Wadan weblog 2

سپينه ماڼۍ او ملك اتا

17.08.2008 10:07 يو ځل بيا چې په واشنګټن ښار كې داساسي قانون له واټه تيريدم او د سپينې ماڼۍ د  وره له مخې مې هغه كوډلۍ وليده نو زموږ د كلي ملك اتا او دتازګي خبره راپه ياد شول . دلته سپينې ماڼۍ ته څېرمه يو په عمر پوخ سړي يوه غټه چترۍ لكه كيږدۍدرولې او له كلونو كلونو راهيسې شپه اوورځ همدلته پروت وي ،دسړي ببره ږيره ده او دلته يې ددېره توب بانه له سپينې ماڼۍ سره ډغرې وهل دي. ده د خپلې كوډلې په شاوخوا ګڼ كاغذونه او شعارونه لګولي چې پرې ليكل شوي :
جګړه نوره بس ده !                                                    
اتومي وسلې به يوه ورځ نړۍ ورانه كړي ....                            
او داسې نورې ببولالې ، ده په جګړو كې دځينو سويو الويو اكسونه هم پيداكړي چې په خيمه يې راځړيږي ، ښكاري خو دا چې ده دا هرڅه پلمه كړي او دسلطان مامود  لټ يې له ځانه جوړ كړى دى ، دامريكې په بوخت اوسرګردانه ژوند كې دځينو خلكو هوس ورته راشي چې دا دخداى بختور وګوره نه كار نه روزګار ،هسې پروت دى ډوډۍ خوري او حساب نه مني ، هره ورځ چې په درجنو درجنو سيلانيان دواشنګټن ښار او سپينې ماڼۍ ليدو ته راځي نو ددغه ببر مبر سړي ليدل هم عجيب خوند وركوي ، ډير خلك ورسره اكسونه اخلي او سړى هم هرې كمرې ته خوله داسې جينګه نيولي وي ته وا خى نو څه غټ كاريې كړى دى. په دې ورځ يې  زموږ خبريالان سپينې  ماڼۍ ته د خبري كنفرانس دليدلو لپاره بيولو چې يو ځل بيا مې په دې ماجوزه سترګې ولګېدې او هسې دتازګي خبره راپه ياد شوه چې په هغه سهار يې ملك اتا ته كړې وه . هسې خو خبره ددووتر منځ وه خو دكلي كار و پټه پاتې نه شوه او چې سترګې رپيدې نو بيا دجومات د اخرو كتارونو په ځوانكيو هلكانو كې دګونګوسي او خندا لپاره پلمه شوې وه، چې كله به راووتل نو پټ پټ به يې ورپورې خندل . ملك اتا دكلي ترټولو موړ سړى و،  پيسې يې ښې ډېرې درلودې خو په دې ټول پوهيدل چې ښه بيدريغه سود خوري ، پيسې په ګرويو اچوي اوپه مامېلو كې په ناحقه شل قسمونه هم خوري.  دى ملك نه و خو له ولسوالۍ او ولايت سره يې پخه انډيوالي وه، نو كله به چې د چا كار بند شو دده دروازه به يې ورټكوله . ده ته د علاقه دار ، ولسوال ، كاتب او سر كاتب د رشوت او دكرايي شاهدانو نرخ ښه مالوم و بس چې ده ته به دې په ورغوي كې وركيښودې نو ښه پوهيده چې څنګه روا ناروا اوناروا روا كړي . زه ايله په شپږم يا اووم ټولګي كې پوه شوم چې دده اصلي نوم ( عطا) دى ، خو دادې په چامنله ، په كلي كې يو زه اويو ميرزا ديګان په دې پوهيدو كه نه خو پخپله دملك اتا هم سر نه پرې خلاصيده. ميرزا ديګان هم ځكه پوهيده چې دملك اتا دسودونو او ګرويو سندونه به يې ورته ليكل . خبره خو داوه چې د كړنګ څيلې كوم سپيده داغ وچې تازګي خپل تك تور خر، چې دكليوالو په ژبه له وروره هم پرې ګران و، په وياله اوبه كاوه- چې ګوري ملك اتا دويالې كنګل مات كړى او غسل كوي . تازګي چې كتلي د ملك اتا دغاښونو كړپا خيژي او نږدې دى چې له يخه يې ساه ووځي نو كيداى شي دا هم په زړه ورګرځيدلي وي ، چې ښه نو خداى دې خوار كه ښه تود حمام دې په كور كې دى ، تاوخانه دې شته ، ديوې په جاى دې درې ښځې دي نو په وياله كې څه بلا غواړې؟  ځكه خويې ور باندې غږ كړى  و ، چې:
ملك اتا! خدايزده چې جنت به وګټې، ځان دې هسې  په يخ مړ كړ.     
دا چې په هغه ورځ دملك اتا او تازګي تر منځ نور څه كته پورته شوي وو او يا خو دا خبره چا او څنګه تر موږ هلكانو رارسولې وه هير مې دي ، خو دومره مې په ياد دي چې له دې ورځې وروسته به چې هر چا كومه سوګتي يا بې پايلې كار كاوه خلكو به ورته دتازګي دا خبره خامخا كوله ، دا خو يې لا پريږده چې كه په دې وخت كې به تازګى حاضرو نو مسك به شو او ځان به ورته فيلسوف غوندې يو شى ښكاره شو.
      په دې ورځ هم چې ما دواشنګټن ببر سرى  په سړه سيلۍ كې له خپلې چترۍ لاندې جوغ موغ وليده نو په زړه كې مې د تازګي خبره راوګرځيده چې:
      خداى ج   خبر چې جګړه به ودريږي كه نه، خو تا هسې ځان له يخه مړ كړ.