګلا باتون مات کړي
 اود پاولیو شرنګهار دې د چنچڼو له نغمو سره ګډ
څومره ښایسته وې بلا
 زړه مې له ډېرې خوشالۍ الوځي
سږکال مې ځمکه له ګروۍ خلاصیږي
 او له روژې څخه به مخکې ستا ډولۍ راوړم
*  *  *
کابل له سپینو واورو لاندې پټ دی
 باغ بالا کې سبرونې وچې شوي سږکال
 ستا نفسونه ډېر تاوده ښکاریږي
زما تاوده لاس  کې دې سپین لاس خولې دی
بیګاه دې بیا ژړلي؟
په ټیلیفون کې دې له غږه پوه شوم
اوس ستا څېره کې د ستړیا نښې له ورایه وینم
اوس زه اوته سره ډېرنه شو لیدای
 ژوند زما اوستا ترمنځ دیوال جوړ کړی
 ژوند سر ګردانه دی د ښار کوڅو کې
ښار لکه تورښامار زموږ مینې ته اور را شیندي
       *   *   *
د خپل کوچني کمپیوټر غږ راویښ کړم
 دا دشیطان صندوقچه هره ورځ همداسې کوي
ستا بریښنا لیک مې ولوست
کړکۍ ته ودریدم
 خوته منې دلته آسمان نه ښکاري
دلته په میاشتو څوک سپوږمۍ نه ویني
دلته سپوږمۍ چاته سلام نه وايي
 دلته نیویارک کې یې آسمان غلاکړی
زه سپوږمۍ نه شم لیدای
خوستا لیکلې ټیکۍ لا هم زما پرشونډو ناڅي
( شین آسمان ذرې ذرې د سرو زرو یې تنابونه
 سپوږمۍ د بام په سر په یار وایه سلامونه)

           ۲۰۰۴ سپتمبر نیویارک
_ _ _


اروا او ځنګل

ماځنګل و آزموېیه
ما له ځنګله سره نفس و یوست اوځان مې شین کړ
 او زما وجود د ځنګله شنه بدن کې وغځیده
 ماله ځنګله سره څوشپې تیرې  کړې
 او د کوچني سیند له سندروسره وبهیدم
 ماپه ځنګله کې ځان پخپله ورک کړ
ځنګل زموږ په شان دی:
شاړ
مهربانه
 او وحشي خوښکلی
ځنګل زموږ په شان نه
زموږ د اروا په شان دی
هلته هم پړانګ اوسیږي
او هم د ستړې هوسۍ ښکلي بچي
ځنګل کې  مار له ونې ځان راتاو کړي
او د مرغیو ځاله ټوله له بچو تشه کړي
 ځنګل زموږه د اروا په شان دی
دلته لیوه او غزال دواړه اوسي
 ځنګل له ځان څخه دویرې په شان
له ګڼو بوټو لاندې تورې بلاګانې اوشیشکې ناڅي
شپه په ځنګله کې ستوري یو یو ښکاري
 اوسپوږمۍ څاڅکی څاڅکی څاڅي
 له شنوګڼو څانګو
 دلته د باد نغمه له پاڼو سره لوبې کوي
 لکه ددنګې نڅاګرې د پایزیب شرنګهار
 خو د ځنګله سهار د ښکلې معشوقې د سپینې غاړې په څېر
 همدومره سپین
همدومره روڼ
 همدومره پوست دی منې؟
چې کله ویښ شې بیا یې ښکل کړې نو
الله اکبر
 یوه نرۍ لار د ځنګله د بوټو منځ کې تللې
د وچو پاڼو پرې غالۍ خوره ده
دا لار زموږ د ژوند تر پایه اوږ ده
چېرته یو ورک لاروی نه شته چې سلام دې واخلي
او وچې پاڼې به ماتیږي ستا تر پوندو لاندې
ځنګل زموږ د یارانې په څېر دی
ځنګل زما په څېر یاغي
 خو ستا په څېرښکلی دی
ما ځنګل و آزموېیه
اوته زما د روح ځنګل ته راغلې
 له هم هغه ازله
 کله چې ته خپه شې
 نوځنګل اور واخلي اوونې سوځي
کله چې ته وخاندې
پرځنګله شړکنده باران وریږي

   ۸- سپتمبر۲۰۰۴ مریلند- کوز اډیلفې ځنګل
_ _ _

غزل

ستایوې جلوې ته له ګناه ستړی بدن شو اور
وتراشه دا روح مې پریږده خیر دې که مې تن شو اور

ځان نه یم راغلی اوسفر مې تر خپل ځانه دی
ستا د مخ رڼا ته ددې لارې لوغړن شو اور

 مړه خاوره  ویده وه خوچې تاورته تش وکتل
 ویښه شوه خوپوه نه شوه چې څنګه پرې وطن شو اور

ګل په خندیدو کې ستا د حسن نښه راوړ له
ماته مې په ځان کې دغه څیرې پیرهن شو اور

تانه یې رڼا زده کړه او مانه تا ویدل او سوز
ځارشه زموږ له مینې نه چې دومره برخمن شو اور

 دومره مې در واخله چې خیرن خلک مې نه ویني
ماته خو په دې دنیا کې دغه شان بودن شو اور

 ۳۰ وږی1383مریلند کالج پارک