Wadan weblog 2

نه، ته مې، هېره نه وې (۲)

26.01.2008 10:13

 

 

 

 

علامه رشــاد  ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو!

خپل استاد ته !

او ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
ها مازيګربه مې هميش په زړه وي
چې پر سبا يې زما سفر پيلېده
 زه ستا دكور په لويه خونه كې ناست
او ستا دتود غږ له وږمو سره جنت ته تلمه
تاراته وويل چې :
            ...پام چې وطن هېر نه كړې   
مګر استاده ! ته چې ولاړې
دا وطن او موږه چاته پريږدې؟
مګر داژوبله او يتيمه پښتو چا ته پريږدې؟
يوه ورځ تا را ته ويلي ووچې :
( فخر شاگردهنرمندبه استاد رسد)
مګر استاده !
             اوس حيران يم چې زموږ فخر به چاته رسي؟
موږه بې فخره شو
بې سره شو
 بې لمره شو                                                    بس ته چې ولاړې
اې د پښتون مذهب رهبره وايه
زموږ دپوهې پيغمبره وايه
كه ستا دتللو نيت و
 ولې دې موږ ته دومره مينه راكړه
موږ خو ويده وو دابد په شپو كې
ولې دې مړو رګو كې وينه راكړه
دا ويښ زلميان به اوس په كوم لوري ځي ؟
ته خو يې مشر د  دستار سړى وې
دا افغانان به اوس په كوم لوري ځي ؟
استاده ! اوس به دا نيمګړې نسخې چا ته لولم
دا-  دخوشال فرهنګ - به څوك وليكي
دا  د - اټك - لانجه  به څوك وڅيړي
دستر پښتون نيكه به څوك پېژني
زما دتاريخ دهسك له لمرسره خو ته اشنا وې
خو
ستا دلمر په شان وجود هم پريوت
هېڅ مې باور نه راځي
نه !
زه دا  منلى نه شم
لا ډېر څه پاتې دي چې ته يې وكړې
يوازې ته
                 يوازې ته
                                 يوازې  ...


واشنګتن دي سي
ددسمبر اوله ۲۰۰۴

_ _ _


تصوير


ستا رالېږلی تصویر
 هغه په  تور ټیکري کې ښکلی تصویر
هو!
همدا اوس هم زما په لاس کې دی او ګورم ورته
 ستا ښکلې سترګې خو تصویر کې هم خبرې کوي
 لیونۍ!
سترګو کې دې څه پټ کړي؟
 چې زما ټول عمر یې وخوړ
خوتفسیرمې نه کړې .


۲۱نومبر ۲۰۰۴ مریلند
_ _ _

غزل

جانانه د خوږو سترګو تصویر سره دې ژاړم
د خوب او خیال له تور اوسپین تعبیر سره دې ژاړم

دا تاراته ویلي و چې بند کې به مې ساتې
 ته نه یې  د یادونو له زنځیر سره دې ژاړم

 ستا اوښکه مې تاویزکړه ګرځومه یې په غاړه
له پیر سره دې ژاړم له فقیر سره دې ژاړم

بس تاکې چې اوسیږم لیونی یمه وطنه
 خندا سره دې خاندم او له ویر سره دې ژاړم

برخلیک دې دی چې خپله مینه خښه کړې په خپله
 لیواله بدقسمته له تقدیر سره دې ژاړم

مريلند- امريكا
_ _ _


غزل

تو به مې کړې وه چې ماته  شوه توبه مې وکړه
شیخ او ساقي سره  همدومره ګوزاره مې وکړه

 ته به مې خوب غوندې په یاد کې ساتې ښکلې یاره
 یو مساپر وم،دلته راغلم یوه شپه مې وکړه

 افغانستان غوندې زخمي زړګی مې راوړ درته
جا نانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وکړه

 دې ته دې هم لویه ګناه وویل زما قاتله
 چې ځنکدن کې دوطن خواته سجده مې وکړه

 زه ستړی نه وم خو پښتو مې مخ ته ودریده
 توره مې ماته کړه دښمن سره جرګه مې وکړه

لیندۍ۲۵- ۱۳۸۳ واشنګتن
_ _ _


دهند په سمندركې دڅونامي زلزلې ۱۵۵ زره كسان ووژل

څونامي

زلزله
او زمكه ريږدي
څپې الوځي
دخلكو لو دى
لكه قيامت، موراو زوى نه پيژني
دخداى ( ج ) پر زمكه څه بلا پريوتې
چې خلك يو دبل دغوښو بوى نه پوزې نيسي
طبيعت په لوبه بوخت دى
خلكو كبان نيول خو نه وو خبر
چې دطبيعت په يوه لوبه كې به
كبان په دوى ماړه شي
كله چې زمكه دالله (ج ) دبندګانو تر پښو لاندې راوڅرخېده

لويانو چيغې كړې :
 يارب
 يا بګوان
 يا عيسى ....بودا.... موسى  راورسيږئ ...
خوماشومان او ليوني پوه نه شول
چې چا ته پاس وګوري
دوى ډېر نېكمرغه وو چې نه پوهېدل
ځكه اول يې زلزلې ته كټ كټ وخندل او وروسته مړه شول
اسمان لا شين و
چا څه ونه ويل
دڅپو غږ كې چيغې ډوبې شوې
خنداوې پراوبولاهوشوې. 
ښځې تر اوسه لا څپو ته ګوري
خو شپه تياره وي داوبو پر سر دهېڅ ماهيګير
دكوچنۍ بېړۍ څراغ نه ښكاري
په جوماتونو كې اذان
په مندرونو كې زنګونه نشته
دكليساوو صليبونه مات دي
خلك دلويو پانګه والو دخيرات په ډوډۍ
يو بل له ستوني نيسي
او ماشومان        
لاهم په خټو كې دمړو ميندو له تيو څخه وينې روي
*   *    *
پر زمكه خلك ډير دي
څوك يې په جنګ  څوك يې په اور كې سوځي
څوك زلزله كې تر اوبو او خاورو لا ندې ورك شي
او يوځل بيا بشر په دې پوهېږي
چې مرګ دكونډو يتيمانو غم وي
نه دهغو چې مړه شول
دمرګ غميزه لا ژوندۍ ده
دهندي او بنګالي ښځو له اوښكو سره لوبې كوي
خو ها چې مړه شول په دې نه پوهيږي .
           *  *  *
يو ليونى د ونې ښاخ كې ناست و
ونه ولاړه وه دخټو منځ كې
او ليونى لكه مرغه په كې ژوندى پاتې و
ليوني وژړل او ويې خندل
او بيا يې داسې وويل :
په دې دنيا كې به لا اوس هم چېرته جنګ روان وي
اوځينې خلك به دځينو خلكو وينې غواړي
دا دى طبيعت ورسره مرسته وكړه
طبيعت ډېر ووژل 
  نو اوس كېداى شي
جګړه ماران ماړه وي
او جګړه ودريږي ....
ليوني وژړل او ويې خندل
ونه ولا ړه وه
او دى لكه مرغه په كې ژوندى پا تې و.
۲۰۰۵ جنوري ۲
انديانا-متحده ايالات
_ _ _


بند ه

شیخ وايي ښه کوه او بدمه کوه
 خو شیطان دانه مني وایي:
بد کوه او ښه مه  کوه
 ماته خو د واړه په غلطه ښکاري
 آیا دنیا کې بس همدغه ښه او بد دي
 بل څه نشته مګر؟
 زه  نه د شیخ نه د شیطان منمه
 د خدای بنده یم بس د خدای منم
او مینه کوم

جنوری ۲- ۲۰۰۵
اندیانا-  متحده ايالات
_ _ _


پوښتنه:
آیا دومره لویه بښنه شته، چې جګړه ماران هم وبښي؟
_ _ _


نه پو هيږم

دنیا یو بل توپان  په سراخیستې
 بیا ددیوانوپه سرونو کې چینجي ښوریږي.
 او بشریت په خپله سپینه ټنډه لاهم د جګړې داغ لري
 دانسانیت د پیدایښت له ورځې
 زموږ تاریخ د د ووستروګناهونو په دوزخ کې سوځي
 یو( غلامي) او بل( جګړه) او وژل
خدای ج د انسان د بد مرغیو طوق ددغو شیطانانو
په لاسوکې ایښی
 دغلامۍ شیطان د عدل بوړبو کۍ کې مړشو
 خو( جګړه )
آخ خدای ج دې پرې مور بوره کړي
 لاهم دستر بابا آدم داولادې شرم دی
دنیا یو بل توپان په سر اخیستې
قیامت به راشي خو حیران یم چې زموږ غاړې به
دجګره مارو تر ګناه لاندې کږې تر خدایه څنګه ورشي؟!!

مريلند- امريكا
_ _ _


غزل

جانانه څوک چېرې هم داسې  ناروانه کوي
چې زړه  کې ناست وي خو پروا د زړه وا لانه کوي

 دومره ډېر فرق دی ستا د سترګواو د خلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خوهیڅ څوک یې ادا نه کوي

 چې ته را ونه ګورې روح به مې ځان څه وویني
 چې تصویر نه وی آیینه چا ته خندا نه کوي

 اخر په زموږ زړونه د خدای (ج) حسن په خوب و ویني
دغه مین ماشومان هیڅکله ګناه نه کوي

 وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کیږي مګر
 ما دوطن بیلتون لیدلی هیڅ پروانه کوي

۲۸- وری ۱۳۸۴ واشنګټن دی سی امریکه
_ _ _


تصويرونه

که
هندارو تصویرونه ساتلای
 موږ به خپل اووم نیکه هم لېدلی وای
 او اوس  به ټول پوهېدو
 چی د دارا او سکندر آیینې څه ډول وې
 او د جمشید په جام کې څه ښکارېدل
یوازې
که هندارو تصویرونه ساتلای
 نور به بې روحه تاریخ
 داسې بې ژبې او مړژواندی نه وای
 موږ  به آدم ته د حوا لومړۍ موسکا پېژنده
 او په بېړۍ کې به له  نوح سره یوځای ګرځېدو
 ما به آتن کی له سوکرات څخه پوښتلي وای چې
 تر تا دوه نیم زره کلونه وروسته
ولې لا هم په- عدالت- پسی دا ورک بشر همداسې ورک دی؟
 اوله موسی نه به مې غوښتي وای چې
ما هم له ځانه سره طور ته بوځي
بس که يوازې
تصویرونه په هندارو کې خوندي پاتې وای
موږ به لیلا ته وای کتلي د مجنون په سترګو
 او په کعبه کې  به مو
 د اسماعیل د قربانۍ نښې له ورایه لیدې
 زه به ورتلم اکاډیموس ته چې په خپله ژبه
  له اپلاتون سره خبري وکړم
 زماله هغه سره حساب پاتې دی:
ستا- ایتوپیا- چېرې ده؟
 او انسانان به وژل کیږي لا تر کله  دهغې لپاره؟
ستا د خیالي ډیموکراسي ریښتیاده چېری پټه؟
 موږ خویې اوس هم
 د دروغو د لمبو تر شاتور سیوري وینو
 له ارستو سره مې نه  ده جوړه
ځکه چی لا هم داخلاقو او ایمان په توپیر نه پوهیږي
خو
که هندارو تصویرونه ساتلای
ما به له خپل نیکه نه غوښتي ووچې
زما مغرور پلار ته وصیت ولیکي:
چی خپل شاعر زوی د ژوندون په لومړۍ ورځ ووژني
بودا لا اوس هم ما په خوب کې ویني
هو! زه پوهیږم چې له ما خپه دی
ځکه زه ژوند ته دهغه په سترګو نه ګورمه
ژوند کله ښکلی شي زما دمعشوقې دښکلو ستر ګو په څیر
خو بیا هم ما ته هیڅ ارزښت نه لري
بودا ویریږي چې خوبونه یې زماله وینو رنګ وانه خلي
بودا به  نه ویریدای
اوزه به هم ژوندی وای
خو که هندارو کې تصویر پاتې وای
راشه چې زه درته یو راز ووایم
له سلوزروکلو ډیر  تیر یږي 
هیڅ څوک پرې نه پوهیږي
چې له هندارو څخه ولې تصویرونه تښتي؟
 ماته مې اووم نیکه کیسه وکړله:
چې په هنداره کې شیطان وکتل
او بس همدغه شر میدلي دهندارې حافظه ماته کړه
که درته ووایم خندا به در شي
که تصویرونه په هندارو کې خوندي پاتې وای
موږ به ځانونه دبیزو له نسله نه ګڼلای

۱۳۸۳لړم۲۷

په دې شعر کې وزن څو ځایه توپیر لري، خو دا  د مانیزو برخو دبیلولو لپاره دیوه نوي میتود کا رونه ده، نه وزني تېروتنه.
_ _ _

د افغانستا ن ورکې خزانې

 ددوه زره پينځم کال د اپریل په یوویشتم ما ښام د امریکې په پلا زمینه واشنګتن ښار کې د افغانی سفارت او نشنل جیوګرافیک سنټر په مټ د افغان لرغونپوه ښاغلي زمریالي طرزي د هڅو او په ټولیزه توګه د فغانستان د لرغونو آثارو په هکله د یوه فلم پرانیستنه وشوه، چې(( د افغانستان ورکې خزانې)) نومیږي په دې فلم کې د بامیان دسترو بودا ګانو را پرځېدل و ښوول شول خو تر څنګه یې په سیمه کې ددرییم بودا چې په (ویده بودا) مشهور دی، د موندلو لپاره  د ښاغلي طرزي هڅې او بریالیتوبونه هم د پام وړ وو. د فلم جوړونکي باور لري چې دا په نړۍ کې تر ټولو ستره مجسمه ده چې اوږدوالی یې د ایفل تر برجه هم ډیر دی. ښاغلي طرزي وویل، له ډیرو څېړنو او کیندنو وروسته مود دغه بودا د پښو یوه برخه وموندله، خو کله چې ډاډه شوم هغه دلته دی، نو کاریګروته مې وویل چې بیرته خاورې پرې ورواړوي، چې بیا بل وخت په ډاډ او احتیاط سره کیندنې پرې وشي. د فلم بله په زړه پورې برخه د طلا تپې دقیمتي خزانې په هلکه وه چې له نیکه مرغه تر اوسه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې خوندي ده. دویده بودا را برسیره کېدل په نړیواله سطح یوه ستره فرهنګی پېښه ده، وړاندوینه کیږي چې ددغه بودا تاریخي ابهت او اهمیت به د مصر له اهرامونو سره برابر وي، یاد شوي فلم عاطفي جوړښت درلوده چې د لیدو پرمهال یې پرځینو افغانانو بر سیره بهرنیانو هم خپلې اوښکې تم نه شوې کړای. ماله خپلو اوښکو سره څو کلیمې هم مل کړې چې دلته یې لولیء:

ورکه خزانه

بودا!
ویده شه
د تاریخ ترخر وارونو خاورو لاندې آرام و غځیږه
لا(( اپه ګان)) د خپل نیکه څېره د غم د غبار شاته ویني
لاشغهار د غشیو خیژی لا ګوربت زخمي دی
او د(( لوی غر)) د ذهن ځالې له لمبو ډکې دي
لا پښتین نه شي اوریدلای ستا د سترې ډ برینی سینې ورک درزونه
لا تور شیطان د((براهې))ګردونه مینځي د((سیندو)) پر اوبو
لا هم پر موږه  لمر دتور دجال له کوره  خیژي
لاستا ددواړو تندیسونو له سوغاړو نه دودونه خیژي
بودا!
ویده شه
په آرام پریوځه
هو دا ریښتیا ده چی
 بخدي کې  یې د((ساک)) دپا چا ښکلې لور بربنډه کړله 
طلا غونډۍ کی یې دسرو زرو له تاج څخه هډوکي تش کړل
          خوته ویده شه
ته آرام پریوځه!
 د بخدینۍ شهزادګۍ روح لا له ګاڼو سره په کور پاتې دی
 لاله سیندو یاله آمو څخه اوښتی  نه دی
 لاخو د ساک د لور د ګڼ کمیس پاولي شرنګیږي
او  لادستر نورستان((لام)) په (( الینو)) مین دی
 لاهم ددنګو پکتانیو د قمې زرین لاسوندي بریښي
 نوته ویده شه، ته آرام پریوځه!
 د بخدینۍ پیغلې ښایست ته مې سلام دی بودا
 ستا د خوبونو پریشانۍ ته مې هم پام دی بودا
 زه لا د زرو کلو شاته بخدینۍ وینمه
 چې اووه کنیزې پرې چاپیرې دي سینګار یې کوي
څوک یې باولۍ، څوک یې والۍ څوک یې پېزوان سموي
څوک یې په هسکه سینه ږدي د(( سات دیوا)) زرڅېره
بودا ښایست ته یې حیران یم خو ویریږمه پرې
چې څوک یې نن را نه هډونه له سیندو تیر نه کړي
 یا خویې غله د لاجورد و له آمو تیرنه کړي
زه هم پوهیږم زړه مې ریږ دي خو ویده شه بودا
 ته  د تاریخ تر خروارونو خاورو لاندې پټ شه
 چې زه د خپلې بخدینۍ ښکلې ګاڼې و ساتم
 بودا ویده شه
ته خوښه خبر یې
 چې ستا د هډ هډ ماتوونکي څوک وو
 تا خو د خپلو تندیسو نو پرځېدل ولېدل
 چې له(( ارک هنډ)) څخه ورها خوایې دیوان نشه کړل
نو ته ویده شه، په آرام پریوځه!
کله چې ما د ارشاک توره بیا په لاس ونیوه
 او کانیڅکا مې بېرته راوست د باګرام ماڼۍ ته
 کله چې لمر له پکتیا نا څخه راوخوت او سوریا وخندل
 ګندهارا ته چې  مرغۍ له پرښا پوره راغلې
 چې آسمايي بیا د( ویشنو) د پلاز بیرغ پورته کړ
 او روهیلیو د کوترو سپین خیلو نه په هوا پورته کړل
 بیا به( ارجن) له بهار ته راشي
 (کلیو پاترا) به دنیل غاړې څخه راوړي زر مصري آسونه
(آشیل) به راشي د (زییوس) پیغام به راوړي طلایي بګۍکې
 او سکندر به خپل زرین تاج ستا پښو ته کیږدي
 زرتشت به راوړي د بخدي پیغلې ولور کې د کوبا ارغوان
 او د روم پیغلې به ګاڅونو ته نڅیږي له لنډیو سره
 اراکوزي زلمي به اچوي د څڼو څپې مست اتڼ ته
 او هیندوګۍ راڼۍ به ناڅي دخیبر اتڼ ته
 سمر قندي کوڅۍ به څرخي کاکړۍ غاړو ته
 او هیندو کڅ به له پامیر سره پیالې کړنګوي
 بیا به نو تا را ویښوو له اوږده خوبه بودا
 بیا به دې باسو  دتیارو له تور آشوبه بودا.

د دوه زره پينځم کال  د اپریل یوویشتمه
واشنګتن ښارـ امریکا


 اپه ګان: د افغان لرغونې بڼه
 ګوربت: په میدان وردګ کې دیوه غره لرغونی نوم دی
 لوی غر: د لوګر لرغونی نوم
 سیندو: نننی اباسیند، یونانیانو اندوس باله
 بخدي: د بلخ زوړ نوم
ساک: ساکیان د افغانانو هغه لرغونی پښت و، چې سلګونه کاله یې پر هېواد واکمني درلوده.
 طلا غونډۍ: طلا تپه چې زرګونه لرغوني زرین آثار ورڅخه موندل شوي.
 بخدینۍ: بلخي شهزاد ګۍ
 لام: د نور ستان په افسانو کې هغه پهلوان دی چې په
 شهزاد ګۍ الینو مین و.
 الینو( الینا): د نورستاني افسانو اتله، د لام معشوقه او د افسانوي ښکلا خاونده، د الینګار( الینګهر) اوسنی نوم هم له همدې څخه اخیستل شوی او مانا یې د الینا مېنه یا کور دی
سات دیوا: دیوا په سانسکریت کې ځواکمن واکمن ته وایي چې د اوستا یي دورې ارباب الانواع به یې په دې القابونومل، سات دیواد ساتونکي ځواکمن په ماناده، چې زرینې مجسمی به یې د شاهي کورنۍ له مړیو سره خښولې چې ګواکې د هغو ساتنه وکړي.
 ارک هنډ: د اټک زوړ نوم .
 ارشاک: آریایي اتل
 کانیڅکا: کانیشکا نامتو افغاني واکمن
 کوبا: د کابل زوړ نوم
 پرښا پوره: د پېښور زوړ نوم
آسمایي: په کابل کې ددغه غره نوم له دوو ریښو (آسه) یانې نیکمرغي او(مايي) یانې مورڅخه جوړ شوی چې مانا یې د نیکمرغي مورده.
ویشنو: له هندي ارباب الانواعو څخه
 ارجن: هندي اتل، د مهابهارت په اتم پرب(فصل) کې یې له خپل تربور کرن سره د جګړو کیسه راغلې.
کلیو پاترا: نامتو مصرۍ ملکه ( شاه مېرمن)
 زییوس: د یوناني اساطیرو نامتو څېره
ګاڅونه: ګاتهونه یا ګيټونه زاړه ءآریايي سرودونه چې د هېواد د لرغوني فرهنګ ویاړمنه برخه ده.
اراکوزې( اوسنی کند هار) پکتیانا( اوسنۍ پکتیا) ګندهارا( اوسنی ننګرهار): دلرغونې افغاني مدنیت درې مهم منځي
( مرکزونه).
هیندوکڅ: هیندوکښ اوسنی هندوکش

_ _ _


مكتبۍ

د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده مې پخه كړې
ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد دڅرخي پير يم
رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم
كوډې باسم
 بند بختونه خلا صومه
دمينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دسمال راته خامك كړي
څوك راجوړه كړي خولۍ
د بر كلي صايب زاده يم 
يو مې آس يوه شړۍ                                     
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل كوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډيره نه كړم
خدايزده ولې
دكوز كلي په زلميو باندې ګران يم                   
 ما ته راز ددوى مالوم دى
يو دخان په لور مين دى
بل لېدلې دملا صايب لمسۍ
د بر كلي صايب زاده يم 
يو مې آس يوه شړۍ
دشنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز كړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه مميز كړم
دبرات دمياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پيغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راكړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
میرات مړى ولور كم كړي
خوږ جانان مې مساپر دى
په دوبۍ كې مزدوري كړي
     *  *  *
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپيلۍ
د بر كلي صايب زاده يم 
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډيرې شپې سره يو ځاى يو
ظالم ښه مست ربابي دى
دځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله كړو دوهۍ
د بر كلي صايب زاده يم 
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى چې نن راغى
په خندا يې راته وويل :
صايب زاده كيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې دخان يووړل
كور يې ډك له مېلمنو و
څوك له ښاره وو راغلي
په انګړيې شور ماشور وو
يوه ښكلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپيرۍ
كليوالو غوندې نه وه
ښكاريدله مكتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل :
صايب زاده يار ته دې وايه
پير خانې ته دې سلام دى
يو تا ويز خو راته وكړه
چې جانان ته شم منظوره
شكرانه به پوره دركړم
خداى دې مكړه ادې بوره
مكتبۍ راته داوويل
بيا يې راكړدا كاغذ
ژرنده ګړي توبې وكړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مكتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په كاغذ كې  وو ليكلي :
((په سندرو یم مینه
دنغمو يم ليونۍ
په يو چا مې زړه بايللى
غږوي ښكلې شپيلۍ
يو تاويز ورباندې وكړه
چې ماګل كړي د پګړۍ
د بركلي صايب زاده دى 
يو يې آس يوه شړۍ))
۴\ ۱۱\۱۳۸۳         
      متحده ايالات- مریلند 
_ _ _


ا فغا نا ن

اوږدې لمنې
ګونځې پایڅې
د پوندو چاودې له پوټيوډکې
 او دڅپلیو په میخ ژوبلې تلې
 د اوږد تاریخ کوڅو کې ځي او راځي
سبا د لوی او ډبرین دیوال تر شاپټه ده
 نن دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاس تڼا کې
 پرون په وینو سره په اوښکو لمده
 یوځل په چپ ولاړل په ښي لاس راغلل
 د ښار په لویې څلور لارې کې  په چیغو سر شول
 بل ځل له  تورو سره را غلل
 خپل بچي یې له چپه حلال کړل
 اوږدې چپنې
 ګل سیب دسمال ترملا
 قرصې رخچینې پر سر
 لینګي د شولو په پټیوکې خوړین
 ملا خیشاوه کې کړ و په
یوځل دبیل لاستی په لاس کې بیا قبضه د ټوپک
 یالاس پر ټپ ایښی یاګوته پر ماشه نښتې
 یوځل په ږیره ګنهکار بل ځل د سر په ویښتو
یوځل ملا پسې و لاړ بل ځل په تیښته ترې خلاص
 نیم په تقدیر مین  او نیم یې په پېریانو اخته
 نیم یې په تمه د جنت او په دنیا باندې یې لاړې تو کړې
 څه په ماییوپسې روان
څه یې د ما رکس د کتابونو چینجي
څه د سید قطب د تاویزونوغاړه کۍ په غاړه
څه اسامه سره په سوړو کې پټ
څېرې ګریوان
ډډۍ لمن
ول ول لونګۍ په غاړه
 د ارابو له ربړه جوړې مچڼۍ په پښو
 د اوښ وندنی پر اوږه مخ په ختیځ دي روان
 باریې اپیم دي یا د بنګو میده شوې پټۍ
 څه په( پریتي) مین او څه یې د(( تام کروز)) لیوني
 نیم یې له ډېره تکبره زړې مور ته انګریزي غږیږي
څه یې لا اوس هم د مکتب په سوځولو تکبیرونه وايي
 اوږده ټیکري
            زړې پڼې
 ګلاباتون په پایڅو
په سریې شکور دی په مړوند کې بنګړي
 ځي لاروان دي خدای(ج) خبر په کومه
څه یې به بدو کې ورکړې دکنیزو په شان ژوند تیروي
 څوک په میړه باندې سګریټ بل کړي
 د ښځو د حقوقو کتابونه لولي
 ډیمو کراسي لکه یوزوړډاینسور
 دوړې یې خیژي را روان دی څوک یې نه پیژني.
 دوی ورته وخاندي او وویریږي
 چې دا عجیب ځناور
په دې هېواد کې هم هګۍ کړي هم بچي اچوي.

 ۱۸ تله ۱۳۸۴ کابل خیرخانه
_ _ _


گيله

پرون ناروغ ومه نا مردې تاونه پوښتلم
تا ويلې آخ !
 خداى دې ما مړه كړي
   زه خبره نه وم
زه دې په سترگو كې د دروغو نښې ښې پيژنم
كه ته خبره نه وې
پرون زيارت كې ډيوه چابله كړه
بيگاه تر نيمې شپې په پټه دعا چا كوله
سهار پلوكې او ښكې چا غوټه كړې
ما به خداى څنگه جوړ كړي ؟
 د دروغجنو دعا نه قبليږي.

15 ليندۍ 1384
_ _ _


د پښتو ژبې پیاوړي شاعر رحمت شاه سایل په دې ورستیو کې د کابل په نامه یو آزاد شعر خپور کړی دی، چې ددغه افغان شاعر د مینې او احساس یوه خوږه ترجمانی ده. زما د زلمیتوب د خوښې دغه شاعر ته، دا څو کرښې د نوموړي د همدغه شعر، لپاره ډالۍ دي.

سايله ستا هغه د خېال کابل

 تالا کابل لیدلی نه دی، تا کابل ونه لید
 سایله دا د افسانو ښار افسانه وګڼه
 په تاریخونو کې یې ورکه شان کیسه وګڼه
 دلته د وینو آيينه کې چې لمر سور ښکاریده
زما او ستا دملت ټپ چې لاناسور ښكاريده
 هغه وخت موږه ستاغزلې لوستې
 ستاپه سندرو به مو خپل د مینې لیک پيل کړ
 ستا په نظمونو به مو یو بل ته لاسونه ورکړل
 سایله هغه وخت موږ ستادعاته لار څارله
چې ګوندې داولیکې:
 ((مادرته ټول عمر د خوبونو ښار ویلي دي
 کله مې پېرزوشې په بمبونو کابل جانه))
 خوستا دعالا پوره شوې نه وه
 چې ستا د مستو لیونو خوبونو
 د ښاپېریو ښار بمونو ړنګ کړ
تالا کابل لیدلی نه دی، تا کابل ونه لید
 سایله ستا هغه غزلې او زما سندرې
 نورې په ورک تاریخ کې ورکې شولې
 نور څوک دالرو بر یوځای نه ګڼي
 نورستا اجمل زما لایق نه شته دي
 د پاچا خان ارمان اوبو وړی دی
د (( یو پښتون)) د غږ ضمیر را څخه
 دکله دارو رنګینو وړی دی
سایله ته لا په روټۍ پسې او زه یمه په نان پسې ورک
یوهم په خپل کور کې ډوډۍ نه لرو
 د اشنغر پیغلې له ډېره نازه
 ماته په کور کې مساپروايي
چې خړڅادر په پېښور کې ګرځم
 راته زلمي لا مهاجر وايي
 سایله زه او ته د ورک تاریخ تکرار ته سوځو
 سایله زه او ته تکرار یو دیعقوب او یوسف
 سایله زه او ته تکرار یو د مریمې او عیسی د فراق
 بس دغه ښار دې په خوبونو کې  ودان وساته
 دا دایروڅلی په خیال کې خپل مکان وساته.
                                            
                                    مرغومی ۱۳۸۴ لمریز
                                                 کابل

_ _ _

سفر

ته لكه د خوړ شگو کې سپينه اورڼه چينه
زه لـكه دغــره د كمره خـواته راوتلى گل
ته چې په ملا ماته شې نغمه د شرشرې راوړې
زه لكه ددنگ كوچي پگړۍ كې يو ټومبلى گل

ته لكه د سپينې شيدوپۍ پاڼه كې سره نښه
زه لكه سهاركې د بيباكه نسيم ښكلى موج
ته لكه د سيند په غاړه جوړه د ماشوم ماڼۍ
زه لـكه ترتا نا رسيدلى بېرته تللى مــوج

ته كـله دروغـــجنه شې ماشوم درغونه ووايې
زه دې  اننگوكې د يـوپټ شرم گل ووينم
كله چې بـانه جوړه كړې لويه كيسه پيل كړې
دروغــو كې دې هم څه خوندور تخيل ووينم

ته لكه د سپـين قـــرآن د كـرښو جنتــي وږمه
زه لكه د عـرش له مــنارونه د اذان آهنـگ
هلــته په جــنت كـې يوه سيمه پښتنه هم شته
ما او تا راوړي لــه هغه ځــايه د عــشق لونگ

خداى خبرچې موږ به دې دنيا ته څه او څه ښكارو
څــه خبر چـې موږه په كوثر د عشق پريو لـلي يو
زرځلې د مينې شهيدان شو له دنيا ولاړو
بيا لكه آدم او حوا ځمكې تـه راغلي يـو

دواړه ماشومان يـو دواړه ښكلي يوسپيڅلي يـو
دواړه د جـنت له پاكې ځمكې نـه راغلي يـو
كله سره لوبـې كړو او كله سـره جنگ وکړو
كله بيا د ميندو پر زنگون باندې خوب وړي يو

دا خلـــك ژړلــى نه شـي سـترگې يې خـيرنــې دي
مــوږ لــكه رڼـا د ايمـان سـترگـو بانـدې نه ښـكارو
زه او تـه د اوښـكو پـه زم زم د زړه كــعبه مــينــځو
بــس د خـداى دوســتانو او ولـيانو تـه راڼـه ښــكارو

اى لــيونۍ مــه ژاړه دا ځـــمكه خــو پـه وينــــو ده
اوښــكو ته دې پاكـه د جـنت خـاوره له كـومه كـړم
ځـه چې په آسمان كې دې له اوښكو ستوري وتراشم
وريــځې به زانــگو كــړمه او تـا به يـې مـاشـومه كړم

مـــه ژاړه راځــه چــې په چــينه كـې دې مـخ ومـينځم
ژوند هــمدومـره بس دى چــې اوبوكـې زه او ته ښكارو
واړه عــاشقان بـه مــوږه وڅـــښي او نــشه بــه شـــــــي
مـــــوږ به د مــينو په خــوبــونوكــــې ويده ښــــــكارو

ځه چې د گل څانگه كې يو رنگ شو بل وږمه د گل
ښــكلي عاشــقان به مو يو بل ته په ســوغات وركړي
راشـــي ملــكه چــــې د مــچيو پــه مــوږ وگـــرځي
ولاړه شــي تــرخــو خلكو ته هم په مينه شات وركړي

ځـــه چـــې لـــه بـــاران ســـره پر دوه مــــينو وورو
يا د سپــــينې غـــاړې يـــا د تـــورو څــڼو رنــگ واخلو
ځــه چــې د بـــوســې د جـــل وهـلــو تـنده مـاته كړو
پــس لــه ډيــره وخــته د خــــوږو شونډو قلنگ واخلو

ځــــه چــې دواړه ورك شو له دې دومره ډېرو سترگونه
ټوله په تاريخ كې تيته شوې مينه ټــوله كړو
رايــې وړو پــه دومــره ډبــرينــــــو زړو يـــې وويــــشو
دا تــــياره دنـــيا چـــې زه او تــه رڼـــا پـــه ســـولـه كړو

راشـــه مــا ســــفرتــــه مــلاتــــړلـــې ده روان يــــمه
بــس يـــوازې لاس راكــــړه اوســترگـې دواړه پټـې كړه
زه بـــه دې پــه شــونـډو لــه بــوســې نــه بــسم الله وكړم
تـــه د اقــتدا پـــه نـــيت لـــه مــانــه تــاوې مټـــې كـــړه

25 ليندۍ 1384 كابل