Wadan weblog 2

ســـــــــــــــــــــــــــودا

17.08.2008 10:10

 

په امريکه کې هرپوهنتون خپله يوه ځا نګړې نښه لري دبيلګې په توګه دارېزونا دپوهنتون نښه وحشي پيشو وه چې د پېژندنې پر کارت به د خوارکوټي محصل دعکس تر څنګ دپيشو يو غټ سر هم رسم شوی و ، په اوله کې چې ما پر خپل کارت  پيشو  وليده نو خدای ج شته ښه قار راغلی و خو وروسته پو ه شوم چې دا څه بلا ده٠ خو دلته دمريلند  دپوهنتون نښه بيا کيشپ ده چې کابليان يې سنګپشت بولي٠ بس هرچېرته چې ګورې دې چښتن مړي سر نيغ نيولی وي ان چې دپوهنتون اخبار هم Diamond Back يانې الماس ډډی نوميږي. په ټوله امريکه کې دمريلند پوهنتون دژورناليزم پوهنځی نامي دی ځکه خو کېدای شي له همدې وجې څخه يې دې پوهنځي ته مخامخ اودپوهنتون دلوی کتابتون ددروازې تر مخ يو غټ کيشپ له تيږې څخه جوړ کړی او کله چې يې سړی په لومړي ځل وګوري نو دسړي بيم ترې وشي. په پوهنتون کې دا يو رواج ګرځيدلی چې دشموليت په لومړۍ ورځ اوهم دازموينوپه وخت کې ساده محصلين دکيشپ په پوزه لاس راکش کړي دوی دا يو ښه پال ګڼي زه په اوله ورځ  خپل ﻻرښود پروفيسور دلته راوستم اودا يې راوښود ، زه دوه څيزونو حيران کړی وم يو دا چې دا کيشپ څومره دقيق جوړ شوی چې ته وا اوس به نو روان شي او بل دا چې دکيشپ ډبر ينه پوزه داسې ځليده لکه له زرو چې جوړه وي او دا له بسه چې لکونه لکونه ﻻسونه پرې کش راکش شوي وو ،زما ﻻرښود پروفيسور لکه چې پوه شوی و چې دکيشپ د پوزې پاکول ما ته دخندا خبره ښکاره شوې نو يې خبره بدله کړه او دپوهنتون دلوی کتابتون سيپتونه يې راته پيل کړل.

کيشپ زما دپوهنځي او کتابتون تر منځ لکه غاړه ناست و اوزه چې ددې دواړو ودانيو ترمنځ تقريبا هره ورځ تېرېدم په هغه به مې سترګې لګېدې اوخامخابه مې دمحصلينو په ساده ګۍ پورې خندل٠زما يوامرکايي ملګری

ديويد به کله کله له ما سره په دې لاره ته ،يوه ورځ يې خدای ج  خبر څه په زړه کې وګرځېدل چې ناڅاپه يې رانه وپوښتل: ته په دې باورلرې؟ حيران شوم چې سړی لکه چې بنګساره شو که څه بلا؟ ورته مې وويل په څه؟

  - په کيشپ ٠ هم غوسه راغلې وه اوهم خندا ، ما ورته وويل خدای دې خوار که ليونی خو نه يم چې په کيشپ به باور کوم٠ ده راته وويل : زه هم باور نه پرې لرم او دامحصلين ډير ساده راته ښکاري چې دکيشپ پزه سولوي ، ماورته وويل ،هر څوک پوه شه کار يې ، خو زه چې هروخت دې کيشپ ته ګورم  نو يو ښه هنري  کار راته ښکاري اوبس٠ ديويد خوشاله شو او ويې ويل : ياره ته هم ما غوندې هوښيار يې٠ ما څه ونه ويل ،ده زياته کړه ، زما خو ځکه هم کرکه ترې راځي چې دکيشپ په پزه هر څوک ﻻس وهي نو دا د خلکو روغتيا ته تاوان هم پېښوﻻی شي٠

ورځې تېريدې دازموينو په وخت کې چې دکيشپ دپزې دسولولو ورځې وې اوکله کله خو به محصلين ورته په کتارکې وﻻړ وو ،يوه ورځ چې زه په کتابتون کې وم نو ګورم چې ديويد ډېر چورتي راروان دی له لنډ روغبړ وروسته يې راته وويل سبا ته د (خلک پوهنې )يا انتراپولوجي سيمينار لرم موضوع مې دجنوبي اسيا هيوادونه دي څنګه وکړم وخت راباندې تنګ دی پروفيسور ته په ګوتو راکړې خو٠٠٠

ما ورته وويل هلکه څه خوخو لرې زه پوه شوم چې بيا مرسته غواړې، ځه بيګاه ته اپرتمان ته راشه ، زه به درته لګيا يم ته يې ليکه ٠ديويد له خوشالۍ څخه يوه ټرټکه وکړه اوبې خدای پاماني روان شو ٠په هغه شپه ديويد دکوم افغان له رستورانت څخه ښه ډېر کباب راوړی و او  له خوشامنده يې قسمونه خوړل چې درستورانت په لوحه يې ليکلي و(( Halal Meat)) يانې حلاله غوښه٠

دشپې تر ناوخته مې ديويد ته څه نيم ونيمکله مالومات ورکړل اوهغه هم څو پاڼې ډکې کړې ، چې ته نو هسې له ريشخنده مې ورته وويل هلکه ډير تشويش مه کوه که دې زړه ډير ناکراره و نو دکيشپ پوزه خو شته٠ ديويد څه وغورميد او په تياره کې ورک شو ٠

ما به ډېر ځله سهاري دلوی کتابتون په کانتين کې قهوه څښله په وطن کې خو مې نه پېژندله خو دلته په امريکې کې چې دشنه چای پيدا کول دمرغۍ پۍ و نو دا ميرات مړې مې سم عمل ګرځېدلی و، په دغه سهار هم د کړکۍ تر څنګه ناست وم او دقهوې له غوړپونو څخه مې داسې خوند اخيسته لکه چرسيان يې چې د چيلم له شپيلۍ څخه اخلي٠باندې مې کتل چې په يوې ښکلې نجلۍ مې سترګې ولګېدې هغې چې خپل سره بخون ويښتان يې د اس دشوخ کوټي ( بچي )دلکۍ په څېر خوځول همدا چې ډبر ين  کيشپ تا راورسيده نوودريده ،خپل دکتابونو تبراق يې په اوږه ور سم کړ او دکيشپ پزه يې ښه په زوره وسولوله ،دلته نو زه پوه شوم چې لکه چې کمبخته سخته ازموينه لري٠ توبه مې دې وي ، ما ﻻ دنجلۍ دويښتانو په اکو بکو پسې کتل چې ناڅاپه ديويد را پيدا شو ښه دروند بار ورسره و؛ نقشې، ګرځنده کمپيوټر ، کتابونه او عکسونه، يو څه وارخطا ښکارېده ،لکه چې بيړه يې وه خو همدا چې کيشپ ته راورسيده نو پښه نيولی شو ځناور ته يې وکتل څوشيبې يې همداسې ورته کتل لکه څه ته يې چې سودا وي ، بيا يې شاوخوا وکتل لکه غلا چې کوي ورنږدې شو دکمپيوټر بکس يې کېښود او ده هم ښه په زوره دکيشپ پر پوزه ﻻس تېر کړ يوځل بيا يې شاوخواوکتل بکس يې راواخيست او په منډه د لويې ودانۍ په دروازه کې ورک شو٠

ما له قهوې څخه ورستی غوړپ وکړ خو دا نوره سړه شوې وه٠

 ٦ کب ١٣٨٣ لمريز کال – واشنګټن ډي سي