Wadan weblog 2

د وړانگو له هېواده

01.12.2008 09:45

په هر طواف کې زما یاد ورسره
هغه پر تور بخمل چې شونډې ږدي هم ما ښکلوي
زه یې په زړه کې ناست او حج کومه
زه یې لېمو کې اوسم سعی کوم
ورسره یو ځای ترمینا پورې ځم
چې د زمزم چینې ته ورشي ما په اوښکو مینځي
ها توره تېږه ښکلوي هم زما د سترګو په خیال
خدای ته نږدې له مانه لرې جانان
مګر په زړه کې ناست دی دلې جانان
لکه هاجر له ابراهیمه لرې
په زړه کې پټ د عشق ذبیح ساتي
بیلتون په شګو ولي رجم کوي
د عشق څلویښت لمونځه د زړه یثرب کې
له هر مناره د بلال ازانګې
له هر براق سره د وصل زیری
هغه مینه لکه ستره حوا
هغه سپیڅلې لکه ښکلې مریم
هغه ددې عصر د عشق زلیخا
هغه به تږې شي اوبه به نه وي
هغه به ستړې وي دمه به نه وي
څوک یې یادېږي خو هغه به نه وي
لکه هاجر به سرګردانه وي د ژوند دښته کې
د اسماعیل د خوب شیبه غوندې به وویرېږي
هغه به ډېره سرګردانه وي د عشق لپاره
او د کعبې خواته به ګوري په اوښلنو سترګو
د اوښکو شاته به مرقد ته ګوري
زه به یې زړه کې ناست یم
چې یو ناڅاپه له کوم لوري واوري
یو غیبي غږ لکه عرشه راشي
چې د مینو زړونو حج قبول شو
ها یې چې زړه کې ناست دی
ها لیوني شاعر ته هم مبارک
ها لیوني شاعر ته هم مبارک

         
                                                                                        ۶/۷  لیندۍ/۱۳۸۷لمریزکال