Wadan weblog 2

ميمنه (كيسه ګۍ)

06.08.2008 13:50


د يكشنبې په سهار، پتريشيا راته زنګ وواهه او ويې ويل چې غواړي (توبك) ته لاړه شي او له ما يې هم غوښتنه وكړه، چې ورسره لاړ شم. د غرمې يوولس بجې مو سره وعده شوه، زه پاڅېدم چې ځان چمتو كړم.
توبك د امريكا د اريزونا ايالت د دويم لوى ښار (توسن) سهيل ته يوه وړه ابادي ده، چې د مكسيكو پولې ته نژدې پرته ده. د توسن يوشمېر اوسېدونكي د تفرېح لپاره ورځي. هلته يو كوچنى توريستي بازار، يوه زړه كليسا او د اسونو د سورلۍ لپاره چمنونه او لارې شته، خو ډېر خلك د اتلسمې پېړۍ تر ټولو زړې مسيحي كليسا ليدو ته ورځي، چې اوس په يوه موزيم بدله شوې ده.
كله چې له ښاره ووتو، نو پتريشيا، چې موټر چلاوه، وويل:
تر توبك پورې يونيم ساعت لار ده، زموږ د ملګرو عجيب تركيب و، پتريشيا څلوېښت، پنځه څلوېښت كلنه مېرمن وه، چې د چيلې له هېواد څخه امريكا ته راغلې وه. سنجاري يو اوږد عراقي و، چې ويل يې په عراق كې وكيل و، خو د ده د ونې د اوږدوالي او ساده توب له امله ټولو ګومان كاوه، چې له باسكټبال څخه پرته يې بل څه نه وي زده، د ده خبرو به يو له بل سره تړاو نه درلود. ميومي اتلس كلنه جاپانۍ نجلۍ هم له موږ سره وه، چې د چا خبره يوه لوېشت ونه يې وه او كله چې په سيټ كې زما تر څنګ كښېناسته او ځان يې كلوله كړ، نو ما ته مې خپله يوكلنه لور راپه ياد شوه، د ميومي ونه او سترګې دواړه پيشو ته ورته وې، موږ ټول دلته په پوهنتون كې سره ملګري شوي وو.
د توسن او توبك ترمنځ د سړك دوو خواوو ته دښته ده، كه څه هم چې ښه ګڼ اغزن بوټي لري، خو وچه خاوره او سوځوونكې ګرمي يې له ورايه څرګندېږي. په لار كې تيريشيا وويل:
په چيلي كې هم هوا همدومره توده وي، خو په دې توپير چې زموږ هېواد يوڅه شين دى او د لوړو غرونو په سرونوكې ان په اوړي كې هم لا واوره پرته وي. بس د پتريشا دې خبرې عراقي سنجاري ته د خبرو جلب په لاس كې وركړ او پيل يې وكړ د عراق په صفتونو او په څو شېبو كې د عراق له هوا څخه تېلو او بيا د دغه هېواد د وكيلانو هوښيارۍ ته خبره ورسېده او په وكيلانو كې بيا د سنجاري د بې جوړې توب خبره رادمخه شوه. نژدې پنځه څلوېښت دقيقې مو د عراق او د هغو لايقو وكيلانو په تېره بيا د سنجاري ستاينې واورېدې. ميومي په سيټ كې ويده شوې وه، خو د پيشو په څېر خور- خور يې نه كاوه. ما غوښتل چې راويښه يې كړم، خو د كيون خبره راپه ياد شوه، دا زموږ د ګرامر پروفيسور و، چې ډېر كلونه يې په جاپان كې درس وركاوه. هغه وويل: جاپانيان د بس، اورګاډي او ان ميترو په منځ كې ډېر ژر بيدېږي. ان دوى په ولاړه هم خوب كوي او په زړه پورې خو يې دا ده چې څنګه يې د كوزېدو ځاى راورسېږي، نو په خپله راويښ شي او مخامخ له دروازې څخه بهر ته ټوپ كړي. كيون د دې عادت لامل دا وښود چې جاپانيان ډېر زيات كار كوي او د خوب لپاره ډېر وخت نه لري، نوځكه له داسې وختونو څخه دخپل خوب د پوره كولو لپاره ګټه اخلي.
ميومي لا بيده وه او د سنجاري خبرې نه خلاصېدې. زما ينډه راويښه شوې وه، غوښتل مې چې زه هم د افغانستان صفتونه پيل كړم، خو چې هر څومره چې مې چورت وواهه، چې د څه شي په هكله غوره وكړم، څه مې پيدا نه كړل، زما درې واړو ملګرو د افغانستان په باب يوازې دا څيزونه اورېدلي وو،: جګړه، وژنې، اپين او نړيوالې مرستې. ما هڅه وكړه چې خبره راجوړه كړم او يو څه پيدا كړم، چې د افغانستان پرده وشي، له بلې خوا مې غوښتل چې د اوږده سنجاري د خبرو سېلاو ودردم او كه وشي د پتريشا غريبې غوږونه يې د پرله پسې خبرو له شره وژغورم. خو لا مې هم په مغزو كې څه ونه مندل، زه لا په همدې چورت كې وم، چې پتريشيا وويل: بس همدغه شنې ونې چې ښكاري، دا توبك دى، دلته به لومړى ډوډۍ وخورو، بيا به چكر ووهو او د اسونو له سورلۍ څخه وروسته به د موزيم ليدو ته لاړ شو.
غرمه مو په يوه مكسيكويي رستورانټ كې ډوډۍ وخوړه، د رستورانټ چوتره د انګور تاك ډوله بوټو پوښلې وه، چې د ځانګړو نلونو په وسيله اوبه پرې شيندل كېدې او دې چارې د اريزونا د جون د مياشتې دوزخي ګمري له سړي هېروله.
امريكايان له مكسيكويي خوړو سره ځانګړې مينه لري او مكسيكويان هم تل په لكه غاړه د خپل اصلي پخلي په باب خبرې كوي، د ډوډۍ پر مهال پتريشيا وويل: د چيلي خواړه مكسيكو ته ډېر ورته دي او د دواړو هېوادونو رستورانټونه ښه نوم لري. دلته نو سنجاري وتخنېده، غوښتل يې د عراقي خوړو د ستاينو باب پيل كړي، خو ميومي خپلې كوچنۍ سترګې د اعتراض په توګه ورواړولې، ما ته خداى په لاس راكړه او سنجاري ته مې وويل: كه غواړې چې ميومي غريبه د ډوډۍ په سر بيده شي، نو د عراقي خوړو په باب ورته يوڅه ووايه، ښځګله وو، وخندل او سنجاري غاړه تازه كړه چې، عراقي خواړه په نړۍ كې جوړه نه لري، خو زه د ډوډۍ پر وخت غږېدى نه شم.
د موزيم د ليدو پرمهال ميومي له ما څخه پوښتنه وكړه، ما اورېدلي چې افغانستان ډېر ښه موزيم درلوده! زه چې لا تر اوسه د خپل هېواد د ستاينې په لټه كې وم، يو ناڅاپه مې د خوښۍ څپه په زړه راننوته، ځان مې راجوړ كړ، چې اوس نو د يما پاچا له وخت پيل وكړم او د افغانستان لرغونى تاريخ، وياړونه او بډاى تاريخي اثار ورته يو- يو وشمېرم او سنجاري ته هم زور وروښيم، خو ما لا څه نه وو  ويلي، چې پتريشيا ځواب وركړ: هو! ما هم اورېدلي وو، خو څو كاله پخوا مې په يوه مجله كې ولوستل چې هلته موزيم لوټ او تالا شوى او ډېر تاريخي اثار يې ورك شوي... د هغې د جملې په بشپړېدو پوه نه شوم، په مغزو مې سړې اوبه تويې شوې. دا هيله مې هم خاورې شوه او د سنجاري دې خبرې لا هم وچيچلم چې ”هغه د بودا دوه غټ بوتان يې هم غلا كول، خو ورخڅه مات شول“. زه پوه شوم چې د باميان بوتان ښيي، خو د هغو ناخبرۍ ته مې خندا راغله او كله چې ميومي په دې هكله راڅخه بيا وپوښتل، نو له ساړه اسوېلي سره مې ورته وويل: دوى رښتيا وايي.
                                                                        ***
هغه لوى سړك ته څېرمه چې د توبك له څنګه تېرېږي او اريزونا د مكسيكو له پولې سره تړي، څو لويې هټۍ شته، چې ګڼ شمېر ګرځندوى ورته راځي، د افريقايي شنو رنګو ډبرو يو ستر پلورنځى هم دلته شته، چې د ښكلو مجسمو او ګاڼو ليدل يې سړى حيرانوي. د مكسيكويي مصنوعاتو يو دوه پلورنځي هم د پام وړ دي. موږ ورو ورو د كوچني بازارګوټي پاى ته نژدې كېدو، چې زما سترګې پر يوې لوحې خوږې شوې، د يوه لوى او خورا ښكلي پلورنځي پر تندي يې ليكلي وو: (ميمنه كارپېټ) خداى شته، له پوستكي لاندې مې څه راننوتل او غلى يې وتخنولم. نور ملګري هم په دې خوار راكاږه شول او ټول پلورنځي ته وختو، همدا چې ور مو پرانيست، د وړيو يوه اشنا بوى مې سپږمې ونازولې او دلته د ميمنې له غاليو نيولې، د شبرغان تر قاقمه يي ګيلمونو پورې او كوچياني لېمڅو پورې هرڅه ښه ډېر او رنګارنګ وو. دا پلورنځى د افغان اوبدل شويو غاليو او ګيلمونو ځانګړې تجارتخانه وه او كله چې مو له پلورونكي سره خبرې پيل كړې، په تېره بيا چې هغه پوه شو چې زه د افغانستان يم، نو پيل يې كړ د غاليو او ګيلمونو پر ستاينو. هغه په څو شېبو كې له سيند نه ښوروا او له غره څخه غوښه جوړه كړه. د قاقمه يي ګيلمونو بيه يې اسمان ته وخېژوله او افغاني غالۍ يې په نړۍ كې بېسارې وګڼلې، پتريشيا او ميومي د هرې غالۍ او مور قالينچې په ليدلو له حيرانتيا څخه سوځوونكي غږونه راايستل او سنجاري هم خپله حيرانتيا نه شوه پټولاى. ښځګله وو له غاليو سره ښه ډېر عكسونه واخيستل او پلورونكي له ما څخه غوښتنه وكړه، چې د هغه د هټۍ پر يادګاري لوحه يوڅه ورته وليكم، ما هم په پښتو ورته څو جملې وليكلې او په داسې حال كې چې پتريشيا د خپل كور لپاره يوه كوچنۍ قالينچه رانيولې وه، له پلورنځي څخه ووتو.
                                                                        ***
كله چې توسن ته راستنېدو، مازيګر مهال و، هوا دومره ډېره توده نه وه، ميومي خپلې كوچنۍ سترګې ځلولې او له دې څخه ښكارېده چې ويښه وه. د لومړي ځل لپاره اوږد سنجاري چوپ و، پتريشيا د افغاني غالۍ اوبدونكو مېرمنو د ليدو لپاره افغانستان ته د خپل راتلونكي سفر پر پلان غږېده او ما په داسې حال كې چې په كابل كې د ښې مېلمه پالنې په هكله وعدې وركولې، نور په دې هكله خواشينى نه وم چې افغانستان د يادولو وړ څه نه لري. دا ځل د لارې ښي اړخ ته د پرتو باغونو ليدلو خوند راكاوه او له ځانه مې پوښتنه كوله، چې دا مې د راتلو پر مهال ولې نه شول ليدلاى؟