Wadan weblog 2

غزل

22.03.2008 10:37

بس په شکرانه کې يوه خوله راوړه
پال ګورم له رغوي سره زړه راوړه


نه مرمه ورځه سر ته مې مه كينه
تږی يمه ولاړه شه اوبه راوړه


نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګي
سترګې دې راپورته کړه باڼه راوړه


تاويل چې سترګې تورومه پرې
تاويل دسوي زړه رانجه راوړه


نه به څښي لېوال دغه ترخه شراب
ته ورته د سرو شونډو خواږه راوړه
                                                                نوروز 1387